دتلوېزيون مفاسداوضررونه

دتلوېزيون مفاسداوضررونه

 

الله تعالى په خپل پاک کلام قرآنکریم کي مسلمانانو ته خطاب کوي فرمايي :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا (70) يُصْلِحْ لَكُمْ أَعْمَالَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا (71)  الأحزاب

 اې دایمان څښتنانو له الله تعالی څخه ووېرېږئ او روغه ویناکوئ الله تعالی به ستاسو عملونه روغ کړي اوستاسو ګناهونه به درته وبښي او چاچي دالله تعالی او دهغه درسول ومنل نو هغه په ستره کامیابي سره کامیاب شو .

دهمدغه ذکرشوي آیت کریمه دمحتوا په اساس کومه سپینه خبره چي دیوه وېښ مسلمان زړه يي ویل غواړي هغه داده چي دزیات ترو مسلمانوکورنیو داخلي حالت او اخلاقي وضع مخ په خرابېدلو روانه ده ، دا دهغو فاسدوخپرونو په وجه چي محلي تلوېزیونونه اونړېوال هوايي چاینلونه يي خپروي کوم چي هرکورته دتلوېزیون په پلمه ننوتلي دي ، داچي تلوېزیوني هېنداره څومره خطرناکه ده او کوم ضررونه په برکي لري ددې لپاره مونږ دا لاندي کرښي دلوستونکیو داستفادې لپاره ځانګړي کړي دي، کله چي یو هوښیارمسلمان لوستونکی دا لاندي کرښي وګوري هرومرو به ددې پرېکړه وکړي چي یوه غیرت من مسلمان ته په کار نه ده چي دا دفساد آله دخپل کور انګړ ته دننه کړي ځکه چي مسلمان ته چي کله هم حق څرګند شي بیا دحق له منلو څخه سرنه غړوي .

 الله تعالی فرمايي :

وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُبِينًا (36) الأحزاب

او هېڅ مسلمان نارینه او مسلماني مېرمني ته ددې اجازت نشته چي کله الله تعالی او دهغه رسول دیوه کار په هکله پرېکړه وکړي او هغوی د(يي په منلو او یانه منلو) کي خوښ رضا شي او چاچي دالله تعالی او دهغه رسول له حکمونو څخه سرغړونه وکړه نو په څرګنده ګمراهي سره بېلاري شو .

داهم ضروري نه ده چي دتلوېزیون هغه فاسد اړخونه کوم چي مونږ يي دبیانولو تکل کړی دی هغه دټول په لوستونکي باندي تطبیق وي او ددې دا معنا هم نه ده چي که یوڅوک دتلوېزیون له منفي اړخونو څخه ځان ساتي نو ساتل او په کور کي اېښودل يي جواز ورته لري داځکه چي که دتلوېزیون یو ضرر هم جوته شي دهغه دحُرمت او نارواتوب لپاره کفایت کوي ولوکه دا بحث دفتوا بڼه نلري اونه مونږ دفتوا دصادرولو په مقام کي یو خو بیا هم دا زمونږ ایماني مسئوليت دی چي پلرونو او دکورنيو مشرانو او مسئولینوته یو خلاص لیک ولېږو ترڅو هغوی دداسي توکودمتوقع ضررونو دمخنیوي او دکورني چاپېریال دپاک ساتلو په خاطر تلوېزیون په تېره بیا کېبل اوهوايي تېغنه (ډش) دکورونو انګړونو ته دننه پرې نږدي .

کوم ضررونه چي تلوېزیون او دهغه روستاړونه لکه کېبل ، ډش   او داسي نورتوکي  لري دهغه مسئوليت په لومړي قدم کي په واکمنانو باندي دی څوک چي کولای شي هغه تر مراقبت لاندي ونیسي او یاورباندي خپرېدونکي موادسانسور کړي او یادچاینلونو چلوونکیوته دکار سالمي لایحې او یا فرمانونه صادر کړي، په دوهم قدم کي دعلماوو او داعیونو دنده ده چي هغوی عام مسلمانان وپوهوي او د تلوېزیون منفي اړخونه او مفاسد ورته بیان کړي ، په درېیم قدم کي دوالدینو او دکورونو د مشرانو دنده ده چي داسي ناولي توکي دکور دننه ته پرې نږدي .

عن بن عمر انه سمع رسول الله صلى الله عليه وسلم  يقول كلكم راع وكلكم مسؤول عن رعيته الإمام راع وهو مسؤول عن رعيته والرجل راع في أهله والمرأة راعية في بيت زوجها والخادم في مال سيده (الأدب المفرد)

له ابن عمر رضي الله تعالی عنهما څخه روایت دی هغه فرمايي چي ماله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چي هغه وفرمایل : په تاسو کي هریو واکمن دی او له هریوه څخه به دهغه چا په هکله پوښتنه کېږي چي تر واک يي لاندي وي ، پاچا واکمن دی او د الله تعالی په وړاندي دخپل ولس مسئول دى، نارینه واکمن دی او د خپل کور په هکله الله تعالی ته مسئول دى ، ښځه د نارینه په کور کي واکمنه ده ( او الله تعالی به د خاوند دمال ، اولاد، او دانګړ دعفت  پوښتنه ورڅخه کوي) نوکر د بادار په مال او شتمني کي واکمن دی  .

 اوس به مونږ  ګرانو لوستونکیوته د تلوېزیون مفاسد او أضرار جوته کړو الله تعالی د مونږ ته دحق ویلو او په حق دعمل کولو توفیق راکړي .

