ټلفون دشریعت په چوکاټ کي
2009-02-09 05:09:35
ټلفون دشریعت په چوکاټ کي
(أبوخليل قدوسي)
موبایل (ګرزنده) ټلفون دانسان په ژوند کي یوستر رول لوبوي ، دقدر وړ خدمتونه ورڅخه آخېستل کېږي او دانسان ستوماني کموي، شتمني او وخت سپموي اودعصري ټکنالوژي دا لوړ بیه تحفه په ډېره آساني سره نن سبا دهرچا لاسونوته رسېدلي ده ، موبایل ټلفون دعادي ټلفون په پرتله زیاتي ځانګړتیاوي لري، دمثال په توګه ګرزنده ټلفون خاص دیوه شخص وي چي بل څوک يي نشي وچتولای پداسي حال کي چي عادي ټلفون هرڅوک ورپورته کولای شي ځکه چي عادي ټلفون په دفتر، یاپه کور او یا په عمومي ځای کي اېښی وي همدا راز هغه خدمتونه چي له ګرزنده ټلفون څخه اخېستل کېږي عادي ټلفون يي سرته نشي رسولای.
ګرزنده (موبایل) ټلیفون یو له هغو نعمتونو څخه دی چي الله تعالی دپرمختللي ټکنالوژي په مټه په انسان باندي پېرزو کړی دی ، او له هغه څخه بنیادي مقصد دانساني ټولني هوساینه او نېکمرغي ده خو هغه څه چي مونږ يي پخپل عملي ژوند کي وینو هغه دزیات ترو خلګو دبدمرغي سبب ګرزېدلی دی دهغه مصارف او لګښت دغریب سړي بار ور دروندکړی دی ، او دزیات ترو دوستانو او خپلوانو په مېنځ کي داړیکو دخرابي عامل جوړ شوی دی په دې سربېره دګناهونو او بې حیايي یوه سرچینه ګرزېدلی دی نو آیا دا خلل په چاکي دی ؟ او دا عیب دچا دی ؟ آیا داجرم د موبایل دی او که دهغه چا چي غلط يي کاروي ؟
ددې پوښتني ځواب یو وړوکی ماشوم هم ورکولای شي او هغه داچي ستونزه او عیب په هغه چاکي دی څوک چي د ګرزنده ټلفون په استعمالولو کي له الله تعالی څخه نه وېرېږي ، او له دې نعمت څخه يي دځان او ټولني لپاره عذاب جوړ کړی وي ، او ددې په ځای چي دنېکمرغي لپاره يي وکاروي په بدمرغي کي يي استعمالوي ، دې ستونزي او دېته ورته نورو ستونزو بنیادي عامل دادی چي کله دالله تعالی وېره او تقوا په یوه کار کي ملحوظه نشي نو برکت او نېکمرغي ورڅخه ختمېږي او ځای يي شر ، فساد او ستوماني نیسي ځکه خو مونږ دلته دځینو ملاحظاتو په وجه دهغه داستعمال لپاره ځیني لارښووني وړاندي کوو که مونږ همدغه لارښووني دګرزنده ټلفون داستعمال په وخت کي مراعات کړو کولای شو له هغه څخه دخیر او نېکمرغي یوه فعاله وسیله او وسله جوړه کړو .
په دې کي څه شک نشته چي ګرزنده ټلفون یو ستر نعمت دی چي الله تعالی ددې عصر په انسان پېرزو کړی دی دهغه په وسېله انسان خپلي اړتیاوي په لنډ وخت کي او په کم لګښت پوره کولای شي ، خو ځیني شیان دي چي ددې نعمت له شکر ګذاري سره منافي دي ، ځیني ملاحظات دي چي هغوی ته وېښتابه په کار ده ددې لپاره چي له دې نعمت څخه لکه څرنګه چي تمه ورته کېږي هغه ګټه واخېستله شي او خپلو مالکانو ته دنقصان کولو سبب جوړ نشي ، دهمدې مقصد لپاره باید دالاندي نقاط او اداب په پام کي ونیولي شي :
(۱) هرمسلمان باید دادرک کړي چي ګرزنده ټلفون دهوسایني یوه وسېله ده ، یو مقصودي شی او یاګېڼه نده، هغه موبایل چي ستا په لاس کي دی او دټلفون کولو او یا ورته راتللو صلاحیت لري ، دېته کومه اړتیا نشته چي ته هغه بدل کړې او یايي خرڅ کړې ددې لپاره چي نوی ماډل ټلفون واخلې او په تلاش کي یي وخت ضایع کړې ، هغه شتمني چي ستا په لاس کي ده دالله تعالی یو امانت دی او دقیامت په ورځ به له تاڅخه دهغه په هکله پوښتنه کېږي چي له کومي منبع څخه دلاس ته راوړي وه او په څه شي کي دلګولي وه ، تركومه وخته پوري چي ستا په لاس کي موبایل خپله دنده سرته رسوي او مطلوب کار ورڅخه اخېستل کېږي دهغه بدلول او یا دنوي ماډل اخېستل یو داسي کار دی چي اسلامي شریعت او سالم عقل يي اجازت نه ورکوي .
