د هلمند ولايت د تېر کال بشري وضعيت ته لنډه کتنه
2008-03-20 08:45:57
د هلمند ولايت د تېر کال بشري وضعيت ته لنډه کتنه
د افغانستان تر ټولو ستر ولايت هلمند کې بشري او ټولنيز وضعيت د بل هر ولايت په پرتله کړکېچن ځکه ګڼل کېده چې جګړو، ناامنيو او پراخې بېوزلۍ په کې پراخه شوه. د دې ولايت د پوهنې، روغتيا، کار موندنې او نورو ټولنيزو برخو کې لا هم ستونزې موجودې وې.
د تېر لمريز کال په پيل کې د هلمند ولايت په شمالي او جنوبي ولسواليو کې سېلابونو په سلګونو کسانو ته مالي زيانونه واړول. چې په تېر ژمي کې هم دغو سېلابونو د چارواکو په وينا تر پنځوسو زيات کوچيان اود هغوى پنځه زره څاروي هم ووژل.
د زمري يا اسدپر ١٣مه يونيسف اعلان کړه چې په جنوبي ولايتونو کې نژدې يولک ماشومان له زده کړې بې برخې پاتې دي.هلمند هم له هغو ولايتونو ګڼل کېده چې د ١٢٤ ښوونځيو له جملې څخه يې په دې کال کې شا و خوا شپېته ښوونځي فعال وو. د تېر کال په لومړيو مياشتو کې تر ١١٠٠ زيات زده کوونکي دېته اړ شول چې مرکز لښکرګاه ته راشي، ځانونو ته کوټې کرايه او خپلې زده کړې وکړي. د نړيوالو راپورونو له مخې په هلمند کې دېرش زره ماشومان زده کړه نه شي کولاى.

د انسانانو تښتونو هم په هلمند ولايت کې د بل هر وخت په پرتله په تېر کال کې زور واخيست، ان چې له مرکز لښکرګاه څخه به هم په رڼا ورځ خلک تښتول کېدل، کله کله به چارواکي هم د دې پېښې قرباني کېدل، د سار ي په توګه د زمري يا اسد پر ٣١مه، د ګريشک ولسوالۍ ښاروال درعليشاه له خپل يو زوى سره وتښتول شو، چې وروسته د راپورونو له مخې د سړي تښتوونکو له منګولو څخه د ډېرو پيسو په مقابل کې خوشې کړاى شو. خو د مرغومي يا جدي پر ٢٨مه د انسان تښتوونکو يوه ١٧ کسيزه ډله په ګريشک کې ونيول شوه، تر دې مخکې پوليس وتوانېدل په ناوې ولسوالۍ کې د سړي تښتوونکو يوه ٦ کسيزه ډله ونيسي چې يوتن يې اختطاف کړى و، اختطاف شوي سړي خپله کيسه راته وکړه.
په تېر لمريز کال کې د هلنمد ولايت تر ټولو مهمه موضوع د ترياکو د کښت زياتوالى و، چې د ټول افغانستان په کچه يې د کوکنارو په کښت کې په سلو کې ١٧ زياتوالى راوست، چې په دومره اندازه ترياک په نولسمه پېړۍ کې چين کې توليد شوي وو، د ملګرو ملتونود جرايمو او په وړاندې د مبارزې مسوول انتوني ماريا کوستا، په کابل ې وويل چې افغانستان د نړۍ ريکارډ مات کړى دى. چې زيات يې په هلمند کې کرل شوي وو، تېر کال افغانستان٦١٠٠ ټنه ترياک تېر کال کرل شوي وو، خو په تېر لمريز کال کې په سلو کې ٤٥ زياته ځمکه باندې کوکنار کرل شوي دي.

د ليندۍ يا قوس پر ١٧مه د پوهنې وزير محمد حنيف اتمر هلمند ته راغى او ژمنه يې وکړه چې په هره ولسوالي کې به يوه يوه لويه ديني مدرسه جوړوي، هغه په هلمند کې د پوهنې روان کړکېچ ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې حالت يې د اندېښنې وړ دى، خو ويې ويل چې په راتلونکي يوه کال کې به د هلمند ټول ښوونځي ورغول شي.
د مرغومي يا جدي پر ٢٧مه، د کليو پراختيا او بيارغونې وزير ضيا احسان هلمند ته راغى، هغه په دې ولايت کې د يو لړ تاسيساتو د رغونې ژمنه کړه. په ځانګړې توګه يې په موسى کلا کې د نړېدلو کورونو او دکانونود رغونې او په سيمه کې د سلګونو کسانو په کارګمارنې ژمنه کړه.
ولسمشر حامدکرزي هم چې د تېر لمريز کال په پيل کې هلمند ته سفر درلود د کجکي بند د رغونې لپاره يې د نړيوالو د يوسل او اتيا مليونه ډالرو مرسته اعلان کړه، دغه ستر بند چې١٠٠ متره ژوروالى او ٢٧٠ متره پراخوالى لري ،کار يې په ١٩٥٣م کال کې بشپړ شوى دى.
خو په تېر کال کې هم د هلمند اوسېدونکي له برېښنا څخه هغسې چې ښايي برخمن نه وو، کله خو داسې هم پېښدل چې په اوونيو اوونيو به برېښنا نه وه، د برېښنا رياست چاواکي وايي يوازې دلته د برېښنا د توليد له درېيو ماشينونو يوازې يو ماشين فعال دى
د سلواغه يا دلوې پر ١٤مه، د ښاري پراختيا وزير انجنير يوسف پښتون هلمند ته سفر وکړ او په دغه ولايت کې يې د څلورزر کورونو د جوړولو اعلان وکړ، ده وويل دغه کورونه به تر جوړېدو وروسته هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په هر لحاظ مستحق وي او پيسې به يې په قسطونو له خلکو اخيستل کېږي.
په هلمند ولايت کې فقر او بېوزلۍ هم د نورو کلونو په پرتله په پراخه پيمانه پراختيا وموندله، په تېر لمريز کال کې د هر رياست په وړاندې بېوزلې مېرمنې ليدل کېدې چې ويل يې د کورنۍ ټول مسووليت د دوى پر غاړه دى او هر رياست ته د يې ګولې ډوډۍ ترلاسه کولو لپاره ورځي.
د همدې کال د وري يا حمل له پيله د هلمند ولايت له لسو ولسواليو څخه د ناامنيو له کبله د سرې مياشتې رياست د سروې له مخې تر لسو زرو زياتې کورۍ له يوې سيمې بلې ته بېځايه شوې، دغو کورنيو چې زياتره يې د ګريشک او لښکرګاه په شا و خوا سيمو کې ژوند کاوه د ژوند له لومړنيو اسانتياوو بې برخې وو
خو د دې تر څنګ د بيارغونې په برخه کې تېر لمريز کال د وړم کال په پرتله ځينې د پام وړ کارونه هم وشول، چې زياتره يې په لښکرګاه کې وو، په دې کال کې امنيتي وضعيت د نورو کلونو په پرتله کړکېچن ځکه ګڼل کېده چې وسلوال طالبان وتوانېدل ګنې ولسوالۍ په خپله ولکه کې راولي چې لا يې ځينې د دوى له خوا کنټرولېږي، خود هلمند په شاو خوا ولسواليو کې له دولت څخه د خلکو نه رضايت موجود وو، چې په دغو کليوالو سيمو کې د ټولنيز پرمختګ په برخه کې هم پام وړ کارونه نه ليدل کېدل.