دا بلاګ دم ګړۍ په ليکه ندی.

طالبان د غزني په ښاركې ! رحمتيار

 

طالبان  د غزني په  ښاركې !  رحمتيار

غزني دكندهار پرلويه لاره دكابل ځخه په 140 كيلومتره فاصله كي پروت دي  ،چي له تيرو درو كلونوراپه دي خوا په  ولايت كي  دنالايقه ، غلو روشوت خورواو جنګسالارانو چارواكو دناوړو عملونواوخلګو ځوورنوله امله  امنيتي وضعه دوراني خواته روانه شوه  چي نن دغزني امنيت يوازي دوالي تركوره پور محدود شوي دي،

دكابل كندهار لويه لار  له ښارونو پرته  دطالبانو په لا س كې  ده  اوټولي ولسوالي له كوچنيو با زارونوپرته اودهزار ه ميشتو سيمو چي ځلورولسوالي كيږي  نوري  دمخالفينوپه لاس كي دي ، دولسواليوپه ځلوروديوالونواوودانيوكي واكمني شته ، چي دخلګودځورولواورشوت اخستلولپاره تيرينه كا را خستل كيږي ، دسيمي ټول خلګ خپلي هرډول ستونزي په طالبانو حل كوي  ، هغه يې قو مي مشرانو ته راجع كو ي سرغړونكي ته بيا دوئ خپله سزاروكوي،

، دټاكنو لپاره كمپينونه يوازي په ښاركي دځو عكسونواو كوچنيو ،كوچنيو غونډوپه جوړولوسره سرته ورسيدل چي  خلګ ورته په زړه ورتيا نه شواي ورتلاي .ځكه په ښاركي دطا لبانوتر كنترول  لاندي ول ،

هغو كانديدانو چي هوتلونه په كرايه نيولي او له ځانويې حاتم طايې جوړكړي وو خلګوته يې د ډوډۍ وركولې ، له دي لاري غوښتل خلګ په ځوپيسواويو نس ډوډۍواخلي او ورنه  يې درايو غوښتنه كو له  ،. چي دې كار له  خوارانوسره څوورځي  ډيره مرسته كوله،  خوخلګ پوهيدل چي تاسوته  رايه دركول په ټولوجرمونوكي دګډون مانالري ، دخورا نو  لپاره ديوه نس اړول هم لكه يو ورځ چي دپاچاهي پرتخت كيني  گته وروو.

دغزني ولايت په ټولو ولسواليوكي طالبان يا  ددوئ  په ژبه  اسلامي امارت واكمن دى، يوازي دولسوالي بازارونه تردولتي واكمني لاندي دي ،

په ټول هيواد كي ټاكني  له دوانديښنو سره مخامخ دي  يو داچي  درغلي به وشي اودوهم  د امنيت نه شتون .

دواړه انديښني پرځاى اواوس يې عملي لاره غوره كړيده ، په ولايتونوكي واليان او چارواكي دخپلي  خوښي كانديدته  كمپين كوي ، رايه ورته راټوله وي ،

په غزني كي هم همداسې وضعه روانه ده  چي  ښاغلي والي  صيب  ،د ټاكنو دكميسون په مرسته له نورو چارواكوسره  په زرګونه كارتونه ترلاسه كړي دي او  خپلو كسانوته يې وركړي چي په ضندوقونوكي واچوي ،

 دوي پوهيږي درغليوته زمنيه برابره ده ، ځكه خلګ  اماراتيان نه راپريږدي  نمونه يې ليكلي شوي دي ، نوداد درغليوته ښه لاره ده .

  دولايتي شورا كانديدان هم داسې درواخله چاچي له والي سره خبره غوټه كړيده هرځوك چي ده دهغه دبرياليتو ب چانس شته خو چي خلګ يې غواړي اوښه خلګ دي هغوته چانس دبرياليټوب لږ دى ،

ايا څوك شته چي ددي درغليو مخه ونسيږي ؟

كه كانديدان اونور  كاركونكي پر وخت عمل ونه كړي نو ددغو درغليو مخنيوى ډئر ګران كار دى

دوهمه انديښنه امنيتي برخه كي د ه :

 نن مي په ازادي راډيوكي واوريدل چې دغزني خلګو قومي مشرانو دټاكنو دمركزونوځخه دساتني لپار ه دډاډمن امنيت  درامنځ ته كيدو لپاره سينه وهلي ده ،

راشي لمړي ددغو قومي مشرانو  په اړه لږ مالومات وړاندي كړو چي ځنګه په كومو امكاناتو سره په كوم توان  له دي مركزونودفاع كوي .

