دا بلاګ دم ګړۍ په ليکه ندی.

د هېواد د معارف د ستر خدمتگار او لوى حقدار خواشينوونکې مړينې د وزير بابا دور ته د پاى ټکى کېښود

علامه اقبال وايي:

زرگونه کاله نرگس خپله بې نوري ژاړي

چمن کې سترگور په ډېره گرانه پيدا کېږي

 

افغان ولس د ظاهر شاه دور ته په ډېره درنه گوري، ځکه چې هېواد د ده د پاچاهۍ په څلوېښت کلنه دوره کې لکه په خوب ويده ارام او د پرمختيا پر لور يې ورو- ورو گامونه اخيستل، خو متاسفانه هېواد ته د وارداتي ايډيالوژيو ورود دومره زيانونه راواړول، چې:

بويه چې بيا سپرلي راځي، سپړي گلونه

 

ولس حيران دى، چې پر چا اعتماد وکړي، نر واکوال هغه دى چې ځان موړ کړي. د افغانستان معاصر تاريخ چې مطالعه شي، د انگرېز د درې ځليز يرغل لامل همدغه روسان وو، چې دروغژنو ژمنو يې د افغانستان د منور پاچا امير شېرعلي خان زړه وچاوه او نيمه خوا گور ته لاړ.

د داود خان شهادت، کودتا او راوروسته بدې پېښې د همدې لړۍ کړۍ ده، چې تر څه وخته به جريان لري؟

ارواښاد وزير محمد گل خان مومند په يوه ځان د هېواد د تجزيې د مخنيوي لپاره داسې کارنامې ترسره کړې، چې د هېواد تاريخ يې گواه دى. په اسلامي او ملي روحيه يې شاعران، ليکوال او فرهنگيان وروزل او دا نن چې موږ لږه- ډېره فرهنگي زېرمه لرو، د دغو باباگانو برکت دى.

د هېواد د نجات لپاره په شخصي ډول د اخبارونو خپرول، جنگيالي راټولول، د سيمې پر هوجرو او دېرو گرځېدل او مؤمن او ژمن پښتانه منظم کول هغه ستره دنده وه، چې د يوه ملي احساس او مسؤليت له مخې يې سر ته رسوله.

ارواښاد مولينا محمد گل د للمې د وزير بابا يو تاثر په نظم انځور کړى دى، چې هلکه! حکومتونه او وزارتونه مې وکړل، خو باور وکړئ چې يو کټ ځاى مې پيدا نه کړ او همداسې په کرايي کور کې ومړ.

دا ؤ پيغمبري فقر، چې شاعر مشرق علامه اقبال G هم د اسلام سپېڅلي دين په غيور فقر تعبيروي.

د وزير بابا د دغه نارسمي ناسياسي ښوونځي يو روزل شوى مينه وال د هېواد او سياستوال معارف حقدار، خدمتگار او د قدر وړ شخصيت ارواښاد الحاج مدير صاحب صميم الله خان هم ؤ، چې تېره اونۍ (۱۳۸۷ لمريز د چنگاښ ۲۴) نېټه له يوه دردمن زخمي زړه له پاکو هيلو سره د الله Y حضور ته ورغى، موږ يې يوازې پرېښودو او په دې توگه د ويښتابه له عصره تر ننه دغه مجسم تاريخ، د ملت د عروج او زوال شاهد او ترې په وينو، اوښکو او خولو متاثر د خودۍ او عظمت لمر له خپلو ټولو پلوشو سره د خاموشۍ په سمندر کې ډوب شو.

ما ته د باب العلم حضرت علي کرم الله وجهه غبرگون د عبرت يو درس نه، بلکې يو لوى مکتب ښکاري، چې يو ځل ترې چا وپوښتل: ((اى حضرته! د لومړنيو خلفاوو @ پر وخت ډېر ډاډمن ښکارې، خو اوس د خپل خلافت په شېبو کې بې سکونه يې؟)) د الله Y زمري لنډ ځواب ورکړ: ((د هغوى ملگري او مشاورين موږ وو، خو زما تاسې.))

دا رښتيا ده، وزير بابا د خپل ټولمنلي لوړ شخصيت او سپېڅلو کارنامو له مخې پر شرايطو دومره برلاسي لرله، چې د وخت پاچا ته د ((کونډې زوى)) ووايي او هغه يې پر پلرني عواطفو تعبير کړي.

ما ارواښاد مدير صاحب له څه باندې دېرشو کلونو راهيسې پېژانده، د ده د ورين تندي هرکلى، درنه سټه، شمېرلې خبرې د ده عظمت او جمال په يو ډول جلال اراوه، مخاطب اړ کېده چې ورته غوږ کېږدي، نوې خبرې واوري او پر خپلې پوهې دغه د رحمت باران او شمال ته د زړه کړکۍ پرانېزي.

ارواښاد د لوړ، دنگ، سپين سپېڅلي او پر صورت او سيرت دواړو برابر شخصيت ؤ. هره خبره يې د ليکلو وه. ما هر ځل له خپلو زامنو سره په مخاطبه داسې ليدلى لکه يو برلاسى ښوونکى چې د مسؤليت له احساس سره په ټولگي کې خپلو شاگردانو ته تدريس کوي.

