مسافره اشنا

اې په غرب کي مسافره اشنا !

ماته به نه وائې چي ساندي دي د کلي راځي ؟
ماته به نه وائې چي ولي ژاړې ؟
او
له لیمو دي اوښکي ولي راځي ؟
ماته به نه وائې چي څه سول هغه ژوندي وګړي؟
ها بریتور
ها مېړني وګړي
ها شمله ور
ها د جرګو خاوندان
ها د میوند دمعرکو اتلان
هغه زیږه پښتانه
ها مېلمه پال
هغه خواږه پښتانه
چي پر پښتو به ئې ننګونه کول

ماته به نه وائې  چي څه شوې هغه خړي کوڅې؟
ماته به نه وائې چي ولي ژاړې ؟
او
پرخپل سر دي خاوري ولي شندې ؟
ماته به نه وائې چي څه شوې هغه حوري پېغلي؟
ها پښتنې
هغه پتمني پېغلي
هادګودر دښائسته زرکو کاروان
هغه غښتلي پامیري شاهیني
ها پاکلمني باهمته ښځي
ها د نازو او د ملالي په څېر
ها په سنګر کي باغېرته ښځي
چي دننګ چیغي بې رګونه څیرل

ماته به نه وائې چي دا کورونه چا ویشتلي ؟
ماته به نه وائې چي ولي ژاړې ؟
او
پر سینه زخمونه چا درکړي ؟
ماته به نه وائې چي څه شو هغه کوچنی جماعت؟
هغه خړ پړ
هغه دکلي منځ کي
هغه بې وره ګلالئ جماعت
او
هغه تنکئ طالب جان
ها څڼور
هغه زلمی طالب جان
چي په اذانونو به ئې زړونه پریولل

ماته به نه وائې چي دا جنډې دا شهیدان د چا دي  ؟
ماته به نه وائې چي ولي ژاړې ؟
او
په خیمو کښي یتیمان د چا دي ؟
مه مي پوښته د خدای مي روی دروړئ
ستا د پوښتنو جواب نه لرمه
دادقسمت د دیدنیو داستان
دادبمونو ، دبارتو ، دمرګو افسانې
دادژړاو انګولاو کیسې
زما څه مه غواړه
زې د ویلو هم تاب نه لرمه
ماته مي لوېشت پر لوېشت قبرونه هدېرې  راپاته
زه د شهیدانو
او
ځوانمرګو حساب نه لرمه
زما مي کوڅې په وینو وینو ژاړي
زما مي په کور کلي بلا لنګه ده
زما دګودر لپي په وینو ډکي
او
په پېغلانو مي غوغا ګډه ده 
مرګ مي د کلي ټېکه دار وختئ
په کلیوالو مي وبا ګډه ده

کندهار دجولای لمړۍ نیټه د۲۰۰۷ م کال

خالد هادي حیدري