فقه شريف

فقه شريف

 

فقه په لغت کي د پوهي او زيرکۍ په معنى استعماليږي او په اصطلاح کي هغه علم ته ويل کيږي چي د ملکف د فعل او کارونو حکمونه روا او د نا روا په توګه تر بحث لاندي نيسي.

روا او ناروا کارونه په اوو ډولونو دي :

الف-  روا :

١- فرض : فرض په لغت کي قطع کولو او اندازه کولو ته ويل کيږي او په اصطلاح کي هغه عمل ته وايي چي په قطعي دليل ثابت شوى وي .  هيڅ شک او شبه په کي نه وي . لکه لمونځ، روژه، حج او داسي نور.

د فرضو حکم : په کولو يي ثواب او له عذره پرته يي په نه کولو عذاب ور کول کيږي .منکر يي کافر بلل کيږي .

٢- واجب : هغه کار او عمل ته ويل کيږي چي په  داسي دليل ثابت شوي وي چي په هغه دليل کي شبه وي . لکه :  په لمانځه کي د فاتحي د سورت لوستل او د فطر صدقه .

د واجبو حکم : د واجبو حکم د فرضو د حکم په شان دى چي په کولويي ثواب او نه کولو يي عذاب ورکول کيږي . له واجبوڅخه منکر نه کافر کيږي .

٣- سنت : سنت هغه کار او فعل ته ويل کيږي چي نبي عليه الصلوة والسلام د تل له پاره کړي وي، يو يا دوه ځله يي پري ايښي وي . لکه په جمع لمونځ، اذان اواقامت .

دسنتو  حکم : د سنتو کول ثواب لري او په نه کولويي د عتاب (ملامتۍ) وړ ګرځي .

٤-  مستحب : هغه کار او فعل ته ويل کيږي چي نبي عليه الصلوة والسلام کله کړي وي او کله يي پريښي وي اويا د نبي کريم عليه الصلوة والسلام اصحابو هغه غوره ګڼلى وي .

د مستحبو حکم : په کولويي چي محض د خداى جل جلا له لپاره وي  ثواب او په نه کولويي نه ثواب شته او نه ملامتيا.

٥- مباح : هغه کار ته ويل کيږي چي په کولو او نه کولو کي يي د بنده خوښه ده .

د مباحو حکم : کول او نه کول يي نه ثواب لري  او نه عذاب.

ب -  ناروا:

١- حرام : حرام هغه کار ته ويل کيږي چي منع او نه کول يي په يقيني او قطعي  دليل ثابت شوي وي لکه : د بي ګناه سړي وژل، شراب څښل او.....

د حرامو حکم: د خداى جل جلاله د رضا په غرض د حرامو په نه کولو ثواب او کولو يي د عذاب وړ ګرځي که څوک حرام، حلال و ګڼي کافر کيږي .

٢- مکروه : هغه عمل ته ويل کيږي چي منع او نه کول يي په داسي دليل ثابت شوي وي چي په هغي کي شبه موجوده وي . مکروه په دوه ډوله دي : تحريمي او تنزيهي .

دمکروه حکم: دتحريمي مکروه په نه کولوثواب اوکولويي ګنا او دعذاب ويره ده .

د اسلام پنځه بناوي

١- کلمه : يعني لا اله الا الله محمد رسول الله .

٢- لمونځ .

٣- روژه .

٤- زکات .

٥- حج .

تشريح

د اسلام لومړنۍ بناء

کلمه طيبه : لا اله الا الله محمد رسول الله .

کلمه شريفه د اسلام له پنځو بناګانو څخه لومړنۍ بناء ده چي په اوله برخه کي يي د توحيد ذکر او دوهمه  برخه يي د رسالت بيان دى .

توحيد: توحيددالله(جل جلاله) يو والى دى چي شريک او مثل نه لري . الله(جل جلاله) صمد،قديم،ازلي، ابدي،ظاهر،او باطن دى .

رسالت :

رسالت له هغه څه څخه عبارت دى چي انبياء عليهم السلام د الله(جل جلا له) له خوا راوړي وي . الله پاک(جل جلا له) حضرت محمد (صلى الله عليه وسلم) د عرب، عجم او ټول انس او جن لپاره رسول راليږى دى او دهغه شريعت يي په نورو ټولو شريعتونو غوره ګرځولى دى . حضرت محمد(صلى الله عليه وسلم) لره يي په ټولو انبياوو عليهم السلام باندي فضيلت او برتري ورکړي اود ټولو خلقو سر دار يي ګرځولى دى، نو يوازي د (لا اله الاالله) په شهادت سره شخص مؤمن  کيدلاي نه شي، ترڅوچي ورسره محمد رسول الله ونه مني، بناء پردي د کلِمي طيبي دواړه جملي :

١- لا اله الله . ٢- محمد رسول الله .د اسلام لوړنۍ بناء دي .

الله (جل جلاله) شريک او مثل نه لري

الله جل جلاله يو دى. هيڅ شريک او مثل نه لري. هيڅوک ورسره مشابه او مساوي نه دى او نه يي څوک په مقابل کي واقع دى چي له هغه سره مقابله يا مخالفت وکړي .

خداى پاک په قرآن کريم کي فرمايلي دي :

لوکان فيهما الهة الا الله لفسدتا.

که چيري په آسمانونو اوځمکه کي د الله(جل جلا له) نه پرته نور خدايان واى، نو خامخا به د آسمانونو او ځمکي نظام خراب او فاسد شوى واى .

 عقلي دليل پر هغه باندي دادى : که چيري عياذا بالله دوه خدايان واى او يود هغوي نه د يو کار د کولو اراده کړي واى او دويم يي په موافقت مجبور واى نو ښکاره خبره ده چي دويم به يي عاجز او بي قدرته ؤ.

او که فرض کړو چي دويم د اول په مخالفت اومدافعه باندي قادر واى، نو دويم به قادر او غالب ؤ.  اول به ضعيف او بي قدرته ؤ. ضعيف او بي قدرته ذات خداى نه دى . نو معلومه شوه چي الله(جل جلا له) مثل  اوشريک نه لري . همدارنګه که عياذا بالله دوه خدايان وي او دواړو اتفاق کړي وي نو بيا به هم ددنيا نظم خراب شوى واى . ځکه چي د اختلاف امکان موجود دى . اود اختلاف امکان هم له  الوهيت سره منافي دى .

 

اودس

 کله چي يو مسلمان د لمانځه  د ادا کولو لپاره اراده وکړي نولومړي بايد له خپل بدن څخه ټولي ظاهري او ښکاره ناپاکي لري کړي .بيا به د حکمي ناپاکي دلري کولولپاره په ښه ترتيب سره اودس وکړي .

د اوداسه فرضونه

  د اوداسه فرضونه څلور دي :

١- د ټول مخ پريمنځل  .( د تندي د ويښتانود شنه کيدلوله  ځاى څخه د زني تر لاندي پوري او ديو غوږ له نرمۍ څخه د بل غوږ تر نرمي پوري .)

٢- د دداواړو لاسونو پريمنځل ، له څنګلو سره .

٣- د سر څلورمه برخه مسح کول دي .

٤- ددواړو پښو پريمنځل ، له ښنګرو سره .

د اوداسه سنتونه

د اوداسه سنتونه ١٣ دي چي په لاندي ترتيب سره بيانيږي :

١- نيت دى .يعني داقصد چي  اودس کوم چي پاک شم او لمونځ راته روا شي .

٢-  بسم الله الرحمن الرحيم ويل  .

٣- ددواړو لاسونو پريمنځل ، تر مړوندونو پوري .

٤- د خولي پريمنځل .

٥- مسواک وهل  .

٦- د پوزي پرمنځل  .

٧- د ګوتو په واسطه د ږيري خلالول .

٨- د ټول سر مسح کول .

٩- ددواړو غوږونو مسح کول .

١٠- د لاسونو او پښو د ګوتوخلالول .

١١- دري،دري ځلي د هر غړي پريمنځل .

١٢- په هغه ترتيب د غړو پريمنځل لکه څرنګه چه په آيت شريف کي راغلي دي .

١٣- د لومړي مينځل شوي اندام له وچيدلو  دمخه ورپسي د بل اندم مينځل .

د اوداسه ماتوونکي

د اوداسه ماتوونکي څيزونه په دي ډول بيانيږي :

١- د شرم له ځايونو څخه د څه شي وتل دي .

٢- له بدن څخه د ويني يا زوي وتل او جاري کيدل .

٣- په ډکه خوله قى کول .

٤- هغه وينه  چي له خولي څخه راشي او لاړي پري غالبه نه وي .

٥- په ملاسته خوب يا په ناسته خوب په داسي حال کښي چي کوم شي ته يي تکيه کړي وي که هغه تري لري شي دى ولويږي .

٦- بي هوښي .

٧- ليونيتوب .

٨- په لمانځه کښي په قهقهه خندل .

 

 

غسل

دټول بدن مينځلو ته غسل وايي  .

