له زغم نه كار واخلئ

درنو لوستونكو! له زغم نه كار واخلئ، دا بلاګ تر كار لاندې دى زما د بل بلاګ د ليدو لپاره لاندې پتې ته لاړ شئ مننه www.isslah.blogspot.com هدايت الله حميدي

چې ستا به ياد وي كه نه؟

ګرانه! آيا تا ته به هغه شپې ورځې په ياد وي چې كله خوره وره فضا ټوله پيكه وه، انساني ارزښتونه له ياده وتلي وو، بشريت د جاهليت په لاس كې د نانځكې په شان ستړى او ستومانه هاخوا ديخوا ناكراره وو، چا به لات ته سرټيټاوه، چا منات او چا عزي ته، چا به لمر ته خداى وايه او چا سپوږمۍ ته،څوك به له تيارو ويريده او چا به د ستورو تعظيم كاوه، په چا باندې به قيصر غوبلې كولې او څوك د پاپ او برهمن تر ميچنه لاندې اوړه كيدل. ستا به په ياد وي چې ټوله نړۍ په تورو تيارو كې پټه وه، په هر ځاى كې وحشت او بربريت خپور وو. چيرته شرك او بت پالنې منګولې ښخې كړې