دګلو ګـــــــيډۍ
2009-08-14 14:52:35
دګلو ګيډۍ
تادګلوپه ګيډۍ كې
څومره خوږ بويې
ځومره ښكلا
وله كرلې
چې ناپام يې
زما دكلي ساده خلګ
ټول وځنګول
خو
كله چې ماښام شو
تياره شوه
نيمه شپه شوه
ستا دګلو ګيډۍ
خلاصه شوه
خوره شوه
ښوريدله
ځنګيدله
پرځان راتاويدله
څه لنډۍ او څه ماران شول
مست ول ليو ني
تيره غا ښو نه
ا و ږ دې ژبي
جګ سرونه رانه تاو شول
څه چې پاته ول ګيډۍ كې
هغه هم
يو په بل پسې
تيره، تيره اغزي شول
ليوني شول
ټوله شپه را جګيدل
نه پوهيږم
دادي ځه ډول ګيډۍ
ځه ډول ګلونه وو
راووړي .
2009 / 10/8
رحمتي ګيلانو ال