د غسل فرضونه

د غسل فرضونه  دري دي :

١- مضمضه(د خولي پريمنځل)

٢- استنشاق( د پوزي پريمنځل)

٣- د ټول بدن پريمنځل .

د غسل سنتونه

د غسل سنتونه په لاندي ډول دي :

١- تر مړوندونو پوري د ددواړو لاسونو پريمنځل  .

٢- استنجا کول  .

٣- له بدن څخه د ظاهري نجاست لري کول .

٤- د غسل څخه لومړي د لمانځه د  اوداسه  په شان اودس کول ،خو که غسل يي په داسي ځاي کښي کاوه چي  اوبه هلته ډنډ  دريدلي نو پښي به له غسل څخه وروسته پريمنځي .

٥- په ټول بدن باندي دري ځلي اوبه تويول  . که غسل کوونکى ښځه وي او د ويښتانو بيخونو ته يي اوبه رسيدلي نه وي ،نو د کوڅيو سپړودل(خلاصول) ضروري نه دي .او که نارينه وي او کوڅۍ يي لرلي نو د کوڅيو سپړودل ورباندي ضروري دي .

تيمم

تيمم پاکي خاوري ته د پاکوالي په نيت قصد کول دي .

تيمم هغه وخت روا کيږي چي اوبه نه وي او يا شخص د اوبو له استعمال څخه عاجز وي . لکه چي سړي ناروغه وي او اودس کول ورته ضرر رسوي او يا له اوبو څخه لږترلږه  د يو ميل په اندازه لري وي. چه که په اوبو پسي ځي نو لمونځ تري قضا کيږي .  يا له قافي نه پاتي کيږي . يا د ځناورويا ددښمن ويره وي او يا اوبه دومره يخي وي چي له استعمال څخه يي د مرګ يا دکوم اندام د تلف کيدلو ويره وي. يا دا چي يوڅه اوبه ورسره وي خو که هغه مصرف شي نو له تندي څخه ويريږي . په دي  ټولو وختونو کښي هغه ته روا ده چه تيمم وکړي .

همدا رنګه که د جنازي يا اخترونو د لمونځونو د تيريدلو ويره وي هم تيمم ورته روا دى .

 

د تيمم نيت او عملي طريقه يي

نيت : په تيمم کولو کي نيت کول فرض دي . نيت به داسي کوي : نيت مي کړى تيمم کوم چي نا پاکي رانه جدا شي او لمونځ راته روا شي .

له نيت کولو وروسته به دواړه لاسونه په پاکه ځمکه او يا هغه شي چي د ځمکي له جنسه څخه وي ووهي او بيا به دواړه لاسونه لږ غوندي څنډ وهي اوخپل ټول مخ به ورباندي مسح کړي . په دوهم ځل به بيا دواړه لاسونه په پاکه ځمکه ووهي او لږ غوندي به يي څنډ وهي، په چپ لاس به ښي لاس او په ښي لاس به چپ لاس د څنګلو تر پايه پوري مسح کړي .

د بي اودسۍ،جنابت،حيض او نفاس ټولو لپاره تيمم يو شان دي، فرق نه لري .

لمونځ

لمونځ د اسلام له پنځو بناوو څخه دوهمه بناده .دهغو مخصوصو اقوالو او افعالو مجموعي ته وايي چه د الله اکبر په ويلو سره شروع او د السلام عليکم ورحمة الله په ويلو او د مخ په ګرځولو پاي ته رسيږي .

لمونځ په يو شواروز کښي پنځه وخته  په هر بالغ، عاقل مسلمان باندي فرض دى .

د فرض د لمانځه وختونه دادي :

١- سهار .

٢- ماسپښين  .

٣- مازديګر.

٤- ماښام .

٥- ماخوستن .

مسلمان بايد خپلو ماشومانو ته په اوه کلنۍ عمر کښي د لمانځه امر وکړي، مسلمان ماشومان که  له بلوغ نه د مخه لمونځ کوي .له ده څخه پرته نورو ته يي هم ثواب رسيږي .لکه مور، پلار او استاذ.

د لمانځه شرطونه

١- د بدن پاکوالى .٢- د جامو پاکوالى .٣-  د لمانځه د ځاى پاکوالى .

٤- د عورت پټول .

٥- د کعبي شريفي په لوري مخ کول .

٦-د لمانځه نيت .

٧- تکبير تحريمه(لومړى تکبير) ويل .

٨- د لمانځه د وخت داخليدل .

د لمانځه داخلي فرضونه(شرطونه)

١- قيام، يعني نيغ دريدل، په داسي شان سره چه لاسونه يي زنګنونو ته ونه رسيږي .

٢- قرائت : يعني لږ تر لږه د قرآن شريف ديوه لوى او يا دري وړو آيتونه لوستل .

٣- رکوع .

٤- سجده .

٥- وروستۍ قعده : يعني په وروستي رکعت کښي دتشهدد ويلو په اندازه کښيناستل .

٦- له لمانځه څخه په خپل عمل(مخ اړولو)سره وتل .

٧-  دلمانځه د هغو ارکانو ترمنځ ترتيب چي په ټول لمانځه  کښي يو ځل راغلي او يا د لمانځه په هر رکعت کښي يو ځل راغلي دي . لکه قيام او رکوع .

دلمانځه واجبات

د لمانځه واجبات په لاندي ډول دي :

١- په هر رکعت کي د فاتحي سورة(الحمدلله) لوستل .

٢- د فرض لمانځه په دوه لومړيو رکعتونو او د سنتو او نفلي لمونځونو په هر رکعت کښي د فاتحي د سورة سره د قرآن کريم د کوم بل سورة او يا څو آياتونو د قرائت پيوسته کول .

٣- د فرض لمونځونو دوه لومړني رکعتونه د قرائت لپاره ټاکل  يعني ډک کول .

٤- په دواړو قاعدوکښي د تشهد لوستل .

٥- لومړۍ قعده.

٦- د وترو په وروستنى (دريم) رکعت کښي د قنوت ددعا لوستل .

٧- ددواړو اخترونو د لمونځونو تکبيرونه .

٨- په جهري لمانځه کښي د امام لخوا په زوره د قرائت لوستل  .

٩- په خفيه لمانځه کښي قرائت په پټه لوستل .

١٠ د ارکانو تعديل(ارکان په طمانيه سره پوره ادا کول .)

١١- د جماعت په لمانځه کي د امام متابعت .

١٢- له لمانځه نه د سلام په لفظ سره وتل .

د لمانځه سنتونه

١- د لومړي تکبير دويلو په وخت کي نارينه  د غوږونو تر نرميو پوري او ښځي  د اوږو تر سرونو پوري دواړه لاسونه پورته کول .

٢- د لاسونو د پورته کولو په وخت کښي ګوتي په خپل حال پريښودل .

٣- په لوړ اواز د امام تکبير ويل .

٤- دښي لاس ايښودل په کيڼ لاس باندي . په داسي ترتيب سره چي د ښي لاس غټه او خچه ګوتي د کيڼ لاس له مړوندونو څخه حلقه شي او دري نوري ګوتي يي د کيڼ لاس په تخته (بند) باندي راشي .

٥-  نارينه تر نامه لاندي او ښځينه په سينه د لاسونونيول .

٦- په خفيه سره د ثناء لوستل .

٧- په خفيه سره د اعوذ بالله لوستل .

٨- په خفيه سره د بسم الله لوستل .

٩- له ولا الضالين څخه وروسته په خفيه سره آمين ويل .

١٠- د انتقالاتوتکبيرونه ويل .

١١- په رکوع کښي دري ځلي سبحان ربي العظيم ويل .

١٢- په رکوع کښي د لاسونو په ګوتو د دواړو زنګنونو ټينګ نيول .

١٣- امام  سمع الله لمن حمده اومقتدي ربنا لک الحمد اويوازي لمونځ کوونکى  دد واړو ويل .

١٤- وروسته له رکوع څخه قومه (سم نيغ دريدل) کول .

١٥-  سجده په داسي ترتيب کول،چي اول به زنګنونه، بيالاسونه،بياپوزه او ورپسي تندي ددواړولاسونو په مينځ کښي کيږدي، څنګلي به له اړخونوڅخه ،ګيډه به له ورنونوڅخه، ورنونه به له پنډيواوپنډۍ به له ځمکي څخه لري ساتي.دپښوګوتي به قبلي ته مخامخ کوي .

١٦- ښځه به څنګلي د اړخونو،ګيډه له ورنونو،ورنونه به له پنډيواوپنډۍ به له ځمکي سره نښلوي .

١٦- په سجده کښي دري ځلي سبحان ربي الاعلى ويل .

١٧- ددواړو سجدوپه مينځ کښي جلسه (کښيناستل) اوپه زنګنونوباندي ددواړولاسونو ايښودل.

١٨- د نارينه  لپاره د ښۍ پښي درول او دکيڼي پښي غوړول او ورباندي کښيناستل . ښځي لره ددواړو پښو ښي خواته ايستل او په کيڼ کوناټي کښيناستل .

