يو تاثر

پوهندوى شاه ولي خان

د ننگرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځى- پښتو څانگه

 

ډېرو درنو او ښاغليو دوستانو، ليکوالو، فرهنگپالو او د ادب مينه والو!

له هر څه دمخه د ننگرهار د اطلاعاتو او کولتور د مشرتابه او د هر هغه چا چې د دې لمانځغونډې د جوړېدو په کار کې هاند و هڅه کړې ده، د زړه له کومي مننه کوم او کورودانى ورته وايم.

نن د پښتو ژبې د وتلي، وياړلي شاعر او ليکوال هنري، ادبي زېږونو او خدمتونو ته د درناوي له امله په دې غونډه کې سره راټول يو او ده ته د ده د شعر پر وړاندې خپل احساسات او ولولې ورښيو، دى ستايو او د شعر شمله يې نوره لوړول غواړو. دا وياړ د لږو او د گوتو په شمېر کسانو کله- کله په برخه کېږي. ده د عصر او مهال په پښتو شاعرانو کې د شاعرانه ځغل په ډگر کې د خپل نېلي لار پرانيستله او له بل هر چا مخ ته شو.

پښتو څانگه پر ده وياړي او له تاسې ټولو درنو برخوالو څخه بيا- بيا مننه کوي. زه خپلې خبرې نه اوږدوم او نه د کومې مقالې د ليکلو اراده لرم، خو زړه مې غواړي د ده د شخصيت پر کړو وړو او شعر د خپل برداشت بيانولو ته لږ تم شم.

ناگار ډېر خلک له نږدې پېژني، د خپل شاعرانه زور او ښکلا په برکت په خپرنيزو وسايلو او رسنيو کې يې هر څوک له ورايه هم پېژني.

د ارواښاد روهي دا خبره ((د دې پر ځاى چې خوشال خان وستايو، ښه به دا وي چې هغه وپېژنو.)) ډېره پر ځاى ده. زه هم له دې کبله چې ناگار سره نږدې پاتې شوى يم او د مجلسونو، مرکو او جرگو وياړ يې راپه برخه شوى دى. د ده پر شخصيت او کړو وړو لږ څه ويل غواړم، هيله ده راباندې غوسه نه شي.

ناگار ارام سړى دى او د زغم گاللو پوره ځواک لري. سړه گرگه ده، خو که توده شي، بيا نو د يوې شېبې لپاره ترې وړاندې اوسه! عاطفه او د زړه دقت يې دومره دى، چې هغه د راغلي اضطراب څپه، ډېر ژر هضم کړي او له تا نه بښنه غواړي، دا د لويو شخصيتونو ځانگړتيا ده. خپله ډېر څه په خوله نه وايي، خو دا ستا هنر دى، چې پر خبرو يې راولې، په خبرو کې صميمي دى. دى له خدمت کولو او اړو کسانو سره د مرستې لوړ انساني او اسلامي احساس لري. د ده له خولې چا ته د ((نه)) کلمه ما نه ده اورېدلې. په خدمت کولو او منډه ترړه کې دې ته نه گوري، چې دا څوک او څه يې نوم دى!؟

د ده زړه سوى او عاطفه د افراط تر پولې رسېږي.

ومو ويل، دى ډېر نه گړېږي، خو قلم يې تم کېدل او چوپ کېدل نه مني. دى د ژورې مطالعې خاوند دى، تل يې د عرفان او سلوک په مطالعه کې غرق وينم، زه دى په ناسته او روانه کې د کړې مطالعې په اړه په ذهني بوختياوو کې اخته وينم. دى مېلمه پال او سخي انسان دى. لنډه دا چې د ده شخصيت د اسلام د مبين دين په تېره بيا د عرفان او سلوک، پښتونولۍ، هنر او ادب يوه خوندوره گډوله گڼم.

ناگار له دې سره- سره خپل قلمي استعداد او زور په لږ شانته نرۍ او باريکه لار روان کړى دى، ده ته زما مشوره دا ده چې دغه خداداد استعداد د ټولې ټولنې لپاره په خدمت کې واچوه، ته د نثر ليکلو هم ډېر ښه توان لرې، ټولنيزې نيمگړتياوې او دردونه په داستاني ادبياتو کې هم وځلوه.

ته د هر چا يې او د هر چا د درناوي سر درته ټيټ دى، په درياب کې لامبو ووهه او له ويالو تېر شه! دا ستا په شاعرانه هنر گړېدل ځانله جدا غونډه او اوږد بحث غواړي.

په پاى کې ده ته د خوشحاله، وياړلي او اوږد ژوند هيله من يم او د دې خوږې شېبې او خوشحاله شېبې د مبارکۍ مراتب ورته ډالۍ کوم.