(۱) پردیو ښځوته کتل :

په دې کي هېڅوک هم دیوې ذرې شک نلري چي هغه څوک چي تلوېزیون ګوري هغه د تلوېزیون په هېنداره دپردیو ښځوژوندي متحرک انځورونه ویني ، او پردیو ښځو ته او یا دهغوی انځورونو ته کتل شرعا یو حرام کار دی او دمسلمان غیرت وژني ځکه چي الله تعالی فرمايي :

قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ (30) وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ  (31) سورة النور

ووایه (اې محمده) نارینه مسلمانانو ته چي خپلي سترګي دي (له حراموکتلو) پټوي او خپل شرم ځایونه د ساتي دا دهغوی د پاکي لپاره غوره لاره ده او الله تعالی په هغه څه ښه خبردی کوم چي دوی يي کوي او مسلمانو ښځو ته ووایه چي هغوی دي هم خپلي سترګي(له حرامو کتلوڅخه)  پټي ساتي او دخپلو شرم ځایونو دي په پرده کي حفاظت  وکړي او خپل ښایست دي نه لوڅوي .

دا خطاب هغه چاته دی څوک چي پردیو ښځو ته ګوري او څوک چي د تلوېزیون په هېنداره دپردیو ښځو مخونه ، غالباً وېښتان ،همدا راز لوڅو سینو ، اونېم یا بشپړ لوڅو اجساموته ګوري لکه څاروي چي په زمکه روان وي هغه خو به هرومرو دهمدغه تلوېزیون له لیدلو او کتلو وروسته دخپل شهوت دسړولو اودعملي تطبیق لپاره دهغه څه تلاش کوي کوم چي الله تعالی حرام ګرزولي وي په تېره بیا څړه ګان ځوانان کوم چي دځواني په جوش او جنوني پړاو کي وي .

(۲) پردیو نارینه ووته کتل :

 په عین شکل کله چي تلوېزیون دکور په دننه کي اېښی وي دکور مېرمني يي هم حتماً ګوري او دتلوېزیون په هېنداره لکه چي نارینه وو ته پردې ښځي ورښکارېږي همداراز دکور مېرمنو ته دپردیو نارینه وو څېرې او اجسام ور ښکارېږي چي دمخکي ذکرشوي آیت کریمه په اساس يي مېرمنوته هم لیدل نه دی روا، همدا راز نارینه کله نېم لوڅ هم وي او کله بیا دبې حیايي په حالت کي وي ، او کومي کېسې ، ډرامې او یا افسانې چي نن سبا يي تلوېزیونونه خپروي غالبا دمیني او عشق په موضوع راڅرخېږي کوم چي مسلمانو کتونکيو او لیدونکيو ځوانانو او پېغلو ته دنامشروعو اړېکو دجوړولو زده کړي ورکوي او د کوم  نارینه مېرمن چي تلوېزیون ته ګوري او دپردیو نارینه وو په لیدلو او دهغوی دعشقي خبرو اترو په آورېدلوخوندونه آخلي د هغه نارینه غیرت به چېرته وي او آیا هغه ته غیرتمن مسلمان ویلای شو ؟

(۳) اجنبي فاسد فرهنګ تېتول :

   تلوېزیون دلوېدېزي ټولني کلتور او دهغوی فاسد اخلاق خپروي کوم چي مسلمان لیدونکي دېته پاروي چي دهغوی بڼه او عادتونه خپل کړي ،  هغوی چي کومي نېم لوڅي جامې او یا تنګ کوټونه او پتلونونه په تلوېزیون ښکاره کېدونکیو ښځینه هنر مندانو او دفېشن ستوریو ته وراغوندي مسلمان ځوان او پېغله هم دې ته هڅوي چي په بېلابېلو مناسبتونو کي همدغه فېشنونه استعمال کړي، حتی چي په ځینو اسلامي هېوادونوکي خو دودونو اوکوژدو مراسم په هغه شکل سرته رسېږي کوم چي يي لېدونکي دډرامو او سلسله وارو داستانونو په بڼه کي دتلوېزیون په شېشه ګوري، کوم ماشومان چي تلوېزیون ګوري هغوی له مور اوپلار سره هغه چلند خپلوي کوم چي يي په همدغو ډراموکي دلوېدېز ماشومان له والدینوسره کوي .

هغه مېړونه چي هندي او غربي فیلمونه ګوري هغه پخپل کور کي له مېرمني سره هغه تګلاره خپلوي کوم چي يي په فیلمونو کي دفیلمونو کار کوونکي تمثیلوي ،  حتی ځیني ځوانان چي کوژده کوي غواړي له هغه چا سره واده وکړي چي مخکي يي دمیني اړیکي ورسره ساتلي وي داځکه چي هغه په همدغو فیلمونو کي لیدلي وي چي دفیلم کار کوونکي تر واده له مخه له خپلي معشوقي سره نامشروعي اړیکي ساتلي او مینه کړي وي .

ځکه خو زمونږ ګران پیغمبر دبشریت دنجات داعي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :

ومن تشبه بقوم فهو منهم (رواه أبو داود وأحمد)

اوچاچي دیوه قوم بڼه خپله کړه نو هغه له هماغه قوم څخه دی .

