نړۍ وال جال {Internet}د خير او شر په منځ کښي
2009-02-07 11:48:46
نړۍ وال جال {Internet} د خيراوشرپه مېنځ کي
په اوسني وخت کي د تماس وسایلو د عصري پوهنېزي تکنالوژي په برکت زیات پرمختګ کړى دی ، د مصنوعي سپوږمیو انکشاف لیدونکو او کتونکو ته ددې وخت او چانس ورکړ چي کله هم و غواړي او زړه یې وي هغه څه وګوري چي هغه د کتونکي سمعي او بصري اړتیا وي پوره کړي ، همداراز ددې تر څنګ یو بل انکشاف چي ټوله نړۍ یې هک پک کړه هغه نړۍ وال جال (Internet) دی چي کاروونکی ته ددې فرصت ورکوي چي په ملیونونو پاڼي چي د بېلابېلو اهدافو لپاره پلي شوي دي یو بل پسي واړوي کومي چي هم ډېر پراخ ضررونه په بر کي لري او هم د خیر او نېکي بې سرحده معلومات اوچانسونه .
عام وګړي د معمول په شان ددې نوي مېلمنې ټکنالوژي هرکلی کوي په هغوی کي ځیني هغه څوک دي چي له دې جال څخه ناوړه ګټه آخلي او ځیني بیا ورڅخه د خیر او ښېګڼي افاده او استفاده کوي اوځیني به داسي هم وي چي دواړه اړخونه یې کاروي .
هر پوه او هوښیار کتونکی چي کله دا نړۍ وال جال ګوري دا ورته له ورایه څرګندېږي چي دې جال په خپلو پاڼو کي هم زیات زهرجن مواد ذخېره کړي دي چي دمسلمان عقيدې، دین، اخلاقو او ارزښتونو ته یو ستر ګواښ دی او هم یې ګټور علمي او پوهنیز معلومات ساتلي دي ، همداراز یې د روزني او تربیې او د عامه اذهانو د تنویر لپاره د هرچا په مخ هغه درڅې پرانستلي دي چي هر کتونکی کولای شي هم پخپله ورڅخه استفاده وکړي او هم انساني ټولني ته د هغه له لاری د بېساري خدمت مصدر وګرځي .
هغه څوک چي په وېښتابه او ځیرکتیا له دې جال سره خپل تعامل جاري ساتي هغه په دې پوهېږي چي داجال ډېري زیاتي ګټي او بې شمېره خزانې لري چي کولای شي د سترګو په رپ کي بېله دې چي څه مصارف ځیني وغواړي خپلي څېړني او ګټورمعلومات د کتونکو د استفادې لپاره په کي وړاندي کړي او کولای شي په هغې کي له ذخېره شویو بحثونو او څېړنو څخه په استفادې سره خپله علمي پانګه غني کړي .
په مقابل لوري کي د باطلو افکارو او تحریف شویو معتقداتو بړېڅو او همدا راز د عقایدو او اخلاقي ارزښتونو ډاکوګانو او غلو دا جال د خپلو شومو اهدافو لپاره کارولی او ورڅخه ناوړه استفاده کوي چي غواړي پاک نفسه انسانان په تېره بیامسلمانان له خپل دین او اخلاقو څخه د حیوانیت ، شهوت پرستي , بېحیايي ، الحاد ،نصرانیت او فساد ژوري جهنمي کندي ته ور ټیل وهي دا خو لا پرځای پرېږده چي د هغوی وخت ، شتمني او استعدادونه هم لوټوي .
یو هوښیار مسلمان وګړی په دې کي هیڅ د یوې لحظې شک نلري چي د اسلام ددښمنانو هغه مقاصد چي ددې جال له لاري یې پرمخ بیایې اودتحقق آرمان یې لري هغه د مسلمانانو ددین ، اخلاقي ارزښتونو اوفرهنګ له مېنځه وړل دی, په داسي حساس وخت کي په کار داده چي مونږ د خپل مسلمان ولس د وېښتابه لپاره په مساجدو، ښوونځیو، دیني مدارسو، پوهنتونو کي کانفرانسونه او سېمنارونه جوړ کړو او له دې جال سره د تعامل لپاره د خپل ځوان نسل ذهنیت دېته چمتو کړو چي څرنګه باید ددې جال له سرویس اوخدمتونو څخه استفاده وکړي او په څه شکل کولای شي د هغه له ضررونو او منفي تاثیراتو څخه ځانونه وساتي او د ځان ، هیواد، ولس او مذهب دچوپړ لپاره همداراز د اخلاقي ارزښتونو او کلتور د خوندي ساتلو لپاره ورڅخه ګټه واخلي .