(۲) کله چي له یوچا سره خبري کوې نو دضرورت په اندازه يي کوه بې ضرورته زیات ټلفونونه کول هم مالي نقصان دی او هم دانسان صحت ته تاوان پېښوي ځکه چي طبي څېړنو دا جوته کړي ده چي ګرزنده ټلفون دانسان په غوږونو او مازغو او زړه باندي ناوړه اغېزې پرې باسي داځکه چي هغه مقناطیسي وړانګي خپروي چي زیات مضر اثرات لري او بل دا اسراف دی چي هم دمال اسراف دی او هم دوخت اسراف دی او الله تعالی اسراف کول نه خوښوي .
(۳) هغه څوک چي موبایل ورسره وي دا نه دی ورته روا چي دهغه په وسیله بل مسلمان ووېروي او یا ځور ورته ورکړي هغه په دې ډول چي وېروونکي لیکونه او مېسجونه یوچاته ورباندي ولېږي خواه که هغه دروغ وي او که رېښتیا او دمسلمان وېرول ګناه ده رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : مسلمان ته نه دی روا چي یو مسلمان ووېروي , همدا راز ځیني کسان چي له دې نعمت څخه دغوره استفادې په مېتودونو نه پوهېږي پالتو بې ضرورته مِسکالونه کوي چي داکه له یوې خوا دځان او دنورو دوخت ضیاع ده خو له بلي خوا دنورو شتمني ته نقصان رسول او داجتماعي آدابو خلاف ورزي ده .
(۴) کله چي یو داسي پیغام درته راشي چي هغه خو یادروغ وي اویابې حیايي وي اویا یوه ګناه وي او یا بربنډ عکسونه وي کوم چي دالله تعالی نه خوښېږي فوراً يي ورڅخه ړنګوه اوبل چاته يي مه لېږه ځکه چي دا په ګناه کولو کي مرسته ده او که يي چاته ښکاره کړې اویايي ولېږې نو دا په ګناه کي تعاون دی او ته هم په ګناه کي شریک شوې او الله تعالی مونږ په ګناه کي له تعاون کولو څخه منع کوي فرمايي :
وتعاونوا على البر والتقوى ولا تعاونوا على الإثم والعدوان واتقوا الله إن الله شديد العقاب - سورة المآئدة
او تاسي مسلمانان یو له بل سره په نېکي کي مرسته او معاونت کوۍ او په ګناه اوپه تېري کولو کي یو له بل سره کومک مه کوۍ او له الله تعالی څخه ووېرېږۍ په رېښتیا سره الله تعالی د سخت عذاب ورکوونکی دی .
(۵) په موبایل باندي په خبرو کولو کي باید میانه روي و شي ترڅو بې ضرورته او بېځایه دانسان شتمني تاواني نشي بل داچي کوم طرف ته پکي د خبرو له اوږدوالي څخه ځور پېښ نشي ځکه چي له ډېرو اوږدو او پالتوخبرو څخه هرڅوک تنګېږي .
(۶) بې ضرورته ډېر ټلفونونه ونکړل شي لکه ځیني کسان چي څرنګه له خوب څخه راپاڅي دټلفون کاپي يي مخي ته اېښی وي یوه او بل ته د ګپ شپ لپاره پرله پسې ټلفونونه کوي او په ساعتونو ساعتونو يي ټلفون غوږته نېولی وي هم خپل وخت ضایع کوي اوهم خلګ تنګوي .
