د لمانځه فرضونه
2009-06-18 05:13:14
په دوه ډوله دی، اول باندينی خارجي دوهم داخلی، بانديني فرض عبارت دی دبدن پاکوالی، دځای پاک والی، د ستر عورت پټـول، قبلی ته مخامخ دريدل، دوقت پيـژندنه، تکبير تحريمه چه د بعضو علماوه په عقيده د لمانځه په باندينی فرضو کی شامل دی چه د ټو لو بيان په لاندی ډول بيانيـږی:
دبدن پاکوالی:
نجاست يا ناپاکی دوه ډوله ده ظاهری يا حقيقی او حکمی، لباس او ځای له حقيقی نجاست څخه پاکيـږی نه له حکمی نجاست څخه چه په حقيقی نجاست کی بولی يا غايطه مواد، شراب ، وينه، منی اوداسی نور چټل شيان شامل دی په حکمی نجاست کی له بدنه څخه دباد، نم يا نو، بو لي، ادرار يا متيازی شامل دی چه له بدنه څخه راوځی، حقيقی نجاست د اوبو پر واسطه چه پريمينځل شی پاکيـږی مګر حکمی نجاست د اوداسه او غسل په واسطه پاکيـږی يعنی هر هغه شی چه له بدنه څخه بدون له منيو را وځی د اوداسه په واسطه او کله چه منی له بدنه څخه په شهوت اوټوپ راوځی په غسل پاکيـږی او که مني له بدنه څخه د مريضی په واسطه بدون له شهوته راوځی هغه هم لکه دبولو په شان په اودس پاکيـږی او همدارنګه زنانه کله چه ددوی د حيض او نفاس وينه ختميـږی نود دوی بدن هم د غسل په واسطه پاکيـږی او که ددوی وينه له مقرره وخته زيات دوام کوی او دوامداره وی نو دوی هم د معذورو په جمله کی شاميلی دی او بدن ئی د اوداسه په واسطه پاکيـږی.
دا صرف په هغه وخت کشی دی چه اوبه موجودی وی اوکه اوبه نه وی نوپدی صورت کی الله تعلی د خپلو بندګانو لپار نوری اسانتياوی لکه تيمم هم جائيـز ګر ځولی دی چه په لاندی ډول ئی بيانيـږی:
اودس :
له ناپاکيو څخه دځان پاکونه ده په اوداسه کشی فرض سنت اوبعضی شيان مستحب دی چه عبارت دی له:
داوداسه فرضونه : څلوردی دټول مخ مينځل يو ځل دويښتانو دشنه کيدو له ځايه تر زنه او د يوه غوږله نرمۍ دبل غوږتر نرمۍ پوری د دواړو لاسونو مينځل تر څنګلو يوځل دسر څلورمه حصه مسح کول او ددواړو پښو مينځل تر بيډيو پوری يو ځل دهمدی شيانو دمينځلو په وخت کی که کوم ځای د يوه ويښته په اندازه پاته شی نو اودس ئی نه کيـږی.
د اوداسه سنتونه :۱- بِسْمِ اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيْمِ ويل ۲-ددواړو لا سونو مينځل تر مړوندونو ۳- مضمضه کول يعنی په خوله کښی درۍ ځله اوبه اچول ۴- مسواک وهل ۵-استنشاق يا په پـزه کشی اوبه ننه ايستل ۶-دټول سر مسح کول ۷-هره عضوه درۍ ځله مينځل ۸-ددواړو غوږونو مسح کول ۹-دلاسونواود پښود ګوتو دمنځونواوګيری خلالول که چيرته ګيره ګڼه وی ۱۰ – په ترتيب سره پورته کارونه سرته رسول ۱۱- يوپر بل پسی داعضاوه مينځل نه داچه د يوی عضوی له مينځلو دبلی عضوی تر مينځلو پخوانۍ عضوه وچه شی ۱۲- داوداسه نيت د اودس کولو په شروع کی.
