سهيل لوېديزه حوزه او په كلتوري ډګر كې پراته خنډونه
2008-03-14 10:29:47
سهيل لوېديزه حوزه او په كلتوري ډګر كې پراته خنډونه

اكثره خلك د سهيل لوېديزې حوزې په استازيتوب پر همدې ولايت ډېر حساب كوي، دوى وايي چې د دې ولايت كلتوري ښېرازي د ټولې حوزې په كچه خپل اغېز او حيثيت لري. د دې ولايت استوګنو خلكو كه يو وخت يې د ايراني صفويانو زړونه لړزول، د عثماني تركيې لپاره هم ارزښتمنه سيمه وه. دغه راز په راوروسته كلونو كې هم ځانګړى مركزي ټكى و، د خپلې مبارزې ډګر يې تود ساتلى دى او زياتره پاڅونونه ورڅخه سرچينه اخلي.
خو دا سيمه ولې په كلتوري او ادبي ډګر وروسته پاته ګڼل كېږي؟ ايا رښتيا هم همداسې ده؟ ځينې داسې ستونزې دي، چې د سيمې د ليكوالو ترمنځ اوس مهال هم شته، ځينې بيا د خپرونو دچلوونكو ترمنځ- كه سړى په ځير سره وګوري، ډېر واړه مخالفتونه د دې سب ګرځي چې وروسته د ګڼو كلتوري هڅو مخه ډب كړي، دغه راز هغه تنكي ځوانان او زلمكي چې غواړي په دې برخه كې كار وكړي، له دغه ډول حساسيتونو څخه ناوړه اغېز اخلي. راشئ په څو كتګوريو كې دغو ستونزو ته تم شو:
۱. له وروستيو نظامي، سياسي، ټولنيزو او اقتصادي بدلونونو سره سم په دې سيمه كې هم ډېر بدلونونه راغلل، موسسې راغلې، انګرېزۍ او كمپيوټر ځانګړى ارزښت پيدا كړ، زيات ځوانان چې پخوا به يې يو ساده ماموريت هم نه شواى پيدا كولاى، اوس يې په ښه معاش كار پيدا كړ(البته شمېره به يې ډېره كمه وي).
د كاركوونكو تقاضا دومره ډېره شوه چې د كندهار په زياتو موسساتو كې به د كندهار پنځه كسان هم ونه مومې، ځكه اكثره كسان له نورو ولايتونو څخه راغلل او دلته يې كارونه وموندل.
په افغانستان كې لوستې يا باسواده طبقه ډېره كمه ده، څرګنده ده چې دا موسسات همدغو لوستو كسانو ته اړتيا لري، زموږ فرهنګيان هم په همدې لوستو كسانو كې راځي چې اوس يې اكثريت دندې لري.

هغو كسانو چې په دغو موسساتو كې دنده واخيستله، بيا تر ډېره كچه له كلتوري هڅو او ادبي كارونو لاس اخلي، حال دا چې دوى به خپله ډېره انرژي په كلتور ډګر كې كاروله، خو اوس مهال دا هرڅه تې پاتې شوي دي، ځكه د دفتري اصولو له كبله اړ وي چې ډېر كار خپل كارځاى ته وكړي، بله دا چې په دې ادارو كې په كار ګمارل شوي كسان ځينې داسې دي، چې له ليكوالۍ او فرهنګي كار سره فاصله لري.
هغه ادارې چې فرهنګي كارونه كوي، په يوه بېل چوكاټ او بله موخه يې كوي، چې له ازاد فرهنګي كار سره توپير لري.
۲. ځينې درانه مشران چې اوسني ځوانان ډېر حساب ورباندې كوي او غواړي چې په كلتوري هڅو كې ورسره په ګده ونډه واخلي، نه غواړي چې كلتوري كارونه وكړي، كه څه هم د دوى په وينا له ادبي هڅو او كلتوري كارونو يې لاس اخيستى، خو يو ځوان كه د مشورې لپاره هم ورشي، مات زړه ترې راستنېږي، ځينې مشران د چا خبره ځوانانو ته په ټيټه ګوري او فكر كوي، له ځوان ليكوال او ځوان فرهنګپال سره اړيكي ساتل او مرسته كول يې لوېدلى كار دى.
