دصابون جوړول او اړین مواد :

دصابون جوړول او اړین مواد :

 16 - اونصه دکوپړې تیل coconut oil
32
  -اونصه دزیتون تیل

16 - اونصه  وازګه

9.2 -  اونصه  دصودیم هیدروکسید( اشخار)   ایشولی محلول

24 اونصه  یخی اوبه 

یو اونص =  4 دمستو کاچوغی = 30 ګرامه

دپام وړ :

آ -  پام کوی چې اوبه په ګرم محلوم کی وانه چوئ  لاکن محلول په یخو اوبو کی واچوی او سره ګډ یې کړی

ب ـ  پام کوی چې دمحلول څاڅکی مو پر بدن  یا کالو ونه ولیږی که چیری یو څاڅکی پر بدن ولویږی ژر تر ژره یې په اوبو پریولئ

ج -  پام کوی چې ماشومان ومحلول ته نزدی نه شی

د ـ  دمحلول   دپاره همیشه  ستانل ستیل  سامان کاروی اوپه  لرګی یا پلاستک یې و لړئ

هـ  -  که دکور هوا بنده وی کړکی خلاصی کړی چې په محلول ککړه هوا زیاته تنفس نه کړی

و ـ دصابون جوړولو په وخت کی عینکی  استعمال کړی

ز ـ  کله چې  تاسو  صابون جوړوی دځڼګ ته نژدی څه یخی اوبه کښېږدی که چیری دمحلول څاڅکی ستاسو پر بدن توی شی ژرتر ژره یې په هغو اوبو10 دقیقې  پریمنځي

دصابون جوړولو لاری چاری :

1ـ ټول اړین مواد باید موجود وی

2ـ وازکه په تله  اندازه کړه او په دیګ کی یې  ویلی یې کړه یوی خواته یې کښیږده

3ـ عینکی پر ستګو کښیږده او دستکی واغونده  اشخار په تله اندازه کړه

4ـ عادی اوبه په هغه نمبر لرونکی  ګیلاس اندازه کړه

 اشخار په کراره کراره په اوبو کی واچوه پام کوه  (چې پر اشخار اوبه وانه چوی )   اشخار په اوبو کی  ولړه

  کله چې اشخار وایشیږی او دګرمی درجه 120 سانتی ګړیډ ته ورسیږی  بیا نو ایشول سوی اشخار دنورو تیلو سره ګډ کړی او سره ګډ یې کړی 5- 10 دقیقې یې ولړئ

7 ـ  ستاسو دخوښی سره سم  رنګ او عطر   ورواچوی او لږ یې ولړی

8 ـ نوموړی خلیط تر هغو پوری لړی چې داسی سی لکه خوړینه پټاټه

اوس نو غالب لږ غوړ کړی او صابون پکښی واچوی  7ـ 15 ورځو یې پریږدی چې وچ سی

 دصابون جوړولو یوه  اسانه طریقه ما وتاسو ته ولیکل  تاسو کولای سی چې دلمړی ځل دپاره ډیر لږ جوړ کړی او تر استعمال وروسته  بیا تاسو دکالو  پاکولو او همداډول دبدن صابون جوړ کړی او خپلی تجریبی ددوستانو  سره شریکی کړی  

نوټ  : ګرانو لوستنکو  تاسو خپلی لارښونی او تجریبی  دشخصی پیغام له لاری زموږ سره شریکی کړی

  

عبدالله عاجزه