لږ خواږه ډېر ترخه

كه دا لږ خواږه دي خو زيات ترخه دي

مسافره اشنا

دا شعر زما دژوند هغه ترخه شېبه انځوروي چي په ۲۰۰۷ کال کي د جون په اته ویشتمه نیټه چي د امریکا څخه خپل هیواد ته ستون شوې وم او په کندهار کي له ښاره لیري دپنجوائې په پائنده کلي کي د یوډیر خوږ دوست کره د پوښتني په نیت ورغلم اودهغه یتمه لور او بدبخته کونډه مي په هغه کور کي چي د ټول کلي په څېر د امریکا ړندو بمباریو په یوه تبجنه شپه کي ویجاړ کړې و ولیدل او دهغو د سرپناه څښتن (زما خوږ ملګرئ ) او دهغه ۵ ماشومان ئې د سلګونو نورو بې ګناه انسانانو سره یوځای دخوني بلا په څیر ځیني خوړلي وه او زما په لیدو یې یتمه لور د وره منځ کي په ماشومه لهجه بې واره شروع سوه چي : بابا نسته ـ بابا مړ سو ـ بابا په بمباریو ..... او دهغه غرتمني مېرمني زما د سلام جواب په دې خبره راپرې کړ : (ماته به نه وائې چي هغه ( . . . . . . . ) چیري دی ؟ ) . . . .