په ملاکنډ کې لا جنګ روان دی

په ملاکنډ او شاو خوا سېمو کې لا جګړه روانه دی، دواړه خواوې مختلفې ادعاوې لري.

پاکستاني چارواکي وایي چې ۷۵۰  جنګیالي یې وژلي دي ، همدارنګه ۲۹ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۷۷ ټپیان دي، د پوځ ویاند اطهر عباس وایي چې ډېری سېمې یې له طالبانو نه نېولي او فوځونه یې د پرمختګ په حال کې دي، خو  د طالبانو ویاند مسلم خان دا خبره ردوي او واي چې یواځې دولس ملګري یې وژل شویدي، نوموړی زیاتوي چې ملاکنډ د طالبانو په لاس کې او ملګري یې په مختلفو ځایونو کې د پاکستاني پوځ سره په جګړه بوخت دي.

د یادولو وړ ده چې دیارلس لکه وګړي له سوات او ملاکنډ نه بې کوره شویدي، چارواکي واي چې دوي ټول بې کوره وګړو لپاره به په کېمپونو له جلوزي چې پخوا پکې هم پښتانه افغان مهاجر اوسېدل او نور کېمپونو کې  ځاي وي، خو اسانتیاوې نشته، په همدې خاطر یې په نړیوال غږ کړی چې ورسره مرسته وکړي.

د بې کوره تنکیو کوچنیانو یو څو انځورونه دی دلته یې کیکاږي