جوهي چاولا : ډېر ژر به نوي فلمونه نندارې ته وړاندي کړم
2012-02-01 15:54:28
تېره اوونۍ
د هند ټايمز مجلې يو داسي راپور نشر کړ چې د هندي سېنما وتلي ستورۍ جوهي چاولا به
ډېر نوي فلمونه نندارې ته وړاندي کړي . جوهي چاولا يوه له هغو ښځينه لوبغاړو څخه
ده چې، له تېرو درېيو کلونو راهيسي يې په
هېڅ يو نوي فلم کې کارنه دى کړى، خو په دې وروستيوکي په داسي حال کې بيرته فلمي نړۍ
ته راځي چې د همدې سېنما ډېريو پخوانيو لوبغاړو بيرته فلمي نړۍ ته مخه کړې ده.
داپه داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د همدې سېنما يو بل نارينه ستوري درمندر هم فلمي نړۍ ته د بيا راتګ خبره کړې وه.