له ما غوندې مېلمنو سره يې د خبرو موضوع شعر او ادب، د افغانستان پېښې او د کلي کور د مشرانو پوښتنې گروېږنې وې. د ختيزو سيمو (شينوارو، کونړ) په معارف کې د اوږده خدمت له کبله محترم مدير صاحب هره سيمه او د هغې سپينروبي پېژندل او تر ټولو حيرانوونکې دا ده چې هرې فاتحې ته يې تر څو خپلو مبارکو پښو ځواب نه ؤ ورکړى، ځان رساوه، که څه هم د ده گران زامن اهل او خلف (اخلاف) صادق وو، خو د ده تسل پر خپل ځان کېده او بس. حمزه بابا وايي:

څوک صوفي يا فلسفي که ما خبر کړي

زه پرې بار يم، که په ما دى بار د عمر

 

ارواښاد د وزير بابا د اسلام او پښتو مشال په لاس پر شاوخوا سيمو گرځېدلى، هرې دېرې او هوجرې ته ورغلى، چې پښتانه خپل بچي ښوونځيو ته ولېږي. مبالغه يې مه گڼئ، چې مدير صاحب په ځانگړي ډول په ختيزو سيمو کې د خپلې دندې او مسؤليت له مخې د معارف له بنسټ اېښودونکيو څخه ؤ او په دې برخه کې بايد لومړى مقام ورکړ شي. د ولس پر وړاندې د دغه درانه چوپړ د سر ته رسولو عوض که زموږ درانه مشر په ژوند ونه ليد، خو موږ گروهمن يو، چې مدير صاحب د معنويت سمبول ؤ، الله Y به يې آخرت روښانه کړى وي. د نوميالي مفکر استاد الفت غوندې همدغه هيله بس ده، چې:

ښه به وي، که لږ مې دا تياره قبر رڼا کا

که مې رڼا کړى وي، د چا ذهن و ضمير

 

مرحوم مدير صاحب به د سقاوي اړودوړ پر وخت د پښتنو مشرانو کارنامې يادولې، د ځينو شخصي اخبارونو لکه ((د کور غم)) يادونه به يې هر وخت کوله او د جنرال سيد حسن شعر به يې د ټولنيزو واقعيتونو په رڼا کې لوړ هنري ارزاوه، رښتيا هم چې لوړ هنري ارزښت يې لاره. ما تل ښاغلي صميم ته ويلي، چې د مدير صاحب يادښتونه که د يوه ټايپ په وسيله ثبت شي، د پښتو ادب لپاره به يوه ابداعي کارنامه وي، چې صميم صاحب هم راسره منلې وه. همدارنگه به مو تل د پښتو څانگې محصلانو ته ويل، چې پر مدير صاحب د مونوگراف په بڼه ليکنې وکړي، خو څرنگه چې دروند مشر لا په هجرت کې ؤ، نو دا هيله پوره نه شوه.

په پنځوسمو کلونو کې چې زه او صميم د پوهنځي او ليليې ملگري شو، هغه څه چې زه يې متاثره کولم، هغه د صميم لمونځ ؤ، چې په بشپړ حضور، خشوع او خضوع يې ادا کاوه. ما په خپله هم له يوې روحاني کورنۍ سره اړيکې لرلې، خو ده ډېر حيران کړى وم، چې د ځوانۍ ټول بغاوتونه يې قابو ساتل او بيا وروسته پوه شوم چې د صميم په لاشعور کې د ديوبند او فضلاؤ (مورني نيکه علامه مولوي غلام نبي کاموال) اغېزې هم وې او د وزير بابا د اسلام او پښتو د مکتب رجحانات هم.

ارواښاد مدير صاحب ما د وروستي ځل لپاره د کامې د يو سپينروبي او د ده د وراره مرحوم ملک دلاور خان په جنازه کې وليد، چې ډېر زهير او څو کسو بدرگه کاوه، له ما نه يې په روغبړ کې د مرحوم مولينا عبدالکافي صاحب او کورنۍ پوښتنه وکړه او ويې ژړل، چې ټولو حاضرينو هم ورسره وژړل.

هو! دا د دغه درانه شخصيت د خودۍ او استغنا درس ؤ، چې د ده اتل زوى شهيد حميدالله خان د جهاد په لومړيو شېبو کې يو روسى ژوندى ونيو، ډېر تنظيمونو ورته د ډېرو پيسو او بلا کلاشينکوفونو وړانديز وکړ، خو شهيد قوماندان نوموړى روسى حزب ته تسليم کړ، چې د لارې کرايه يې هم پوره نه شوه او څلور سوه کلدارې يې ورکړې.

زه ټولو فرهنگي او علمي اداره او په تېره د معارف وزارت ته وريادوم، چې د ارواښاد مدير صاحب په نامه دې کوم ښوونځى ونومول شي. مزار دې يې جوړ او فرهنگي ټولنې دې پرې غونډې او سيمينارونه جوړ کړي، ځکه ژوندي قامونه خپله ماضي نه شي هېرولاى، که موږ د حال پر هېنداره خپله ماضي ځلول غواړو، نو د ارواښاد مدير صاحب يادغونډې يې تر ټولو لنډه لاره ده.

گور يې گلونه!