دمیدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې دمارخانې کلی

 

دمیدان وردګو ولایت په پرتلیز ډول دافغانستان دنورو ولایتونو څخه کوچنی ولایت دی چې دکابل ښار لویدز خواته پروت دی شمال ته یی دپروان اوبامیانو ولایتونه لویدیز ته یی بامیان جنوب ته یی دغزنی ولایت او ختیز ته یی دکابل اولوګر ولایتونه موقیعت لری .دنرخ ولسوالی ددې ولایت په مینځنۍ برخه کې پروت دی چی شما ل ته یی جلریز ولسوالی ختیز لورته یی میدان ښار جنوب ته یی دچک ولسوالۍ لویدیز ته یی ددایمردادو اوبهسودو ولسوالۍ موقیعت لری ددی ولسوالۍ په مېنځنۍ برخه کې دکریمدادو قریه ده چی ددی قریی په جنوب کې یوکلۍ پروت دی چې خلک ورته مارخانه وایی دا کوچنۍ کلۍ دغرونو په منېځ کې پروت دی چی لویدیز ته یی دخواجه بلند بابا غرونه سویل ته یی دبادام غرونه ختیز ته یی دده مسلم غرونه او شمال لورته یی دکریمدادو اړوند کلی واقع دی.

دمارخانې کلی له ځانګړنو نه یوه داده چی دنرخ ولسوالی دوه جګ غرونه چې ددوزیارتونو په نامه یادیږی

(لوی خواجه بلند بابا اووړکی خواجه بلند بابا) په همدې کلی کې  شتون لری . دمارخانې خوړ چې دوه خاښې لری یوه یی دکوچیانو ښاخه اوبله یی دحاجی غلام نقشبند چی اوس په حاجی نقشو پیږندل کېږی له کول ښاخه اخلی چې په پسرلی کې پریمانه اوبه لری خو بیا دوبی اومنی کې وچ وی.

مارخانه دجهاد په وختونو کې دسوق الجیشی موقیعت له خاطره دمجاهیدیینو غټ مرکز ووچی دشهید دیدار اوقوماندان پیروز پوځې قوماندانې اوقرارګاوی همدی کلی کې موقیعت درلودې ا وله دې ځایه یی په کمونستانو کلک ګوزارونه کړی دی.

 

مارخانه کې دپښتنو درې قامونه اوسېږی ، وردګ، اندړ او امرخېل   چې دټولو اوسیدونکو تخمینی شمېره یی ۲۰۰ تنو ته رسېږی یو شمېر کورنه په کې دکوچیانو په شکل هم شته چی دوبی راځی اوژمی کی تری تودو سیمو ته ځی .

ددی کلی مهم حاصلات غنم ، کچالو ، رشقه، جوار اونور دی دغه راز دزردالو ، مڼو ، اوتوتو ونې په کې شته . ددی کلی لویه ستونزه دموټر دلاری نشتوالی دی چی تراوسه نه هم دولت اونه هم دسیمو اوسیدونکو ورته پاملرنه کړی دغه راز په دې کلی کی داوبو بندو نه اوښوونځی او هټۍ  هم نشته چې خلک یی له په ډېر لومړنی حالت کی ژوند کوی .

حاجی نقشوددی کلی مشهوره څېره وه چې په میلمه پالنې او دین پالنه کی یی ښه شهرت درلود ان چې دده پامه څلوریزې اولنډې په شاوخوا ولایتونو کی مشهوری دی .

دسیمی یو شمیر اوسیدونکی اوس په کابل اوان په اروپا نورو بهرنیو هیوادونو کې ژوند کوی.