۳. ځينو مشرانو ته د اوسنيو ځوانانو كلتوري هڅې او هنري كارونه د ارزښت وړ نه دي، ان چې په غونډه او ناسته كې هم د يوه ځوان د شتون په وړاندې توند حساسيت ښيي، په يوه خپرونه كې د ځوانانو راغلې ليكنې نه لولي، دا وجه ده كه دوى په خپله د كوم كار وړتيا نه لري، هغه وړ ځوان هم نه ورپرېږدي.
هرڅه د ځان لپاره غواړي، كه په كار كې پاته راغى، خپله پړه نه مني، كه بريالى شو نو وايي د كاميابۍ راز يې همدا و چې ده ترسره كړ او كوم ځوان ورسره مرسته ونه كړه!.
كه يو ځوان هرڅومره ارزښتمن او د ستاينې وړ كار وكړي، دغه وړ مشران ورته د دوو توتانو قدر ارزښت هم نه وركوي. يو وخت يوه مشر ليكوال وويل:
زه په اوسنيو خپرونوكې ځكه خپلې ليكنې نه چاپوم، چې دېخوا ته زما ليكنه راشي، په بل مخ كې د يوه ماشوم ليكنه چاپېږي، چې زه دا د ځان سپكاوى ګڼم.
۴. په دې سيمه كې د وړ او مستعدو ځوانانو هڅونه نه شته، تر اوسه كومې ادارې يا ارګان داسې غونډه راونه بلله چې وړ او بااستعداده ځوانانو ته د ښه كار او ښه برياليتوب په بدل كې جايزه او ډالۍ وركړي، تاند استعدادونه ناغوړېدلي پاته دي. حال دا چې اكثريت ځوانان د غوره او مثبت كلتور كار وړتيا لري، خو په زياتو سيمو كې د دغه ډول تاندو ځوانانو استعدادونه ناغوړېدلي پاتې شوي.
۵. هغه كسان چې په سيمه كې مجلې چاپوي، اكثره يې تر څنګ بله دنده هم لري، چې مجله چاپول د يوه ذوقي او ضمني كار په توګه پرمخ بيايي او د نورو ولايتونو له ليكوالو سره دومره اړيكي نه شي پاللاى. ځكه مجله پرله پسې كار او هڅه غواړي چې كه چېرې په كې ناغېړي وشي د خپرونې پر څرنګوالي هم اغېز كوي.
۶. بله ستونزه دا ده چې په سيمه كې خپرونې له دومره هركلي سره نه مخ كېږي، ځكه زياتره خپرونې يوازې د ليكوالو له خوا كتل كېږي، د عام ولس هركلى ورسره مل نه وي.
ستونزه په همدې كې ده كه چېرې پر ليكوالو سربېره عام ولس هم په همدومره شوق دا خپرونې كتلاى، ښايي د ګڼو نورو خپرونو د خپرېدا زېرى مو هم اورېداى.
۷. د سيمې په وړاندې د نورو ولايتونو فرهنګيان يو ډول حساسيت لري، دوى فكر كوي چې د دې سيمې خلك په هر لحاظ وروسته پاته دي، اوسني كلتورپاله ځوانان يې هم كاري وړتيا نه لري.
كه څه هم دا ستونزه اوس مهال ډېره پراخه ده چې دري ژبي وروڼه پښتو خپرونې او ځينې پښتانه دري ژبې خپرونې نه ګوري، كه د كندهار د سيمې يوه مجله د كلتوري چارو اړوندو چارواكو ته وركړې، نه په خوشحالېږي، خو كه كومه ايرانۍ مجله وركړې ښايي ډېر ورباندې ووياړي هم!.
دغو ستونزو ته په كتو سره په كار ده چې سيمې د لا فرهنګي پرمخيون لپاره ځوان پښت خپل هدف پراخ وټاكي او د خپل ملي هدف د لاسته راوړلو لپاره ځينې قربانۍ هم وركړي، چې وكړاى شي د خپل راتلونكي لپاره ښه نوم وګټي.