غزل راځه <<خیال>>

راځه

 

دواړه سترګې دې لږتورې کړه راځه

امېلونه دې درپورې کړه راځه

یووار بیا دبڼوبریدراباندې وکړه

دزړه ستنې مې نسکورې کړه راځه

له تندي دې دلونګوخوشبويي ځي

تورپېکی دې دورې دورې کړه راځه

که زمادزړه توتي په دام کې ساتې

دازړې لومې دې نورې کړه راځه

چې ځواني دې په نظر نشي له مانه

غوړې څڼې دې لږ سپورې کړه راځه

که  د <<خیال>> د اوسېدوخونې ته راشې 

دروازې درسره پورې کړه راځه