ځـــلـوريــز ي

ځلوريزي

 

نويشته مې بسم الله دزړه پرسرده

په خوله كې مې ناره دلو ي اكبرده

ځه پروابه دشيطان كړمه رحمته

هرقدم كې چې مولامې همسفرده

***** ***

هغه  ښكلي دترنګ دغاړي ګل دي

په نصيب  دي خدايه  ولي زما نه  كړ

چې ازل كې ما رحمت نه وو ليكلي

دهغه ياد دي زما پرزړه ولي ويده كړ

***                              ***                      ****

پريږده چې بليږي  دژوند په  تاريكو  كې

وينه دزړ  ګې مې ستا دهيلو په ډيو كې

يو ځل كه دي قبوله دا تحفه كړله  رحمته

ژوند به مې ارام شي ددنيا په كنا روكې

****   ****       ****

نصيب مې نشته ورك يم له وطنه

داهم ښه ده چې يو ځل درته راځمه

 مجبوري زموږ ځومره اوږده شوه

ماشوم تللي  اوس سپين  درته راوړمه

                                             ***  ****          ****

                                                   

ته چې ويني دپښتون اخلې جاموكې

بې رحمه كه دورځي وي كه شپوكې

دادپښتون وينې نه اوبه دي نه شراب

په هوس چې ګرځه وي په مجلسو كې

 

 

تيا رو ته دي  پيد كړله رڼا

دنېكي احسان  مه كوه په چا

هر ځه بۀ ولاړشې يو ه شيبه كې

لويې كه دي زړه كې شوه پيدا

*****       ****        ***

 

ځومره دي غمونو كړم خپه

نه راځي خوبونه يو ه شيبه

دادپښتو په سپن رخساربه

ځودوخت ګردونه وي پراته

****           ****         ******

 په خړو اوښكو دي لمد ه كړم

دكس ناكسو دي  بند ه كړم

دا پـه   ځـه  دي  سـزا را كـــړه

په خپل كوركې دي خونده كړم

غزني  ۱۳۸۷/۱/۱۰

**** ****        ****** 

 

                                       رحمتي ګيلانوال