د شورا پيژندنه، موخې او د کار بنسټ

د ختيځو ولايتونو سراسري ټولنيزه شورا يو ازاد، ناپيېلی او غير سياسي ټولنيز جوړښت دی چې د ټول هيواد او په ځانګړي توګه د څلورو ختيځو ولايتونو د خلکو د ټولنيزو ستونزو د حل لپاره کار کوي، دا شورا په ۱۳۸۹ لمريز کال د کب د مياشتې په (۲۳) نيټه جوړه شوېده، مرکز يې د کابل ښار کې دی او څانګې به يې د امکاناتو او اړتيا سره سمې د ختيزو ولايتونو په مرکزونو کې هم جوړيږي.