لمړى چانس ګټور وي ،، رحمتي ګيلانوال

لمړى چا نس ګټور وي :: رحمتي ګيلانوال

 

په يو ه كلي كې ديوه بزګر ډيره چټه لور وه خداى ورته ښكلا او ښه اندامونه چې په ليدويې دشپيتو كلونو دسپن ږيري زړه كې هم يو څۀ ورتيريدل وركړې وه ، ډير زړونه پرې تړلي وو  او په زړه كې يې ددي له غوښتنو سره دخيالونو په دنيا كې شپې  رڼې  كولې .

يو ځوان ډيرزړه پر بايللي، نوردځان تم كيدل ورته ګران اوتروس ورته تيره شوې وه  ترځواخير يې پلارته ورغلى او ددې  غوښتنه يې ترې  وكړه ، بزګر چې ځوان ته وكتل ښه پرله جوړ دى  له رنګه او قد وقامت برابر دى  نو په هوډ اوهمت كې دازمويلو لپاره يې  د ا شرط ورته وړاندي كړ، چې په كرونده كې يوه  ګورنډ ه د ه درې   غوايې پكي ولاړدى  زه غوايې راخلا صوم دهريوه لګۍ  چې دي ونيوله ،  لور مې ستا شو ه . ځوان په  خوښه شرط ومانو  ، له ځانه سر ه يې وخندل شرط ورته اسانه ښكاره شو ويې ويل چې داخودونه خبره نه ده په زړه كې دكوړوپه ماتولوشو ، دګورنډ ي مخامخ يې په مناسب ځاى كې  ودراو  بزګر ولاړى دګورنډي دروازه يې پرانستله چې ګوري يو لوى  ښكرور اومست غويې راووت چې له مستې يې په ځمګه ښكران منډل په منډه شو ددي پرځاى چې پرورټوپ وهې تر لګۍ يې ونيسږي وويريدو دونه لوى غويې يې تراوسه نه و ليدلي شاته ولاړ، دبل په تمه  شو ،

 دوهم غويې هم  ډيرلوى   و له مستې يې سوڼكى ،واهو له خولې يې ځګونه  بهيدل ، پورته پورته غورځيدو راووت شاوخوايې وكتل په منډه شو ده لار ورخوسې كړه يوې  خواته ودريد و ددريم غويې په تمه شو ،له ځانه سره يې وويل چې  هر ډول كيږي ددي غوايې لكې بايد ونسيږي، نورغوايې هم خلاص شول .

كله چې دروازه خلاصه شوه دريم غويې راووت ډير كمزورى او ډنګروو،ځوان ورته خو شحالي شو لاسونه يې سره وسرويل تياره ګوله په لاس ورغله ترغوايې  ځان غښتلى ښكاره شو، شونډي يې ويړي كړې  ترلاس لاندي يې وليد پرورمنډه يې كړه تر غوايې ښوى تيرشوه  چې ورته ويې كتل دغوايې لكې نشته لاسونه يې ټك وهل  حيران پاته شو . دښه فرصت په تمه چې ترلاس لاندي غويې  به  ترلكي ونسيږي ، خو بخت يې كارونه كړ لمړى   چانس يې له لاسه وركړترلاس لاندي ډنګر غوايې  لكۍ نه درلود ه .

                           پاى                    ژباړه :   رحمتي ګيلانوال