١٠- په وروستۍ قعده کښي تر تشهد وروسته درود او دعا لوستل .

٢٠- د السلام عليکم ورحمة الله په ويلو سره مخ ښي او بيا کيڼ طرف ته ګرځول .

د لمانځه مفسدات

د لمانځه مفسدات په لاندي ډول دي :

١- په لمانځه کي خبري کول، که څه هم په سهوي يا خطا سره وي .

٢- په لمانځه کي په قصد سره سلام ګرځول، خوکه سهوا په دي ګمان چي لمونځ يي خلاص شو سلام وګرزوي نو لمونځ نه فاسدوي .

٣- سلام اچوونکي ته په ژبه د ځواب ورکول دي .

٤- پرته له عذرڅخه د غاړي تازه کول  . که چيري د قرائت دادا کولو لپاره وي نو بيا لمونځ نه فاسدوي .

٥- په لمانځه کي دمال، دولت،ښځي اولاد او داسي نوروسوال کول .

٦- د الله له ويري اومحبت څخه پرته په کوم بل سبب په لمانځه کښي ژړااو فرياد کول .

٧- په لمانځه کښي د عطسي( پرنجي) ځواب په يرحمک الله اودمصيبت د خبر داوريدلو ځواپ په انا لله  وانا اليه راجعون اويا د ښه خبر د اوريدلوځواب په سبحان الله او نوروکلمو سره ورکول .

٨- بي له خپل امام څخه بل چاته فتح ورکول .

٩- د قرآن کريم له مخي په لمانځه کښي قرائت لوستل .

١٠- په لمانځه کي د يو شي خوړل ، که څه هم فکريي نه وي .

١١- په لمانځه کښي دغاښونو تر منځ بندداسي شى تيرول چه دنخود له داني څخه زيات وي.

١٢- عمل کثير.

١٣- خنداکول .

نورلمونځونه

پنځه وخته لمونځونه(سهار،ماسپښين،مازديګر،ماښام اوماخستن)په هربالغ عاقل مسلمان فرض دي خوله دي سره وسره نور هم فرض ،واجب او سنت لمونځونه شته چي دلته به بيان شي اوهغوى دادي :

١- د جمعي لمونځ

٢- ددواړو اخترونو لمونځ.

٣- د تراويح لمونځ.

٤- د جنازي لمونځ.

٥- د استسقاء لمونځ.

٦- د قضايي لمونځ.

د جمعي لمونځ

د جمعي لمونځ په هر نارينه،آزاد، بالغ، مقيم اوهغه مسلمان باندي چي ناروغ نه وي، دوه رکعت فرض دى . که چيري کوم مسافر،ناروغ اويا معذور شخص د جمعي د لمانځه لپاره حاضر شو او د جمعي لمونځ يي اداء کړ،نو د ماسپښين لمونځ ورباندي بيا نشته .

د جمعي لمونځ په هغه ښار او هغه ځاى کي چي  د ښار په شاوخوا کي وي،صحيح دى،چي پاچا او يا يي نايب موجود وي .

د جمعي د ورځي د لمانځه وخت کټ مټ د ماسپښين د لمانځه په څير دى . د جمعي په لمانځه کي له امام څخه پرته دري کسه نور شرط دي او له دي څخه په کم شمير نه صحيح کيږي . د جمعي لمونځ په هغه ځاى کي اداء کيږي چي ټولو مسلمانانو ته هلته د تللو اجازه وي .

د جمعي د لمانځه لپاره دوه ځله آذان سنت دي .

په لومړني آذان سره بايد ټول خلک خپل کاروبار پريږدي اودلمانځه د اداء کولو لپاره هڅه وکړي .

کله چي امام پر منبرکښيني دويم آذان امام ته مخامخ ويل کيږي اوامام دوه خطبي لولي .ددواړوخطبو په منځ کي لږشيبه کښيني.

د خطبي د لوستلو په وخت کي مقتديان بايد په بل کار مشغول نشي اوخطبي ته دي غوږ ونيسي ، که څه هم هغه اوريدلاى هم نه شي.

که بنديان او هغه څوک چي عذرلري،د جمعي له لمانځه څخه مخکي د ماسپښين  لمونځ ادا کړي، لمونځ يي مکروه کيږي . که چيري څوک په تشهد کي له امام سره شريک شي ،د جمعي لمونځ يي وشو او دجمعي د ورځي دوه رکعته لمونځ  دي بشپړ کړي . که څوک دجمعي د ورځي په لمانځه قادرنه شي د

 ماسپښين څلور رکعته فرض لمونځ دي وکړي .

د اخترونو لمونځونه

ددواړو اخترونو لمونځونه واجب دي او په لاندي ډول ادا کيږي :

له نيت کولوڅخه وروسته،امام تکبير په جهر وايي او مقتديان دواړه لاسونه له نامه څخه لاندي تړي . امام او مقتديان سبحٰنک اللهم تر پايه پټ وايي.

د هر تکبير په ويلوکي خپل لاسونه دغوږونوترنرميو پوري پورته کوي او ددريو تکبيرونو په منځ  کي لاسونه ځوړند نيسي.

ددريم تکبير له ويلوڅخه وروسته، لاسونه له نامه څخه لاندي تړي اوامام قرائت په جهر وايي. بيا وروسته رکوع او سجده کوي. په دويم رکعت کي هم دري تکبيرونه له قرائت څخه وروسته او له رکوع څخه مخکي د لومړي رکعت په څير ادا کيږي . په څلورم تکبير سره رکوع کوي اولمونځ بشړوي . له لمانځه څخه وروسته امام دوه خطبي لولي.

 د کوچني اختر په خطبه کي دي د سر سايي حکمونه اود لوى اختر په خطبه کي دي د قربانۍ او تشريق د ورځوحکمونه تشريح کړي .که چيري داخترلمونځ د شرعي عذر له امله د اختر په لومړۍ ورځ ادا نه شي،په دويمه ورځ دي اداء کړي .

د لوي اختر لمونځ د شرعي عذر له مخي په دويمه او دريمه ورځ هم ادا کيږي .د اخترونو د لمونځونو لپاره آذان او اقامت نشته .

د تراويح لمونځ

 د روژي مبارکي په مياشت کي هره شپه، شل رکعته د تراويح لمونځ  په هر نارينه اوښځي چي روژه پري فض وي،سنت دى .  دوه، دوه رکعته نيت تړل کيږي. ددو رکعتونو له ادا کولوڅخه وروسته سلام ګرځوي . کله چي څلور رکعته پوره شول، د څلورو رکعتونو په اندازه استراحت کوي .

د استراحت په وخت کي تسبيح ويل ثواب لري .

د تراويح د لمانځه په جمع اداکول سنت دي . د ماسختن له لمانځه څخه وروسته د سبا ترختو پوري ادا کيږي . د قرآن عظيم الشان ختم د روژي په مبارکه مياشت کي يوځل مستحب دى .که چيري د تراويح لمونځ په خپل وخت کي ادا نه شي قضا نه لري . نوله همدي امله هر مسلمان بايد د تراويح لمونځ په خپل وخت کي ادا کړي .

د جنازي لمونځ

د جنازي لمونځ فرض کفايي دى او په لاندي ډول ادا کيږي :

کله چي صفونه منظم شول، نيت په داسي ډول تړل کيږي : نيت مي وکړ د زړه له اخلاصه، څلور تکبيره د جنازي لمونځ کوم خاص د خداى (جل جلا له) لپاره ،درود وايم په رسول الله او دعاکوم دي مړي ته،اقتداء کوم په دي حاضرامام پسي. مخ مي دى دکعبي شريفي په لور.

د امام له تکبيرڅخه وروسته، مقتديان هم الله اکبر وايي اولاسونه د غوږونو تر نرميو پوري پورته کوي، بيا خپل لاسونه د نورو لمونځونو په څير تر نامه لاندي تړي . امام اومقتديان په پټه سبحٰنک اللهم ترپايه وايي،بيا وروسته دويم تکبير اوله تکبيرڅخه وروسته درود شريف او بيا وروسته دريم تکبير ويل کيږي .له لومړني تکبير څخه پرته په نورو تکبيرونو کي لاسونه نه پورته کيږي .تر دريم تکبير وروسته که چيري مړى بالغ وي دادعا ويله کيږي :

اللهم اغفر لحينا و ميتنا وشاهدنا وغائبنا وصغيرنا وکبيرنا وذکرنا و انثانا.اللهم ومن احييته منا فاحيه علي الاسلام ومن توفيته منا فتوفه علي الايمان.

که چيري مړي نابالغ هلک وي، دا دعا ويله کيږي :

اللهم اجعله لنا فرطا واجعله لنا اجرا وذخر واجعله لنا شافعا ومفعا.

که چيري مړي نابالغه نجلۍ وي، نو دا دعا ويله کيږي :

اللهم اجعلها لنا فرطا واجعلها لنا اجرا وذخرا واجعلها لنا شافعة ومشفعة.

