دلمانځه وخت
2009-06-18 05:14:11
په هر مسلمان باندی په يوه شبانه روز کی پنځه وخته لمونځ فرض دی چه پخپل وخت بايد ادا شی نه داچه وخت داخل شوی نه وی اولمونځ وشی اويا وخت تير شوی وی که چيرته وختی لمونځ وشی اعاده ئی ضروری ده او د وخت د تيريدو په صورت کی قضائی حتمی او ضروری ده دلمانځه وختونه عبارت دی له: د سهار : له صبح صادق(د سپيدو له چوديدو يعنی کله چه سپينه رڼا دلمر ختو له طرفه په خوريدو شی) شروع او دلمر تر څيری پوری دوام کوی. محترموپه لمر ختو او لمر وليدو همدارنګه په زوال کی هيڅ نوع لمونځ فرض، سنت، واجب يا نفل روا ندی، کله چه د سهار لمونځ روا کيـږی بدون له دوو رکعتو سنتو، فرض او قضائی لمنځونو نو ر نافله لمنځونه تر هغو چه لمر راخيـژی هدارنګه د مازديګر له لمانځه وروسته روا ندی، که دسهار په وخت د لمر ختو ويره وی نو سنت چه قضائی نلری ترک او فرض لمونځ د وشی، د ماخستن لمونځ له ويدو کيدو دمخه بايد وشی،که چيرته څوک جماعت ته داخل شی او جماعت ولاړ وی نو په امام پسی بايد اقتدا وشی او اول فرض لمونځ خلاص شی وروسته له هغه د سنت وکړی د سهار سنت که چيرته پوره يقين ولری چه په داسی ځای کی چه د امام غږ نه اوری او سنت پوره کولی شی نو هلته د اول سنت وکړی بياد جماعت ته ور شی اوکه وخت کم ؤ نوله سنتو د تير شی او جماعت د وکړی. قبلی ته مخامخ دريدل بيت الله شريفي ته مخامخ په لمانځه کی دريدل فرض دی که چيرته څوک بل طرف ته په لمانځه کی مخ وګرځوی د هغه لمونځ نه کيـږی اوکه په بيابان يا صحراياد غرونويا ځنګل منځ کشی وه د قبلی جهت نه وه ورته معلوم او څوک نه ؤ چه جهت ورته ور وه ښيي نو هر طرف ته چه ئي زړه ګواهی ورکړه هغه طرف ته د لمونځ وکړی. اذان او اقامت اِذَانُدِیَ لِلصَّلَوَةِ مِنْ يَوْمِاالْجُمْعَةِ فَاسْعَوْا اِالیَ ذِکْرِاللهِ ذّرْوُالْبَيْعَ سوره مائده، کله چه د لمانځه لپاره د جمعی په ورځ اذان ور کړ شی نو کوشش وکړۍ د الله د يادولو لپاره ، خپل خريد او فروش پريـږدی، اذان بايد په غور واورول شی او هيڅکله ورته سپکاوی ونشی او داذان په وخت کی که څوک ئي ريشخند وبولی يا منفی فکر ورته وکړی علامه دکفر دی. حديث شريف دی :عبدالله بن زيد( رض) خوب ليده چه يوه فرشته ورته په خوب کی د اذان او اقامت کليمی ور وښودی کله چه راويښ شو سمدلا سه د حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم حضورته ورغی او خپل ټول خوب ئی ورته وويل حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم دهغه خوب تصديق او هدايت ئی ور کړ چه بلال رضی الله تعالی عنه ته ئی ور وه ښيي چه حضرت عبدالله بن زيد رضی الله تعالی عنه نو موړی کليمی ويلی او حضرت بلال رضی الله تعالی عنه هغه په زوره تکرارولی کله چه حضرت عمر رضی الله تعالی عنه واوريدلی فوراً له کوره راووت او حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ته ئی وويل قسم خورم ما هم همداسی خوب ليدلی لکه چه حضرت عبدالله بن زيد رضی الله تعالی عنه ليدلی دی. د اذان کليمی: اللهُ اَکْبَرْ اللهُ اَکْبَرْ اللهُ اَکْبَرْ اللهُ اَکْبَرْ اَشْهَدُ اَن لَّا اِلَهَ اِلَّااللهُ اَشْهَدُ اَن لَّا اِلَهَ اِلَّااللهُ اَشْهَدُ اَنَّ مُحَمَّدَرَّسُوْ اللهِ اَشْهَدُ اَنَّ مُحَمَّدَرَّسُوْ اللهِ حَیَّ عَلَی الصَّلوَةِ حَیَّ عَلَی الصَّلوَةِ حَیَّ عَلَی الفَلَاحِ حَیَّ عَلَی الفَلَاحِ اللهُ اَکْبَرْ اللهُ اَکْبَرْ لَا اِلَهَ اِلَّا اللهُ ترجمه: الله ډير لوی دی الله ډير لوی دی الله ډير لوی دی الله ډير لوی دی شاهدی ور کوم چه بدون له الله بل هيڅ معبود برحق نشته شاهدی ور کوم چه بدون له الله بل هيڅ معبود برحق نشته شاهدی ور کوم محمد صلی الله عليه وسلم د الله رسول دی شاهدی ور کوم محمد