مـو ږ خـو سـم پټـانـا ن يــو ،
2009-07-12 12:08:41
موږ خو سم پټانان يو
مازديګرمې ددوكان كارونه تمام او دپلورلوشيان مي سره سم كړل داخستونكو لپاره مي پوره تيارى ونيو ، په خپلو كارونولګياوم چې دوې ميرمني يوه پخه اويوه سپن سرې له دو ماشومانو سره چې جنكۍ وي او عمريې هم له اتو ترلسو كلونو پوري اټكل كيداي شواي راننوتلې ، له سلام وروسته په دوكان كې ورګرځيدې له خبروداسي ښكاره شوه چې موراولوردي ، په ارودو ،يې خبر ي كولې اودهندوستان ول ، دخپلي خوښي ځيزونه يې راواخيستل ، له بيې ويلووروسته سره جوړ راغلو دبيل په ليكلو شوم د نوم ځآى ته چې راورسيدم پوښتنه مې ترينه وكړه نوم موځه دى ؟
وليكه زكريا خان
تاسو خانان ياست يعني پښتانه ياست ؟
هو مو ږ پټا نا ن يو د ډيلي پټا نا ن .
ماشا الله ځومره ښائسته او ګلالي ماشومان دي ځۀ نوميږي ؟
ښئ بيداره جنكۍ وې دستې يې وخندل ميزته رانژدې شوې ويې ويل :
زمانوم عادله اودهغې نوم فريده .
موري يې سترګې وربرګي كړي ورته يې ويل :
زويه سړى خپل پوره نوم اخلي كاكا ته خپل پوره نوم ووايه .
زمانو عادله خان اوهغه فريده خان ده .
شاباش افرين تاسوخومې خپل سواست ، زه هم خان يم، پښتون يم چې تاسوورته پټان واياست .تاسو هم پټانان ياست .
جنكوسره وخندل مورته يې وكتل انايې وويل :
موږد هندوستان پټانا ن يو قبيله مو سوري ده پخواتللي يو دشيرشاسوري له كورنۍ ځخه يو ،نورموهر ځه بدل شوي دي يوازي دانوم راپاته دى مشران مو وايې چې دماشومانو له هرنامه سره بايد دخان تورى وكاروئ ترڅو خلك مو وپيژني چې موږخانان يو اوخپل اصل نسب هير نه كړو ،
ماشومي ته مې وويل :
اوس نوموږاوتاسو سره خپلوان يو ؟
نه دي وړي نه دي راوړي ويې خندل داخبره لږ عجبه ورته ښكاره شو ه مورته يې وكتل بيايې وويل :
نه نه موږ سم خانان يو تاسو غوندي پټانان نه يو ،
ولي ولي څه پروالرى تاسو هم پټانان اوخانان ياست موږهم يو .
نه كاكا داسې نه ده موږ ارامه او سم خانان يو تاسو چې ياست داكالي چې مواغوستي دي قوي او غټ خانان ( استرانګ) خانان ياست موږ تاسو غوندي نه يو .
دانو څه پروالر ي كه زوره وريو كه كمزوره خوټول خانان يو.
نه كاكا داسې نه ده موږدي خداى تاسو غوندي نه كوى موږ سم پټانان يو تاسو خو زوره ورياست جنګونه كوئ خلګ وژني موږ تل په تلويزون كې وينو چې خلګ مړه كوئ لوي ږير ي پټاني كالي لونكي موتړلي دي تاسو طالبان ياست ،موږته په ښونځي ټول شاګردان وايې ستاسو پټانا ن داسې ظلمان دي ، له خلګوسرونه پريكوي ښونځي سوځي ،
ټول پټان داسې نه دي
نه نه موږ يې نه منو تاسو پټانا ن چې كالي اغوندئ او ږيري لرئ زوره ور ياست ډير ظالمان ياست ، خلګ وژنئ موږ نرم پټانان يو جګړ ي نه كوو ظلمونه نه كوو موږ سم پټانان يو موږ ښونځي ته ځو درسونه وايو او تاسو ښونځي سوځي ا ودرسونه نه واياست
پردې مهال يې انا وخندل ماته يې مخ رااړاوو ويې ويل ::
په ډيلي كې پر پټانانواو طالبانو ډير ي خبري كيږي يوه ورځ په ښونځئ كې چاورته ويلي و چې تاسو پټانان ظالمان ياست خلګ وژنئ ، دي ورته ويلي وچې موږ له هغو پتآنانو نه يو هغه ډير پياوړي او (استرانګ ) پټانان دي ، كله چې كورته راغله ماته يې وويل موږ خود افغانستان اوپاكستان پټانان نه يو سم خلګ يو جګړي نه كوو .
په دي مهال يې تلويزون ولګاوو تصادفا دافغانستان اودطالبانو فلم يې خپراوو.
پاى رحمتي ګيلانوال