(۷) کله چي یوچاته تلفون وکړل شي دهغه تنګول په کار ندی چي په وار وار يي امتحان آخلي او ورته وايي چي آیاتا زه ونه پېژندلم؟ که هغه ورته ووايي چي نه؛ بیايي نو ترټي او ورته وايي چي بېوفا یې او زما نمبر دولي په ټلفون کي ندي ثبت کړي او داسي نور؟ کېدای شي چاته چي يي ټلفون کړی وي هغه ترده دپوهني او مقام او یا دعمر په لحاظ لوړ وي ، همدا راز کېدای شي هغه په ټلفون کي نمبري نه ساتي، یا داچي موبایل يي ډک وي او داضافي نمبرو دذخیره کولو ځای پکي نه وي، ځکه خو ټلفون کوونکي ته پکار ده چي له سلام اچولو څخه وروسته فوراً خپل ځان وروپېژني او له بېځایه تنګولو څخه ډډه وکړي .
(۸) چاته چي يي ټلفون کړی وي که ټلفون پورته نکړي او یايي پورته کړي خو په خبرو کي يي دمعمول غوندي دلچسپي نوي باید دهغه حالت په پام کي ونیسي او معذور يي وګڼي، کېدای شي رنځور وي یا په داسي ځای کي ناست وي چي په تفصیل سره خبري نشي کولای لکه په مسجد او یا هدېره کي او یا په یوه داسي مجلس کي ناست وي چي نشي کولای دټلفون په ځوابولودخلګو خبري پرې کړي پدې صورت کي که هغه ټلفون وچت نکړي باید معذور يي وګڼي او ورباندي بدګمان نشي .
همدا راز چاته چي ټلفون شوی وي هغه ته په کار ده چي په نژدې وخت کي او یاوروسته هم دغه ټلفون کوونکي ته ټلفون وکړي چي هغه پداسي ځای کي دی چي خبري نشي کولای په همدې شکل به زړونه روغ پاتي وي او نفرت او کرکه به پکي نه پیدا کېږي .
(۹) کله چي مسجد ته ننوزي باید خپل موبایل یاخو بند کړي او یاخويي خاموش (Silent) کړي ترڅو لمونځ کوونکي پرېشانه او مشوش نکړي او که دیو چا يي بندول هېر شوی وي او په لمانځه کي ټلفون ورته راشي فوراً ديي په یوه لاس بند کړي، په تېره بیا چي داسي موسیقي پکي غږول کېږي چي هغه خلګوته ځور پېښوي ، ځینو کسانو ته چي کله په لمانځه کي ټلفون راشي همدغسي يي پرېږدي او له دې وېري څخه يي نه يي بندوي چي لمونځ به يي فاسد شي ، هغه چي دټلفون دبندولو لپاره دلاسونوکوم حرکت سرته رسوي دا دلمانځه او لمونځ کوونکیو دمصلحت لپاره ده ځکه خو يي بندول څه باک نلري.
همدا راز نورو لمونځ کوونکیو ته په کار نه ده چي هغه ته په غصه کي ځېر ځېر وګوري او یا په نامناسبو خبرو يي وترټي کېدای شي هغه هم په غصه شي او لویه لانجه جوړه شي ، همد ا راز کېدای شي همدغه شخص دعزت څښتن وي خو موبایل يي خلاص هېر شوی وي، پدې مورد کي درسول الله صلی الله علیه وسلم تګلاره خپلول په کار ده .
عن أبي هريرة قال قام أعرابيٌّ فبال في المسجد فقام إليه الناس ليقعوا به فقال النبي صلى الله عليه وسلم دعوه وأريقوا على بوله سجلاً من ماءٍ أو ذنوباً من ماء فإنما بعثتم ميسرين ولم تبعثوا معسرين (البخاري) وفي رواية أنس لا تزرموه .
له أبوهريرة رضي الله تعالى عنه څخه روايت دی هغه فرمايي : چي يو اعرابي ولاړ شو او په مسجدنبوي كي یي متیاځي وكړې اصحاب ور ولاړ شولو ترڅو پکي ولوېږي خورسول الله صلى الله عليه وسلم اصحاب منع كړل اوورته ویي فرمايل : هغه پرېږدۍ متیاځي مه ورباندي قطع كوۍ اويوه بوكه اوبه په هغه ځای باندي تویي كړې ځکه چي تاسو آساني جوړوونکي لېږل شوي یاست نه داچي سختي جوړوونکي لېږل شوي یاست .