(۴) دوخت ضیاع :

دمسلمان لپاره وخت ترهرڅه زیات ارزښت لري او هغه څوک چي تلوېزیون او په هغه خپرېدونکي ډرامې ، داستانونه او فیلمونه ګوري مونږ او تاسو يي وینو چي په ساعتونو ساعتونو ورته ناست وي او زیات وخت يي بې ګټي ضایع کېږي ، وخت هغه قېمتي سرمایه ده چي یو ځلي له لاس څخه ووتله بیا په هېڅ شکل بېرته نه راګرزي اوالله تعالی به مسلمان دقیامت په ورځ دوخت په هکله ترحساب او کتاب مخکي پوښتي :

عن مُعَاذِ بن جَبَلٍ قال قال رسول اللَّهِ صلى اللَّهُ عليه وسلم لا تَزُولُ قَدِمَا عَبْدٍ يوم الْقِيَامَةِ حتى يُسْأَلَ عن أَرْبَعِ خِصَالٍ عن عُمُرُهِ فِيمَا أَفْنَاهُ وَعَنْ شَبَابِهِ فِيمَا أَبْلاهُ وَعَنْ مَالِهِ من أَيْنَ اكْتَسَبَهُ وَفِيمَا أَنْفَقَهُ وَعَنْ عَلِمهِ مَاذَا عَمِلَ فيه (المعجم الكبير)

  له  معاذ بن جبل رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : د بنده پښې به د قیامت په ورځ تر هغه وخته له ځایه ونه خوځېږي تر څو چي د څلورو شیانو پوښتنه ورڅخه ونشي، د ژوند پوښتنه چي په څه کي یې تېر کړ ، او د ځواني پوښتنه چي په څه شي کي یې زړه کړه ، او د شتمني پوښتنه چي په څه شکل یې لاس ته راوړه او په څه شي کي یې ولګوله او د علم پوښتنه چي کوم عمل یي پکي سرته ورسولو .

هغه څوک چي خپل وخت دتلوېزیون په لیدلو تېروي هغه ته په کار ده دتلوېزیون تر کتلو مخکي د قیامت دهمدغه محضر تصوروکړي کوم چي به الله تعالی ورڅخه دوخت په هکله پوښتنه کوي آیا هغه به په ځواب کي دا ورته وايي چي فېلمونه او ډرامې مي کتلې؟ آیا تردې به بل ستر خجالت وي ؟

    ځکه خومسلمان همدغه د وخت قېمتي سرمایه یا ددنیوي کارونو په روغولو او یا دالله تعالی په بندګي لګوي ترڅو دهمدغه ډول پوښتنو دځوابولو لپاره دقیامت په ورځ لاځواب پاته نشي .

عن ابن عباس قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : نعمتان مغبون فيهما كثير من الناس: الصحة والفراغ (البخاري)

عبد الله بن عباس رضي الله تعالی عنهما روايت كوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دوه نعمتونه دي چي زیات خلګ پکي دوکه شوي  دي چي هغه روغتیا او (فراغت) بېکاري ده

دا معنا چي ډېروخلګو ددې په وجه چي له دې دوو نعمتونو څخه يي کومه ګټه نه دی اخېستي دوکه شوي دي او په تاوان کي دي . 

عن بن عباس رضي الله عنهما قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  لرجل وهو يعظه اغتنم خمسا قبل خمس شبابك قبل هرمك وصحتك قبل سقمك وغناءك قبل فقرك وفراغك قبل شغلك وحياتك قبل موتك(المستدرك على الصحيحين)

له ابن عباس رضي الله تعالی عنهما څخه روایت شوی دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه سړي ته نصېحت کولو او ورته و یې فرمایل : پنځه شیان تر پنځو نورو شیانو مخکي غنیمت وګڼه : ستا ځواني ستا تر بوډاتوب مخکي ، ستاروغتیا ستا تر رنځ مخکي ، ستابډایتوب ستا تر  احتیاج مخکي ، ستا فراغت ستا تر ناخلاصي مخکي ، او ستا ژوند ستا تر مرګ مخکي .

(۵) دلمونځونو ضیاع :

دتلوېزیون لیدونکي غالباً له لمونځونو څخه غافل وي او چي څوک دلمونځونو پابند وي هغوی هم کله ناکله دیوه فیلم دکتلو په وخت چي کله اقامت او یا اذان وشی نشي کولای هغه نېم کتلی فیلم او یا ډرامه پرېږدي ترڅو لمانځه ته ولاړشي، او چي کله هغه مسلسل ختم شي او لمانځه ته ولاړ شي د لمانځه وخت ورڅخه تېر شوی وي ، او که وخت پاته هم وي خودجماعت فضېلت ورڅخه فوت شوی وي  او چي کله دفیلم او یا ډرامې په مېنځ کي ولاړ هم شي خو په لمانځه کي د پاته فیلم او یا ډرامې سوچ ورسره وي چي دهمدغه سوچ په وجه لمونځ په خشوع او خضوع او یا اطمینان سره نشي اداکولای .

الله تعالی فرمايي :

فَوَيْلٌ لِلْمُصَلِّينَ (4) الَّذِينَ هُمْ عَنْ صَلَاتِهِمْ سَاهُونَ (5) سورة الماعون

دجهنم ژوره کنده او یا سخت عذاب دی دهغو لمونځ کوونکیو لپاره چي له خپلو لمونځونو څخه غافل وي.

مفسرین ددې آیت کریمه په تفسیر کي لیکي چي سخت عذاب دهغه چا لپاره ده چي لمونځ خو کوي خو یا يي پخپل وخت کي نکوي او یا لمونځ دزړه په حضور، اخلاص او په خشوع او خضوع سره نکوي .

ځکه خو وایو کوم مسلمان لیدونکی چي نیمه ډرامه او یا مسلسل کتلی وي او دلمانځه وخت ورباندي راشي هغه خو به یا ددې مسلسل لیدل بشپړوي او یا به لمانځه ته ځي هغه که لمانځه ته ولاړ هم شي  خولمونځ به يي له خشوع او عاجزي څخه تش پاته وي ځکه چي زړه به يي په هغه څه مشغول وي کوم چي يي په تلوېزیون نېم لیدلی او نېم ورڅخه پاته وي .

