عبدالرحمان بابا، د بگرامي تركو لاهوتي سندربول
2010-07-27 06:49:45
شعر و شاعري تل له تصوف سره همغاړې او د عرفاني افكارو تر ټولو ښه انځورگره ده. عرفاني تفكر د شعر رنگ لري. صوفي او عارف تر هر څه ړومبى ((اهل دل)) دى، چې د عواطفو، احساساتو، ذوق او خيال په فضا كې په الوت ښكاري، نو تر ټولو ښه ژبه چې د شور، وجد، حال، غلى احساس او د زړه ترجماني وكړي، بې له شكه شعر دى.
د پښتنو د زړونو پاچا حضرت عبدالرحمان بابا G هغه عارف شاعر دى، چې د الهي Y مينې عرفان يې په سپېڅلې شاعرانه ژبه داسې انځور كړى، چې يو مخ يې د بگرامي تركو ښكلا او بل مخ يې د دې جمال عين او اصل ښكاري او په دې توگه دا لاهوتي سندربول هم د مينې نړۍ په شور راوستى شي او هم په دوهۍ او ميخانه كې د وجد جامونه كړنگولى شي.
د ((عبدالرحمان بابا G عرفان)) د پياوړي ليكوال عبدالباقي هيله من له نوښته ډكه ليكنه ده، چې ژباړن يې ځوان ليكوال نجيب الله نايل دى. قدرمن هيله من څرگندوي، چې دا ليك يې دري ژبو آن تر آمو اخوا عرفپالو ته كړى، چې په دې لنډه څرگندونه كې يې يوه نړۍ گيلې پټې ښكاري. په دې مانا چې د عبدالرحمان بابا G خپل پښتانه كه هر څومره بابا د خپلو زړونو فاتح گڼي، خو له دې دريابه يې لا د معرفت ملغلرې څومره چې ښايي، نه دي راايستلي. دا خبره تر څه حده رښتيا هم ده.
زموږ ځينې اديبان او ليكوال چې ځانگړې نظريې لري او د عرفان پر كږلېچونو ورختلي نه دي او يا ترې راښويېږي، د عبدالرحمان بابا G شاعري له مقبوليت سره- سره ساده گڼي، چې گوندې ژورتيا نه لري، حال دا چې د عبدالرحمان بابا G كمال هم دا دى، چې په ساده او سپېڅلې ژبې د ښكلاييزو ارزښتونو په پام كې نيولو سره الهي Y مينه، بشرپالنه، معرفت او لوړ اخلاق په داسې سندريز شور وړاندې كوي، چې تر اوسه يې لا پښتو ادب مخې نه لري او په سادگۍ كې رمزيت او اشاريت پيدا كول د عبدالرحمان بابا G د فن اعجاز دى.
ډاكټر پروېز مهجور خوېشكى په خپلې تقابلي څېړنې كې ليكي، چې د روښاني مكتب فكر شاعران د اقتدار لپاره جنگېدلي دي. خوشال خان خټك، د هغه زامن، لمسي او كړوسي د جاگيردارانه ذهنيت خاوندان وو، په اقتدار او مغولي محلونو كې د ناستې نشه د هغوى له سرونو نه كوزه نه شوه او د خانۍ او نوابۍ د حصول لپاره هغوى په خپلو كې د يو بل وينې تويولې. يو طرف ته دغه مذكوره فنكاران او بل اړخ ته د عبدالرحمان بابا G په څېر فنكار...... هغه د خانانو او نوابانو محفلونه پرېښوده او له دروېشانو او ملنگانو سره يې د كټ او پالنگ پر ځاى د ځمكې خوب خوښ كړو.
نه شي د خانانو له ملنگو سره كلى
چرته عزيز خان، چرته ملنگ عبدالرحمان
حديث شريف دى چې مؤمن د مزمار (رباب، شپېلۍ....) غوندې دى، چې گېډه يې تشه نه شي، اواز يې نه ښكلى كېږي. بلخي عارف هم همداسې په زمزمو دى، چې:
بشنو خبر صادق از گفتۀ پيغامبر
اندر صفت مؤمن در المؤمن كالمزمر
د عبدالرحمان بابا G سندريزه خوږلني دغسې ځواكمن اسلامي بنسټ لري، چې د مينې په اظهار كې هم تهذيبي پولې نه ورانوي او گام پر گام يې په شعر كې د شخصيت لوړتيا، عزت او عارفانه وقار په څپو دى.
په روښاني دور كې ميرزاخان انصاري له تكلف سره- سره غزل له عرفاني ښكلا او ماوراءالماده كناياتو سره اشنا كړ. خوشال بابا G غزل ته جامعيت او روماني ارزښتونه وروبښل، خو تر څنگ يې د خپل زور او د طبعيت روايات هم د غزل پر لطيف بدن ولورول. خو عبدالرحمان بابا G له دې سره- سره چې شاعري يې له اخلاقي او تصوفي معنويت نه ډكه ده، عرفاني نومونې (اصطلاحات) يې لكه وحدت او كثرت ونه كارول. هغه د ((ازلي حسن)) له حقيقته لېرې نه شو. مولانا ابوالكلام آزاد G وايي، چې په نړۍ كې چې كوم شى څومره حقيقت ته نږدې وي، هماغومره اسان او زړه ناستى هم وي، مشكل او كړكېچ تل له تكلف نه پيدا كېږي. نو كومه خبره چې رښتيا او حقيقي وي، اړينه ده چې سيده، ساده او زړه ناستې هم وي. عبدالرحمان بابا G د خپلې تلپاتې شاعرۍ لپاره دغسې شعوري ادراك لاره.
قدرمن ليكوال عبدالرحمان بابا G ((اويسي عارف)) گڼلى چې پير او مرشد يې نه ؤ، خو د بابا له شعر (داخلي شهادته) څرگندېږي، چې عبدالرحمان بابا G د تصوف مقامات د خپل مرشد په لارښوونه سر ته رسولي دي.
زه رحمان د زمانې له ځوره ځمه
خپل صاحب لره په داد او په فرياد
---
بې رويباره رسېدل و يار ته گران دي
په كوڅه د مهرويانو رهبر بويه
بې مرشده څوك خبر د مريد اخلي
غوڅ په غم د فرزندانو پدر بويه
---
اور د جدايۍ په رحمان دى لگېدلى
وخت دى كه مدد كړې يا ميران محى الدينه!
كه څه هم له وروستي بيته به موخه د بغداد شاه ميران محى الدين (د دين ژوندى كوونكى) حضرت سيد عبدالقادر جيلاني G وي، چې پښتانه يې گروهمن او لوى ځوان ورته وايي. په غالب گومان به دا د بابا عقيدت وي، ځكه په طريقت كې يې د رقص غزل، سماع او.... د چشتيه طريقې ښكاري او يا به لكه نور ډېر بزرگان په ټولو تصوفي طريقو كې مجاز ؤ.
د ښاغلي ليكوال او ژباړن دواړو دې كور ودان وي، چې د بابا د عرفاني ملغلرو په ځلولو يې زموږ د تهذيبي او اخلاقي پولو په ځواكمنولو كې برخه واخيسته. خداى Y دې يې ورته د فرهنگي يرغلونو په دې بوگنوونكي حالت كې په قلمي جهاد وشمېري.
آمين
ناگار، پوهنتون مېنه
۲۰ چنگاښ ۱۳۸۹ لمريز