نـــبوى مر غلـــري

۱) څلور څيزونه وجود ناروغه کوي:
أ‌.        زياتې خبرې
ب‌.    زيات خوب
ت‌.    زيات خوراک او
ث‌.    زياته شهواني غريزه

۲) څلور څيزونه وجود ويجاړه وي:
أ‌.        تشويش / خفګان
ب‌.    غم / انديښنه
ت‌.    لوږه او
ث‌.    د شپې له خوا تر ناوخته ويښ پاتې کيدل

۳) څلور څيزونه د مخ نور او خوښۍ له منځه وړي
أ‌.        درواغ
ب‌.    بې احترامي / بې ادبي / بې حيايي (د پوهې سره سره پر يو ناسم څيز ټينګار کول)
ت‌.    له پوهې پرته پر يو څيز جر او بحث کول
ث‌.    بد اخلاقي (له بيرې پرته د يو ناوړه کار ترسره کول)

۴) څلور څيزونه د مخ نور او خوښۍ زياتوي
أ‌.        دينداري / له خدای بيره
ب‌.    وفاداري
ت‌.    سخاوت / ورکړه
ث‌.    د يو چا سره مرسته کول پرته له دې چې هغه يې در څخه غوښتنه وکړي

۵) څلور څيزونه روزي کمه يا ټالوي
أ‌.        د ګهيځ خوب (د لمونځ څخه وروسته تر لمر ختو پورې)
ب‌.    کم عبادت
ت‌.    تنبلي / بيکاري او
ث‌.    ټګي / خيانت

۶) څلور څيزونه روزي زياتوي
أ‌.        د شپې له خوا د تهجد لمونځ / عبادت کول
ب‌.    پر خپلو ګناهونو پيښمانې او توبه ايستل
ت‌.    د خيرات او صدقې ورکول
ث‌.    او تل د پرورديګار  څښتن يادول

د اسلام سپيڅلي پيغمبر همدا رنګه فرماېي:
که چېرې تاسو کوم ايت مبارکه اوريدلې وي هغه بايد نورو ته  ورسوئ، دغه ايت به د قيامت په ورځ ستاسو شفاعت وکړي.
دغه مبارکې خبرې په خپل ورځني ژوند کې د عمل په هيله