(۶) دماشومانو ګمراه کول :

همدغه راز هغه فیلمونه او یا کرتونونه چي ماشومان يي ګوري دهغوی په سلوک او اخلاقو باندي ناوړه اغېزې پرې باسي ، او ماشوم چي څه دتلوېزیون په شیشه ویني هغه سمدلاسه په عمل کي پیاده کوي ، په دې اساس پلرونو او دماشومانو سرپرستانو او روزنکیو ته دا توصیه کېږي چي له الله تعالی څخه ووېرېږي اوخپل ماشومان دتلوېزیون له کتلو څخه لېري وساتي او دهغوی وخت ددین په زدکړه او دقرآنکریم په یادولو او په هغه څه کي ولګوي چي هغوی ته يي ګټه په دنیا او آخرت کي رسېږي .

الله تعالی فرمايي :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ (6)سورة التحريم

  اې د ایمان خاوندانو وساتۍ ځانونه خپل او عیالونه خپل له هغه اور څخه چي اوربل یې خلګ او ډبري دي، په هغه باندي سخت او بې زړسوي ملایکه ( مقرر) دي چي د الله تعالی د اوامرونافرماني نه کوي او هغه څه کوي چي حکم یې ورته کېږي .

(۷) دموسیقي او سندرو آورېدل :

هغه سروزونه او سندري چي د کتاب الله په آیتونو او نبوي احادیثو يي حُرمت ثابت شوی دی دتلوېزیون کتونکي او لیدونکي آوري او ګوري،اوهغه څوک چي سندري او موسیقي زیات آوري دهغه زړه دالله تعالی له یاد او دقرآنکریم له تلاوت او دعبادتونو له کولو څخه غافل کېږي چي دايي د وخت په ضیاع سربېره یو بل نقصان دی .

الله تعالی فرمايي :

وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُهِينٌ (6) سورة لقمان

له خلګو څخه ځیني هغه کسان دي چي په بیه آخلي ( لهوالحدیث ) تر څو په ناخبري سره د الله تعالی له لاري څخه نور خلګ بې لاري کړي او هغه ساتېری وګرځوي د همدغو کسانو لپاره سپک ګرځوونکی عذاب  دی اوکله چي د الله تعالى آیتونه ورته تلاوت کېږي په ډېر غرور سره ورڅخه مخ اړوي لکه چي غوږونه یې درانه وي نوته هغوی ته د ځوروونکي عذاب زېری ورکړه .

د امت ستر عالم عبدالله بن عباس رضي الله تعالی عنهما د (لهوالحديث) تفسیر په سندرو ویلو (غناء) سره کړی دی او بل مفسر عالم مجاهد د هغه تفسیر په دریا (الطبل) سره کړی دی (تفسير الطبري)

 حسن بصري رحمة الله تعالی علیه د لهوالحدیث تفسیر په موسیقي او د موسیقي په آلاتو سره کړی دی (تفسير ابن كثير)

ابن القیم رحمه الله فرمایې : چي د لهو الحدیث لپاره د صحابه کرامو او تابعینو همدغه په موسیقي سره تفسیر کفایت کوی او له ابن عباس او ابن مسعود رضي الله تعالی عنهم صحیح روایتونه همدغه را نقل شوي دي .ابو الصهباء وایې چي ما له ابن مسعود(رض) څخه د الله تعالی د همدغه ذکر شوي قول   د تفسیرپه هکله پوښتنه وکړه هغه په ځواب کي راته وویل :

والله الذي لا إله غيره هو الغناء - يرددها ثلاث مرات .

ځما د قسم په هغه ذات وي چي له هغه څخه ماسوا بل معبود نشته لهو الحدیث همدغه سندري ویل دی او درې ځلي یې دا خبره غبرګه کړه ، له عبد الله بن عمر رضي الله تعالی عنهما څخه صحیح روایت شوی دی چي لهو الحدیث سندري ویل دی (اغاثة اللهفان لابن القيم)

بل ځای الله تعالی فرمايي :

أَفَمِنْ هَذَا الْحَدِيثِ تَعْجَبُونَ (59) وَتَضْحَكُونَ وَلَا تَبْكُونَ (60) وَأَنْتُمْ سَامِدُونَ (61) سورة النجم

آیاتاسو پدې خبرو(قرآنکریم) حیران یاست (دروغ يي ګڼئ) او خاندئ (مسخرې کوئ) او نه ژاړئ (دهغوسختوعذابونوپه وجه چي تاسو ورسره مخامخ کېدونکي یاست)او تاسو په غفلت کي یاست (سروزونه غږوئ)  (الجلالين)

عن أبي مالك الأشعري  قال سمعت رسول الله صلي الله عليه وسلم يقول : ليكونن من أمتي أقوام يستحلون الحر والحرير والخمر والمعازف (البخاري)

له أبو مالک الأشعري رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي ماله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چي هغه وفرمایل: زما په أمت کي به داسي کسان پیداشي چي زناکول او دورېښمینو کالیو اغوستل او دشرابو څښل او دسروزونوغږول او آورېدل به حلال ګرزوي .

(۸) دنبوي سېرت او دصحابه وو دکردارتوهین :

لکه چي يي کتونکي ویني دتلوېزیون په هېنداره غالبا داسي ډرامې او داستانونه هم خپرېږي چي هغوی يي اسلامي ګڼي خو کارکوونکي يي په هغو کي ددې لپاره ددروغوزیاتوالی کوي چي دهمدغوموادو جالبیت زیات کړي چي په دې توګه درسول الله صلی الله علیه وسلم دمبارک سېرت او دهغه داصحابو رضي الله تعالی عنهم درول  قصدي او یاضمني توهین او سپکاوی کېږي او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : 

عن أبي هريرة قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : من كذب علي متعمداً فليتبوأ مقعده من النار(متفق عليه)

له أبوهریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چاچي په قصدي توګه په ماباندي دروغ وتپل نو دځان لپاره دپه اورکي دناستي ځای ونیسي .