صلی الله عليه وسلم د الله رسول دی راشی د لمانځه لپاره راشی د لمانځه لپاره راشی د خلاصون لپاره راشی د خلاصون لپاره الله ډير لوی دی الله ډير لوی دی بدون له الله بل هيڅ معبود برحق نشته د اقامت کليمی هم لکه د اذان په شان دی صرف په اقامت کی له حَیَّ عَلَی الفَلَاحِ څخه وروسته قَدْقَامَتِ الصَّلوَةُ قَدْقَامَتِ الصَّلوَةُ [لمونځ (د جماعت)شروع شو لمونځ (د جماعت)شروع شو] ويل کيـږی او بايد ذکر کړو چه دسهار په اذان کی وروسته له حَیَّ عَلَی الفَلَاحِ څخه َالصَّلوَةُ خَيْرُمِن َالنَّوْمِ َالصَّلوَةُ خَيْرُمِن َالنَّوْمِ [لمونځ له خوبه بهتره دی لمونځ له خوبه بهتره دی] ويل کيـږی، داذان کليمی طويلی په دوام اوزوره ويل کيـږی اود اقامت لنډی او ژرژر ويل کيـږی، کله چه اذان کيـږی د موذن سره يو ځای هغه کليمی بايد تکرار شی حَیَّ عَلَی الصَّلوَةِ حَیَّ عَلَی الفَلَاحِ په ځواب کی بايد لَا حَوْ لَ وَ لَا قُوَّ ةَ اِلَّا بِاللهِ [ نشته هيڅ طاقت او قوت مګر بيدون د لوی او عظيم الله تعلی له طرفه څخه] وويل شی وروسته له اذانه څخه دا دوعا ويل کيږی : الَلّهُمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ وَالصَّلوَةِ القَائِمَةِ اَتِ مُحَمَّدِ نِ الوَسِلَةَوَالْفَضِيْلَةَ واَبْعَثْهُ مَقَامًا مَّحْمُوْدَ نِ الَّذِیْ وَعَدْ تَّهُ اِنَّکَ لَا تُخْلِفُ الْمِيْعَادَ ای زما الله ته چه ددغه پوره دعوت (اذان) صاحب اود لمونځ ويلو ساتونکی ئی حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ته وسيله او فضليت ور وبښه، او هَغه هِغه محمودی مقام ته ورسوه کومه چه د وعده کړی په تحقيق سره چه ته پخپله وعده وفا کوی.له ډيرو احاديثو څخه معلوميـږی هر څوک چه وروسته له اذانه دغه دعا وه وائی دهغه خاتمه به په ايمان وی. تکبير تحريمه تکبير تحريمه بعضی علما د لمانځه په بانديني فرائضو کی راولی او بعضي په داخلي کي مګر کله چه د لمانځه نيت مو وکړ نو بيا تکبير تحريمه اللهُ اَکْبَرْ ( الله تعلی ډير لوی دی) ويل کيـږی. دلمانځه ممنوعه وختونه دلمانځه هغه وختونه چه په هغو کی لمونځ کول ندی روا عبارت دی له:دلمر ختو په وخت تر څو چه لمر مکمل راوخيـژی، دلمر د زوال په وخت ترڅو چه لمر وګرځی، دلمر وليدو په وخت يعنی کله چه لمر وليدو ته نږدی شی، دمړی خښول او سجده تلاوت کول هم رواندی مګر د هغی ورځی د ماز ديـکر لمونځ دغروب(لمر وليدو) په وخت هم روا دی او د سهار لمونځ د لمر ختو په وخت ندی جائيـزپه بخاری شريف کی حديث شريف دی: څوک چه د لمر له وليدو دمخه يو رکعت لمونځ ونيسی نو خپل لمونځ د پوره کړی او د سهار لمونځ که چيرته فوت شو نو کله چه لمر مکمل را وخيـژی اول دسنتو اوبيا د ی دفرضو قضائی راوګر ځوی ځکه چه د سهار د سنتو قضائی سنت دی او دنورو وختو نو د سنتو قضائی نشته. دخطبی د ويلو په وخت کی هم هيڅ نو ع لمونځ رواندی، يعنی کله چه امام په منبر ناست وی په هغه وخت کی هيڅ نوع لمونځ او خبری کول رواندی. تعداد د رکعاتو: د فرض لمونځ درکعاتونو تعداد: دسهار دوه رکعته، دماسپښين څلور رکعته، د ماز ديګر څلوررکعته، دماښام درۍ رکعته او دماخستن څلور رکعته. دسنتو لمنځونو د رکعاتو تعداد: دسهار له فرضو د مخه دوه رکعته، دماسپښين له فرضو دمخه څلور رکعته له فرضو وروسته دوه رکعته، د ماز ديګر لمونځ سنت نلری، دماښام له فرضو وروسته دوه رکعته او دماخستن د فرضو وروسته دوه رکعته دی، چه دا ټول سنت موکده دی او سنت غير موکده عبارت دی له:د ماسپښين له لمانځه وروسته دوه رکعته نور چه جمله له فرضو وروسته څلور رکعته شی،د ماز ديګر له لمانځه مخکی څلور رکعته، د ماښام له موکده سنتو وروسته دوه رکعته،د ماخستن له وترو وروسته څلور يا شپژ رکعته.
رالېږونكى: نياز محمد نياز