استاد ناگار، د اسلامي انقلاب ژمن غزلبول

ژمن اوسه ناگاره! د بابا د غزل لارې ته

چا ويل چې حمزه د بدرښو شو، موږ نه پاتې شو

خود به د نغمو ټال کړي بدل سپور سندربول بلبل

سم چې د حسرت تر قدمو شو، موږ نه پاتې شو

 

ضياءالرحمان حسرت

د ننگرهار پوهنتون د ادبياتو پوهنځي محصل

 

استاد فضل ولي ناگار د اسلامي جهاد يو له هغو سرخېلو فرهنگيانو څخه دى، چې دغه ستر اسلامي اوښتون ته يې د ژمنتيا لاس ورکړ، هرکلى يې وکړ او د وينو په بدل کې يې وپاله.

که حمزه بابا پښتو غزل د تصوف او حقيقي مينې پر اساس معراج ته ورساوه، نو استاد ناگار لومړنى شاعر دى، چې پښتو غزل يې انقلابي کړ او د اسلام په مورچل کې يې لکه د حضرت خالد بن وليد (رض) توره وځلاوه.

ناگار پښتو غزل ته د اسلامي انقلاب رنگ ورکړ او د اسلامي نړۍ د حماسو انځورگري يې په کې وکړه، هغه انځورگري چې تر استاد دمخه بل هر شاعر ترې ناخبر ؤ.

استاد ناگار په افغانستان کې د سره شوروي اتحاد او د تاليڅټو پر وړاندې يې د اسلامي پاڅون استازى شاعر ؤ او دى، چې په خپله بلالي ژبه يې په پوره مانا لکه د يوه حماس رهبر په توگه رهبري کړې او په خپلو شعرونو کې داسې کليمې او ترکيبونه راوستي، چې تل يې پر کمونېستي سينو لکه سرې چړې خښې کړي دي.

د استاد شاعري د شعر او شعريت له خوږو برخمنه ده او د شعار له زولنو تر ډېره بريده خلاصه ده. که موږ د ده هر بيت د کره کتنې په تله کې واچوو، ښايي تر مقالې پراخ څه پرې وليکل شي، شعري ځانگړنې، ادبي صنايع، غورځنگونه، شعري ترکيبونه، بغاوتونه، ژور فکر، د تخيل الوت او يا يې استادي وڅېړو او په پوره توگه يې شعرونه لارښود نيولي او د استاد دغه حماسي سبک يې تعقيب کړى دى.

د استاد ناگار د شخصيت او فن همدغه ځواکمنتيا ده، چې د خيبر د ادبي مکتب د بنسټگر مريدي يې کړې او د ډېرو ليکوالو په وينا، د حضرت حمزه بابا (رح) لومړنى او وروستنى مريد پاتې شوى دى.

موږ په دې ليکنه کې دا ټولې برخې پر ځاى پرېږدو او يوازې په شعرونو کې يې د ((انقلاب)) کليمه گورو، چې څومره او په کومه کچه کارول شوې ده.

ما دلته په دې ليکنه کې د استاد يوازې له يوه شعري کتاب ((دا هغه بالاحصار دى)) څخه گټه اخيستې او بل کتاب مې پيدا نه کړاى شو، خو دغه ليکنه نوره هم پالمه.

استاد ځان د اسلامي انقلاب د ملاتړ لپاره د خلکو د هڅونې مبلغ راپېژني او دا خبر راکوي، چې که يې تکبيرونو افغان ولس نه واى ويښولى، نو د دې ويده ملت د راويښولو لپاره د حضرت اسرافيل (ع) شپېلۍ پسې تگ ته اړ ؤ.

که يې تکبير ويده ملت رالړزولى نه واى

د انقلاب شاعر شپېلۍ د اسرافيل پسې ته

 

له دې بيت څخه دا څرگندېږي، چې استاد ناگار په تېر شوي اسلامي جهاد کې څومره ونډه او دلچسپي لرله او پر دې اساس يې هم د انقلاب شاعر گڼلى شو او دا د دې ترجماني کوي، چې د ناگار قلم د اسلامي جهاد د تورې حيثيت لاره.