تر هغه وروسته څلورم تکبير لوستل کيږي او بيا وروسته اول ښي خوا اوبيا کيڼي خواته سلام ګرځول کيږي .

يادونه : د ليوني د جنازي لمونځ، که له بلوغ څخه مخکي ليونى شوي وي، د کوچينانوپه څير ادا کيږي،يعني دهغه د جنازي په لمانځه کي هغه دعا ويله کيږي چي د کوچينانو د جنازي په لمانځه کښي ويله کيږي .

د استسقاء لمونځ

 استسقاء په لغت کي د اوبوغوښتل دي  او په شريعت کي:

له پاک خداى (جل جلا له) څخه په خاصه طريقه(لمونځ کولو،استغفاراوداسي نور) د باران غوښتل دي . که چيري په يوه ځاى کي وچ کالي اوقحطي راشي دهغه ځاى خلکو ته مستحب دي چي په زړو اوپيوندي جاموکي په خشوع اوتواضع سره په داسي حال کي چي مخکي يي هره ورځ صدقه وکرړي وي ،تر دريو ورځو پوري دښتي ته ووزي او متسحب دي چي د خداى (جل جلا له) د رحمت د جلبولو لپاره زاړه،واړه اوحيوانات له ځان سره بوزي .

د امام اعظم (رحمت الله عليه) نظر دادي چي امام اوخلک به بي له جماعت نه دوه،دوه رکعته لمونځ ادا کړي او د لمانځه څخه وروسته به امام مخ په قبله ودريږي اودعابه وکړي او د امام له دعا سره به خلک آمين وايي.

يادونه :

١- اهل ذمه دي د استسقاء د لمانځه ځاى ته له تللوڅخه منع شي.

٢- په مکه مکرمه کي د مسلــــــــــــــمانانواجتماع د استسقاء لپاره په مسجدالــحرام ،په بيت المقدس کي داقصى په مسجد او په مدينه منوره کي په نبوي مسجدکي پرځاي کړل شي . اوحيوانات دي د نوموړي مساجدو دروازو ته ودرول شي .

د قضاي لمونځ

قضاء: د هغه شي دمثل تسليمول دي چي دچا په ذمه لازم شوي وي . مثلا لمونځ کول پس له وخته، قضاء او په وخت ادا بلل کيږي . د فرض لمانځه قضايي فرض د واجب، واجب او د ځينو سنتو سنت ده .

بيله کوم شرعي عذره د فرض او واجب ترک کول لويه ګناه ده. که څه هم قضاي يي راوړل کيدلاي شي .د مؤ کد سنت حکم واجب ته نژدي دى . که له مکلف سړي څخه بي له قصده په خوب يا هيره لمونځ قضاء شي. له ويښيدلواو په زړه کيدلو وروسته بايد بي له ځنډه قضايي پر ځاي کړي اوبي له کوم شرعي عذر څخه د قضايي ځنډول ګناه لري .

که چيري د سهار دلمانځه فرض اوسنت قضاء شوي وي،ښايي چي ددواړوقضايي مخکي د لمرله زوال څخه پرځاي کړي . د لمرتر زوال وروسته د سنتوقضايي نشته،يوازي د فرض لمونځ  قضايي لازمه ده.

که چيري يوازي د سهار د لمانځه سنت بيله فرضوقضاء شوي وي، د نوموړي لمونځ پر ځاى کول مخ کي تر لمرختلو مکروه دي اوپس تر لمرختلو مکروه نه دي .

د قضايي لمانځه نيت : نيت مي کړى چي پرځاي کړم د(......)ورځي دسهاريا د مازديګر قضايي لمونځ .که له چا نه ډيرلمونځونه قضا شوي وي هغه ته داسي نيت کول چي زه د سهارمازديګرقضايي پر ځاي کوم صحيح ندي مګردآساني لپاره په دي ترتيب سره نيت کولاي شي :

نيت مي کړي دي چي پرځاي کړم د مازديګراول لمونځ يا دمازديګراخرلمونځ چي پر ما لازم دي.

روژه

د رمضان د مياشتي روژه نيول د اسلام دريمه بناء ده، چي فرضيت يي د قرآن کريم په آيت ثابت شوى دى .

دروژي تعريف : روژه منع کيدل دي له خوراک،څښاک اوجماع څخه، د روژي په نيت د صبح صادق  نه د لمرتر پريوتو پوري .

د فرض روژي حکم : په نيولو يي ثواب، په ترک يي عذاب اومنکر يي کافر دى .

دروژي فضيلتونه :   رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي : د روژي لرونکي د خولي بوى د خداى(جل جلا له) په نزد د مشکو ترخوشبويي بهتر دى .

همدا رنګه خداى (جل جلا له)په حديث قدسي کي فرمايلي دي : روژه خاص ما لره ده او اجر يي  زه ورکوم .

په بل حديث شريف کي پيغمبر عليه السلام فرمايلي دي : هرڅوک چي دايمانداري اود ثواب غوښتلو په نيت روژه ونيسي، تيرشوي ګناهونه يي بخښل کيږي .

همدا رنګه پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي : د روژه نيونکي لپاره دوه خوشحالۍ دي : يوه د افطار په وخت او بله له خداى (جل جلا له) سره د ملاقات .

د رمضان د مياشتي ليدنه :د شعبان د مياشتي په ديرشمه شپه، د لمر دغروب په وخت کي د رمضان د مياشتي د ليدلولټه کفايي واجب ده. که مياشت وليدله شوه نوسبا ته دي روژه ونيوله شي او که ونه ليدله شوه نو روژه نه ده .که چيري په آسمان کي ورايځ،ګرد اوغبار وي د يوعادل سړي يا ښځي شهادت کفايت کوي اوکه آسمان صاف وي، د يولوى جماعت شهادت شرط دى . په اخترونوکي، کله چيري آسمان ورايځ وي،ددوعادلو سړو او يا د يوه سړي او دوو ښځو شهادت شرط دى. که چيري آسمان صاف وي نو د روژي د مياشتي د ليدلو په څير د يو لوي جماعت شهادت ضروي دى .

يادونه : که د شعبان  د مياشتي په ديرشمه شپه، آسمان ورايځ يا ګرد اوغبار ولري اود مياشتي د ليدلو لپاره هڅه وشي، مګر مياشت ونه ليدله شي ،نو تر زواله پوري امساک مستحب دى .که شرعي اطلاع راورسيدله سمدستي دي د روژي نيولو نيت وکړي .

که چا د روژي د مياشتي د ليدني شاهدي ورکړه او شهادت يي ونه منل شو. يوازي په هغه باندي روژه واجب ده . او د افطار په صورت کي په هغه باندي قضايي ده، نه کفاره.

د روژي خوړلو شرعي عذرونه

١- د ناروغي د زياتيدلو ويره : که چيري مريض په غالب ګمان يا د حاذق مسلمان طبيب په نظر يه چي فسق يي ښکاره نه وي، د خپلي مريضۍ د ډيرښت څخه ويريږي د هغه لپاره جائز دي چي روژه افطارکړي او دصحت په وخت کي يي قضايي ونيسي.

٢- د حمل د نقصان ويره: که حامله ښځه د خپلي ګيډي په ماشوم ډاريږي چي هغه ته به څه ضرر ورسيږي روژه دي افطارکړي او بيا دي قضايي ونيسي.

٣- شيدي ورکوونکي ښځه : که ځان يا ماشوم ته يي د روژي له نيولوڅخهه ضرر پيښده روژه دي افطارکړي او بيا دي قضايي ونيسي.

٤- سفر: که څوک په شرعي سفر مسافر وي، په هغه صورت کي چي د هغهي ورځي نيت يي نه وي کړي، افطار ورته جايز دى او وروسته  دي قضايي ونيسي. که چيري مسافر ته د روژي نيول سخت نه وي ښه داده چي روژه ونيسي.

٥- شيخ فاني کيدل:  که څوک ډير زوړ وي چي د روژي نيولو قدرت ونه لري او په راتلونکي زمانه کي يي هم د نيولودقدرت اميد نه وي . يا دا چي د اسي ناروغ وي چي د ښه کيدلو اميد يي نه وي، د هري ورځي په مقابل کي دي فديه (خوردکم يوچارک غنم، يا نيم پاوکم نيم من اوربشي او يا يي قيمت) ورکړي .

٦- لوږه، چي په هغه کي د مړيني ويره وي : په هغه حالت کي چي روژه نيوونکي داسي وږى شي چي د مړيني ډاريي وي، د روژي افطارکول ورته روا دي او وروسته دي قضايي ونيسي.

يادونه :

که شيخ فاني يا ناروغ په راتلونکي زمانه کي د روژي په نيولوباندي قادرشو قضايي دي ونيسي، که فديه يي ورکړي وي، نفل ګرځي .

تنده: چي په هغه کي د مړيني ډار وي : که روژه نيوونکي داسي تږى شي چي د مړيني ډار يي وي، د روژي افطار ورته جايزدى او وروسته دي قضايي ونيسي.

