حميديار او د زنځيرونو مسته شرنگا يې

يو ځل د هېواد نامتو عالم او ادبپوه علامه رشاد رحمة الله عليه ويلي وو: ((شعر د روس د يرغل پر وخت حماسي او رزمي دى، کله چې دا شېبې تېرې شوې، بېرته به د خيال، ښکلا او رومانيت لمنه ونيسي.)) د ارواښاد استاد له څرگندونو ښکاري چې شعر د ټولنې له بدلون سره خامخا تغير مني او ترې بې پاتې کېدلى نه شي.

د خالص بابا پرليکه د استاد ناگار شعر

هر څه سندريز شول شرنگهار د زولنو ته مې + وچاودې سپېدې د شپې سهار د زولنو ته مې

د گران فضليار غزليز نوښتونه

ځينې خلک په دې عقيده ښکاري چې خپل کولتور او مقدساتو ته سپکاوى او يا ستغې سپورې په ادب کې بغاوت دى او پر دې ډېر خوښ وي چې د باغي شاعر او ليکوال په نوم وپېژندل شي؛ حال دا چې د ادب ژبه د هنر ده او هنر له ښکلا پرته بل انځور نه لري. په سپکو او سپورو کې به جذبه وي، خو هيڅکله ورته فن ويلى نه شو او نه ښکلاييز ارزښت لري. دغه ډول شعرونه په اصل کې له فکري او ايډيالوژيکي ستونزو نه زېږېدلي ښکاري او ادبي بغاوت نه دى.

هغه پگړۍ، هغه پکول

د استاد فضل ولي ناگار نوى شعر

د ناگار ژوند او قلمي- هنري يون

استاد فضل ولي ناگار د افغانستان او سيمې په کچه هغه پېژندل شوې څېره ده، چې په خپلو نازکخيالو بولل شويو شعرونو سره به د پښتو ادب پر هسک د يوه تلپاتي ځلېدونکي ستوري غوندې ځلي او د برې پښتونخوا د غزل او ادب لمن يې پر خپل روان او له مانا څخه ډک فن باندې رنگينه او گلورينه ساتلې ده او ساتي به يې.

څو شېبې د ځوان شاعر ((ساپي)) په شاعرانه گلبڼ كې

ادبي كره كتونكيو د شعر د تورو (الفاظو) لپاره درې ډوله بيه ټاكلې ده، چې لومړۍ به د شعر توري انځوريزه بيه لري، دويم به داسې الفاظ غوره كېږي چې موسيقي او آهنگ به لري او درېيم به يې حسي بيه لوړه وي. په يوه ژبه كې هر ډول توري وي، چې ځينې يې خواږه او زړه راكښونكي وي، خو ځينې يې ثقيل، بد او مكروه وي.

يو تاثر

نن د پښتو ژبې د وتلي، وياړلي شاعر او ليکوال هنري، ادبي زېږونو او خدمتونو ته د درناوي له امله په دې غونډه کې سره راټول يو او ده ته د ده د شعر پر وړاندې خپل احساسات او ولولې ورښيو، دى ستايو او د شعر شمله يې نوره لوړول غواړو. دا وياړ د لږو او د گوتو په شمېر کسانو کله- کله په برخه کېږي. ده د عصر او مهال په پښتو شاعرانو کې د شاعرانه ځغل په ډگر کې د خپل نېلي لار پرانيستله او له بل هر چا مخ ته شو.

استاد ناگار، د اسلامي انقلاب ژمن غزلبول

استاد فضل ولي ناگار د اسلامي جهاد يو له هغو سرخېلو فرهنگيانو څخه دى، چې دغه ستر اسلامي اوښتون ته يې د ژمنتيا لاس ورکړ، هرکلى يې وکړ او د وينو په بدل کې يې وپاله. که حمزه بابا پښتو غزل د تصوف او حقيقي مينې پر اساس معراج ته ورساوه، نو استاد ناگار لومړنى شاعر دى، چې پښتو غزل يې انقلابي کړ او د اسلام په مورچل کې يې لکه د حضرت خالد بن وليد (رض) توره وځلاوه.

عبدالرحمان بابا، د بگرامي تركو لاهوتي سندربول

شعر و شاعري تل له تصوف سره همغاړې او د عرفاني افكارو تر ټولو ښه انځورگره ده. عرفاني تفكر د شعر رنگ لري. صوفي او عارف تر هر څه ړومبى ((اهل دل)) دى، چې د عواطفو، احساساتو، ذوق او خيال په فضا كې په الوت ښكاري، نو تر ټولو ښه ژبه چې د شور، وجد، حال، غلى احساس او د زړه ترجماني وكړي، بې له شكه شعر دى.

د هېواد د معارف د ستر خدمتگار او لوى حقدار خواشينوونکې مړينې د وزير بابا دور ته د پاى ټکى کېښود

فضل ولي ناگار د ننگرهار پوهنتون استاد

له استاد ناگار سره د رڼا مجلې مركه

زما شعر بايد د توحيد او تکبير د زمزمو انځور وي

له استاد ناگار سره د ژوند مجلې او اصلاح آنلاين مركه

د لويديځ د فرهنگي يرغل غبرگون د شاعر او ليکوال دنده ده!

له استاد ناگار سره د ورښت مجلې مركه

شاعر هغه عابد ته ورته وي، چې د خپل روح په معبد کې اوسي. کله چې د شعر خيال راباندې راشي، که پر لار کور ته روان يم، نو د کور لاره رانه غلطېږي.

استاد ناگار ته!

گناه دې د ثواب پر اوږو باره راروان يې- دار تا ته درروان دى، ته تر داره راروان يې

په تورتم کې

دا د بنگالي ليکوال ښاغلي رابندرنات ټاگور له خوا ليکل شوى ناول دى چې ځوان ليکوال او شاعر ښاغلي شفيع الله تاند په ساده او روانه پښتو ژبه ژباړلى دى او ناگار خپرندويې ټولنې په ښکلي صحافت او ډيزاين سره په اټکلي ډول په ٢٤٠ مخونو کې چاپ کړى دى.

Page 1 of 2 | Results 1-15 of 25
1 | 2 next