اوس رانه مه پوښته چې څنگه يې ته!؟
2009-08-07 14:21:37
دا د ځوان شاعر ښاغلي قسيم گل همت لومړۍ شعري ټولگه ده چې ناگار خپرندويه ټولنه خپلې خپرنيزه لړۍ پرې پيل کوي. په دغه شعري ټولگه کې بېلابېل شعري- ژانري شعرونه شتون لري چې د غزلو توله په کې درنه ښکاري، خو يوه بريا چې دغه شاعر ترسره کړې ده، هغه د لرې پښتونخوا د شاعرانو پر پله د پل اخيستل يانې د سندرو او بدلو ليکل دي، چې ښاغلي همت دغه چاره په کاميابۍ سره ترسره کړې ده.
((ضياء)) روح افغانى ميترس
2009-08-07 13:49:06
د ختيځ نوميالى فيلسوف او شاعر علامه اقبال پر پښتو مين ؤ او کله- کله خو به ورته له عربو څخه هم د فطرت د پيغام رسولو لپاره پښتانه وړ وبرېښېدل. پورتنى شعر له علامه صاحب څخه ځکه پور شو چې يو خو د دې ټولگې ليکوال ((ضياء)) او بل يې د روح په تل کې پښتنه هيله څپانده ښکاري. او که څوک يې له شان او رعب څخه منکر وي، نو وگورئ:
يو څو شېبې د ((نايل)) د شاعرانه گلبڼ له گلويونو سره
2009-08-07 13:47:36
د معاصر ادبي بهير پوهان د شعر د نقد او کره کتنې لپاره درې اصله په پام کې نيسي، چې يوه يې د تورو جذباتي بيه، بل د الفاظو تصويري (انځوريز) ارزښت او درېيم يې د الفاظو سندريز قيمت دى، چې همدغه ځانگړنه د شعر توري له نثره بېلوي.
د مبارکې نبوي ژمنې (امامت) د پلي کېدلو شېبې
2009-08-07 13:35:16
په دې کې به هيڅوک شک ونکړي چې د اسلام له سپېڅلي دين پرته د ژوند داسې هراړخيز قانون نشته چې د بشريت مانوي لارښوونه وکړي، دا سمه ده چې له اروپا او امريکا سره وژونکې زهرجنې وسلې شته او درېيم قيامت (درېيمه نړيواله جگړه) هم رامنځته کولى شي، خو داسې يو نړيوال پيغام نه لري چې تر شا يې د لويديځ ماشين وهلي ارام واخلي او ختيځوال له غلامۍ وژغوري. بلکې برعکس دا دى، وينو چې لويديځ په نړۍ کې د جنگ اور بل کړى او ستړي نړيوال دې ته سترگې پر لار دي چې کله به يو ستر ناجي له الهي پيغامه سره راځي او نړۍ به د زور او زرو د واکمنانو له بدمستيو ژغوري. دا پيغام د اسلام سپېڅلى دين دى او ناجي يې د نبوي مبارکې کورنۍ بختور بچى ((امام مهدي)) دى چې گردو اسماني اديانو يې تصديق کړى او د اسلام د ستر پيغمبر عليه الصلوة والسلام مبارکو حديثونو يې په څرگندو ټکو وړاندوينه کړې ده.
د فرهنگپالي ننگرهار استازې شاعري
2009-06-02 11:25:30
((تاثر له علم او عمل له دواړو نه اوچت دى، ځكه چې ارزښت يې په پايلې [نتيجې] پورې اړه لري او دواړه بهرني اضافات دي. د دوی پر وړاندې له تاثر نه نېغ په نېغه باطني تسكين تر لاسه كېږي، نو څرگنده شوه چې لطيف فن ته پر علم فوقيت حاصل دى. لطيف فن د اخلاقو داسې بېلگې وړاندې كوي چې پرې تر پر له پسې غور وروسته زموږ جبلتونه او خيالات كمال ته رسي، نو د انسانيت د مذهب د لارښوونكيو فرض دى چې هغوی دې په خپل ځان كې فلسفه او شاعري يوه كړي.))