(۹) دبدعاتو خپرول :

دتلوېزیون په مخ ډېر داسي کسان لیدل شوي دي چي هغوی د لاعلمي او یا دمادي ګټو دلاس ته راوړلو په موخه ددین تر پرده لاندي داسي معلومات وړاندي کوي چي هغه په اسلام کي هېڅ اساس نلري چي یاخو يي خپروونکي دیني پوهنه نلري او یاخو له علماوو څخه پوښتنه نکوي او یا  ددې ډول تحریفي افکاروپه بیانولو ورته داسلام ددښمنانو لخوا معاوضه ورکوله کېږي چي دې ته بدعات ویل کېږي او خپروونکي يي دهمدې ډول نېمګړو معلوماتو په وسیله ساده لوحه مسلمانان بېلاري کوي .

لکه دنارینه له مړېني څخه وروسته چي يي مېرمن توري جامې واغوندي ، او یا په قبرونو دګلونو ګېډۍ کېږدي او داسي نور څه چي په اسلامي شریعت کي ځای نلري او لیدونکی يي ددیني اومذهبي پروګرامونو تر سرلیک لاندي  تل دتلوېزیون په شیشه ګوري .   

عن ابن أبي أوفى قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : الخديعة في النار وَمَنْ عَمِلَ عَمَلًا ليس عليه أَمْرُنَا فَهُوَ رَدٌّ (البخاري ومسلم)

له ابن ابي أوفی رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : دفرېب کولو او دوکې کولو ځای د دوژخ اور دی او چاچي (دثواب په نیت)  یو داسي کار وکړ چي مونږ يي ورته حکم نوي کړي نو هغه عمل مردود (نامنل شوی) دی .

(۱۰) درېښتیا او دروغو دخبرونو خپرول :

هغه څوک چي دتلوېزیون دچاینلونو چلوونکي وي دخبرونو او تحلیلونو په وسیله دپردیو دچوپړ لپاره حقایق بدلوي او یو ساده لوحه مسلمان ورباندي غولوي ، لکه نن سبا چي يي مونږ ګورو چي ټول خپرندویه وسایل دتلوېزیون په شمول دترورېزم تر پرده لاندي هغه دروغ خپروي چي یو مسلمان ته يي لیدل او آورېدل په هېڅ شکل جواز نلري ، داځکه چي دا ډول تبلیغات عامه ذهنیت ګمراه کوي ، جهاد چي یو اسلامي اصل دی تحریف کوي ، داسلام ځلانده څېره داغداره کوي ، او رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ دداسي دروغو له آورېدلو او نقلولو څخه منع کوي .

همدا رازتلوېزیوني چاینلونه نن سبا ددېموکراسي او جمهوري ارزښتونوپه هکله چي یو غربي کلتوردی بصري او سمعي تبلیغات خپروي چي ددېنداره او بې دینه ، عالم او جاهل، ښه او بد، مجرم او بېګناه توپېرپکي نه کېږي او عام مسلمانان ورباندي غولوي .

عن حَفْصِ بن عَاصِمٍ قال قال رسول اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  كَفَى بِالْمَرْءِ كَذِبًا أَنْ يُحَدِّثَ بِكُلِّ ما سمع (صحيح مسلم)

له حفص بن عاصم رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : دانسان لپاره همدغه دروغ بس دي چي څه يي واورېدل او هغه يي بیان کړل .

الله تعالی فرمايي :

أَفَنَجْعَلُ الْمُسْلِمِينَ كَالْمُجْرِمِينَ (35) مَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ (36) سورة القلم

آیا مونږ مسلمانان هم داسي وګڼو لکه مجرمان تاسوته څه پېښه ده ، تاسو څرنګه پرېکړي کوئ؟

(۱۱) دتلوېزیون دمالک ګناه :

هغه چاچي دا تلوېزیون يي راوړی او یايي په بیه اخېستی وي څوک چي داتلوېزیون ګوري او یا ورته ناست وي دټولو ګناه دهمدغه مالک په غاړه ده او چي کله مړ شي نو همدغه ګناه ورڅخه په مېراث پاته ده او چي ترکومه وخته پوري همدغه تلوېزیون وي دګناه سزا يي مالک ته په قبر کی ورکوله کېږی، همدا راز څوک چي يي  دډرامو او فیلمونو په کتلو او لیدلو عادت کړي وي دهغوی دهمدغي ګناه سزا هغه ته هم ورکوله کېږي .

عن المنذربن جريرعن أبيه قال قال رسول اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  من سَنَّ في الْإِسْلَامِ سُنَّةً حَسَنَةً فَلَهُ أَجْرُهَا وَأَجْرُ من عَمِلَ بها بَعْدَهُ من غَيْرِ أَنْ يَنْقُصَ من أُجُورِهِمْ شَيْءٌ وَمَنْ سَنَّ في الْإِسْلَامِ سُنَّةً سَيِّئَةً كان عليه وِزْرُهَا وَوِزْرُ من عَمِلَ بها من بَعْدِهِ من غَيْرِ أَنْ يَنْقُصَ من أَوْزَارِهِمْ شَيْءٌ (رواه مسلم)

له منذر بن جریر رضي الله تعالی عنهما څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :چاچي په اسلام کي یوه ښه لاره جوړه کړه نو دده لپاره دهمدغي لاري او دهغه چا ثواب دی څوک چي له ده څخه وروسته په همدغه لاره ځي بېله دې چي دهغوی له ثوابونو څخه څه کم شي ، اوچاچي په اسلام کي یوه بده لاره جوړه کړه نو دهغې لاري په ګناه سربېره دهغه چا ګناه هم ورپه غاړه ده څوک چي له ده څخه وروسته په همدغه لاره درومي بېله دې چي دهغوی ګناهونه کم کړي.

