لمړى چانس ګټور وي ،ګيلانوال

لمړى چا نس ګټور وي ::ګيلانوال

 

په يو ه كلي كې ديوه بزګر ډيره چټه لور وه خداى ورته ښكلا او ښه اندامونه چې په ليدويې دشپيتو كلونو دسپن ږيري زړه كې هم يو څۀ ورتيريدل وركړې وه ، ډير زړونه پرې تړلي وو  او په زړه كې يې ددي له غوښتنو سره دخيالونو په دنيا كې شپې  رڼې  كولې .

يو ځوان ډيرزړه پر بايللي، نوردځان تم كيدل ورته ګران اوتروس ورته تيره شوې وه  ترځواخير يې پلارته ورغلى او ددې  غوښتنه يې ترې  وكړه ، بزګر چې ځوان ته وكتل ښه پرله جوړ دى  له رنګه او قد وقامت برابر دى  نو په هوډ اوهمت كې دازمويلو لپاره يې  د ا شرط ورته وړاندي كړ، چې په كرونده كې يوه  ګورنډ ه د ه درې   غوايې پكي ولاړدى  زه غوايې راخلا صوم دهريوه لګۍ  چې دي ونيوله ،  لور مې ستا شو ه . ځوان په  خوښه شرط ومانو  ، له ځانه سر ه يې وخندل شرط ورته اسانه ښكاره شو ويې ويل چې داخودونه خبره نه ده په زړه كې دكوړوپه ماتولوشو ، دګورنډ ي مخامخ يې په مناسب ځاى كې  ودراو  بزګر ولاړى دګورنډي دروازه يې پرانستله چې ګوري يو لوى  ښكرور اومست غويې راووت چې له مستې يې په ځمګه ښكران منډل په منډه شو ددي پرځاى چې پرورټوپ وهې تر لګۍ يې ونيسږي وويريدو دونه لوى غويې يې تراوسه نه و ليدلي شاته ولاړ، دبل په تمه  شو ،

 دوهم غويې هم  ډيرلوى   و له مستې يې سوڼكى ،واهو له خولې يې ځګونه  بهيدل ، پورته پورته غورځيدو راووت شاوخوايې وكتل په منډه شو ده لار ورخوسې كړه يوې  خواته ودريد و ددريم غويې په تمه شو ،له ځانه سره يې وويل چې  هر ډول كيږي ددي غوايې لكې بايد ونسيږي، نورغوايې هم خلاص شول .

كله چې دروازه خلاصه شوه دريم غويې راووت ډير كمزورى او ډنګروو،ځوان ورته خو شحالي شو لاسونه يې سره وسرويل تياره ګوله په لاس ورغله ترغوايې  ځان غښتلى ښكاره شو، شونډي يې ويړي كړې  ترلاس لاندي يې وليد پرورمنډه يې كړه تر غوايې ښوى تيرشوه  چې ورته ويې كتل دغوايې لكې نشته لاسونه يې ټك وهل  حيران پاته شو . دښه فرصت په تمه چې ترلاس لاندي غويې  به  ترلكي ونسيږي ، خو بخت يې كارونه كړ لمړى   چانس يې له لاسه وركړترلاس لاندي ډنګر غوايې  لكۍ نه درلود ه .

                           پاى                    ژباړه :   رحمتي ګيلانوال

 

 

 

                                                استازي درواغ

 

وايې چې  يوځيرك او په د رواغوكې ماهر اورسيدلي ځوان موټر چلاوو تل به ډير تيزروان وواوترافيكي مقراراتوته يې پاملرنه ،نه كوله ، يوه ورځ پر لاره دډير تيزتګ له  امله د ترافيكو ورپام شو پسې ولاړل ويې دراوو ترافيك موټر چلونكي ته وويل :

 - ښاغليه ليسنس موراكړئ ؟

- نه يې لرم  له پنځمي غلطي وروسته يې باطل اورانه واخيست .

- دموټر جواز سير راښكاره كړه ؟

- داپردى موټر دى  غلا كړى مې دى نه يې لرم .

- ايا ته ريښتيا وايې موټر دي راغلا كړى دى ؟

- هو موټرد غلا دئ ،  فكر كوم كله چې مې موټر راغلا كاوو نوپه داشبوردكې  مې  تو پنګچه ښووله جوازسير لويدلى  دى.

