آيا اولادونه په مور اوپلار حقوق لري؟
2009-02-09 04:38:55
آيا اولادونه په مور اوپلار حقوق لري؟
زیات تره خلګ په دې عقیده دي چي اولادونه څه حقوق نلري یوازي والدین دي چي هغوی په خپلو اولادونو حقوق لري خو که مونږ د اسلام روح ته وګرزو وبه وینو چي اسلام د اولادونو لپاره هم حقوق ټاکلي دي چي هغوی یې په خپلو والدینو لري او مونږ په دې بحث کي دې موضوع ته ستاسي پام رااړوو
قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : حق الولد على الوالد أن يحسن اسمه ويعلمه الكتابة ويزوجه إذا بلغ وقال: مروا أبناءكم بالصلاة لسبع واضربوهم عليها لعشر وفرقوا بينهم في المضاجع (تفسير القرطبي)
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایي: دزوي حق په پلار باندي دادی چي ښه نوم ورباندي كېږدي او ليك لوست ورزده كړي او چي بلوغ ته ورسيدو ښه جوړه د نکاح لپاره ورته غوره کړي په بل حديث كي فرمایي: خپلو اولادونو ته په لمانځه امركوۍ كله چي هغوي اوو كلونوته ورسېدل او چي کله د لسو كلونو شول او لمونځ یي نه كولو وهۍ یې او دويده كيدلو ځايونه یې يو له بل څخه بېل كړۍ .
تشریح : په والدینو دخپل اولاد حقوق دادي چي ښه نوم ورته انتخاب کړي ځکه چي هرڅوک له خپل نامه څخه یوه برخه لري او په قسمت کي یې مهم رول لوبوي , لیک اولوست ورزده کړي تر څو هغه ورڅخه په راتلونکي ژوند کي ددیني او دنیوي کارونو د پرمخ بېولولپاره ورڅخه ګټه واخلي ، څرنګه چي د ځوان فکر او خیال پوخ شوی نه وي او د بلوغ په مرحله کي د ژوند ملګري ته فطري اړتیا لري په پلار داحق لري چي د خپلي تجربې له مخي ورته غوره داسي ځای انتخاب کړي چي ددیانت تقوا او اصالت او ښایست له پلوه څه نېمګړتیاوي ونلري همدا راز یې داسي روزنه وکړي چي له الله تعالی سره یې اړیکي ټینګي وي او د پنځه وخته لمونځ پابند واوسي او په دې هکله یې لا پروا پاته نشي .
همداراز والدین باید خپل اولادونه له خپلي عاطفې او همدردي او ګرانښت څخه بې برخي نکړي تل له هغوی سره مینه وکړي او هغوی ته د خپلي میني احساس ورکړي لکه چي لاندي حدیث شریف یې مونږ ته راښیي :
عن أبي هُرَيْرَةَ أَنَّ الْأَقْرَعَ بن حَابِسٍ أَبْصَرَ النبي صلى الله عليه وسلم يُقَبِّلُ الْحَسَنَ فقال إِنَّ لي عَشْرَةً من الْوَلَدِ ما قَبَّلْتُ وَاحِدًا منهم فقال رسول اللَّهِ صلى الله عليه وسلم إنه من لَا يَرْحَمْ لَا يُرْحَمْ (مسلم)
ابوهريره رضي الله تعالى عنه روايت كوي چي كله اقرع بن حابس رسول الله صلى الله عليه وسلم وليد چي حسن رضي الله تعالى عنه یې ښکلولو ویې ويل زما لس زامن دي يو مي هم تراوسه پوري نه دي ښکول كړي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل چي څوك په نورو ترحم نه كوي په هغه به رحم نه كېږي.
همدا راز اولادونه په ورکړه ، وېش ، مینه او سمبالولو کي باید برابر وساتل شي داسي نه چي له یوه سره مینه کېږي او بل داسي محروم پرېږدي، یوه ته لویه برخه ورکړي او بل ته خو یې یا له سره نه ورکوي او که یې ورکوي نو وړه برخه ورکړي ځکه چي دا دعدل منافي عمل دی او د لاندي روايتونو له مخي ظلم ګڼل کېږي
عن نُّعْمَانَ بن بَشِيرٍ يقول قال رسول اللَّهِ صلى الله عليه وسلم اعْدِلُوا بين أَوْلَادِكُمْ اعْدِلُوا بين أَبْنَائِكُمْ (سنن أبي داود)
له نعمان بن بشیر رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دخپلو اولادونو تر مېنځ عدل کوۍ او د خپلو زامنو تر مېنځ عدل کوۍ یعني برابر يي ساتۍ .