دغزني خلګ په دي پوهيږي   ټول ولايت ، له بازارونو پرته  داماراتيانو ترلاس اوولكي لاندي دي ،

قومي جوړښتونه  په سياسي  او قومي ډول  ، وران شوي دي ، داسي قومونه نشته چي هغو دي داسې مشرولري چي ټول قوم  پرراټول شي ، اوكه ځوك  داناري وهي او سيني ډبوي  دوي تشريفاتي  مشران دي  هيځ ډول  قومي ملاتړ نه لري  چي له اماراتيانو دي خپله سيمه    وساتي ، دوي دولايت په ودانيو كي له چارواكوسره   دډالرو دهضموولوسره لپاره هلي ځلي كوي . 

 

داچي ټاكني طالبانو تحريم كړي نوددي  كاردپلي كولولپاره يې دغزني په ولايت كي  عملي ګامونه  پوره كړل، له ځوورځوراپه دي خوايې په سيمو كي  امرونه اعلان كړي دي او پرون ماښام يې دغزني ولايت دمقام سره نژدي ، په شل (20)  متري ساحه كي دجامع مسجد پرديوالونو  باندي داليكونه وځړيدل ، سهار ټول خلګ حيران ول چي په ښاركي  دولايت په ځنګ دداسې ليكونو ځړول داماراتيانو  دواكمن او اغيزمنتوب پيل نامه ده ،

په ټولو مسجدونوكي داليكونه ټكوهل شوي و ،  په خلګو كي يې ويره خوره كړه ،

سهار دبازار هغه د وكا نو نه  چي   له ا طرا فو يې خلګ راتلل  تړلي   و، 

په بازاركي ويره خوره وه خلك ويريدلي ښكاريدل ، تريوډول ، روحي  فشارلاندي وو، خلكوداسې احساس كاو چي  تريو ډول تعقيب لاندي دي ، دوي پوهيدل چي اماراتيان په ښاركي دي او وضعه ځاري،

په ښاركي خلګو ددغو ليكنو په ليدو سره  داوانګيرله چي رايه كارول ځونه له لوي ګواښ سره مخامخ دى   ، اوله  دونه لوى ګواښ سره خلګ نه غواړي  ځان مخامخ كړي ، 

په پاڼو كي  له خلګو نه داغوښتل شوي  چې  ::

هيځوك بايد رايه كارنه كړي او دټاكنو مركزونوته ولاړنه شي ، ځكه درايو كارول  ديرغلګرو وحشيانه ظلمونو ته  مشروعيت وركول دي  او په ټولو جر مونو كي ګډون دى ،

---  له كليو او لري سيمو خلګ حق نه لري چي بازارونوته ولاړشي ،

هيځ موټروا ن دا حق نه لري چي   خلګ بازراته يونه سي ،

ټو ل خلګ بايد كارتونه  داماراتو  اړوندو  مسولينو ته وركړل شي ،

===  كه چا ر ايه وكاروله  ، دټاكنو مركزونوته ولاړشي ، له هغو سره به داماراتو دمجازاتو له قانون سره سم چلند وشي ، بياحق دشيكايت نه لري ،

داهغه ليكونه  دي چي دغزني دبآزار په ټولو مسجدونو كي  خواره  او ځړيدلي دي ، دادولايت سره نژدي لګيدلي دي ،

په اطرافوكي  خګوته هر ه ورځ تبليغ كو ي اوددوي تركنترول لاندي دي .

دولت له ټولو وسله والو اونړ يوالو ځواكونو سره ونه شواي كولاي  داسې  امنيت راولي چي  خلګ ډاډمن  كړ ي،

دولت ناري وهي چي موږ كولاي شو امنيت وساتو او خلګ دي په ډاډ مركزونوته ولاړشي ،

خوپرون   د ملي دفاع وزير داحقيقت ومانو چي مو ږ نه شو كولاي  دټاكنو لپاره ټول امنيت وساتو

وبه ګورو له دي غړكي به كوم كوچ راووځي چي داولس سپيره اووچ وير جن ټپونه غوړه ولاي او جوړه ولاي شي ،   پوښتنه داده چي دناټو او بهرنيو ځواكونو له ډيردو سره سره بياهم دهري ورځئ په تيريدوسره ولي امنيت ورانيږي اوخلګوته سوله نه شي راوستلاي ؟

ايا دانړيواله مرسته اوكه يرغل دى ؟

 اولس بۀ ترځو له دغو مالي ځاني او دسرله  ګواښونوسره ژوند كوي ؟

            پاى                         رحمتيار