همدارنګه له ښی طرف څخه شروع کول اودغاړی مسح، داوداسه دشيانو برابرول مخکی له اوداسه استـنـجا کول مستحب دی.ګرانو لوستونکوکه چيرته پورته څلور عضوه په اوداسه کی ومينځل شی نواودس کيـږی مګر دسنتو پريښودل ښه کارندی او احتمال دګناه دی، له دريو وارو زيات مينځل ضرور ندی ځکه چه اوبه زياتی مصرف کيـژی اودزياتو اوبو مصرف اصراف دی چه ګناه لری، که چيرته ساعت، ګوته، لښتۍ ياکه په پـزه کشي سوری وی اوداسی نور شيان ولری دهغو لاندی ځايونو ته بايد اوبه ورورسوی چه داوبو وررسول ورته واجب دی کنه اودس مونه کيـږی،که يو اودس مو درلود اوکوم عبادت مو نه وه کړی دوهم ځل اودس کول جايـز ندی اوکه پر هغه مو عبادت کړی وی اوبيا اودس تازه کړی نور علی نور،که چيری په کومه عضوه کشي مودوا ايښی وی اود هغه بيخ ته اوبه ونه رسيـږی او ددوا لری کول مضر وی نو پروا نشته اودس مو کيـږی، همدارنګه که چيرته په بدن مو زخم وه يا کوم بل مرض وه چه اوبه ورته موضره وی نو خپل لاس پر اوبو لوند کۍ او هغه ځای مسح(لاس تيرول) کړۍ اوکه مسح هم ورته ضررلری نو پروا نلری صرف نظر ځنی وکوی اوکه پر هغه موبنداژ تړلی وی دهغه پر سر مسح وکړۍ خلاصولو ته ئی ضرورت نشته اوکه ئی ضرر نه درلود نو بايد خلاص شی صرف د زخم ځای بايد مسح شی بل داچه محترموکه چيرته يو څوک معذوروی يعنی داچه له هغه څخه متيازی يا منی هر وقت ځنی راوځی يا ناسور زخم ولری چه هميشه ترينه وينه يا نم ترينه جاری وی يا خون بينی وی ، يابواسير ولری، يا زنانه څخه د مريضی وينه له تعين شوی وخت څخه زياته دوام وکړی اوپه هغه کشی دومره وقفه نشی راتلای تر څو عبادت وکړی داسی اشخاص معذور بلل کيـژی د هغوی لپاره لازمه ده چه اودس په اودس وکړی او خپل کالی هم د هر لمانځه په وخت کی پاک يا تبديل کړی او دوی کولی شی چه د يوه لمانځه په وخت کی پر هغه اودس هر څومره عبادت (لکه نفل، تلاوت اوداسی نور) چه ئی زړه غواړی وکړی مثلاً يونفر چه له لمر ختو څخه وروسته اودس وکړی او په بل شی دهغه اودس مات نسی دی کولای شی چه د ماسپښين لمونځ هم پر هغه وکړی .
داوداسه ماتونکی:هغه چه له مخکينۍ او دشا له لاری(تناسلی لارو) څخه راوځی، له زخم څخه دوينی جاری کيدل يعنی چه له زخم څخه دباندی تجاوزوکړی، که په خوله کشی وينه پيداشی اورنګ ئی د ناړو رنګ ته تغير ورکړی،که د سرنج په واسطه وينه ووځی، په ډکه خوله قی کول، خوب کول که څملستې وی اويا ئي څشی ته ډډه وهلی وی که هغه شی ځنی لری شی اوچپه شی، له ستر ګو څخه هغه اوښکی جاری کيدل چه سوزش او درد ولری، بيهوشه کيدل يا ليونی کيدل او عقل له لاسه ورکول، خندا کول په داسی حال کی چه دڅنګ نفر ئی خندا واوری.
د اوداسه طريقه: له هر څه دمخه اول دواړه لاسونه تر مړونددرۍ ځله پريمينځل بيا استـنـجا او له بدن څخه نور نجاست لری کول بيا دواړه لاسونه تر مړوند پريمينځل خوله، پزه، مخ، دواړه لاسونه تر څنګلو درۍ درۍ ځله مينځل، دسر مسح، ددواړو پښودرۍ ځله مينځل.
