لږ خواږه ډېر ترخه

مـــــــا په دا کـــــم عُمر ډېر څــــه وليدل
لږ مــــې خواږه ډېر مــــې ترخـــه وليدل
 
ډېــرو پـــــه خــــپـلـــــو نصـــــيبونــو ژړل
ډېر ګــــرېوانونه مـــــې ﻻنده ولـــــــــيدل
هغه ځلميان چې ﻻر پرې ښه ښکارېده
ډېر مــــې په وينو کـــــې پراته ولــــيدل
په څـــو پيسو چې خپل ايمان خرڅوي
داســــې مــــې ډېر قسم خـــــواره وليدل
د ډېــــرو ﻻس مــــــې تر څنګلــــو پورې
د سَکه ورور پـــه وينو ســــره ولـــــيدل
چـــې دُښمنان مو پرې وطــــــن ورانوي
يو څو عظــمونه مـــــــــــــې پاخه وليدل
هــــر څوک کوي کاږه او ســـــــم کارونه
دلـــته مــــې ټول شــــيان کاږه ولـــــيدل
"هيواده "خـــــدايږو دا وطن ابــــاد شـــي
چــــې مــــې ځلميان پکې ويده وليدل

                سويډن    ٢٠٠٠ ز