پـــــريوتم
2009-02-28 12:34:06
پريوتم
يوگل ومه دهيلو دخزان سيمه كى پريوتم
ولويدم ناڅاپه بيابان سيمه كى پريوتم
ماديارلمنې ته لاسونه دواړه ونيول
يوځلي ګذارسره آسمان سيمه كى پريوتم
مايې دنازخوب دسپين مړوند په بالښته غوښته
پاڅيدم ژړا سره ارمان سيمه كى پريوتم
لارې دوفامې دبڼوپه څوكو لاندې كړې
مينې سر ه ياره دهجران سيمه كى پريوتم
حقه مې ويناوه له ښه نيت سره ملگرى وم
يوسف غوندې سپيڅلى دزندان سيمه كې پريوتم
لمرغوندې روښانه ځليده په سترګو سترګوكې
ناڅاپه راويښ شوم دګمان سيمه كى پريوتم
ورك مى شول غمونه چى كاته مى ديارلورى ته
صبراو رجاسره رحمان سيمه كى پريوتم
دوطن آبادى
چې بيابه زه ديدن دليلا وكړمه كه نه
چې بيا به يى قدم په درگاه وكړمه كه نه
سمسوره شى غنچه شى ګلونه شى وږمه شى
چې خوند به يى له مينې ښكلاوكړمه كه نه
له ردوځوابونو ېې سر ټـيټى رقيبان
كوڅه كى به ېې لارې تنهاوكړمه كه نه
كجكول چى ټنگوم زه ناروكړمه ستومان
څه خير به حاصل له آشناوكړمه كه نه
خاموشه يى په در كې لاس تر ځنې يمه ناست
نور صبر رانه درومى حياوكړمه كه نه
وطنه چى آبادبه دى بيا ووينم كه نه
خيالو كى دى دحسن نڅاوكړمه كه نه
(حقپاله) خپه نه شى دهمت لمن ته نيسه
غزل ته دى له سوزه ژړاوكړمه كه نه
ځنډنۍ مينه
تاوشومه راتاو شومه لوګى شومه
راغله بهانه چې سپيلنىْ شومه
څه وكړمه حياله قام اوكلى كړم
پټ له مينې ياره ليونىْ شومه
ستا دقدم خاورې په ليمو وهم
ډار لرم چى گواكې زه اغزىْ شومه
جاردله كتو شمه كاته كوه
خوښ يم كه هرڅوسورى سورىْ شومه
داجنون خوعشقه موده پس به وه
زه لاله اوله خندنىْ شومه
راغلمه دنياته ستا په مينه كې
كوزگورم چى ولې ځنډنىْ شومه
ته دفلاح لورى ته داعي شولې
زه د ځار له ياده وروستنىْ شومه