(۱۰) په ګرزنده ټلفون کي دموسیقي نغمې استخدامول ندی په کار دا ډول نغمې (Ringtone) که له یوې خوا حرامي دي خو له بله پلوه دهوښیارانو په نظر کي هغه انسان کم ښکارېږي کوم چي په موبایل کي دموسیقي نغمې غږوي، بل داچي دموسیقې نغمې ځینو کسانو په تېره بیا مشرانواومتدینو اشخاصوته ځور پېښوي، او دهمدغو نغمو غږول په مساجدو او یا دمشرانو په مجلسونو کي ناوړه کار برېښي .
(۱۱) کله چي یوڅوک درسګاه، علمي مجلسونو او یا دمشرانو محفلونو ته ورځي هغه باید خپل موبایل بند یا خاموش کړي ځکه چي پداسي ځایونو کي دموبایل زنګ وهل دهغه محفل هیبت او وقار ته صدمه رسوي، داکه له یوې خوادوعظ و نصېحت او درسونو او دمشرانو دخبرونو په آورېدلو کي خلل اچوي خو له بله اړخه دموبایل څښتن ورباندي عیب جن او بد ښکارېږي ، پداسي ځایونو کي که ټلفون زنګ ووهي باید پورته نکړل شي ځکه چي دا دهمدغو ځایونو بې ادبي ګڼله کېږي ، او که ټلفون پورته کړي باید په لنډو الفاظو په سوکه لهجه مقابل لوری وپوهوي چي وروسته به ټلفون ورته وکړي ، همدا راز که ټلفون یوه مشر کړی وي او همدغه شخص دهمزولیو په محفل کي وي بیا دضرورت په اندازه خبري کولای شي، او که دمشرانو په مجلس کي وي بیا له اجازت اخېستلو څخه وروسته کولای شي بهرته ووزي او ټلفون وکړي او یايی وچت کړي .
(۱۲) ځیني کسان د مقابل طرف په لاعلمي کي یا خوخبري ثبتوي او یا دټلفون سپېکر وهي ترڅو دمجلس حاضرین هغه خبري واوري، داډول عمل له هوښیار انسان سره نه ښايي په تېره بیا چي کله خبري پټي او خصوصي وي بیاخو یو ډول خیانت، او چغلخوري ده چي اسلام يی حرام ګڼي ، یوه امانت پالونکي مسلمان ته ندی روا چي دچا خبري د هغه بې اجازې یاخو ثبت کړي او یايي نشر کړي خواه که داخبري هر نوعیت ولري .
او که په ثبت شویو خبرو کي تصرف وشي چي Cutting or Dublage پکي وشي بیا ډبل خیانت دی چي ګناه يي هم دوه ګونه ده .
(۱۳) موبایل په عمومي ځایونو او محفلونو او دهمزولیو په حضور او یا ماشومانو په لاسونوکي پرېښوول ندی په کار، کېدای شي ستا له ټلفون څخه داسي چاته ټلفون وشي چي ستاخوښ نوي ، او یا ستا دټلفون په وسېله چاته ځور ورکړل شي ، کېدای شي ستا ټلفون څوک غلا کړي، همدا راز کېدای شي ډتلفونونو نمبرونه او یا ستا لیکونه څوک ولولي ، چي له دې ډول تصرفاتو څخه لويي ستونځي او مشکلات پیدا شوي دي او مېنځ ته يي راوړي .
(۱۴) په موبایل دعکسونو له اخېستلو څخه ځان ساتل ضروري ده په تېره بیا پداسي ځایونو کي لکه ودونه یا بازار او یا مکتبونو کي چي هلته غیر محارم پردي نارینه او ښځینه موجود وي .