عن إبراهيم قال كان اصحاب رسول الله صلى الله عليه و سلم يستحبون أن يعدلوا بين أولادهم حتى في القبلة . (البر و الصلة)
راوي وايي چي د رسول الله صلى الله عليه وسلم اصحابو هميشه دا خوښول چي داولادونو په مينځ كي عدل وكړي حتى په ښکلولو كي به یي هم يو له بل سره برابر ساتلو.
عن ابن المبارك قال كان سفيان الثوري يقول حق الولد على الوالد أن يحسن اسمه وأن يزوجه إذا بلغ وأن يحسن أدبه . (البر و الصلة)
سفيان ثوري رحمة الله تعالى عليه فرمایي: د زوي حق په پلار باندي دادی چي ښه نوم ورته انتخاب كړي او چي كله بالغ شي دژوند ملګری ورته په نکاح وغواړي او ښه اخلاق وروښيي.
عن الشعبي أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال إن الرجل ليؤجر في مسح يده على رأس ولده وفي إتيانه امرأته . (البر و الصلة)
شعبي رحمة الله تعالى عليه فرمایي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل چي سړي ته په دي هم ثواب وركېږي چي د خپل زوي یا لور په سر دشفقت لاس تېركړي او له خپلي مېرمني سره مجامعت وکړي.
عن الحسن قال كان رجل عند النبي صلى الله عليه وسلم فجاء ابن له فأقعده على فخذه اليمنى ثم جاء ابن له آخر أو ابنة له فأقعده على الأرض فقال النبي صلى الله عليه وسلم لو كنت سويت بينهما فأقعده على فخذه. (البر و الصلة)
حسن رضي الله تعالى عنه فرمایي: چي يو سړی له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره ناست وو زوي یې ورته راغلو او هغه یي په خپلي غېږ کي كېنولو او بيا یې بل زوي او يا لور ورته راغله او هغه یې په زمكه كېنوله رسول الله صلى الله عليه و سلم ورته وويل چي كه د سره برابر كړي واي (ښه به وو) سړي هغه بل هم په غېږ کي كېنولو.
همداراز کوم پلار چي په خپلو اولادونو کي مشرته دمشر مقام ورنکړي او کشران کشران نه ګڼي بلکه کشرته تر مشر زوی غوره مقام او برتري ورکوي او یا خوځیني ځان ته نژدې کوي او ځیني بیا له خپل ترحم څخه لېري ساتي دا دمطلوب اسلامي عدل خلاف کار دی ولوکه اولاد پلار په یوه معین سلوک نشي مجبور کولای خو دا ډول پلار باید پخپله دا احساس وکړي چي دخپل دې غیر عادلانه سلوک په هکله دالله تعالی په وړاندي مسئول دی .
همدا راز دوالدینو دا ډول غیر عادلانه سلوک اولادونه په حسد بغض او ذات البیني عداوتونو اخته کوي چي پایلي او نتائج به يي حتماً ډېر وخیم وي .
دیعقوب علیه السلام له خپل کشر زوی یوسف علیه السلام سره دهغه دحسن او أهلیت په اساس بې کچي غیر ارادي میني او زیات ګرانښت دهغه نور میرني وروڼه دېته وپارول چي هغه په یوه او یابله پلمه دیعقوب علیه السلام له سترګو څخه فناء کړي هغوی د یوسف علیه السلام دورک کولو د جرم دارتکاب لپاره همدغه پلرنۍ مینه پلمه ګرزوي الله تعالی په قرآنکریم کي دهغوی وینا داسي نقل کوي :
إِذْ قَالُوا لَيُوسُفُ وَأَخُوهُ أَحَبُّ إِلَى أَبِينَا مِنَّا وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّ أَبَانَا لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ (8) اقْتُلُوا يُوسُفَ أَوِ اطْرَحُوهُ أَرْضًا يَخْلُ لَكُمْ وَجْهُ أَبِيكُمْ وَتَكُونُوا مِنْ بَعْدِهِ قَوْمًا صَالِحِينَ (9)سورة يوسف
کله چي هغوی وویل هرومرو یوسف او دهغه ورو زمونږ په پلار تر مونږ زیات ګران دی پداسي حال کي چي مونږ یوه ډله یو په رېښتیا چي زمونږ پلار ښکاره بېلاري دی، یوسف ووژنۍ او یايي پداسي سیمه کي وغورزوۍ چي دپلار مخه خالي شي او بیابه تاسو نېکان کسان ګڼل کېږۍ .
