تادغيرت او قربانۍ له تاريخونه قربان

دقربانۍ هيواده ستاله هسکو غرونه قربان

تادپامير اوهندوکوش له سردرو نه قربان

دوخت مغرورسرونه ستاپښوته لويدلي دي ډير

تادغيرت  اوقربانۍ  له  تاريخو نه  قربان

هريوظالم دستابچيان په چيغووژړول

ستادمظلوم ولس وړو وړو سلګونه قربان

داچي داستا دازادۍ په نوم دردونه زغمي

ستادبچيانوپه لاسوکي زولنو نه قربان

تادمحمود،ابدال،عمر غوندي ځوانان روزلي

تادسپېڅلو شاه زلمو له کار نامو نه قربان

چي په يو غږ يي دميوندځوانان سنګرته ايستل

ستادملالې دغيرت ډکو ټپونه قربان

تل به دې وياړم په تاريخ افغانستان وطنه

زه (صابري) دستاله خاورو له ګردو نه قربان