کېدای شي که نیتونه روغ وي او زمونږ واکمنان او د پوهني او روزني کادرونه له ژورخوب څخه راوېښ شي ، په بشپړ اخلاص او تعقل سره ددې کار لپاره مناسبي د حل لاري چاري راوباسي ، لیکن څه چي ښکاري هغه داده چي مسلمانان ډېر ناوخته ویښېږي او اسټېشن ته هغه وخت وررسېږي چي ګاډی ور څخه تللی وي .
خو اوس به دلته ددې لپاره چي ددې جال کاروونکي د هغه ګواښونو ته پام وکړي او په عین وخت کي ورڅخه ګټه واخلي او هم ځیني منفي اړخونه چي د کاروونکي په زیان ختمېږي په ګوته کړو امید دی دا بحث به په لاندي ټکوسره د لوستونکیو د زیاتي استفادې وړ وګرځي.
۱- تر هرڅه لومړی خو به دا ووایم چي مسلمان ته په کارده چي کله د لمانځه وخت شو او یا یې له مسجد څخه اذان تر غوږ شولو باید سمد لاسه خپل کمپیوتر بند کړي او د لمانځه تیاري وکړي .
الله تعالی فرمایې :
هغوی (مسلمانان) په داسي کورونو(مساجدو) کي عبادتونه کوي چېرته چي الله تعالی د اذان د پورته کولوحکم کړی دی او چېرته چي سهار او ماښام د الله تعالی تسبیح او تهلیل كېږي ، دوی (صحابه کرام ) هغه نارینه دي چي تجارت او خرید وفروخت دوی د الله تعالی له یاد او د لمانځه له په وخت اداکولو څخه او د زکات له ورکولو څخه نه مشغول کوي او دهغه ورځي له سزا څخه یې وېره شي په کومه ورځ چي به زړونه او سترګي له وارخطایي څخه رډي اوښتي وي (لالهانده او پرېشانه او سرګردانه به وي )
یعني صحابه کرام هغه څوک دي چي د اخرت د ورځي د خوف په وجه یې کله هم دنیوي کاروبار او معاملات اونور مصروفیتونه په وخت باندي په مساجدو کي د لمانځه له ادا کولوڅخه نه راګرځوي په دې اساس هر هغه چاته چي کمپیوتر ته کېني په هغه کي غوره د اذان پروګرام ډاونلوډ اوانسټال کړي , په اوتوماتیک شکل به اذان ورته کېږي چي کله یې هم اذان واورېدلو فوراً د کمپیوتر بند کړي او د الله تعالی دا فریضه د په احسنه او مطلوبه طریقه سره ادا کړي ځکه چي په خشوع اوخضوع سره لمونځ پخپل وخت باندي مسلمان له بدوکارونواوفکرونو څخه راګرزوي لوستونکي کولای شي په اوسني وخت کي له دې ځای څخه اذان پورته کړي .
http://www.ela-salaty.com/index.php?display=downloads.php
او دا يي بڼه ده

څوځلي د کمپیوټر هېنداري ته کېناستلی يې چي په کار لګیاوې او لمونځ درنه هېر شولو؟ څوځلي دالله تعالی ذکر کوې چي ته خو یا په کار او یا په لوبو اخته يې ؟ لمونځ او دالله تعالی ذکر کول ډېر ستر شان لري ځکه خو دجماعت دلمانځه پابند اوسه او ژبه تل دالله تعالی په ذکر او یاد ښوروه . له دې ځایه يي ښکته کړه
http://www.ela-salaty.com/index.php?display=downloads.php
۲- دا جال یوه داسي وسیله ده چي که یې د خیر لپاره کاروې یو ستر نعمت دی چي انسان ور څخه ددنیا او آخرت لپاره ګټي پورته کولای شي او که یې د شر او فساد او ګمراهي او د نورو د ګمراه کولو لپاره کاروي نو د الله تعالی یو ستر عذاب دی نو په دې اساس په مسلمان لازمه ده چي هغه تل دخیر د کارونو لپاره وکاروي چي هغه ته یې په دین او دنیا کي ګټه ورسېږي او يا مسلمان امت او انساني ټولني ته يي دخدمتونو بېساری مصدر وګرځوي او د ځان لپاره یې د الهي عذاب یوه وسیله و نه ګرځوي .
