په لاس لیکل شوی ترټولو غټ مبارک قرآن شریف

ترټولو غټ په لاس لیکل شوی مبارک قرآن شریف په هندکي دسعید نجمل حسن چشتي په زیار ، چي د ۵۶ کلونو خاوند دی،   بشپړ سو .

دغه مبارک لیکل شوی قرآن شریف چي درې شپېته صفحې لري ، اته فوټه پراخوالی او پنځه فوټه اوږدوالی لري ، دښاغلي چشتي په وینا، دلیکل شوي قران شریف داندازې په نظر کي نیولو سره ترټولو غټ قرآن شریف دی  چي۶۳ صفحې لري ، او هره صفحه یې ۸۸x۶۰  اینچه ده .

ددې لیکل شوي مبارک قران شریف دهري صفحې څنډه (ژی) په ښکلې بڼه او رنګارنګ ګلونو سینګارشوې چي دهري سورې په لومړۍ برخه کي بسم الله الرحمن الرحیم  په ډېر ښه انداز سره ډیزان شوې او دده په وینا د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د وختونوته  ډیزان ته ورته ده .

لیکل شوی مبارک قرآن عظیم الشان چي هره صفحه یې په متوسطه توګه ۴۰ کرښي لري ، په نړۍ کي ترټولو غټ قران عظیم الشان ګڼل کېږي .

ښاغلي چشتي چي یوصوفي ، څېړونکی او ددرګاه خادم دی  ، ددې ستر عمل په بشپړولو ډېر دخوشحالۍ احساس کوي  او وايي چي دده سره ددې مبارک قران شریف په لیکلو او ډیزاین کي دده خپلي کورنۍ ډېر ملاتړ کړی  او خپل لورګانو ورته نوي سبکونه  او ښه وړاندیزونه ورکړي .

نوموړي ویلي دي چي له ۲۰۰۳ م کال راپه دې خوا ماخپل دژوند ټول وخت ددې مبارک قرآن شریف لیکلو لپاره وقف کړی دی .

نوموړي ددې مبارک لیکلي شوي قران شریف لپاره له داسو پاڼو څخه کار اخیستی چي رنګ په کي په ښه توګه کارول کېږي  او هیڅ ډول لوخړه ځان ته نه کشوي. دمتن اندازه چي دوه تردرې اینچه پوري ده ، په ډېر مهار ت سره لیکل شوې او په هغو ځایونو کي چي دسپېڅلي رب د (الله ) کلیمه کارول شوې ، دسروزرو په رنګ یې لیکلې ده .

ددرګاه کمېټې دښاغلي چشتي سره په دې موافقه کړې  ترڅو د زائرينو لپاره نوموړي مبارک قرآن شریف ته  یوه خونه چي له هېندارو څخه به جوړه وي  او د رڼاګانو يو څراغ به پكي ځوړند وي ، جوړه کړي .

ددې ترڅنګ یو ساتونکی به دتل لپاره دهمدې خوني سره ناست وي  او ساتنه به یې کوي .