- ايا ته په داشبورد كې تو پنګچه هم لرې ؟

- هو صاحبه دا خو نن يو وړه خبره ده هر ځوك يې له ځانه سر ګرځه وي كله چې مې دموټر خاوند

 وواژونو مې مړى په ډكۍ كې كيښود داهغه تو پنګچه ده يو سړى يې هم وژولى دى .

- دموټر په دكۍ كې مړي هم پروت دى ؟

- هوښاغليه  همداسې ده موتر د غلا دى ، خاوند يې وژل شوى دى ، مړى په ډكې كې پروت دى ، تو پنګچه هم په داشبوردكې،  نورته ورته ګوره ځه  خيال دي دى ولاړشم اوكه  ځه ويل غواړې.

ننه چيرته تلاى شې راكړه دموټر كيلي ، ته غل  او قاتل يې ،

 موټر چلونكې ارام په موټر كې ناست و .وروبۀ يې له ځانه سره وخندل .ترافيك ډير ويريدلي ښكاريد و وارختاوو ژريې  لوړو چارواكوته تليفونونه وكړل خپله لري  ودريد و  په يو ه شيبۀ كې دپوليسو دموترو ناري دي راورسيدل پر موټر راوځرخيد ل ، وسله ولاو پوليسو سنګرونه ونيول پر موټر چلونكې يې توپكان راكښته كړل ، موټر چلونكې ارام ناست دى ، مشرافسرحالات وځيړل دموټر چلونكي عادي بڼه چې وليده حيران شو

موټر چلونكى يې راكښته كړ له پلټولو ورسته  يې ورته  وويل :

- بښنه غواړم كولاي شم ستاسو ليسنس ووينم ؟

ولي نه ښاغليه زه ستا سو په خد مت كې يم دامې ليسنس دى .

- لسينس مو سم دى اوس جواز سير راښكاره كړئ ؟

- ښاغليه واخله دامى جوازسير دئ .

- جواز سير هم سم دى ،كيلي راكړه ستا په داشبوردكې تو پنګچه شته ؟

-  صاحبۀ داته ځه ډول خبري كوئ زه يو غريب سړى يم ځنګه تو پنګچه ګرځولاي شم سهار په خواري غريبي پسي راووځم ترماښامه پوري عيال ته د يوې ګولې  ډوډۍ په پيداكولو پسې پكويم .

- ته بآورلرې چې تو پنګچه پكې نشته ؟

- هو دادئ ويې ګوره هيځ شئ پكې نشته .

- سمه د ه په داشبوردكې خو څه شئ نشته كولاي شې دموټر دشا ډكۍ خلاصه كړې  ماته ويل شوي دي چې مړې پكې پروت دى ؟

- توبه خدايه توبۀ ښاغلي قربان دي شم داځه ډول خبري كوئ توپنګچه  مړى داتاسو ځه واياست دادى  ويې ګوره يو دايشټپنۍ  ټير پروت دى نور شى  هم پكي نشته ، داكوم كورگډ ي دونه درواغ درته ويلي دي موږ غريبان خلګ يو له تو پنګچواو مړو سره ځۀ كارولرو ، تا وكتل ټول اسنادونه مې سم او هيڅ هم په موټركې نشته .

افسر چې وكتل هيځ شې نشته او اسناديې هم ټو ل سم دي لاسونه يې پرډ ډ و ونيول په يو ژور فكر كې ولاړى سريې  وښوراوو ويې ويل:

- زه نه پوهيږم داځنګه پيښه وشوه كوم ترافيك چې ته درولى وې ماته يې راپورراكړچې موټردغلادى  په داشبوردكې تو پنګچه پرته د ه  او په ډكۍ كې  مړى ، موټر دغلا دى  موټر چلونكى  ليسنس او جوازسير هم نه لري،   

موترچلونكى چې دافسر خبري واوريدي  دترافيك ټولي خبري ورته درواغ ښكاره شوې يوه هم ريښتيا نه شوه له موقع په ګټه اخستنه كې شو دستې يې سروښوراوو افسرته يې وويل :

- صاحبه دي ترافيك ټول درواغ درته ويلى دي تاهر څه وليدل چې سم دي او شې هم نشته دي دراغ ځن به حتمي دا درواغ هم درته ويلي وي چې داموټر ډير تيز روان ووكه ځنګه ؟

                                                            ژبا ړه  : رحمتي ګيلانو ال