دیعقوب علیه السلام دا غیر ارادي اوبېواکه مینه وه چي هغه دا مینه په قصدي توګه نه کوله ځکه چي انبیاء کرام مخکي له نبوت او وروسته له بعثت څخه له هرډول صغیره او کبیره ګناهونو څخه پاک دي خو له دې سره سره دهغه دنورو زامنو له یوسف علیه السلام سره کینه او عداوت پیدا شو چي هغوی دیوسف علیه السلام بېولو ته وهڅېدل ترڅو يي وروسته له مشورو په یوه څاه کي واچولو ، دې جرم که له یوې خوا هغوی بدمرغه کړل اودبېګناه یو سف په تعذیب او دپلار په اېذاء رساني يي اخته کړل خو له بلي خوا له ډېري خواشیني او ژړا ګانو وروسته دیعقوب علیه السلام سترګي په یوسف علیه السلام پسي ړندې شولې او څو کلونه يي ترهغه وخته پوري په غم کي تېر کړل ترڅو چي الله تعالی ورته په سپین ږېرېتوب کي کله چي یوسف علیه السلام له ډېرو ستومانیو او ابتلاګانو وروسته دمصر واکمن جوړشو الله تعالی هغه ته خبر ورکړ .
بل داچي پلار د له خپل اولاد سره د هغوي په اطاعت او فرمانبرداري كي مرسته كوي مثلا چي كله د هغه يو ښه خوي وويني تحسين او شاباش د ور كوي يوه جائزه او انعام د ورته ټاكي د نورو په مخ كي د یې تعريف او توصيف كوي هروخت ددعا ورته كوي چي په كومه طريقه یې د زوي ترغيب د ښو خويونو خواته کېږي هغه طريقه د ورسره په كار اچوي .
عن علي بن أبي طالب كرم الله وجهه قال قال رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وسلم رحم الله والدا أعان ولده على بره بالإفضال عليه . (أداب الصحبة)
له علي بن ابي طالب كرم الله وجهه څخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل الله تعالى د په هغه پلار مهربان شي چي هغه له خپل ځـان سره په هغه احسان كي چي د هغه اولاد یې ورسره کوي د هغوی مرسته په شاباش او خوشاله کولوسره وكړي.
عن الشعبي قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم رحم الله والدا أعان ولده على بره (مصنف ابن أبي شيبة)
له شعبي رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په هغه پلار د الله تعالی رحم وکړي چي له خپل ځان سره په احسان کي د خپل اولاد مرسته کوي .
هميشه زدوكوب او منت او ترټنه زوي بي لاري كوي كوم كار چي په نرمي سره كېږي هغه په سختي سره نه كېږي د وهلو او ترټلوتكل د یي زيات نه كوي ډنډه اخيري حل دی پښتانه وايي غوټه چي په لاس خلاصېږي خولې ته یې د وړلو ضرورت نشته او په عربي کي متل دی :
اّخرالعلاج الكي
وروستی علاج داغ دي
لما غضب معاوية على ابنه يزيد فهجره قال له الأحنف يا أمير المؤمنين اولادنا ثـمرة قلوبنا وعماد ظهورنا ونحن لهم سماء ظليلة وأرض ذليلة إن غضبوا فأرضهم وإن سألوا فأعطهم ولا تكن عليهم قفلا فيملوا حياتك ويتمنوا موتك. (البداية و النهاية)
كله چي اميرالمومين معاويه رضي الله تعالى عنه په خپل زوي يزيد باندي په قهر شو او ورڅخه مره ور شولو احنف بن قيس چي مشهور تابعي او عالم وو ورته و ويل اې امير المومنين زمونږ اولادونه زمونږ د زړونو مېوې دي او زمونږ د شاوو تكيې دي او زمونږ حيثيت د هغو لپاره د سايه دار آسمان غوندي دی اود خاكساري زمكي په شان دی كه درڅخه خپه شي خوشاله كوه یې او كه یې څه درڅخه غوښتل وركوه یې د هغوي لپاره زولنه مه جوړېږه چي له ژوندڅخه د تنګ او بېزار شي او د مرګ آرزو او تمناد وکړي.
