هلمند ولايت او د ١٣٨٦ ل کال ځانمرګي بريدونه
2008-03-20 09:03:47
هلمند ولايت او د ١٣٨٦ ل کال ځانمرګي بريدونه
سريزه:
وړم کال هلمند شا و خوا د ١١ ځانمرګو بريدونو شاهد و، چې په ١٣٨٦ل کال کې په کې دوه چنده زياتوالى ليدل کېږي، د دې کال تر ټولو خونړۍ ځانمرګى بريد د وږي يا سنبلې پر ٢٦مه په ګريشک او بل د سلواغې يا دلوې پر ١١مه د لښکرګاه په جامع جومات کې وشو، چې دلته به يې په تفصيل کې ولولئ چې څومره ځاني زيان يې اړولى دى. په ١٣٨٦ل کال کې تر ډېره امنيتي شرکتونه د بريدونو ښکار شوي دي، چې تر ډېره ولسي خلکو ته هم زيان ورسېد. د ګڼو بريدونو مسووليت طالبانو پر غاړه اخيستى دى.
١- لومړى ځانمرګى بريد د وري يا حمل پر ٧مه په لښکرګاه کې د امنيې قوماندانۍ مخې ته وشو، چې امنيه قوماندان ملاخېل راته وويل بريد کوونکي عريضه په لاس کې لرله غوښتل يې د ده ودانۍ ته دننه شي، امنيه قوماندان ملاخېل وويل چاودنې د ده په شل مترۍ کې د يوه افسر په ګډون درې پوليس ووژل. پړه يې طالبانو پر غاړه واخيسته خو د ګڼو پوليسو د وژلو دعوه وکړه.
٢- په هلمند کې دويم ځانمرګى بريد د غويي پر ١٥ نېټه په نادعلي کې وشو، پر قوماندان تورجان چې هغه ته زيان ونه رسېد. په خپله بريد کوونکى له منځه لاړ، دوه پوليس په کې ټپيان شول.
٣- درېيم ځانمرګى په ګريشک کې د جوزا د مياشتې په وروستيو کې وشو.(د دې بريد بشپړ معلومات راسره نه وو).
٤- بل ځانمرګى بيا په ګريشک کې د سرطان پر ١٠مه وشو، چې د امنيې قوماندان مل پاسوال محمد حسين انډيوال په خبره بريد کوونکي توره لنګوټه درلوده چې په پښو روان و او د ناټو پر موټرانو يې په ځان پورې تړلي چاودېدونكي مواد منفجر كړل، امنيه قوماندان وويل درې عام وګړي ټپيان شول چې يوه يې ښځه وه او د ناټو يو ټانك په بشپړه توګه وسوځېد، ها خوا د همدې ولسوالۍ ځينو ځايي اوسېدونكو وويل چې د ناټو عسكرو تر چاودنې وروسته پر ملكي كسانو ډزې پيل كړې، چې په دې بهير كې د ولسي خلكو په خبره اووه تنه عام خلك چې د چاودنې سيمې ته نژدې وو، مړه او ټپيان شول. چارواکو په دې اړه څه ونه ويل.
٥- بل ځانمرګى بيا په ګريشک کې د چنګاښ يا سرطان پر ٢٥مه وشو، چې هلمند امنيه قوماندان انډيوال وويل د اکمالاتي کتار يو ساتونکى ووژل شو او درې تنه ټپيان شول.
٦- بل ځانمرګى بريد د چنګاښ يا سرطان پر ٢٩مه د جمعې په ورځ، په سنګين ولسوالۍ کې وشو، امنيه قوماندان وويل ٣ بريتانوي په دې چاودنه کې ټپيان شول، بريد کوونکى په
جيپ ډوله موټر کې ناست و، کندهار اډې ته څېرمه يې ځان والوزاوه.
٧- بل ځانمرګى بريد د زمري يا اسد پر ٢٧مه د لښکرګاه په دوراهي سيمه کې د سړک جوړونې د يوې موسسې پر امنيتي شرکت وشو، چې د امنيې قوماندان انډيوال په خبره ٤ تنه يې ووژل او ٣تنه نور يې چې د دې شرکت ساتونکي وو ټپيان کړل.