بل ځاى ناگار صاحب پر ولس غږ کوي، چې تر څو د انقلاب تکبير ته دومره ځواک او ځواکمنتيا وبښي، چې د فلسطين له هره گوټه صلاح الدين ايوبي (رح) پاڅېږي.

ځئ، چې تکبير کړو همنوا دومره قوت ورکړو

چې له گوټ- گوټ د فلسطينه ايوبي پاڅي

زما د فتحې د وروستي آيت لوستلو لره

جهان راولړزي، له خاورو غزنوي پاڅي

تاسې ((بنا)) شهيدوئ، روح د ((جمال)) پوکئ

په داعيه د تکبير ((قطب)) د دوران وژنئ

چې دې امت ته هر تحليل انقلابي پيلامه

د مفسر شهادت څه؟ خو بس قرآن وژنئ

 

استاد ناگار نه يوازې په افغاني ټولنې کې د حماسو بلبل دى، بلکې د گردې اسلامي نړۍ حماسې يې انځور کړي او ټول اسلامي انقلابونه يې لمانځلي دي. هغه د فلسطين زلمو ته زېرى ورکوي، چې تر څو يې د نړۍ له بامه د يوې سوې شپېلۍ دستور نوا واخلي.

د فلسطين زلمو شپېلۍ د انقلاب پوکمه

نوا دستور مې د نړۍ له اوچت بام واخلئ

 

استاد په يوه بل غزل کې پر فلسطيني ځوانانو غږ کوي او د شرق او غرب د راپرځولو لپاره خپل هوډ څرگندوي.

فلسطيني وروره! جرگه به قرآنه وکړو

د هر ستم د کور به راکاږو تناب دواړه

شرق دى که غرب، تور دى که سپين خو د ظالم په نامه

راپرځوو به يې د اسلام په انقلاب دواړه

 

په بل يوه غزل کې استاد د اسلامي انقلاب پر کاروان داسې غږ کوي:

د انقلاب کاروانه! هر کږلېچ گړنگ وگڼه

لکه د غر حساب د کگ دى، ته خبر يې که نه!؟

 

د انقلاب شاعر خپله شپېلۍ له اغېزو ډکه گوري او د ډېرې ځواکمنۍ پر اساس قيامت خېزه يې بولي.

قيامت خېزه مې شپېلۍ د انقلاب ده

هر خوځښت پوله په مخ د سره سېلاب ده

منگول ايښې مې د زمکې په تناب ده

نړۍ اړ د محمد (ص) د ستر کتاب ده

 

يا دا:

پروت يې پړمخې تقدير ؤ او که نه؟

دا اغېز مې د تکبير ؤ او که نه؟

 

استاد ناگار د اسلامي انقلاب هغه ترجمان دى، چې نږدې هر غزل يې له انقلاب څخه يادونه کوي او دا د دې څرگندونه کوي، چې استاد د انقلاب شاعر دى او لومړنى شاعر دى، چې جهادي ادبيات يې د زوال له چړو څخه خوندي ساتلي دي.

استاد که څه هم هره لحظه جهاد پاللى او د شعر منځپانگه يې پر حماسو څرخي، خو په خپلو شعرونو کې داسې شعرونه هم لري، چې له عشق او مينې څخه غږېږي، خو دا عشقي شعرونه يې هم له جهاده رنگ اخيستى او د انقلاب له يادونې څخه محروم نه دي پاتې شوي.

نغمې ترې خوروي د انقلاب د سباوون

تارونه د ځوانۍ چېرې شهبازې سترگې ستا

راوړي يې چې پايښت لره مهدي خپل انقلاب

دې سترې پيلامې لره دي سازې سترگې ستا

 

ناگار صاحب په خپل يوه بل غزل کې دومره ژور ځي، چې خپلې گوتې د انقلاب له زوره د شپېلۍ نيولې ځواکمني هم نه گوري او په دې د انقلاب زور ډېر ځواکمن گوري.