٧- اکراه، په چا باندي په زور يوکارکول : که څوک د روژي نيولوپه صوت کي د قتل يا د وجود د يو غړي په پريکولو باندي تهديد شي، د روژي افطارکول ورته روا دي اوبيا دي قضايي ونيسي.

يادونه : پيشنمى(چرګبانګي) کول درمضان په مياشت کي مستحب دي.

د روژي ماتوونکي

د روژي ماتونکي په دوه ډوله دي :

١- هغه چي يوازي د روژي قضايي لازموي .

٢- هغه چي قضايي او کفاره دواړه لازموي .

الف : هغه ماتونکي چي يوازي قضايي واجبوي په لاندي ډول دي :

١- چي په روژه لرونکي  جبرا روژه و خوړله شي.

٢- د اوبو تيريدل په خطا سره لکه د مضمضي په وخت کي چي روژه يي په ياد وي .

٣- قصدا د قي تيرول .

٤- په ډکه خوله قصدا قي کول .

٥- واړه کاڼي،د ډبري بڅرکي د کوم څيز دانه، خاوره اود کاغذ ټوټه خوړل .

٦- د نخود په اندازه د يوشي تيرول چي په غاښوکي وي او يا د هغي نه غټ چي د ژبي په واسطه يي راويستلي وي .

٧- په غوښ کي غوړي يا تيل څڅول .

٨- د هغي ويني تيرول چي له غاښونوڅخه ووزي او د خولي پر لاړو غالب وي .

٩- په قصدي توګه خوړل يا څښل پس له هغي نه چي يوشي يي په هيره سره خوړلي وي، په دي ګمان سره چي روژه يي ماته شوي ده.

١٠- د پيشنمي د ډوډۍ خوړل په دي ګمان چي شپه ده ،مګرپه حقيقت کي صبح صادق ختلى وي .

١١- د رمضان مبارک د  روژي  نه په غير قصدا خوړل او څښل که نفل  وي يا واجب .

١٢- د ورايځ او دوړو په حال کي افطارکول ،په دي نيت چي لمرلويدلىدى خو وروسته ثابته شي چي ورځ ده.

ب : د روژي هغه ماتوونکي چي قضاء اوکفاره لازموي په لاندي ډول دي :

١- په رمضان المبارک کي په قصد سره د روژي خوړل  قضاء اوکفاره دواړه لازموي .

٢- په محل  مشتهى کي قصدا جماع کول، په فاعل اومفعول باندي قضا اوکفاره لازموي .

د روژي قضايي

که په چا باندي د روژي قضايي لازمه شوه له ممنوعه ورځوڅخه پرته هره ورځ  چي يي قضا راوړي روا ده، مګر بهتره داده چي په قضايي که بي له عذره تاخير ونه کړي .

که په چاباندي د تير شوي رمضان قضايي وي او بل رمضان پري راشي، وختي روژه دي ونيسي او د مخکني رمضان قضاء دي وروسته راوړي .مسافر له دي حکم نه مستثني دي .

که چا  نفلي روژه فاسده کړه ،قضايي يي واجب ده ،که د رمضان مبارک په ورځ کي کافر مسلمان او يا صغير بالغ شي، د هغي ورځي پاتي برخه دي  روژه ونيسي او قضايي پري لازمه نده . که په چا باندي د روژي قضايي وي اومړ شي د وصيت په صورت کي دهغه له مال څخه په ورثه  باندي فديه ورکول لازم دي .

 که چيري يي وصيت نه وي کړي او ولي يي تبرعا  له خپل مال څخه فديه ورکوي، جايز دي او هيله ده چي خداى جل جلا له يي قبلوله کړي .

د روژي کفاره

د روژي کفاره په لاندي ډول سره ده .

لومړي : دوه مياشتي پرله پسي روژه نيول .

دويم : که ددو مياشتو د روژو نيولو قدرت ونه لري ،شپيتو مسکينانو ته دوه وخته په مړه خيټه ډوډۍ  ورکول يا له ٦٠ مسکينانو څخه هر يو ته د يوي روژي کامله فديه اويا د هغي قيمت ورکول دي .

زکات

 زکات په لغت کي پاکوالي ته وايي او په شريعت کي، د خداى (جل جلا له) د قانون د عملي کولو لپاره د خپل پاک مال يوه خاصه برخه مستحقو اشخاصو ته ورکول، زکات بلل کيږي .

دزکات حکم : زکات ورکول د شرايطو د پوره کيدلوپه صورت کي فرض دي .

د زکات نه ورکوونکي ددوزخ د عذاپ وړ او د زکات د فرضيت څخه منکر د کافرانو له جملي څخه شميرل کيږي .

دزکات د فرضيت شرطونه

١- اسلام دى يعني بايد زکات ورکوونکى مسلمان وي .

٢- عقل دى، په ليوني باندي زکات نشته .

٣- بلوغ دى، صغير په زکات ورکولو مکلف نه دى .

٤- د نصاب مالک کيدل :  نصاب ،د مال هغي اندازي ته ويايي چي په مالک يي شرعا زکات لازميږي چي وروسته به يي بيان راشي .

د زکات د ورکړي د لزوم د پاره په نصاب باندي د يوکال تيريدل هم شرط دي .

کومه ګټه چي د کال په منځ کي حاصله شي د هغي زکات هم د اصل نصاب سره يوځاى لازميږي، دنصاب مالک که دکال له تيريدلوڅخه وړاندي زکات ورکړي هم جائز دى .

په زکات ورکولوکي د زکات نيت کول يوضروري امردى .که څوک د زکات کوم مستحق ته زکات ورکړي او زکات اخيستونکي پوه نشي چي دا مال د زکات دى هم روا دى .

د زکات نصاب

د زکات د فرضيت لپاره په پنځوشيانوکي نصاب تعين کړى شوى دى :

١- سره  زر : د سرو زرو د زکات د فرضيت لپاره، د شلومثقالوسرو زرومالک کيدل شرط دي . که څوک تر شلومثقالو لږ سره زر و لري، زکات پري نه لازميږي .

يعني دسرو زرو دزکات د فرضيت لپاره شل(٢٠) مثقاله سره زر د نصاب په توګه تعين شوي دي .

نو که څوک د شلو مثقالو سرو زرو مالک شي او د وجوب شرطونه هم موجود شي، د کال په تيريدلو سره پري نيم مثقال سره زر زکات ورکول لازميږي .

د شلو مثقالوڅخه ډيرښت، ترڅلورو مثقالو پوري معاف دي . کله چي زيادت څلورو مثاقالو ته ورسيږي په پورته حساب د زکات برخه پري لازميږي .

که څوک سره او سپين زر دواړه ولري اوهر يويي ځانته نصاب پوره نه کړي . دواړه به د قيمت له مخي يوځاي شي د سروزرو يا سپينو زرو هريو نصاب چي پوره کړي ،دهمغه نصاب زکات به ورکړي .

او که ددواړوڅخه يي د هريو نصاب پوره کاوه نو هر يو نصاب چي د مسکينانو په ګټه وي د همغه نصاب زکات به ورکوي .

د سوداګرۍ مال به قيمت کړاى شي. که د سرو زرو نصاب يي پوره کړاوکه د سپينو زرو نصاب يي پوره کړ، خو چي کال پري تيرشي د پوره شوي نصاب په حساب به يي زکات ورکوي .

د سوداګرۍ مال بايد په هرکال کي يوځل قيمت شي او زکات يي ورکړل شي.

 

٢- سپين زر: د سپينو زرو د زکات نصاب ،دوه سوه شرعي روپۍ تعين شوي دي چي د لسو(١٠) وزن يي اوه مثقاله وي، نو ددوه سوه(٢٠٠) روپو وزن(١٤٠) مثقاله دى . له دي څخه په لږوکي زکات نه لازميږي .

کله چي څوک د (٢٠٠) شرعي روپو مالک وي اوکال پري تيرشي په مالک باندي يي پنځه شرعي روپي زکات ورکول لازميږي .

په زرو(١٠٠٠) کي ٢٥ اونوري چي څومره زياتيږي په همدي حساب پري زکات لازميږي  په نوټونواو نورو روپوکي د سپينو زرو د نصاب له حساب سره سم زکات ورکول کيږي .

٣- اوښان : د اوښانو د زکات نصاب پنځه څريدونکي اوښان ټاکل شوي دي .

 د پنځوڅخه په لږو اوښانوکي زکات نشته. کله چي پنځه پوره شي، په خاوند يي يو پسه زکات ورکول لازميږي .په لسوکي دوه پسونه او په ١٥ کي دري پسونه په شلوکي څلور پسونه او په پنځه ويشتو کي يو کلن جونګى زکات ورکول لازميږي .

٤- غوايان : د غوايانو د زکات د فرضيت لپاره ديرش(٣٠) څريدونکي غوايان ټاکل شوي دي .کله چي ديرش پوره شي، نو يو،يوکلن خوسى ياخوسۍ زکات ورکول لازميږي .

