دشك روژي په اړه
2009-09-07 18:32:31
دشک روژي په هكله لنډه خبره داده چې كه سړى دشعبان ديرشم ورځ په دي نيت روژه ونيسي چې كيداى شي داورځ به درمضان المبارك وي اوموږ به مياشت نه وي ليدلى نو په دي نيت سره دا روژه بالاتفاق مكروه تحريمي ده .
اوكه يوسړى [دشعبان ټوله میاشت ] روژي نيسي اتفاقا دده دروژي ورځ دشك روژي دورځي سره برابره شوه نو په دي ورځ دداسي سړي نفلي روژه بالاتفاق جائز ده .
اوكه یې په دي ورځوكي دروژي دنيولو عادت نه وو، اوده دنفلو په نيت یې روژه ونيو ه، نو دائمه ثلاثه په نزد ددي سړي روژه جائز ده ،اوداحنافو په نزد عوامو ته نه ده جائز ،او خواصو ته جائز ده .املاء الشیخ عثماني للترمذي 519\2
له خواصو څخه هغه څوك مراددي چې دشك روژي په كيفيت او څرنګوالي پوهيږي ،يعني خواص چونكه ددي روژي خا لص نفلي نيت كولى شي ،اوله شك څخه يې ايستلى شي ،همدا راز په دي پوهيږي چې داپه رمضان باندي اضافه نه بلكه خالص له ځانه دخپل ثواب لپاره ده ،نوځكه خواصو ته جائز ده،ليكن عوام چونكه له داسي نيت كولو څخه عاجز دي ،اوله بلي خوا هغه دزيادت وسوسي او توهم څخه خالي كيدلى نشي ،نوځكه دي هغه داروژه نه نيسي ،كه یې نيولي هم وي نو وورسته دي ماته كړي ، اوكه یې ونيسي نو دغه روژه يې هيڅ اعتبار نه لري، ځكه چې دروژي په نيت كي جزم اوتيقن شرط ده . اودروژي لپاره نیت شرط ده
في الدرالمختار 406\3 وﺇلا يصومه الخواص ويفطر غيرهم بعدالزوال به يفتى نفيالتهمةالنهي وكل من علم كيفية صوم الشك فهومن الخواص والا فمن العوام ،والنية ان ينوي التطوع على سبيل الجزم ... ولايخطر بباله انه انكان من رمضان فعنه الخ وفي ردالمحتار تحته اى لايردد في النية بين كونه نفلا ان كان من شعبان وفرضا ان كان من رمضا ن بل يجزم بنيته نفلا محضا الى قوله وانما فرق بين المفتي والعامة لان المفتي يعلم ان الزيادة على رمضان لاتجوز بخلاف العامة فانه قد يقع في في وهمهم الزيادة فلذا كان فطرهم افضل بعد التلوم الخ .
البته په دي وروستۍخبره كي علامه ظفراحمدعثماني رحمه الله [داعلاء السنن اونورو ګڼ شمير ستروكتابونو مؤلف ] وايې چې په دي ورځ دي خواص هم روژه نه نيسي لكه همدارايه چې داحنافو په مقدمينو كي د محمد بن سلمة رحمه الله هم ده .
في امداد الاحكام 102\2 لكن الاولى عندي قول محمد بن سلمة من الحنفية ان افراد يوم الشك بصومه خلاف الاولى والفطر فيه افضل للعوام والخواص جميعا الخ
والله تعالی اعلم