٨- د سنبلې پر ١٧مه، د سنګين په دوراهي سيمه کې وشو، چې امنيه قوماندان وويل د سړک جوړونې د يوه امنيتي شرکت يو ساتونکى ووژل شو او ٣ تنه نور ټپيان شول
٩- د وږي يا سنبلې ١٩مه باندې د هلمند ولايت په ګريشک ولسوالۍ کې يوه بل بريد شپږويشت کسه ووژل او نهه پنځوس تنه نور ټپيان کړل، د بريد هدف د حکومتي مسوولينو په وينا د يوې بهرنۍ کمپنۍ هغه افغان ساتونکي وو چې له سيمې تېرېدل، ٨ ساتونکي يې ووژل شول، د ګريشک ولسوال حاجي عبدالمناف دا پېښه ومنله. حمله کوونکي مواد په يوه ريکشه کې ځاى پر ځاى کړي وو.
١٠- د وږي يا سنبلې پر ٢٠مه، د لښکرګاه په دوراهي پسيمه کې د کندهار_ هرات پر لويه پر اکمالاتي کتار ځانمرګي بريد د امنيې قوماندان انډيوال په وينا ٢ ملکي وګړي ووژل او ٢ نور ټپيان شول او ٦ تنه هم د دې شرکت موټر چلوونکي ټپيان شول، بريد کوونکى په کرولا ډوله موټر کې ناست و، چې لومړى يې خپل موټر له کتار سره ټکر کړ، وروسته چاودنه وکړه، وسلوالو طالبانو وويل چې١٥ موټر يې ويجاړ او ٤٠ تنه يې ووژل، د هغوى په خبره بريد کوونکى حافظ عصمت د موسى کلا اوسېدونکى و.
١١- ځانمرګى بريد د وږي يا سنبلې پر ٢٦مه په نادعلي ولسوالۍ کې پر قوماندان تورجان وشو، چې د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري وويل په دې پېښه کې څلور پوليس او درې عام وګړي ووژل شول او ٦ تنه نور ټپيان شول، چې معلومه نه شوه څو تنه يې پوليس او څو تنه يې عام وګړي وو. د بريد هدف تورجان و چې ځانمرګى بريد هم د قوماندانۍ د دورازې مخې ته وشو.
١٢- بل ځانمرګى بريد د وږيا سنبلې پر ٢٨مه په ګرمسېر ولسوالۍ کې د بازار په مرکز هزارجفت کې وشو، چې امنيه قوماندان انډيوال وويل له کبله يې ٨ تنه ټپيان شول، چې اووه پوليس او يو يې د ملي امنيت رياست کارکوونکى و، بريد کوونکى پياده روان و. طالبانو وويل چې په دې بريد کې يې٢ موټر ويجاړ کړي او ١٠ پوليس يې وژلي دي.
١٣- د سپټمبر ٢٤مه ، مازيګر مهال په ګريشک ولسوالۍ کې د ملي اردو پر موټر ځانمرګى بريد وشو، چې امنيه قوماندان وويل يوازې بريد کوونکى وژل شوى دى.خو طالبانووويل چې اته يې وژلي او يو موټر يې ويجاړ کړى دى
١٤- د تلې يا ميزان پر دويمه، څوارلسم ځانمرګى بريد د چهارشنبې مازيګر څلورنيمې بجې د سنګين ولسوالۍ مرکز کې پر دوو پوليسو چې پر يوه موټرسايکل سپاره وو، وشو، چې امنيه قوماندان وويل يو پوليس ووژل شو او يو تن ټپي شو، قاري يوسف بيا وويل بريد کوونکى حمد الله نومېده چې په دې بريد کې يې څلور پوليس ووژل او ٣ نور يې ټپيان کړل.
١٥- د تلې يا ميزان پر ١٦مه، د لښکرګاه د پوهنې رياست او ALP نادولتي موسسې ته څېرمه په څلور لاري کې د بهرنيو ځواکونو پر کاروان ځانمرګى بريد وشو، چې د امنيې قوماندان په وينا درې کسان يې ټپيان کړل چې يو يې ماشوم و.
١٦. د تلې يا ميزان ٢٣مه، د سنګين ولسوالۍ په يو کيلومترۍ کې ځانمرګي بريد د ناټو د يوه وياند په وينا دوه ملکيان ووژل.