غسل
کله چه منی په شهوت له بدنه را ووځی که په ويښه وی يا خوب کی، دتناسلی الی داخيليدل يوپه دوو لارو د تناسلی(مخکی يا شا) کی، له حيض او نفاس څخه د زنانه خلاصيدل، نوی مسلمانيدل په دغو حالتونو کی غسل فرض دی.
دغسل فرضونه:درۍ دی په خوله کی اوبه اچول او ټوله خوله مينځل، دپـزی مينځل چه د پـزی د نرمی تر آخره بايد اوبه ورسيـږی اود ټول بدن يو ځل مينځل.
دغسل کولو طريقه:لمړۍ دواړه لاسونه تر مړوندو مينځل، استنجا، له بدن څخه ناپاکی لری کول، مکمل اودس کول، اول سر بيا ښي مټ بيا چپ مټ بيا ټول بدن درۍ درۍ ځله مينځل چه اوبه پر جاری شی.
محترمو لوستونکو دغسل په وخت کی مخامخ قبلی ته بايد کشينه نو،خبری ونکړو، که چيرته چاليدلو بايد لنګ وتړو، دبدن هيڅ ځای مو بايد وچ پاته نشی، که کوم ځای مو له مينځلو هير شوی وی او راپه زړه شی هغه ځای بايد پريمينځو، که ګڼ ويښتان په سر وی او يا کوڅۍ وی نو هغه بايدخلاص شی اويا د هغه بيخ ته اوبه بايد ور ورسيـږی، که چيرته ساعت، ګوته، لښتۍ ياکه په پـزه کشي سوری وی اوداسی نور شيان ولری دهغو لاندی ځايونو ته اوبه بايدورورسوؤ،د غوږونواو نو(ناف)داخل ته اوبه بايد ورسيـژی، دنوکانو لاندی ځای ته اوبه بايد ورسيـژي،سالمو غاښونو ته دطلا يا بل پوښ ورنکړو، زنانه چه رنګ ناخن وهی يا پر مخ او نورو ځايونو بعضی مواد نيښلوی دغسل او اوداسه پر وخت هغه له بدنه بايد لری کړی کنه غسل اواودس ئی نه کيـږی.
تيمم :
په هغه ځای کی چه اوبه نه وی اويااستعمال د اوبو ډير مضره وی نو د اوداسه اوغسل پر ځای تيمم وهل کيـږی، تيمم هغه وخت جايـز دی کله چه يو نفر په يوه بيابان(دشته) کی وی هيڅوک نه وی چه ده ته اوبه ور وه ښيي اوده ته هم پخپله په ساحه د يوه شرعی ميل کی(يو شرعی ميل=۱۱۲۵ متره) داوبو معلومات نه وی نو بيا کولای شی چه داودس اوغسل پر ځای تيمم ووهی مګر له هر څه دمخه بايد داوبو پلټنه وکړی کله چه ئی داوبو په نشته والی يقين حاصل شو نو هله د تيمم وکړی اوکه معلومات ورته وشو چه اوبه له يوه شرعی ميل څخه په زياته فاصله کی دی نو تيمم دوکړی،که اوبه موجودی وی او زنانه ته دنارينه ؤ په موجوديت کی شرم وه دی لره تيمم رواندی بلکه خلوت ځای د پيدا او اودس د وکړی،که په څاه کی اوبه وی مګر ډوله اورسۍ نه وه نو تيمم روادی، که مرض داوبو په استعمال زيا تيده نو تيمم روادی، که اوبه يخی وی او دهغو په سبب مرض زياتيده نوبايد تودی د شی او که د ګرميدو وسايل نه وه نو تيمم د وکړی، که هوا سړه وه او باعث دمرض کيده نو تيمم روادی، که چيری اوبه وی مګر د ورځنی نرخ څخه په زياته بيه وی او يا د سفر له خرڅه زياتی پيسی در سره نه وی نو تيمم روادی،که دبدن زياتره حصه زخم ولری نو تيمم روادی، که په سفر کشی يی له ملګرو سره اوبه وی اوده ته ئی نه ور کولی نو تيمم روادی، که د چښلو اوبه در سره