ضرب رجل أباه فقيل له أما عرفت حقه قال لا لأنه لم يعرف حقي قيل فما حق الولد على الوالد قال أن يتخير أمه ويحسن اسمه ويختنه ويعلمه القرآن ثم كشف عن عورته فإذا هو أقلف وقال اسمي جعل ولا أعلم حرفا من القرآن وقد استولدني من زنجية فقيل للوالد احتمله فإنك تستاهل (محاضرات الأدباء)
یوه سړي خپل پلار وهلی وو ، چاورته وویل: آیاته دپلار حق نه پېژنې ؟ هغه ورته وویل چي نه يي پېژنم ځکه چي هغه زما حق نه دی پېژندلی ، هغه ورته وویل چي دزوی څه حقوق دي ؟ هغه سړي ورته وویل : چي دزوی په پلار باندي دا حق دی چي ښه مور به ورته خوښوي، او ښه نوم به ورباندي ږدي ، او ختنه کوي به يي، او قرآنکریم به ورزده کوي ، او بیا يي خپل عورت لوڅ کړ او ناسنته وو ، او ويي ویل نوم يي غوباړی راباندي اېښی دی او قرآنکریم مي یو توری نه دی زده ، او مور مي تکه توره حبشۍ ده بیا يي خلګو پلار ته وویل چي دهمدغه ډول سلوک وړ یې اوس يي نو په غاړه کي وړه .
شاعروایي:
وإنّما أولادُنا بيْنَناأكبا دُنا تمْشي على الأرضِ
زمونږ اولادونه زمونږ په مينځ كي زمونږ یيني دي چي په زمكه باندي حركت كوي .
یو بل شاعروایي:
يقرُّ بعيني وهو يُنْقِصُ مدّتي مرورَ الليالي كي يشِبّ حكيم
مخافةَ أن يغتالني الموتُ قَبْلَه فينشو مع الصّبْيان وهو يَتيم
زما په سترګو كي ناست دی او هغه زما دعمر شپې په تېرېدلو را كموي او زه ددي په انتظار يم چي هغه يو پوه ځوان شي څکه چي له دې څخه وېرېږم چي مرګـی را وړاندي نشي بيا به له ماشومانو سره ديتيم توب په حالت کي وده کوي .
يوشاعر چي د بادشاه نوكري كوي وایي:
والله لولا صبيَةٌ صغارٌ .وجوهُهم كأنّها أقمارُ
لما رآني ملكٌ جبار ببابه ما طلَع النَّهارُ
په خدای مي د قسم وي كه زما واړه ماشومان نه واي د چاچي مخونه د سپوږميو په شان دي دې ظالم پادشاه به زه په خپله دروازه كي روزانه سهار وختي د لمر ختلو په وخت کله هم نه وم ليدلی .
د ذکر شوي بحث له مخي د اولادونو په هکله بې تفاوته پاته کېدل هم د اولاودونو په ضرر دی او هم د هغوی د حق پالني منافي عمل دی چي پایلي یې د هیچا په ګټه نه دي ځکه خو مور اوپلارته په کار ده چي هغه مخکي له دې څخه چي له خپل اولاد څخه دخپلو حقوقو غو ښتنه وکړي داولادحقوق باید پوره کړي زیات تره هغه پلرونه چي له خپلو اولادونو څخه سرونه ټکوي داولاد دعقوق اصلي عاملین همدغه پلرونه وي چي دخپلو اولادونو حقوق يي په بشپړه توګه نه وي پوره کړي ىهغوي سالمي روزني ته پاملرنه نکوي په دې هکله والدین باید دیني لارښووني او ژوندۍ تجربې په پام کي ونیسي .
له alfajronline.com نه په مننه