د ((وجود)) او ((شهود)) په باب د محدث دهلوي شاه ولي الله پرېکړه
2009-04-27 03:45:46
شاه ولي الله رحمة الله عليه د نورو ډېرو مسلمانو پوهانو غوندې د ځينو مابعدالطبيعه مسايلو په باب چې د قرآن او سنت له چينې څخه خړوبېږي، ژوره ځيرنه لري او موخه يې دا وه چې د دغو متضادو فکري خوځښتونو تر منځ يو ترکيب، پخلاينه او تلفيق را منځته کړي. ده زيار وگاله، چې د ابن عربي او حضرت مجدد الف ثاني نظريات تلفيق کړي. د شاه ولي الله رحمة الله عليه د دغه تلاش د ښې پوهېدنې لپاره به د دغو دواړو مفکرينو نظريات را لنډ کړو.
د نويو انځورونو شعري بهير
2009-04-27 03:43:08
د يونان مشهور فيلسوف اپلاتون، شاعر ځکه له خپل خيالي جمهوريت نه تبعيد ته اړ کړى ؤ، چې له نظره يې شعر نه گټه لرله او نه په کې عقلي استدلال ترسره کېدلاى شو. فيلسوف ملامته هم نه ؤ، ځکه د ده د هغه وخت ټولنې شعر و شاعري ډېره لمانځله، لوړ مقام او درنښت يې درلوده؛ همدغه لامل اپلاتون دې ته اړ ايست چې د هنر په باب شکمن شي او د دې پر ځاى چې د شعر کره کتنه وکړي، بېخي ترې منکر شو، ځکه چې شعر هنر او ښکلا ده، خو فلسفه د حضرت علامه اقبال رحمة الله عليه په وينا:
د شاعر او شيخ نه پخلا کېدونکى دريځ
2009-04-27 03:40:46
که د ختيځ د ادب ستر توکى (شعر) وکتل شي، نو له بابا ادمه تر دې دمه سره چېرې شيخ او شاعر پخلا شوي نه دي او بيا په پښتو شعر کې خو دغه بهير ډېر څپاند ښکاري. شيخ چې ومري، څه ترې پاتې نشي، خو شاعر دا د تورو ټکيو قلندر تر محشره توره په لاس ښکاري؛ ځکه تور ټکي ښه ميراث دى او هغه د چا خبره چې خداى (ج) له نور هر څه خبرې ښې گڼلي، ځکه له اسمانه د لومړي ځل لپاره خبرې راولېږل شوې، که نه؟ له خداى (ج) سره خو سره او سپين هم ډېر وو.
د نوښتگر ((فهيم)) يو بل نوښت
2009-04-27 03:35:43
ښاغلى فهيم ځوان او ځيرک ليکوال او شاعر دى، پر شعر او هنري نثر سربېره دا دى، د فلسفې تر سرليک لاندې يې په زړه پورې څېړنه کړې ده او داسې يوې چارې ته يې لاس اچولى چې هيڅ پاى نه لري.
د ارواښادې ترور شوې شاعرۍ شاعر
2009-04-27 03:26:25
د مجاهدينو د برياليتوب په ړومبيو کې يوه ورځ گران (ازمون) د جلال آباد په ښکلي ښار کې پر يوه دوکان وربرابر کړم. هلته مۍ، وريجې ږيره، په صورت او سيرت متشرع، يو خوش خويه خندا پر خوله يو څوک ناست ؤ. دا ړومبۍ مخامخېدنه دومره په زړه پورې او راکښونکې وه چې بيا به زما غوندې ډېرو لټو خلکو هم هلته تگ راتگ کاوه. دا دوکان نه ؤ، د مرحوم (خليق صاحب) د قصه خوانۍ دېره شوه. مبالغه يې مه گڼئ، ولسي شاعر پتنگ هم ليدلې وه، خو عجيبه دا وه چې له دغه ټول تکلف سره- سره کله هم د کوربه تندى گونځې نه شو، دا ډېر مينه ناک شخصيت، شاعر او ليکوال عبدالغني هاشمي ؤ چې پرې خداى (ج) د حج لورېينه هم کړې ده.