ميښي د زکات په نصاب کښي د غوايانو په څير دي .

٥- پسونه: د پسونود زکات د فرضيت لپاره څلويښت څريدونکي پسونه دنصاب په توګه ټاکل شوي دي .

د څلويښتوڅخه په لږو پسونوکي زکات ورکول نه لازميږي .

د وزو نصاب هم د پسونو د نصاب په څير(٤٠) ټاکل شوى دى . کوم توپير نه لري .

 

د زکات مستحقين

١- فقير .   ٢- مسکين   .    ٣-  عامل . ٤- کاتب . ٥- قرضدار، که څه هم دومره پيسي ولري چي د قرض څخه زياتي يي نصاب پوره نکړي.

٦- دخداى په لارکي مسافرچي پيسي ونه لري ،که څه هم په خپل وطن کي شتمن هم وي.

هغه کسان چي زکات ورکول ورته روا ندي :

١- د زکات ورکوونکي لپاره،نيکه،انا اومورته زکات ورکول روا ندي.

٢- د زکات ورکوونکي مريي ته زکات ورکول روا نه دي هر ډول مريي چي وي.

٣- غني ته، د غني صغير اولاد او دغني مريي ته زکات ورکول روا نه دي .

٤- د ميړه ښځي ته اود ښځي ميړه ته زکات ورکول روا نه دي .

٥- بني هاشمو ته زکات ورکول روا نه دي .

که د زکات په پيسو پول جوړشي يا پري مسجد آباد شي يا د مړي په کفن کي مصرف شي په زکات کي نه حسابيږي .

د زکات مال له يوځاى څخه بل ځاى ته نقل کول روا ندي .مګرپه لاندي صورتوکي يي بل ځاي ته وړل روا دي .

١- په بل ځاي کي چي د چا خپلوان غريب وي .

٢- د زکات د نقلولو د ځاى نه په بل ځاى کي خلک ډير محتاج وي .

عشر

دځمکي دحاصلاتو لسمي برخي ته چي الله جل جلاله دځمکي په مالک لازمه کړي ده چي مستحقينو ته به يي ورکوي عشر وايي.

عشر دځمکي په هغوحاصلاتو کښي لازم دى چي دکرني اصلي مقصود وي ،نوپه بوسو او دبوسو په امثالو کښي عشرلازم نه دى .

دفطر صدقه

(سرسايه)

په هر ازاد مسلمان چي دشرعي نصاب خاوند وي دفطر صدقه واجب ده .

دنصاب څښتن به دخپل ځان ،صغيراولاد، غلام اووينځي سرسايه ورکوي .

دسرسايي اندازه

ديوه شخص دفطر صدقه (سرسايه)نيمه پيمانه غنم چي دافغانستان دکابل په وزن خوردکم يوچارک اودکيلو په حساب( ٢٥٠)ګرامه کم دوه کيلوګرامه (١٫٧٥٠کيلوګرامه)کيږي .

وربشي اوځيني نور شيان پوره يوه پيمانه لازم دي .

که په سرسايه کښي ددي شيانو بيه ورکړل شي هم جواز لري .

سرسايه دکوچني اختردلومړۍ ورځي له سپيده داغ څخه وروسته لازميږي .نوکه دچاکره داختر په شپه ماشوم پيداشي له ذکرشويو شرطونو سره سم سرسايه پري لازميږي اوکه څوک به دي شپه کښي ومري نوسرسايه يي واجب نه ده .

دسرسايي اداکول داختر ترلمانځه وړاندي ثواب لري .که چاداختر ترورځي وړاندي سرسايه ورکړه هم رواده .که څوک داختر له ورځي سرسايه ځنډوي ګناه لري اوله ورکړي پرته يي له غاړي څخه نه ساقطيږي .

حج

حج په لغت کښي قصد کولو ته وايي او په شريعت کي حج عبارت دى د بيت الله شريف له زيارت کولو څخه په معين وخت کي سره د اداء کولو د نورو اعمالو د حج.

د حج د اداء کولو وخت دوه مياشتي او لس ورځي دى چي هغه عبارت دي له: شوال(د واړه اختر مياشت) ذوالقعده(د مياني مياشت)لومړۍ لس ورځي د ذوالحجي (د لوي اختر مياشت) حج په ټول عمرکي په هغه چا يوځل فرض دى چي د فرضيت شرطونه په کي موجود شي.

د حج د فرضيت شرطونه

١- اسلام .٢- بلوغ .  ٣- عقل .  ٤- صحت .  ٥- حريت (ازادي) . ٦- قدرت په توښه او بارګير.

توښه او بارګير له هغي پانګي څخه عبارت دى چي حج کوونکي پري مجبوردي .لکه د کور ضروريات، د عيال نفقه او همدا رنګه دده دحج د شپو نفقه اود لاري کرايه او داسي نور.

د ښځي د حج د اداء کولو لپاره دا هم يو ضروري امردى چي ميړه اويا بل کوم شرعي محرم بايد ور سره د لاري ملګري وي .

د حج فرضونه

په حج کي دري شيان فرض دي :

١- احرام.

٢- په عرفات دريدل .

٣- د زيارت طواف .

د حج واجبات

په حج کي پنځه شيان واجب دي :

١- د صفا او مروه تر منځ سعيه (د ميلينو اخضرينو تر منځ ګړندى تګ.)

٢- په مزدلفه کي حاضريدل که څه هم ديو ساعت په اندازه وي .

٣- د جمرو (شيطانانو) ويشتل .

٤- د سر دويښتانو خرېيل او يا لنډول .

د صدر طواف (درخصت طواف)

ځينو علماو د حج واجبات له پنځو څخه زيات ذکر کړيدي .

خو اصل مطلب دادي چي د حج اصلي واجبات هغه پنځه ذکر شوي شيان دي او نور واجبات چي ځينو علماو ذکر کړي دي. يا د ذکر شوو واجباتوڅخه په کوم يوه پوري اړه لري او يا د حج په کوم  شرط او يا رکن پوري اړه لري.

د واجباتو په ترک سره چي کوم نقصان په حج کي پيښيږي، د هغه نقصان د جبيري لپاره ور باندي دم(ينه،څه شى حلالول) لازم دي . لکه په لمانځه کي چي کوم واجب د چانه ترک شي نو د هغي جبيره په سجده سهوي سره کيږي ،همدارنګه د حج د نقصان جبيره په دم سره کيږي .

ميقاتونه

د حج داحرام د تړلوځايونه

د حج د احرام د تړلو لپاره پنځه ميقاتونه دي :

١- ذو الحيفه ،دمديني د هستوګنو لپاره.

٢- ذات عرق ،دعراقيانو لپاره.

٣- حجفه، د شاميانو لپاره .

٤- قرن ، د نجددخلکولپاره .

٥- يلملم، د يمنيانو لپاره.

هرحج کوونکى چي مکي معظمي ته دحج د ادء کولو لپاره ځي. په هرميقات يي چي لاره وي، بايد له هغه ځاى څخه بي احرامه تير نه شي. که څوک د ذکر شويو ځايونو له رسيدو څخه مخکي احرام و تړي ر وادى .

هغه اشخاص چي له ميقاتونوڅخه د بيت الله په طرف سکونت لري ،د هغوى لپاره د احرام د تړلوځاى حل دى او د مکي مکرمي د اوسيدونکو لپاره د حج د احرام د تړلو ځاي حل مقرر شوي دي .

د حج ډولونه

حج په دري ډوله دى :

١- حج مفرد.

٢- حج قران .

٣- حج تمتع .

حج مفرد

 هغه حج ته وايي چي حج کوونکى يوازي حج بي له عمري څخه اداء کړي .

د مفردحج د اداء کولو طريقه په لاندي ډول شرح کيږي :

حاجي مفرد به د احرام له تړلوڅخه مخکي ،لومړى اودس وکړي اوکه غسل وکړاى شي بهتره خبره ده.

بيابه د احرام جامي(لنګ اوڅادر) نوي او يا پريمنځلي واغوندي .که خوشبويي وي نو استعمال دي کړي او دوره رکعته لمونځ دي وکړي بيا دي د حج نيت وکړي چي الفاظ يي دادي :

اللهم اني اريد الحج فيسره لي و تقبله مني

ژباړه: اي خدايه! زه د حج قصد لرم نو راته آسانه يي کړه او زما څخه يي قبول کړه.

بيا به تلبيه ووايي چي الفاظ يي دادي :

لبيک اللهم لبيک  لبيک لا شريک لک لبيک ان الحمد و النعمة لک و الملک لا شريک لک.

کله چي د تلبيي الفاظ وويل شي نو شخص، محرم(په احرام کي داخل) شميرل کيږي او د لاندي شيانو کول ورته حرام ګرځي :

١- جماع. ٢-بدکاري .٣- جګړه. ٤- ښکارکول .٥- ښکار ته اشاره کول . ٦- د کميس او پرتوګ اغوستل. ٧- خولۍ او پګړۍ په سرکول. ٨- چپن ياکوټ اغوستل. ٩ - د موزو په پښوکول مګرچي څبلۍ پيدا نه کړي نو بيا به موزي دښنګرو د اندازي څخه لاندي پري او په پښوکړي .

