په تورتم کې

دا د بنگالي ليکوال ښاغلي رابندرنات ټاگور له خوا ليکل شوى ناول دى چې ځوان ليکوال او شاعر ښاغلي شفيع الله تاند په ساده او روانه پښتو ژبه ژباړلى دى او ناگار خپرندويې ټولنې په ښکلي صحافت او ډيزاين سره په اټکلي ډول په ٢٤٠ مخونو کې چاپ کړى دى.

اوس رانه مه پوښته چې څنگه يې ته!؟

دا د ځوان شاعر ښاغلي قسيم گل همت لومړۍ شعري ټولگه ده چې ناگار خپرندويه ټولنه خپلې خپرنيزه لړۍ پرې پيل کوي. په دغه شعري ټولگه کې بېلابېل شعري- ژانري شعرونه شتون لري چې د غزلو توله په کې درنه ښکاري، خو يوه بريا چې دغه شاعر ترسره کړې ده، هغه د لرې پښتونخوا د شاعرانو پر پله د پل اخيستل يانې د سندرو او بدلو ليکل دي، چې ښاغلي همت دغه چاره په کاميابۍ سره ترسره کړې ده.