چې هر وخت غواړم صنم د چا پرې څه

چې هر وخت غواړم صنم د چا پرې څه

چې هر وخت يې يادوم د چا پرې څه



ماته مه وايه چې مينه کې سور اور دى

ځان په اور چې سوځوم د چاپرې څه



بې له مينې په دنيا کې لويه خدايه

نور چې هيڅ نه پيژنم د چا پرې څه



خپل مې سر خپل مې وجود خپل مې تاوان دى

که خپل سر تاوانوم د چاپرې څه



دنيمګړي دنيا کار او بار چې نکړم

ژوند همداسې تيروم د چاپرې څه



نه په شور او نه په اه مې څوک پوهيږي

سترګې سرې که ګرځوم د چاپرې څه



چاته نه وايم چې ښه که زړه مې بد دى

ګريوان څيري ګرځوم د چا پرې څه



پريږده پريږده چې زخمونه مې جوړ نشي

که پرې مالګې دوړه وم د چا پرې څه



د ګريوان په سرخولاره وي د اوښکو

زه پرې وينې تويوم د چې پرې څه



ددنيا خلک د وايي ليوانۍ دى

بيت الله مينه کوم د چا پرې څه



بيت الله خوست