١٠- په زعفرانو اويا کوم بل ډول خوشبويي باندي رنګ شوي لنګ اوڅادر اغوستل.

١١- د سر اومخ پټول.

١٢- په خطمي د سر او مخ پريمنځل.

١٣- د ويښتانوخرېيل،او لنډول .

١٤- د نوکانو پري کول.

١٥- د حرم واښه پري کول اوهمداسي ځيني نور شيان .

کله چي محرم مکي معظمي ته ورسيږي اومسجد الحرام ته داخل شي، د بيت الله په ليدلو سره به تهــــليل اوتکبير ووايي .بيا به ورشي حجرالاسود ته به مخامخ ودريږي  الله اکبر به ووايي او لاسونه به پورته کړي.که د حجر الاسود د ښکلولواويا لمس کولو قدرت يي بي د بل چا له ضرر رسيدلو څخه درلود، نو ښکل اويا لمس به يي  کړي . اوه(٧) کرته به د بيت الله څخه طواف وکړي په داسي حال کي چي څادريي د ښي لاس لاندي او په کيڼه اوږه اچولي وي ،حطيم چي د يوځاى نوم دى هم په طواف کي داخل کړي .

په لومړنيو دري طوافونو(ګردشونو) کي به دپهلوانانو به څيرتګ وکړي او په باقي څلورو طوافونوکي به په عادي حالت لاړ شي.

په هرځل ګرځيدلوکي چي له حجر الاسود نه تيريږي ،د قدرت په صورت کي به حجر الاسود ښکل او يا لمس کړي اوکه قدرت يي نه ؤ، نو حجرالاسود ته به مخامخ ودريږي الله اکبر به ووايي او لاسونه به پورته کړي .اوه طوافونه چي پوره شي، نو په مقام ابراهيم(عليه السلام) کي دي د قدرت په صورت کي اوکه نه د مسجد الحرام په هر ځاىکي چي ورته اسانه وي دوه رکعته لمونځ وکړي .

دي طواف ته طواف قدوم وايي. دا طواف سنت دى. په رغليوخلکو. د مکي په اوسيدونکوسنت نه دى .

بيا به صفا ته لاړ شي ،پر صفا باندي به بيت الله شريف ته مخامخ ودريږي. تکبير ،تهليل او په رسول الله (صلى الله عليه وسلم) به درود شريف ووايي اوخپلي شرعي ارزوګاني به د الله جل جلا له حضور ته عرض کړي .بيا به په عادي تګ  د مروه په لور روان شي . ددوو شنو ميلونو تر منځ به سعيه وکړي .مروه ته چي ورسيږي ،په مروه کي به هم د صفا په څير عمل اجرا کړي .

په همدي ترتيب به اوه(٧) ګردشه پوره کړي . چي له صفا څخه شروع او په مروه ختم شي بيا به محرم د احرام په حالت د ذي الحجي تر اتمي نيټي په مکه مکرمه کي پاته وي .په اتمه ورځ به د سهار له لمانځه نه وروسته منى ته روان شي .په منى کي به وي ترڅو چي د عرفي د ورځي د سهار لمونځ اداء کړي .بيابه عرفات ته به لاړشي .په عرفات کي به له زواله وروسته د ماسپښين او مازديګر دواړه لمونځونه په يو آذان او دوو اقامتو د امام د وجود په صورت کي په خفيه ډول سره اداء کړي .

عرفات ټول ددريدلوځاى دي پرته د عرني له کندي .

کله چي لمر ولويږي نو له عرفات څخه به ښکته او مزدلفي ته به لاړ شي.

د قزح له غره سره نژدي به د ماښام او ماخستن دواړه لمونځونه په يوآذان او يو اقامت په جهر سره اداء کړي .

په مزدلفه کي د شپي له تيريدلو وروسته به د سهارلمونځ په تياره کي ادا کړي . تکبير او تهليل به ووايي. ټوله مزدلفه ددريدلو ځاى دى خود محسرکنده نه پکي راځي .

د لمر ترختلو وروسته او يا لږ څه تر مخ به د منى په لور حرکت وکړي .منىٰ ته چي ورسيږي جمره عقبه به اوه کرته په يوه،يوه ګټۍ چي د مزدلفي څخه يي راخيستي وي وويلي او د هر يوځل ويشتلو سره به الله اکبر وايي.

بيايي که خوښه وي ذبحه (حلاله) به وکړي .بيا به د سر ويښتان وخرېي او يا به يي لنډ کړي نو له احرام څخه به خلاص شي .وړاندي ذکر شوي ممنوع شان به ورته روا شي خوپرته له جماع څخه.

بيا به مکي ته لاړ شي، د زيارت طواف به د قدوم د طواف په څير وکړي. که  د قدوم په طواف کي يي  سعيه کړي وي ،نو په دي طواف کي به يي نه کوي اوکه د قدوم په طواف کي يي سعيه نه وه کړي، نو په دي طواف کي به يي وکړي .

د زيارت طواف کول دحج له فرضونو څخه دى . له دي طواف نه وروسته ورته جماع هم رواکيږي .د زيارت د طواف کولوڅخه وروسته به بيرته منى ته لاړ شي .د اختر په دوهمه ورځ به تر زوال  وروسته دري واړه جمري په اوه،اوه(٧) کاڼو وويلي.

لومړي به لومړۍ جمره چي د حرم په طرف واقع ده ،بيا به جمره وسطي او بيا به جمره عقبه وويلي او د هرځل ويشتلو سره به تکبير وايي.

سبا به بيا تر زوال وروسته ،دري واړه جمري په ذکرشوي ترتيب سره وويلي.

بياکه په منى کي شپي ته پاتي شو، سبا ته به هم په ذکرشوي ترتيب جمري وويلي او که شپي ته پاتي نه شو او لاړ پروا نه لري .

د رخصت طواف : کله چي څوک د خپل کور په خوا روانيږي، نو بيت الله شريف ته به لاړ شي او په ذکر شوي ترتيب سره به د بيت الله شريف طواف وکړي. دي طواف ته د وداع او هم د رخصت طواف وايي، دا طواف واجب دى .

د رخصت طواف اوهم د قدوم طواف دواړه د مکي په اوسيدونکو باندي نه شته او په نورو خلکو باندي شته.

ښځه به د حج ټول اعمال د سړي د اعمالو په څير اجراکوي ،لا کن ښځه به سرنه لوڅوي تلبيه به ورسره وايي او اواز به په تلبيي باندي نه پورته کوي .

ښځه به په طواف کي د پهلوانۍ تګ نه کوي . سر به  نه خريوي بلکي قصر به کوي ،د صفا او مروه د شنو ميلونو ترمنځ به منډي نه وهي، بلکه په عادي تګ په رفتارکوي. ګنډلي جامي به اغوندي .

 

حج قران

حج قران هغه حج ته ويل کيږي چي حاجي دحج اوعمري دواړو د اداء کولو نيت وکړي په دي ډول چي:

اللهم اني اريد الحج والعمرة فيسرهما لي وتقبلهما مني .

ژباړه: اي خدايه! ما دحج او عمري دواړو نيت کړي  دى نو دواړه راته اسان کړي او دواړه را څخه قبول کړي .

بيا به د مفرد حج په څير په ذکر شويوالفاظو تلبيه ووايي نو په احرام کي به داخل(محرم) وګڼل شي . کله چي مکي مکرمي ته ورسيږي، عمره به داء کړي اوځان به نه حلالوي . په احرام کي به پاتي وي ترڅو چي د ذوالحجي اتمه ورځ راورسيږي .بيا به د مفردحج په څير دحج ټول مناسک اداء کړي.

د تمتع حج

د تمتع حج هغه حج ته وايي چي حاجي له ميقات څخه يوازي د عمري نيت وکړي . په دي څير: اللهم اني اريدالعمرة فيسر ها لي وتقبلها مني .

ژباړه: اي خدايه ! زه د عمري اراده لرم ،راته اسانه يي کړه او راڅخه قبوله يي کړه.

د عمري د اداء کولوڅخه وروسته به ځان حلال کړي .کله چي د ذوالحجي اتمه ورځ راشي نو د حرم څخه دي يوازي دحج احرام وتړي اود مفردحج په څير به د حج ټول مناسک اداء کړي .

د حج قِران او تمتع شکريه

هر چاته چي الله تبارک و تعالى د حج قران او يا د حج تمتع د اداکولو توفيق ور په برخه کړي نو په هغه باندي ددي لوي نعمت د ادا کولو شکريه لازمه ده.

هغه شکريه د څاروي حلالول او يا د اوښي يا غوايي اومه برخه ده.

