دزیتون اوشاتو صابون
2008-04-24 01:27:11
دزیتون اوشاتو صابون
دصابون جوړولودپاره اړین مواد
»یوه نیمه کوچنې کاچوغه شات
» یوه تشه کوچنې کاچوغه دزیتون تیل
» 9 کاچوغی( دمستوکاچوغه)تراش سوی صابون
دصابون جوړولو لاری چاری :
تراش سوی صابون په دیک کی واچوی اور پسی بل کړی اور باید تیز نه وی صابون دلرګی په کاچوغه لړی تر څو ویلی سی دزیتون تیل لږ لږ وراچوی او صابون لړی چې دزیتون تیل ښه په ګډ شی وروسته شات ورواچوی ښه یې ولړی تر څو یو ډول نیولی مخلوط ځنی جوړ سی په قالب یا چای خوری کی یې واچوی 15 ورځی وروسته چې ښه وچ شی استعمال یې کړی
صابون په بازار کی ډیر دی لاکن دخپل لاس جوړسوی او طبی صابون بیا بیل شئ دی
نوموړی صابون ماد هغه ارزانه صابون (دکالو پریولولو دصابون نیمه چکۍمې تراش کړه ) څخه جوړ کړی
دبدن پوست نرموی او دبدن تور ټکی پاکوی