ښايي دې لويې هنگامې سره دا لويه دعوه

چې د غرور له ټنډې نن کږې خولۍ ښويېږي

انقلاب دومره گرمه کړې په ياغي زمزمو

چې د خيال گوتې دې ناگاره! له شپېلۍ ښويېږي

 

استاد بل ځاى ځان د حماسو بلبل راپېژني او د خپلې شپېلۍ يا د خپل شعر سور دومره تېز بولي، چې د حضرت اسرافيل (ع) د شپېلۍ دستور سره يې تشبېه کوي او دا وړتيا په کې گوري، چې د نړۍ پر مخ يو زورور او لوى انقلاب راولي.

د تلوسو پر ماشوم شيندي رنگيني خيالونه

د بوډۍ ټال اچوي ترند- لېوني خيالونه

د حماسو د بلبل شور اسرافيلي غوندې دى

د انقلاب شپېلۍ کې بل کړل اورني خيالونه

 

د استاد له پورتنيو بيتونو څخه داسې څرگندېږي، چې گواکې دغه مهال زموږ د اسلامي انقلاب راسا په خورا غورځنگونو راغلى واوسي، ځکه چې دلته د شاعر له تائيده د اسلامي چپاو برياليتوب ښکاري.

حادثې کړي د وخت غېږ کې پټپټوني

چې هر دم هنگامه خېزه انقلاب يمه

 

د ناگار صاحب يو بل عشقي غزل هم له انقلاب څخه يادونه کوي:

د مخ د ځل شپولونه دې د زلفو سيستان کې

څه ستوري، کهکشان نه پرېوتل، چې دې خندل

برېښنا شوه، تناگانې، چا وې بيا انقلاب راغى

سينو کې درته زړونه درزېدل، چې دې خندل

 

د انقلاب شاعر په خپل کتاب کې د شرق نابغه حضرت سيد جمال الدين افغاني (رح) پاک روح ته د عقيدت نذرانې وړاندې کړي، خو دغه نذرانې يې هم له انقلابه ترجماني کوي:

مرگ خاورې نه کړم، انقلاب يې کړمه

د شرق په روح کې لا فاني يمه زه

 

د حماسو انځورگر دلته د سيد جمال الدين افغاني (رح) د پوهې او شخصيت عظمت څرگندوي او په دغه بيت د افغاني (رح) د ژورې اسلامي مفکورې د څرگندولو او د هغه ارواښاد پوهې ته د خلکو قايلېدل بيانوي او دا په ډاگه کوي، چې د دستار سړي هيڅکله هم نه مري، ځکه چې دومره يې د بشريت په زړه کې ځاى پيدا کړى وي، چې له ډېرو ژونديو څخه يې يادونه ډېره گرانه وي. استاد ناگار داسې حالات هم ليدلي، چې له جنگه او جهاده پرته يې قلم نه دى خوځېدلى او د خپلو شعرونو د ليکلو علت د انقلاب بهير يادوي.

قلمه! ښه په وينو رنگ شه، چې غزل وليکم

پيغام د اور خور که د ننگ شه، چې غزل وليکم

له پولو واړوه، زموږ د انقلاب هنگامه

جهاد- جهاد، ځواب د جنگ شه، چې غزل وليکم

 

له پورتنيو بيتونو څخه ښکاري، چې استاد په لوى لاس په چورت وهلو شعر نه ليکي، بلکې د شعر ملکه يې د احساس وزرې تخنوي او ورته الهام کېږي.

له پولو واوښته زموږ د انقلاب هنگامه

په هر خوځښت يې د خلاصون ژوندى اثر پرېوځئ

 

ناگار په دومره لوى انقلاب لا موړ شوى نه دى او د فرعونيت پر پاتې شونو د يوه بل انقلاب راوستل غواړي.