(۱۵) په موبایلونو کي دلیکونو دلېږلو خدمت هم موجود وي ، دلیکونو دلېږلو په صورت کي باید آداب مراعات کړل شي، که علمي معلومات او یاکوم خبر لېږل وي بیا مخکي ترلېږلو يي لیکونکی بایدله صحت څخه ډاډمن شي داسي نه وي چي دروغو او یا نېمګړو معلوماتو ته اشاعت او شهرت ورکړي، که دلیک په وسیله یوچاته مشوره ورکول مقصود وي هغه مشوره باید مشروع وي داسي نه وي چي بدعاتو او یا حراموته مقابل لوری وهڅول شي ، همدا راز باید په لیکونو کي له بدو او بې حیاء خبرو او ښکنځلو او یادلوڅو عکسونو له لېږلو څخه ډډه وشي ، هکدا راز دلیک دلېږلو په وخت کي لېږونکی باید دنمبر له صحت څخه مخکي له مخکي ډاډمن شي ترڅو بل چاته لیک ونه لېږي ، همدا راز دلیک دلېږلو په وخت کي دمقابل طرف مقام باید په پام کي ونېول شي ځکه کله یولیک دیوه چا لپاره مناسب وي خو دبل چا لپاره همدغه لیک په عین محتوا دعمر او یا مقام په سبب مناسب نه وي .
(۱۶) دنورو اشخاصو په موبایلونو کي ګوتي وهل او یا کتل او یا وچتول او یا يي لیکونه لوستل هم خیانت ګڼل کېږي اوهم انسان په بد ګماني اخته کوي چي له یوه مسلمان سره نه ښايي لکه چي یوڅوک خپلي مېرمني ته لیک لېږي او بل يي لولي هغه پدې لېږونکي بد ګمانه کېږي چي له نجونو سره لېکونه تبادله کوي هغه پدې څه خبر دی چي لیک خپلي مېرمني ته لېږي .
(۱۷) که دموبایل لرونکي ته یو داسي پیغام ورسېږي چي مناسب نه وي باید په خوږه ژبه مقابل لوری وپوهوي او ساکت پاته نشي ځکه چي په ښو کارونو حُکم کول او له بدو کارونو څخه منع کول په مسلمان باندي واجب دی او هم مسلمان مکلف دی چي تل خپل ورور ته دحق مشوره ورکړي .
(۱۸) کوم لیکونه چي نامناسب وي او یا غیر اخلاقي وي او یا پټ لیکونه وي له لوستلو څخه وروسته سمدلاسه باید له موبایل څخه ړنګ کړل شي ترڅو دموبایل د ورک کېدلو او یا په یوه ځای کي دهېرېدلواو یا دچا لاس ته درسېدلوپه صورت کي همدغه لیکونه ونه لوستل شي .
(۱۹) په مجلسونو کي په تېره بیا په علمي مجلسونو او دمشرانو په محفلونو کي په موبایل لوبي کول په کار ندی، پداسي ځایونوکي دموبایل نغمې غږول او یا لوبي ورباندي کول له هوښیار انسان سره نه ښايي او په دې باندي انسان کچه او سپک ښکارېږي .
(۲۰) مسلمان ته په کار دی چي دنورو په حضور کي د موبایل په وسېله له متکبرانه حرکتونو څخه ځان وساتي دمثال په توګه چي لویو شخصیتونو ته تلفونونه وکړي ترڅو دمجلس حاضرینون ته داوښيي چي څومره مهم شخصیت دی چي له لوړو مقامونو سره هم تماس لري او یا هغوی ده ته ټلفونونه کوي، ځیني کسان په دروغو ټلفون غوږ ته نیسي او داسي حاضرینو ته ښکاره کوي چي دی له یوه مهم شخص سره خبري کوي، ځیني کسان دهمدې غرض لپاره خپل ملګري پټ پوه کړي ترڅو ده ته ټلفون وکړي او په لوړه سویه ورسره خبري وکړي ددې لپاره چي حاضرینو ته دا په خیال کي ورکړي چي څومره مهم کسان ورسره په تماس کي دي خو په حقیقت کي به دا هرڅه د ډرامې په شان له حقیقت څخه تش ښکاره دروغ وي .
دا دموبایل په هکله ځیني آداب او لارښووني وې امید دی چي محترم لوستونکي به يي په پام کي وساتي او همدا راز به خپل هغه کشران چي موبایلونه يي ورته په لاسونو کي ورکړي دي په همدغو آدابو خبر او پوه کړي ترڅو اخلاقي ارزښتونه او ټولنېز آداب له پام څخه ونه غورځول شي .
خپل نظرونه او وړاندېزونه په alquddusi@hotmail.com اویا al_quddusi@yahoo.com راولېږﺉ
له alfajronline.com نه په مننه