وی اما دچښلو نه اضافه نه وی نو تيمم روادی، که د زمزم اوبه درسره وی بايد په هغو اودس وکړی، که اوبه درسره وی مګر داوداسه او اويا دغسل فرض ئی د يووار لپاره نشوی پوره کولای نو تيمم روادی، که د جنب شخص لپاره غسل ضرر او اودس ضرر نه درلود نو اودس د وکړی او دغسل په ځای دتيمم وکی، تر څو چه داوداسه لپاره اوبه نوی پيداشوی تيمم د لمانځه لپار وهی او لمونځ دکوی، که په دشته کی وروسته له تيممه او لمانځه د شرعی ميل په ساحه کی اوپه پيداشوی اما ترينه خبر نوی ستاسی تيمم اولمونځ دواړه صحيح دی بيرته نه راګرځول کيـږی، که څوک غسل او اودس ته ضرورت ولری يو تيمم د دواړو په عوض صحيح ده، که د لمانځه په نيت مو تيمم وکړ په هغه نور لمنځونه ، تلاوت اونور عبادتونه کولای شی مګر که په کوم خاص هدف موتيمم وکړ په هغه تيمم صرف هغه عمل کولای شی او نور نشی کولای، که دشرعی ميل په داخل کی اوبه وی مګر هغوته تر رسيدلووخت کم او لمونځ فوت کيده تيمم ضرور ندی عجله بايد وشی چه اوبو ته ورسيـږی کنه د لمانځه قضايي بايد وګرځی، اوبه چه موجودی وی حتی د قرآن کريم د مسحی لپاره هم تيمم روا ندی، که چيرته اوبه موجودی وی مګر موتر يا قطار چه دتاسو په اختيار کی نوی او حرکت کوی بيا نوتيمم روادی ،که چيرته غسل مو کاؤ او اوبه خلاصی شوی او دبدن کوم ځای مو وچ پاته شو نو تيمم وکړی او کله چه اوبه پيداشوی هغه وچ ځای پريمينځۍ، که بدن يا لباس چټل وی او اوبه کمی وی نو اول دی چټلی پاکه شی او د اوداسه په عوض تيمم وکړۍ ، که د سفر په شيانو کی مو اوبه در لودی او له ياده مو وتلی وی تاسو تيمم اولمونځ کړی وه وروسته در په ياد شوی ستاسو لمونځ صحيح ده بيرته ئی مه ګرځوۍ.
پر هر شی چه اودس ماتيـږی تيمم هم ماتيـږي او همدارنګه کله چه اوبه پيداکړۍ نو د تاسی تيمم هم مات شو.
تيمم پر هر هغه شی چه د خاوری له جنسه وی او ونه سوځی په هغه تيمم روادی ، په پخو خښتو اوداسی نورو شيانو چه له خاوری څخه وی اوپاخه شوی وی تيمم روادی، په خټه تيمم ندی روا، په شيشه، مسو اونور شيان چه د خاوری له جنسه ندی تيمم ندی روا مګر که په هغو دومره ګرد وی چه دتيمم په وخت کی له هغه ګرد پورته شی بيا تيمم روادی.
د تيمم طريقه:اول دواړه لاسونه پر ځمکه يا هغو شيانو چه پر هغوی تيمم روادی وه وهۍ که خاوره زياته پر نښتی وی هغه ځنی ټک وهی او دواړه لاسونه پر مخ راتير کړۍ دوهم ځل بيا لاسونه په ځمکه وه وهی او داځل خپل لاسونه تر څنګلو پوری پر مسح کړۍ داسی چه هيڅ ځای مو بی مسحی پاته نشی که په لاس ساعت ګوته يا بل شی ولری هغه لری کړۍ کنه تيمم مو نه کيـږی.
مسح :
که چيرته بدن موزخمی وی، يا تڼاکه وی چه له هغی نم راوځی، يا کوم ځای مو مات شوی وی او هغه مو تړلی او پانسمان کړی وی چه دهغه خلاصول مضر او يا ئي بيرته تړل مشکل وی نو پر هغه ځای مسح روادی.
