حميديار او د زنځيرونو مسته شرنگا يې
2010-10-18 00:57:14
يو ځل د هېواد نامتو عالم او ادبپوه علامه رشاد رحمة الله عليه ويلي وو: ((شعر د روس د يرغل پر وخت حماسي او رزمي دى، کله چې دا شېبې تېرې شوې، بېرته به د خيال، ښکلا او رومانيت لمنه ونيسي.)) د ارواښاد استاد له څرگندونو ښکاري چې شعر د ټولنې له بدلون سره خامخا تغير مني او ترې بې پاتې کېدلى نه شي.
زموږ پر ايماندار او مؤمن ولس خو دا څويم ځل دى، چې دغه تراژيدي تکرارېږي؛ دغه قبيح او مکروه تکرار به د هېواد د روڼاندو او بيا په تېره د شاعرانو حساس ذهنونه څومره کړي وي. شاعر خو د پېښو پر وړاندې هيڅ دفاعي سيسټم نه لري او هره بده يې نېغ په نېغه په غوښه او زړه لگي. راځئ! د ارواپوهنې په کچه يې له مفکر او عارف ((حمزه بابا)) هم واورو: ((حقيقت دا دى چې کوم وخت انساني شعور يا ذهن يو څيز ډېر محسوس کړي، نو په هغه کې نقش شي او بيا د هغه اثر په انساني اراده مرتب کېږي.))
ډلييزې وژنې، ژوندي خښېدل، تري تم کېدل، زندانونه، هجرتونه او د يوه نابرابره او ناانډوله جنگ پر وړاندې تشلاسى مقاومت هغه ځانگړنې دي، چې د پښتني ټولنې د استازي په توگه د يوه شاعر په حيث ښاغلى حميديار ورسره لاس و گرېوان ښکاري. زما په اند د کره کتونکي دنده به دا وي، چې د حميديار په شاعرانه گلبڼ کې د ده نه اېلېدونکي ولس هوډ، عزم، قرباني او د يوه اوږده ناورين پر وړاندې زغم او پاڅون په نښه کړي، چې څه ډول انعکاس يې موندلى او سندريز شوى دى. د اور، زهرو او پولادو په بارانونو کې که له خپل شاعره د ښکلا او رومانيت د ټال زنگل وغواړو، نو دا به له ټولنيزو واقعيتونو بغاوت او په ساده پښتني اصطلاح د مړي سر ته پراټې لټول وي. د حمزه بابا له وينا سره سم زموږ د شاعر ذهن او شعور چې څه ډېر محسوس کړي، هغه په پرلپسې ډول له بهرني تاړاک نه رازېږېدلې غميزه ده چې انځور يې له ارادې نه تخيل ته رسېدلى او د شعر گلونه او گلوييونه يې د خيال په رنگونو نه، په وينو سره ښکاري.
خوښي نه ده دا خندا، د سترگو نم دى
د تنکيو هيلو شور، د وخت ستم دى
دا غريب به ژر د چا غېږې ته ورشي
د ظالم په غېږ کې ستړى د تورتم دى
شرمنده! له خپله ربه حيا وکړه
مجبوريت زموږ په کلي کې لوى غم دى
ما له همغې ورځې څخه راپدېخوا داسې ورځ ونه ليده، چې ژړلي مې نه وي. زما په اند، د دې هېواد د ټولو بدبختيو او تباهيو عامل د همغه وخت د خانانو، ملکانو او مستو چارواکيو فساد او ظلم ؤ.
له هغې ورځې څخه راپدېخوا گوډ او مات شعر ليکم چې اوس د ژوندانه دې پړاو ته ورسېدلم. له يوې خوا زموږ پر مظلومو هېوادوالو د پرديو د غضب سکروټې ووري او له بلې خوا څوک زموږ د تنکيو ځوانانو سپېڅلي احساسات د ناروا هيلو د ترسره کولو په مقصد د بېلارېتوب پر لور بيايي؛ پر همدې بنسټ مې له ځوانانو څخه دا هيله ده چې له وحشت او فساد څخه نفرت له ظلم او تېري څخه بغاوت، د لوى رب اطاعت، هېواد او د هېواد له خلکو سره محبت د ژوندانه په ټولو وختونو کې د ځان عادت وگرځوي.
له وروڼو شاعرانو مې هيله ده چې د زلفو، شونډو، خط و خال خبرې پرېږدي، د خپل وطن د خوار او مظلوم ولس پر وينو او اوښکو اوښکې تويې کړي، په خپلو اشعارو کې ځوانان د حق لارې ته دعوت او له شر او فساد څخه يې وژغوري، پر خپلو جذباتو او احساساتو ويده راويښ او د ويښو په همت د وحشت او ظلم مخه ونيسي. د نړۍ خلکو ته مې دا پيغام دى چې اى نړيوالو! موږ او تاسې ټول د يو آدم عليه السلام او حوا رضي الله عنها اولاد يو، موږ هم دا ستاسې په شان زړونه، غوږونه، سترگې او فکرونه لرو، پر تاسې څه شوي چې زموږ له وينو څخه خوندونه اخلئ! موږ ستاسې په مقابل کې کوم داسې يو ظلم کړى چې تاسې يې هېرولى نه شئ، موږ دا ستاسې په شان يو، د انسانانو په سترگه موږ ته وگورئ! زموږ له وژلو او ځورولو څخه بس کړئ! او د خپل لوى رب څخه مې سوال دا دى، چې:
ربه! دا ولس د ژوند په لاره سم کړې
چې هر څوک يې ځوروي، هغه په غم کړې
---
بوشه! غواړې چې جهان امريکايي شي
د حق مينه ستا له وېرې هوايي شي
د وحشت لمبو دې ژوند راته سور اور کړ
نړيخوره! ستا دې ورکه اشنايي شي
پر دې گرد ادبپوهان يوه خوله دي، چې شعر او ادب د يوه هېواد د دفاع ړومبى کمربند وي، هغوى چې ذهني ماتې خوړلې وي، اتوم يې هم بچ کولى نه شي. د ښاغلي حميديار شاعري د خپلې اسلامي او پښتني ټولنې ساده ترجمان او سيده انځور دى.
بيا د پنجدې شهيد به سر پورته کړي
څپاند آمو به مې څپاند شي راته
ستا په سرشارو او ياغي سيندونو
سپېره ډاگونه به آباد شي راته
په اصطلاح له روان شعري بهير سره د ښاغلي حميديار د شاعرۍ پرتلنه، نه اړتيا ده او نه بايد په دې تناظر کې مطالعه شي، ځکه د غزل پلار حضرت حمزه بابا په اند، دا ټوله مهمله شاعري ده چې بهرني تقليد راډالۍ کړې او تقليد د شاعر او ټولنې د سقوط نښه ده، هغه څوک چې د مجاهد ولس زړورو بچو گناه ښايسته کوي او شاهين ته د زاغ و زغن تعليم ورکوي، د ننگيال هېواد پر وړاندې محکوم دى. زه درانه حميديار ته مبارکي ورکوم چې د مينې او ښکلا له ستايلو سره يې گناه او نامشروعيت ښکلى کړى نه دى او د حسن فروشو شاعرانو په کتار کې ولاړ نه ښکاري؛ اوس په تلو- تلو کې له گران حميديار سره د ده په دعا کې د شريکېدلو په هيله، چې:
ستا په نوم يې ډېر سرونه نذرانه کړل
د دنيا ياغي سرونه ورته خم کړې
آمين
فضل ولي ناگار
د ننگرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي استاد