(۱۲) دالله تعالی له یاد څخه دخلګومشغول کېدل :

مسلمان چي کله عادتاً دماخوستن لمونځ وکړي داخوښوي چي وختي وېده شي ترڅو دشپې په وروستۍ نېمايي برخه کي له خوب څخه راپاڅي او دتهجد لمونځ وکړي اویا په جماعت سره دسهار لمانځه لپاره تیاري ونیسي خو سرچپه هغه څوک چي دماخوستن له لمانځه څخه وروسته تلوېزیون ته کیني هغه دشپې تر نیمايی پوري خبرونه او ډرامې او یا فیلمونه ګوري چي په نتېجه کي يي همدغه وخت هم دالله تعالی له ذکر څخه خالي وي او دشپې تهجد خو څه کوې چي دبېخوبي په وجه دسهار لمونځ هم ورڅخه پاته کېږي او دا طلايي فرصتونه يي له لاسه وزي او که يي وهم کړي خو هغه روح پکي نه وي کوم چي دیوې فریضې له ادا کولو سره ښايي .

عن أبي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ  صلى الله عليه وسلم  قال يَنْزِلُ رَبُّنَا تَبَارَكَ وَتَعَالَى كُلَّ لَيْلَةٍ إلى السَّمَاءِ الدُّنْيَا حين يَبْقَى ثُلُثُ اللَّيْلِ الْآخِرُ يقول من يَدْعُونِي فَأَسْتَجِيبَ له من يَسْأَلُنِي فَأُعْطِيَهُ من يَسْتَغْفِرُنِي فَأَغْفِرَ له (البخاري)

له ابوهریره رضي الله تعالى عنه څخه روايت دی چي رسول الله   صلى الله عليه وسلم وفرمایل: الله تعالی هره شپه دشپې په وروستۍ درېیمه برخه کي د دنیا آسمان ته (بلاكيف څرنګه چي د هغه له شان سره وړ وي) راښکته کېږي او وایې : څوک دی چي له ما څخه کومه دعاوغواړي او زه یې هغه دعا قبوله کړم ؟  څوک دی چي له ما څخه یوڅه وغواړي او زه یې ورته ورکړم ؟ څوک دی چي له ما څخه بښنه وغواړي او زه بښنه ورته وکړم .

(۱۳) تلوېزیون او ښځېنه :

کله چي نارینه له کور څخه دباندي وي یا کار ته تللی وي او یا په سفر تللی وي که دالله تعالی وېره او تقوا نه وي بل هېڅ داسي مانع نه وي چي مېرمن او ماشومان د تلوېزیون له بې قیده کتني څخه راوګرزوي، هغه څوک چي ددې دعوا کوي چي هغه خپله کورنۍ دفیلمونو له کتلو څخه منع کړي دي، آیا دهغه نارینه دامنع به دهغه په غیاب کي کومه اغېزه ولري ؟

داخودهغه چا لپاره چي عادي تلوېزیون لري او چاچي هوايي تېغنه (ډش) او یا کېبل لګولی وي چي دټولي نړۍ  چاینلونه رانیسي او په سل هاووغیر اخلاقي او بې حیاء کانالونه  رانیسي دهغې کورنۍ به څه حالت وي ؟

کله چي مسلمانه مېرمن د نارینه په نه موجودیت کي دتلوېزیون په شیشه پردي داسي نارینه ویني چي دهغې ترخاوند هم په څېره کي ښایسته وي او هم په قوت او طاقت کي زیات ښکارېږي آیا همدغه مېرمن به له هغه داخلي قناعت څخه نه محرومه کېږي کوم چي يي دخپل خاوند په وړاندي خپل کړی وي ؟  او آیا دمېرمني هغه دپاکي میني اړیکي به چي له خپل نارېنه سره يي لري روغي پاتي شي ؟

ځکه خو الله تعالی مسلمانان په دې مکلف ګرزوي چي خپل دکور افراد له داسي عملونواوګناهونو څخه وژغوري کوم  چي سزا يي ددوزخ اور وي الله تعالی فرمايي :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ (6)سورة التحريم

  اې د ایمان خاوندانو وساتۍ ځانونه خپل او عیالونه خپل له هغه اور څخه چي اوربل یې خلګ او ډبري دي، په هغه اور  باندي سخت او بې زړسوي ملایکه ( مقرر) دي چي د الله تعالی د اوامرونافرماني نه کوي او هغه څه کوي چي حکم یې ورته کېږي .

(۱۴) په ګناهونو کي ډوبېدل :

کله چي یو مسلمان دتلوېزیون دکتلو او په هغه دخپرېدونکیو فیلمونو او ډرامو دلیدلو عادي شي هغه بیا دګناه احساس نکوي، په عربي ژبه کي متل دی وايي :

إذا كثُر المساس فُقِدالإحساس

چي ډېرشي تماس،  ورک شي احساس .