١٧- د تلې يا ميزان ٢٩مه، د يکشنبې په ورځ، د ګريشک ولسوالۍ زړې فابريکې ته څېرمه پر ناټو ځانمرګى بريد وشو، چې د امنيې قوماندان په وينا درې ملکي کسان يې ټپيان کړل. طالبانو د يوه ټانک د ويجاړۍ او ٦ بهرنيانو د وژلو ادعا وکړه.
١٨- د لړم يا عقرب ٧مه، د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې کندهار اډې ته څېرمه ځانمرګى بريد وشو، چې له کبله يې ٤ ملکيان ووژل شول او ٧تنه نور ټپيان شول، چې په ټپيانو کې ١ پوليس او ٢ ماشومان شامل و، د بريد هدف د پوليسو کاروان و.طالبانو وويل دغه بريد حافظ سمېع کړى او ١١ پوليس يې ووژل.
١٩- د لړم يا عقرب ٢٠مه، په ګريشک ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو پر ګډ کاروان ځانمرګى بريد وشو، چې د ګريشک ولسوال عبدالمناف وويل هېچا ته زيان نه و رسېدلى يوازې بريد کوونکى ووژل شو، خو د دفاع وزارت په اعلاميه کې د ٥ ملکيانو د وژل کېدو خبر ورکړل شو.
٢٠- د لړم يا عقرب ٢٧مه، د هلمند په ګريشک ولسوالۍ کې د ناټو پر کاروان ځانمرګى بريد وشو، چې انډيوال وويل يوازې د دغو ځواکونو يو موټر يې ويجاړ کړ او په خپله بريد کوونکى ووژل شو.
٢١_ د مرغومي يا جدي ٢٣مه، په لښکرګاه کې د کوکه قوماندان د کور مخې ته ځانمرګى بريد وشو، چې طالبانو وويل هدف يې په خپله دغه قوماندان و، امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حسين انډيوال د يوه پوليس وژل کېدل او ٦ نورو ټپيانېدل ومنل، چې په ټپيانو کې دوه پوليس او دوه ماشومان شامل وو.
٢٢_ د سلواغه يا دلوې ٢مه، د ماسپښين شا و خوا ٣ بجې د طالبانو د مهال د ټرافيکو د مشر مولوي احمد په کور کې يوه لويه چاودنه وشوه چې د والي اسدالله وفا په وينا د ځانمرګي بريد ګومان ورباندې کېږي ځکه د يوه تن سر هم هلته موندل شوى دى، په دې پېښه کې د والي په وينا د مولوي احمد دوه زامن او دوه عام وګړي وژل شوي دي.
٢٣_ د سلواغه يا دلوې ٤مه، د موسى کلا د شمال په ١٠٠مترۍ کې، يو بريدګر د ملي اردو په جامه کې چې يو ټوپک هم ورسره و، د ملي اردو ځواکونو پېژندلى و، چې ولسوال ملا سلام وويل کله چې ورته د درېدو وويل شول هغه ځان والوزاوه چې د ملي ادرو دوه سرتېري يې ټپيان کړل. او ټوپک يې ځنې پاته شو، ولسوال وويل چې هدف يې دى و.
٢٤_ د سلواغه يا دلوې ١١مه، د لښکرګاه ښار په مرکزي جامع جومات کې ځانمرګي بريد ٦ تنه ووژل چې يو تن يې د والي مرستيال الحاج پير محمد و او ١٨ کسه يې ټپيان کړل چې د امنيې قوماندان په وينا په ټپيانو کې يو ماشوم هم شامل و چې سوالګري يې کوله چا يې مسووليت وانخيست.
٢٥_ د دې کال وروستى او پنځه ويشتم ځانمرګى بريد د کب يا حوت په ٢٧مه په ګريشک کې وشو، چې امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حسين انډيوال د ٣ ملکيانو د وژل کېدو او ٧ نورو د ټپيانېدو خبر ورکړ، خو ناټو هم ومنله چې ٣ سرتېري يې ووژل شول او ٤ نور ټپيان شول.
وسلوالو طالبانو يې مسووليت پر خپله غاړه واخيست او ويې ويل چې د ناټو تر ٢٠ ډېر سرتېري يې وژلي دي.