دميدان وردګو ولايت اړونددنرخ ولسوالۍ

دنرخ ولسوالۍ هم دميدان وردګو ولايت له ولسواليوڅخه يوه ولسوالي دى چې ددغه ولايت دمرکزميدان ښار جنوب ختيځ لورته پرته ده، اوسيدونکي يې په لويه کې ټول پښتانه دي او په بزګرۍ اوبڼوالي بوخت دي.دهېوادسترخدمتګار دکرهنې پخوانى وزير ډاکټر عبدالوکيل پلرنۍ ټاټوبي همدغه ولسوالي او په ولسوالۍ کې هم دعمرخېلونومې سيمه ده،چې اوس يې زيارت هم دخواجه بلند ولي په لويه هديره کې دى.ددغې ولسوالۍ خلک له پوهې سره خورامينه لري او ددينې زده کړو مدرسي او نورمکتبونه شته چې مينه وال په خورا مينه ورځي . اوخپلې ښې راتلونکې ته ډېر ډېر هيله من دي.

دغه ولسوالي دځينو مهمو درو (قريو) له مخې چې دتاريخ په اوږدوکې هم له دغو درو څخه يادونه شويې ده عبارت دي له : ده حيات چې د (مړو) په نامه هم يادېږي، کريمداد، دادل، صدمرده، چين زايي،توکرک،اخچى لويه دره ،داخچې وړه دره،کولګى، عمرخېل، شهاب الدين، بادام،اندړ،شاکابل،دهه مسلم ،بازي خېل، کانيزت، خانجانخېل، جوکول، ددادل اخندزاده خېل،شمشېر،ستم، سره کلا،لويه کلا،کولک،اخندزاده خېل،کمه دره،لويه دره،اسماعيل خېل،سلطان خېل،نيازي اونورې شاملې دي. همداشان دشاغاسي کلاچې په يوه پښتوسندره کې هم  ترې يادونه شوې ده (شاه عبدالرحمن زوروه – دشاغاسي کلادې ولې ورانوله – شاه عبدالرحمنه) دنرخ ولسوالۍ په پيل کې پرته ده.

دغه رازځينې مهم کلي چې په پورته يادوشويو درو کې دي او ورپورې اوړند دي په دې توګه يادونه کولى شو،برګه کلا،صحراب باباکلی،ده بوچى کلی ،حاجي مصلي باباکلی،حاجی امین الله باباکلی،دخورقه،موسي خېل،مارک،خيالي،آب خانه، شمشېر،ملک خېل،لويه کلا،دحاجي احمدخان ځاى،حيات خان کلى،پاينده کلا،عبدالرحمن خېل،باي خان خېل،چين زايي کلى،پاچاخېلوکلى،دليل خېل، سرفرازخېل،پيردادکلى،جوي اسيا،خوجه بلند کلى،اول خېل،شادي کلا، اندړوکلا،خليل يان،محمدرضاکلى،سپينه کلا،ساکوکلى،نوآباد،جوکول کلى،شاه قدم، شاه مزار،جلال خېل،امردين خېل،سيدنورخېل،محمدشاه خېل،تاتر،صدبرګ، بوچه کلا،دغونډۍ کلا او نور...

مشهور زيارتونه چې په دې ولسوالۍ کې شته اوخلک دشته عقيدې له مخې هلته ورځي او زيارت يې کوي له هغې ډلې څخه دخواجه بلند ولي زيارت،بوم زيارت،دخواجه صاحب زيارتي،خوجه صبور ولي،ترخې بابازيارت،چهل ګزى بابا،نزغک زيارت،سلطان خېلوزيارت،دکولګي زيارت،صوفي صاحب زيارت اونورو څخه يادونه کولى شو.

ځاردې شمه نرخه

ځاردې شمه نرخــــه زوروردې زيــــــارتـــونـــه دي
ښکته پورته ګوره څــه ښايسته ښکلي ګلونه دي
ځاردې شمه نرخه څومره هسک دې چينارونه دي
شنې جنډې رپېـــږي شهـــيـــدانوجوړقـــبرونه دي
ځاردې شمه نرخـــه ګردچاپېردې لوړ،لـوړغرونه دي
شنې اوبه روانې په سپرلي دې مست خوړونه دي
ځاردې شمه نرخه ستادروکې شنه زمريان اوسى
دادننګ بچـــــيـــان دي دلتــــه کله ګيدړان اوسي
ځاردې شمه نرخه څه خوږې،خوږي مېــوې لرې
ډيرې صــــفتـــې دې پـــه ډولوډولومـــــڼـې لري
ځاردې شمه نرخه څومره ښه خواږه توتـان لرې
ډک دي ترې باغونــه خونــــدورزردالوګــــــان لرې
ځاردې شمه نرخه ته آبادپه ښوځوانــانـــــويــــې
ډيـــــرلــــه بـــــرکته دپــــيـــرانــــواووليــــانـــويـې
ځاردې شمه نرخه نن وچ شوي دې خــوړونه دي
سخته وچکالي کې ټول وچ شوي دې باغونه دي
ځاردې شمه نرخه (امين زى) چې فريادونه کړي
ډيردي ضعـــيف شوي خواروزاردې ولســـونه دي

دغه راز مهم غرونه يې عبارت دي له ددخواجه بلند ولي دوې لوړې څوکې ياپراته يودبل په خواکې غرونه،سره غونډۍ،دالغتاغرچې دکامران په قول کې پروت دى،توره غونډۍ،داخچې غر،تورغر،دتوکرک غر،ددادل دپرتو غرونو لړۍ پراته دي.

دغې ولسوالي ته له مرکز څخه دوې لارې ورغلي دي چې يوه يې عمومي لاره ده اودنرخ ولسوالۍ ته مخامخ (مستقيماً ) تللې دى چې ددافغانان له پله اوغونډاخېلوڅخه تېريږي اودغې ولسوالۍ ته رسېږي اودوهمه لاره يې دشيرندل له دوکان څخه پيل اودحاجي قادر له پله تير اودابراهيم خيلوپه کلى کې ددغې ولسوالۍ ته رسوي چې په پيل کې يې دشاغاسي کلاپرته ده. دغه راز داولسوالي له نورو ولسواليوسره دغرونو اوله نورو لارو نښلوي عبارت دي له داخچې - بادام لاره ، دتاوې لاره،دبره کشتې لاره،شين کنډو،سور کارېز،دکولک لاره،داخندزاده کوتل چې دوردګو لورته اووښتى دى،دسپينې شګې چينه،دجوکول لاره چې نرخ څخه جلرېز ته اووښتې دى او نورې شاملې دي.

له امين زي ټكي كام نه په مننه