که چا د حلالي قدرت نه درلود نو لس (١٠) روژي به نيسي ،دري د حج په ورځو اواوه روژي د حج له ادا کولو څخه وروسته نيول کيږي .

د حج جنايات

جنايات ،د هرهغه عمل کولو ته وايي چي شرعا ممنوع ګرځول شوي وي .

د حج  جنايات په اوه(٧) ډوله دي :

١- د ويښتانو خرېيل او يا لنډول .

٢- د نوکانو پري کول.

٣- ګنډلي جامي  اغوستل .

٤- وطي او د وطي داعي .

٥- خوشبويي پوري کول .

٦- د زيتون په تيلو اويا يي په مثل ځان غوړول .

٧- د وچي د حيواناتو ښکارکول .

بحرالرايق اتمه نوعه هم ذکرکړي ده چي هغه دحج د واجبوڅخه د کوم يو واجب ترک کول دي .

له چا څخه چي په حج کي کوم جنايت صادر شي د هغه د جبيري لپاره پري کفاره لازمه ده.

کفاره کله پسه اوکله دوه پسونه وي .لکه د حاجي قارن جنايت يعني چي که د حاجي قارن(دقران حج کوونکي) څخه جنايت صادر شي دوه پسونه ورباندي لازم دي.

١- د عرفي تر وقوف وروسته اوله حلق څخه مخکي جماع کول .

٢- د جنايت،حيض اويا نفاس په حالت کي د طواف زيارت اداء کول .

٣- د ځينو جناياتو د کفاري لپاره روژه نيول کافي کيږي او د ځينو جناياتوکفاره په صدقي سره هم ادا کيږي .

صدقه : په عمومي توګه د نيمي پيماني غنمو اويا يي د قيمت څخه بايد لږه نه وي ،لاکن د ملخ ،سپږي او يا ددوي د امثالو په وژلوسره د احرام په حال کي د نيمي پيماني له غنمو څخه لږه صدقه هم کافي کيږي .

هغه ښکار چي قيمت يي د پسه له قيمت څخه لږ وي د هغي کفاره د هغي د قيمت په اندازه لازمه ده. د فن دوه ماهران اوعادلان به يي قيمت کړي .

عمره

عمره له احرام ،طواف ،سعي حلق يا قصر څخه عبارت ده .

احرام دعمري لپاره شرط دى ،طواف يي رکن اونور ياد شوي شيان يي واجب دي .

عمره په ټول عمرکښي يوځل مؤکد سنت ده، خوځينو علماوو واجب هم بللي ده.

دعمري داحرام احکام دحج داحرام په څيردي .

که له چا څخه داحرام په حالت کښي کوم داسي جنايت صادرشي چي هغه جنايت دحج په محرم باندي دم (وينه) لازموي ،نو په عمره کوونکي يي هم لازموي خوحج فرض دى اوعمره فرض نده .دحج داداکولو لپاره يو معين وخت ټاکل شوى دى خوعمره په هر وخت کښي ادا کيدلاى شي .لاکن دعرفي په ورځ اوترعرفي وروسته په نوروڅلورو ورځو کښي دعمري ادکول تحريمي مکروه ده .

دحضرت محمد(صلى الله عليه وسلم)دمبارک

قبر زيارت

حضرت محمد(صلى الله عليه وسلم) دخداى (جل جلاله)غوره بنده او دپيغبرانو په سلسله کي دټولو پيغبرانو څخه بهتر دى .

هرڅوک چي دحضرت محمد(صلى الله عليه وسلم)امتي وي بايد په تمامه معنى دهغه پيروي وکړي او دهغه ددين او شريعت په عملي کولو کي دخپل ځان او ټولني کاميابي او سرلوړي ولټوي .

له حضرت محمد(صلى الله عليه وسلم)سره بايد دومره مينه ولري چي ددوستانو،مور، ښځي،مال اوﻻدمحبت دهغه په مقابل کي هيڅ شي ونه ګڼل شي . لکه چي له حديث شريف څخه معلوميږي .

  "قال رسول الله ﻻيؤمن احدکم حتى اکون احب اليه من والده وولده والناس اجمعين ."

ژباړه :رسول الله(صلى الله عليه وسلم) فرمايلي دي .مؤمن به نشي يو له ستاسو څخه په کامل او پوره ايمان چي تر څو زه ورته دپلار، اولاد او ټولوخلکو څخه زيارت دوست او محبوب نشم .

ديوداسي لوى او محبوب دوست ملاقات که چاته په واقعي صورت تحقق نه پيداکوي ،نو دقبر په زيارت کولو سره ورته هم ډير اطمنان او تسلى حاصليږي .

دحضرت محمد(صلى الله عليه وسلم) دقبر زيارت کولو په برخه کي ډير احاديث ذکر شوي دي . 

طحطاوي دنور اﻻيضاح په شرح کي چي دفقهي يو عمده کتاب دى ،دحضرت محمد(صلى الله عليه وسلم) دقبر دزيارت په بر خه کي ډير احاديث ذکر کړى دي چي  دځينو مطالب په ﻻندي ډول ذکرکيږي .

١- حضرت محمد(صلى الله عليه وسلم) فرمايلي دي :څوک چي قدرت ولري او زما زيارت ونه کړي نو زما سره يي جفا وکړه .

٢- حضرت محمد(صلى الله عليه وسلم)فرمايلي دي : چاچي زما له مرګ څخه وروسته زما زيارت وکړ نو زماشفاعت ورته واجب دى .

٣- حضرت محمد(صلى الله عليه وسلم)فرمايلي دي : چاچي زما له مرګ څخه وروسته زما زيارت وکړ لکه زما په ژوند يي چي زمازيارت  کړى وي .

دذکر شويو احاديثو څخه ثابتيږي چي دحضرت محمد(صلى الله عليه وسلم) دقبر زيارت کول دلويو صالحو اعمالو څخه شميرل کيږي .

دخداى جل جلاله په مخلصو بندګانو، دحضرت محمد(صلى الله عليه وسلم) دقبر زيارت کول ډير تاثير کوي .

دحضرت محمد(صلى الله عليه وسلم)دقبر

دزيارت آداب

دحضرت محمد(صلى الله عليه وسلم) دقبر دزيارت اداب نور الايضاح اودهغي دشرحي طحطاوي څخه چي دواړه دفقهي معتبر او منلي کتابونه دي په لاندي ډول اخيستل شوي دي :

څوک چي دحضرت محمد(صلى الله عليه وسلم) دقبر دزيارت قصد وکړي،  درودشريف به په حضرت محمد(صلى الله عليه وسلم) ووايي اوکله چي دمديني منوري ديوالونه ورته ښکاره شي ، په حضرت محمد(صلى الله عليه وسلم) به درودشريف اوسلام ووايي . بيا به ووايي چي اى خدايه !داستا دنبي حرم دى .ستا دوحي دنزول ځاى  دى .

په دي ځاى کي ماپه رښتيني داخليدلو سره داخل کړه ،پر ما احسان وکړه او دده په شفاعت سره ما دکاميابانو له ډلي څخه وګرځوه .

مسجد ته به داخل شي، دوه رکعته لمونځ به له منبر سره نژدي اداء کړي او دخپلي خوښي دعا به وکړي .

دحضرت محمد(صلى الله عليه وسلم) مبارک قبر ته به ورشي دڅلورو مترو په اندازه به دقبر څخه لري دسر په برابر ، په ډير ادب ،مبارک قبر ته مخامخ ودريږي .

السلام عليک يارسول الله .السلام عليک يا نبي الرحمة .السلا م عليک ياشفيع الامة السلام عليک يا خاتم النبيين .

 زه شاهدي وايم چي ته دخداى {جل جلاله } رسول يي تا خپل رسالت په ډير لوړډول سرته رسولى امانت دي پوره اداء کړى .

موږ دډيرو لري ځايونو څخه ستادزيارت په قصدراغلي يو چي ستا دشفاعت په برکت کامياب شو،نو زموږ شفاعت وکړه .

  بيا به دحضرت ابوبکر صديق( رضى الله عنه) دقبر دسر په برابري ودريږي او وبه وايي .

"السلام عليک يا خليفة رسول الله،ياصاحبه في الغار ورفيقه في الاسفار وامينه على الاسرار، سل الله سبحانه لنا الحشر مع حزبک"

بيا به دحضرت عمر( رضى الله عنه)  دقبر دسرپه برابري ودريږي او وبه وايي .

" السلام عليک يا اميرالمؤمنين يا مظهر الاسلام جزاک الله افضل الجزاء لقد نصرتَ الاسلام والمسلمين "

ځانته، مور،پلار،دوستانو او ټولو مؤمنانو ته به دخير دعا وکړي .

تر څو په مدينه منوره کي وي ،دشپي او ورځي به دخداى {جل جلاله } په عبادت ګي ډير کوښښ کوي او نبي عليه الصلاة والسلام داثارو(نښو) او مبارکو ځايونو څخه به تبرک حاصلوي .

والسلام

له سواد فرهنګي ټولي نه په زياته مننه

www.rayaan.com