غزل
2011-08-16 05:38:33
دا کاڼي او دا بوټي دا هرڅه د بل په خوا وي ټول کلى د هجران سره ملګرى وي، چې ځم
غزل
2011-08-16 05:26:56
د هجر تورو شپو ته يو اميد د سباوون شته نو ځکه مې په زړه کې هيله پاتې د ژوندون شته هر څو که مې جانان ده لباسي خندا زده کړې خو خوى په کې تر اوسه د ساده بوده پښتون شته
قرباني
2011-08-16 05:21:01
په کلي اوازه ګډه وه چابه ويل پلار يې داکار کړى، چا څه ويل او چا څه، چا به پکې دځانه يو څه مرچ او مساله ورګډه او ډول ډول خبرې به يې کولې، خو په رښتينې توګه يوازې دوه کسه خبر وو، چې يو ګلاب ماما د سپوږمۍ پلار او بل ضمير ؤ. په حجره کې دڅلورو پنځو کسانو په شاوخو کې خلک ناست وو، چې دسپوږمۍ ماما او نيکه هم وه ناستو خلکو ټولو په ګلاب ماما سترګې ګنډلې وې او په پوښتونکي نظر يې ورته کتل....
نوروز په بله بڼه
2011-08-16 05:17:34
د نوي کال اوله ورځ وه هرې خواته خلک خوشاله وو، هر چا يو بل ته مبارکي ورکوله د سخي صاحب جنډه هم پورته کېدله او په ښار کې هرې خواته مېلې کېدلې،يوې خواته به اتڼ جوړ وه او داوږدو څڼو ځوانانو به ورته څڼې غورځولې بلې خواته به سندرې او بدلې ويل کېدې، چې خلک به ورته داسې په شوق ولاړ وو، چې تا به ويل کوم پيري دانسان بڼه خپله کړي او خلک يې تماشه کوي اوپه حيرانۍ ورته ګوري،ډېرى خلکو به نوې جامې اغوستې وې او يوې او بلې خواته به لر بر کېدل، ښار داسې په خندا ګانو کې پټ وه، چې سړي فکر کاوه دې خلکو بيخي غم کله نه دى ليدلى او يوازې دخندا لپاره پيدا شويدي،مېلې ته زياتره ځوانان راټول شوي وو خو ځاى ځاى به پکې سپين ږيري او ماشومان هم تر سترګو کېدل، چې ښايسته جامې به يې په غاړه وې>>>>...