تاريخ مې هر تيندک کړ راته نوى شان تکل

بل باب د انقلاب رااړوم، تا له درځم

 

او يا:

آذان ته وختم په بام د نړۍ

د انقلاب زوږ چم په چم چلوم

 

د همدې غزل مطلع دا ډول ده:

مه کړه گومان چې بس قلم چلوم

د ننگ غازي يم، توره هم چلوم

 

د انقلاب شاعر له گران هېواد څخه د شوروي پوځونو او د هغو د تاليڅټو وتل داسې انځوروي:

اوس ضرورت له د نېکۍ نوم ورکوي او تښتي

چې په خپل ټول شيطاني ځواک د مرگ تر څنگ ورسېد

ستره ازمېښته! ته حيران زموږ تکبير کړې که نه

چې پولادي کلا ته هم د خطر زنگ ورسېد

نوي خيالونه غاړې باسي انقلاب ته په کې

د سره بوت ماتې د ناگار د شعر قلنگ ورسېد

 

په بل غزل کې نړۍ هم د خپل اسلامي- ولسي انقلاب تابع او عظمت ته يې اړ گوري:

وږمو د قربانۍ مې ؤ، وروړى کوم پيغام

برلين ته چې ناشونى خپل پاڅون وځلېده

زما د انقلاب له سپوږمۍ شپول شوله نړۍ

تاريخ ته مې د بدر د تسپې يون وځلېده

 

استاد په پوره جرات دا څرگندوي، چې اسلامي انقلاب سره يې د مينې او ملگرتيا بيعت کړى او دا يې پر ځان د يوه مجاهد ليکوال په توگه فرض گڼلى دى، چې د ژوند تر پايه پورې يې وپالي او ورته نذرانې وړاندې کړي.

ما بيعت له انقلابه سره کړى

تر قيامته به داغمن يم په دا تور

 

او استاد د اسلامي انقلاب په بهير کې پر مرورو شاه زلمو د يووالي غږ کوي، چې له اسلامي انقلاب سره يو ځاى او دغه کاروان ته ايوبي خوځښت وروبښي.

مرورو شاه زلمو! سره جرگه شئ

قافلې د انقلاب درته ولاړې

 

انقلاب پر ناگار صاحب دومره اغېز کړى، چې هيڅ يې ځان ترې خوندي نه شو ساتلى. استاد چې که علامه رشاد صاحب ته قصيده ليکي، هم ترې د قلم پر ژبه انقلاب يادوي.

ستره قلمکاره! څه پيغام هم لرې

له انقلابه ستړي قام لره دې

په کار دى آب د استاد زړه د صدف

چې روښنايي ورکړي، مرام هم لرې

 

يا دا:

چې د احمد شاهنشاهي تاج يو ځل

د ميوندونو ملالۍ پر سر کړي

د روښاني پاڅون د سرو وينو خول

په تور راغه کې يې کابلۍ پر سر کړي

هر گنهگار د جنگ راوپرځوو

له شاه شجاع سره حساب وکړو

وينه په وينو مينځل نه شي منم،

ځئ، انقلاب کې انقلاب وکړو

 

يا:

رښتيا ستا د زړه رباب نن

دا احساس شي ترنگولى

دا پلورلې مړاوې شونډې

انقلاب شي يادولى

 

د استاد شاعري تل پر انقلاب څرخېدلې ده او څرخي به هم، خو دا په ډېر جرات سره ويلى شو، چې استاد فضل ولي ناگار د حماسو انځورگر او د انقلاب شاعر دى.... نه يوازې د افغاني انقلاب د حماسو، بلکې د گردې اسلامي نړۍ د حماسو انځورگر دى. دلايل او ثبوتونه يې همدا ليکنه او د استاد د شعري ټولگو هر غزل او هر بيت دى. که چېرې د استاد شاعري موږ مطالعه وکړو، نو په پوره جرات سره يې د انقلاب شاعر او د حماسو انځورگر گڼلى شو.