  رېښتیاهم څوک چي ډمي او فیلمي کار کوونکي نجوني دتلوېزیون په مخ ویني او ورته ګوري او حرامي سندري چي ناچ او ډانسونه پکې وي ګوري هغه يي ګناه نه ګڼي که يي ګناه ګڼلای نه به يي ورته کتل دا ډول حالت لاندي حدیث شریف داسي ښيي :

عن حذيفة قال سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول :  تعرض الفتن على القلوب كالحصير عودا عودا فأي قلب أشربها نكت فيه نكتة سوداء ، وأي قلب أنكرها نكت فيه نكتة بيضاء ، حتى تصير على قلبين ، على أبيض مثل الصفا فلا تضره فتنة ما دامت السماوات والأرض ، والآخر مربادا كالكوز مجخيا لا يعرف معروفاً ولا ينكر منكرا إلاّ ما أشرب من هواه  ( مسلم)

له حذیفه رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : فتنې زړونو ته داسي وړاندي کېږي لکه دپُزي داُوبدلو په وخت کي چي دهغه لښتي یوه یوه رامخته کېږي نو هر زړه چي همدغه فتنه ورونیسي یو تور ټکی پکي پیداشي، او هرزړه چي يي له منلو څخه ډډه وکړي یو سپین ټکی پکي جوړ شي ترڅو چي زړونه دوه ډوله شي ، یوزړه داسي سپین شي لکه ښویه ډبره بیا هېڅ یوه فتنه ورته ترهغه وخته پوري ځور نشي پېښولای ترڅو چي آسمانونه او زمکي ولاړي وي او بل تک تور شي لکه کږه کوزه (چي هېڅ شی نه پکي پاته کېږي) چي نه خو نېک کار ښه ګڼي او نه کومه ګناه ګناه ګڼي او هغه څه کوي چي خوښه يي شي .

(۱۵) له قرآنکریم څخه تنګېدل :

داسلامي هېوادونو تلوېزیونونه عادتاُ دقرآنکریم په تلاوت پیل کېږي او چي کله بندېږي هم د قرآنکریم په تلاوت سره پایته رسېږي او لیدونکی چي کله تلوېزیون خلاص کړي او تلاوت پکي ومومي تاسوبه لیدلي وي چي غږ يي ښکته کړي او چي کله ډرامه او یا خبرونه او یا کوم بل پروګرام چي دهغه خوښ وي پیل شي غږ يي لوړ کړي .

دلیدونکي دا ډول سلوک له قرآنکریم سره دا جوته کوي چي هغه دقرآنکریم له تلاوت څخه تنګېږي داځکه چي دډرامو او فېلمونو مینه او دقرآنکریم مینه په یوه زړه کي نه سره یوځای کېږي لکه چي شاعر وايي :

حب الكتاب وحب الحان الغنا                                       في قلب عبـد ليـس يجتـمـعان

دکتاب الله مینه او دسندرو اودموسیقي مینه دا دواړه د بنده په زړه کي نه سره یوځای کېږي ؟

او هغه څوک چي له قرآنکریم څخه مخ واړوي دهغه لپاره بوږنوونکی انجام دی الله تعالی فرمايي :

وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى (124) سورة طـه

اوچاچي زما له یاد (قرآنکریم) څخه مخ واړولونو دهغه لپاره تنګ ژوند دی او دقیامت په ورځ به يي په غبرګو سترګو ړوند راپاڅوو .

ځیني کسان پخپل کورکي دتلوېزیون دساتلولپاره بېلابېلي پلمې جوړوي ، ځیني وايي چي که په کور کي تلوېزیون ونلرم ماشومان مي دګاونډي کورته ورځي او هلته يي ګوري ، ځیني بیا وايي چي ماشومان مي په کور کي نه اېسارېږي اوپه کوڅه کي له نوروماشومانو څخه بدخویونه زده کوي ځکه مي دهغوی دمشغولتیا لپاره تلوېزیون راوړی دی، ځیني بیا داوايي چي ددې په ځای چي له نورو کسانو سره په غیبت کولو بوخت شم تر دې داغوره ده چي تلوېزیون ته کېنم  دا داسي مثال لري لکه چي ویل کېږي له بارانه تښتېدلم ناوې ته کېناستم .

هغوی ځکه داوايي چي دماشومانو وخت ورته ارزښت نلري خو مونږ همدغو وروڼو ته وایو چي ماشومان په لیک او لوست اخته کړۍ، هغوی ددین په زده کولو مکلف کړۍ ، دهغوی دوخت خلاء په ګټورو شیانو ډکه کړۍ، چي دهغوی جسمي او روحي روزنه پکي وشي، دتلوېزیون کتل دکوڅې له لوبو څخه زیات خطرناک او له فساد څخه ډک دی ، په کوڅو کي دصحابه وو زیات تروماشومانو هم لوبي کړي دي ، حتی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم به په ماشومانو تېرېدلو چي هغوی به په لارو او کوڅوکي لوبي کولې او رسول الله صلی الله علیه وسلم به سلام ورواچولو او په کوڅه کي يي دهغوی په لوبو کوم اعتراض ندی کړی ، په همدغو ماشومانو کي حسن او حسین رضي الله تعالی عنهم هم وو چي لوبي به يي کولې او رسول الله صلی الله علیه وسلم به لیدل .

(۱۶) دمسلمانانو په زړونو کي وېره اچول :

دتلوېزیون په مخ ددښمنانو جنګي مشقونه دهغوی وسلې او جنګي سامان آلات ښکارېږي او هغوی خپلي قواوي او ذره وي وسلې او په پراخه پېمانه ورانوونکي بمونه او زهرجن کېمیاوي غازونه بې پایلټه الوتکي او موډرن ټانګونه دنندارې لپاره وړاندي کوي، چي دا دنړۍ والو سترو استعماري ځواکونو هیمنت څرګندوي ، بېوزله مسلمان وګړی هرو مرو دا فکر کوي چي دهمدې ځواکونو مقابله هېڅوک نشي کولای او دهغوی وېره يي زړه ته ننوزي او دايي هېرېږي چي الله تعالی په هرچا برلاسی دی او دهغه ځواک او قدرت ته هېڅ مادي قوت نشي تم کېدلای ، او هغه کولای شي دسترګو په رپ کي دهغوی داځواکونه له کار څخه وغورځوي  .

