دریدي ګله

دریدي ګله 

دريدي ګله زموږدغروپه لمن مه ټوکیږه

تانده ځواني به دې دبم اورونه وسوځوي

جنتي وږم به دي بیاپه غزلونوستایم

صبرشه خدای به داویرجن توپونه وسوځوي

دنارنجي څیرونه توَږم دبارودوخیژي

لابه نورهم دتوروزلفوولونه وسوځوي

داوربڅروپاغوندۍ اودراکیټولمبي

پرهره پاڼه به دي سره لعلونه وسوځوي

دټوپکونوشپیلۍ دلته زیږوي مرګونه

دیموکراسي به کلی، کور،ښارونه وسوځوي

موږدسکروټوبارانونه هم پرځان منلي

داڅه – چي کوربه موبحري پوځونه وسوځوي

ډیوي به مړي شي دژوندون تپې تیارې به راشي

احمدي مرګ به ورځ اومیاشت کلونه وسوځوي