حسن ډير اهم څيزدى خوحسن ټول ژوند نه دي

د زړسواند او مهربان استاد چي دهرډول تقاضا او ځان غوښتني پرته په سپيڅلي اوپښتني اراده دپښتو دخدمت لپاره يې ملاتړلي او هرچاته په لارښونه كي ثواب لټونكي سترانسان ښاغلي اسدالله غضنفر سره د ښكلا په اړه مركه . دامركه ښاغلي ديدا ر ترسره كړيده او په ټول افغان كي خپره شويده ، ځكه مي په خپل بلاك كي كيښوده چي هروخت سړي نه شي كولاي په درياب كي ګوهر ترلاسه كړي كله كله وي نو ددي لپاره چي داد ادب غمي تل راسره وي له ځانه سره وساتله ترڅوهم خپله اوهم نورهيواد وال ترينه ګټه واخلي ، ګيلانوال

بابا دپښتني يوالي ځلانده مشال دى

باچا خان فخر افغان دسولي اوورورى لپاره سترخدمتونه كړي دي چې پښتني ټولنه اونړي يې تل دعاګويه ده . خان غفارخان دپښتنو ستر مشر ، دپښتنو ديوالي هغه ځلانده مشال دي چې هر ځو ك ورپوكړي ږيره بۀ يې سوځئ اومخ بۀ يې توريږئ ، موږ بايد دبابا پر لاره ولاړشو ترځو دي ستونزو دپاى ټكى كيږدو ، دبابا اسلامي ، افغاني اوپښتني خويونه خپل كړو،دبابا لاره هغه روښانه لاره ده چې مينې اوښكلاته تللي ده ، سرلوړي او يوالي ته غځئدلي ده .

غوره خبري * رحمتيا ر تره كى

ژوند دازموينو ډكردي ،په دي ډګر كې ډير راغلي او تللي دي ، اوس زموږ وار دى . موږهم راغلو اوسو اوبيرته به درومو . په دنياكې دژوند دپرمختګ لپاره هر نسل په خپل وارد ژوند دښه والى لپاره كاركړي دي ، ډير لوږي تندي ستړي ، منتونه اوځورونه يې ګاللي دي دراتلونكو نسلونو لپاره يې يو ځه پريښي دي چې گته ترينه پورته كړي ، دابرومندا و سرولوړي بريالي ژوند لپاره دمشرانو پندونه بايد تل په ياد ولرل شې ا ګټه ترينه واخيستلي شې ترځو ښه نيكمرغه او روشانه ژوند ولرو ، موږهم بايد په خپل وار داسې كارونه وكړو چې راتلونكوته دپاملرني وړ اوورته په درد وخوري ،

دپښتو نړيوال كنفرانس ته پيام

په دي ورستيو وختونوكې كه ځه هم پښتو ادب دپراختيا اوغوړونې په لور روان دي خوبيا يې هم په ډول ډول لارو او دسيسو دپښتو دوښمنا ن په لار كي خنډونه ا چوي . دملي يوالي او دپښتوادب په لاره كي دستونزو دلري كولولپاره يوه پريكړنده اومنظم علمي سياسي كار ته اړتيا ده ، ټولني يو ځاى له خپلو رواګټو ساتنه اوننګه وكړي اوهمداډول فرهنكيان لاسونه سره وركړي ترځو منزل ته درسيدو په لاره كې پرستونزو بريالي شى .