۳- بل هغه څه چي د دې جال کاروونکو ته یې ښوول ضروري ګڼم هغه داچي کله یې هم سترګي په حرامو ولګېدلې سمدلاسه د هغه کړکۍ بندوي ځکه چي حرام نظر د شیطان له غشو څخه یو زهرجن غشی دی:
عن بن عمر قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم النظرة سهم مسموم من سهام الشيطان فمن تركها مخافتي أعقبته عليها إيمانا يجد طعمه في قلبه (مسند الشهاب)
له ابن عمر رضي الله تعالى عنهما څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: حرام کتل د شیطان له غشو څخه یو زهرجن غشی دی چاچي د الله تعالى له وېري پرېښود په بدل کي به یې الله تعالى داسي اېمان ورکړي چي په زړه کي به یې خوند مومي .
دداسي ځایونو لیدل د یو څو شېبو په لذت سره زړه فاسدوي چي انجام به یې له خواشیني او پښېماني څخه پرته بل څه نه وي او حرامو ته کتل په زړونو کي تیاري زیاتوي ، سېنه تنګوي، دالله تعالی له یاد څخه انسان غافل او سستوي او د ایمان لذت ختموي همداراز شیطان د حرامو کتلو په ذریعه بالآخره انسان د ګناهونو او شهواتو خندق ته ورپوري وهي چي هغه په عاقبة الأمر کي له انسان څخه د خپلو لوبو لپاره هغه توپ جوړوي کوم چي ماشومان ور باندي لوبي کوي .
۴- دا جال باید ستا دعمر قیمتي ګړۍ ضایع نکړي چي ټول وخت په هغه باندي مشغول یې او ټول وخت په بېځایه پلټلو(searching) او د پاڼو په اړولو او را اړولو باندي تېر کړې دا باید په پام کي ونیسې چي ستا په ذمه باندي حقوق او واجبات دي که هغه د حلالي نفقې تلاش دی ، که د والدینو خدمت دی ، که د کور پاملرنه اود ماشومانو تربیه ده او که د خپلوانو او اقرباوو او دوستانو پوښتنه او ګروېږنه ده ددې جال د کتلو تر څنګ به دا دیني او اجتماعي واجبات او حقوق هم ملحوظ ساتې .
۵- هڅه کوه چي کله هم داجال پرانیزې اسلامي معلوم الحاله پاڼي اوګټور اجتماعي سایټونه چي د هغوی له کتني څخه ستا معلومات زیاتېږي د خوښي (Favorite) کتنځایونه وټاکې او د هغو ځایونو له کتلو څخه ډډه وکړې کوم چي ستا دېن او اخلاقو ته ګواښ متوجه کوي او یا تا د فتنواوفساد لور ته ور غواړي او له بې ځایه خبرو څخه ولو که د مذهب په هکله وي ځان وساتې ځکه چي د خبرو په غرفو(Chatroom)کي نصیحت څه اثر نلري او دا په یو شکل د دین توهین بلل کېږي ، همداراز خیال ساته د اسلام له دښمنانو سره کله هم مناظرو ته ور ونه دانګې په تېره بیا چي کله ستا معلومات نېمګړي وي پرېږده چي هغه څوک یې ځوابونه ووایې چي الله تعالی ورته پوره علم ورکړی وي .
۶- په دې هم پوه شه چي دا جال به یا خوته ښکار کوي اویا به تاښکار کوي ، که ته د هغه غوره او د خیر ځایونه په نښه کړې او ګټه ور څخه واخلې پوه شه چي هغه د ښکارکړلو او که هغه در باندي کوډي وکړي او د ضرر ځایونو ته د ور کش کړي او ستا د عمر قېمتي وخت ، ستا سرمایه او ستا په غاړه کي پراته حقوق او واجبات او دالله تعالی یاد او فرایض در څخه لوټ کړي نو پوه شه چي دا په حقیقت کي ستا لپاره یوداسي جال ووچي ته په كي داسي ګیر شوې چي تا ته یې پته هم ونه لګېدله نو مخکي له دې چي وخت د له لاسه ووځي ځان پوه کړه او مخکي له هلاکت څخه د هغه له ځنځېرونو او رسیو څخه ځان وباسه او كه د غلطو کتنو معتاد جوړشوی یې نو دیوې میاشتي لپاره ورسره تماس وشکوه چي کله یي ساحرانه نشه ختمه شوله بیا ورته له نوي سره مراجعه وکړه او غوره اسلامي او پوهنېز کتنځایونه ځان ته وټاکه .