الله تعالی فرمايي :

بَدِيعُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَإِذَا قَضَى أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ (117) سورة البقرة

الله تعالی دآسمانونو او زمکي پیدا کوونکی دی او کله چي دیوه شي دپیدا کولو اراده وکړي نو صرف دومره ورته ووايي چي وشه نو هغه سمدلاسه وشي .

بل ځای الله تعالی فرمايي :

إِنَّمَا قَوْلُنَا لِشَيْءٍ إِذَا أَرَدْنَاهُ أَنْ نَقُولَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ (40)   سورة النحل

مونږ چي کله دیوه شي دپیداکولو اراده وکړو صرف دومره ورته وایو چي وشه او هغه وشي .

بل ځای فرمايي :

وَمَا أَمْرُنَا إِلَّا وَاحِدَةٌ كَلَمْحٍ بِالْبَصَرِ (50) سورة القمر

او مونږ چي کله دیوه شي دپیدا کولو اراده وکړو نویوځلي ورته حکم کوو لکه دسترګو یوځلی رپ .

همدا راز الله تعالی هغو مؤمنانو ته چي له کفارو څخه وېرېږي فرمايي :

أَتَخْشَوْنَهُمْ فَاللَّهُ أَحَقُّ أَنْ تَخْشَوْهُ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (13) سورة التوبة

آیا تاسو له دوی (کفارو) څخه وېرېږئ الله تعالی ددې زیات حق لري چي تاسو ورڅخه ووېرېږئ که تاسو (په رېښتوني معنا) مؤمنان یاست .

(۱۷) د حرامو کارونو ښوول :

په تلوېزیون خپرېدونکي مواد ډرامې ، داستانونه او فېلمونه لیدونکي او کتونکي ته دغلا کولو،  داړې اچولو، دشرابو دجوړولو اوڅښلو غوره لاري چاري ورښيي ، غلا کوونکي ته داښيي چي دغلا کولو کامیابه طریقه کومه وي او غل کومه څېره باید ځان ته خپله کړي ، همدا رازدنامشروعو اړېکو دجوړولو او ساتلولاري چاري لیدونکي ته ورښيي .

داذکر شوي (۱۷) مواد ټول هغه شیان دي چي اسلامي شریعت حرام ګرزولي دي او کله چي دیوې داسي غیرضروري آلې په وسیله دا ټول حرام مواد دیوې مسلماني کورنۍ انګړ ته دکور مالک او سرپرست دننه کوي چي هغې ته کومه بنیادي اړتیا نه لېدله کېږي مونږ دهمدغه کور مشر چي دومره محرمات د یوې برقي آلې په وسیله دخپل کور انګړ ته دننه کوي  په کوم نامه بللای شو؟  راځۍ چي دالاندي حدیث شریف ولولو او هغه  نوم ورته غوره کړي ؟   

عن عبد الله بن عمر رضي الله عنهما أن رسول الله  صلى الله عليه وسلم  قال ثلاثة حرم الله تبارك وتعالى عليهم الجنة مدمن الخمر والعاق والديوث الذي يقر في أهله الخبث (الترغيب والترهيب)

له عبدالله بن عمر رضي الله تعالی عنهما څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : په درېو کسانو الله تعالی جنت حرام ګرزولی دی ، دشرابو نشه يي ، دوالدینو نافرمان او هغوی ته ضرررسوونکی، او هغه دهوس چي پخپل کور کي مرداري او پلېد توب ته ځای ورکوي .

يا ابن آدم لا تغررك عافية                                         عليك شاملة فالعمر معدود 

ما أنت إلا كزرع عند خضرته                                 بكل شيء من الأوقات مقصود 

فإن سلمت من الآفات اجمعها                              فأنت عند كمال الأمر محصود 

اې انسانه په خپل ښه حالت مه غولېږه ځکه دعمر شېبې دګوتو په شمېر دي ته خو هغه شنې کرهڼي ته ورته يې چي دهرچا يي خوړلو ته شوق کېږي که ته له هرډول ستومانیو او ځورونو  څخه وساتل شې خو چي کله بشپړ شې بیا به ضرور ورېبل شې .

په دې اساس مسلمان ته په کار ده چي دخپل کور انګړ له داسي پلیدو آلاتو څخه لکه تلوېزیون پاک وساتي او د ځان او اولادونو قېمتي وخت دداسي څه په لېدلو ضایع نکړي چي ګټه خو يي هېڅ نه وي بلکه سرچپه ورته ددنیا او آخرت ستر تاوانونه پېښوي  .

راځئ سرله نن څخه داهوډ وکړو چي که دکور په دننه کي تلوېزیون لرو هغه لېري کړو دخپلو کورونو انګړونه سر له نن څخه پاک کړو ، که يي نلرو دا هوډ وکړو چي داډول توکي به کله هم کورونونه نه راوړو خپلو اولادونو ته هم دداسي آلاتو دبدمرغي اړخونه بیان او څرګند کړو دخبرونو د اورېدلو لپاره یوازي په رادیوګانو او ورځپاڼو اکتفاء وکړو پد ې عمل به هم الله تعالی راڅخه خوشاله وي او هم به مو دکورونو انګړونه صاف او ستره ساتلي وي .

له alfajronline.com نه په مننه