د مسحی طريقه:د لاس ګوتی مو لندی کړۍ او په زخم ، تړلی ځای ، موزه، جوراپو چه ماسۍ ولری ياداسی نورو شيانو باندی ئی له ښکته نه پورته طرف ته تير کړۍ.
محترمو!موزی مو بايد ټوله پښه تر بيډيو پوری وپوښی او کوم ځای ئی سوری نه وی، د جنابت په حالت کی مسح روانده، مسح له پاسه کيـږی د ښکته طرف ته نه له ښکته څخه د پورته طرف ته، اقلاً ددريو ګوتو په واسطه بايد مسح وشی هغه هم د ګوتود سرو په واسطه نه بل که په مکملو ګوتو، که د موزی يا ماسۍ درز خلاص شو يا څو ځايه سورۍ شی چه جمله په هغه کی درۍ کوچنۍ ګوتی ننوتی نو مسح باطله کيـږی، دموزو لاندی که جوراپی اغوستل شوی وی مسح پرروادی، او خپله پر عادی جوراپو چه د رابر په واسطه په پښه پوری نښلی مسح روانده بلکه جوراپی بايد ډبلی وی چه کله پر هغو مسح کيـږی د مسح اوبه بايد د هغو داخل ته ور ننه نه وځی او تر بيډيو پوری پښه پر پټه شی او يا داچه د ماسيو(چرم په واسطه) پوښل شوی وی.
د مسح موده د مقيم لپاره يو شبانه روز اود مسافر لپاره درۍ شبانه روزه ده که مسافر له دريو شبانه روزو دمخه مقيم شو مسح باطله کيـږی، موزی او داسی نور شيان په اوداسه بايد واغوستل شی او کله چه بی اودسه شی نو هغه د نه باسی بلکه مسح د شروع کړی چه د مسح موده هم له همدی وخته شروع کيـږی په هر اودس کی بايد مسح له سره وشی تر هغو چه وخت ئی تمام شی او کله چه وخت ئی تمام شی نو بيا مينځل حتمی دی، که مقيم د وخت له تماميدو دمخه مسافر شو نو تر دريو ورځو پوری مسح ورته رواده، او که مسافر مقيم شو نو صرف تر يوه شبانه روزه وخت لری او بس.
حيض او نفاس :
حيض د زنانه څخه د وينی جريان دی چه په هره مياشت کښـی يوځل ورته پيښـيـږی او نفاس هغه وينه ده چه وروسته له ولادت څخه زنانه ته پيښـيـږی داسی زنانه لاندی کارونه نشـی کولای:
فرض يا نور لمونځونه- روزه نيول – جومات ته داخليدل او د کعبی طواف- د قرآن کريم تلاوت- د قرآن کريم لمس کول (که په پوښ کښـی وی پروانلری)- له ميړه سره جماع کول. کله چه زنانه له حيضه يا نفاس څخه پاکه شی د لمانځه قضائی پرهغی نشته مګر د روزی قضائی پرلازمه ده، دحيض کمه موده درۍ شپی ورځی ده او زياته ئی لس ورځی ده، کله چه زنانه په خپل ادرار کښـی سوروالی، زيړ والی او يا تور والی ووينی نو د هغی حيض شروع کيـږی او کله چه بيرته سپين والی پيدا کړی نو دا له حيضه پاکيـږی او کله چه غسل وکړی نو له ميړه سره جماع ورته روا دی.
د نفاس زياته موده څلويښت شپـی او ورځی ده او کمه موده ئی نده معلومه، هغه زنانه چه د عمليات په واسطه طفل تولد کوی که له رحمه څخه ئی د نفاس وينه راتله هغی ته نفاسه ويله کيـږی اوکه نه راتله بلکه له زخمه څخه راتله نو هغی ته نفاسه نه ويله کيـږی، که له زنانه څخه د کوچنی له زيـږيدو وروسته د نفاس وينه نه راتله نو دا بايد غسل وکړی او په پاکه زنانه کښـی شميرل کيـږی، هغه زنانه چه کوچنی ضايع(نقصان) کړی که چيرته د کوچنی لاس، پښی ، ويښتان يا کومه بله د بدن عضوه ئی معلومه شی نو د نفاس حکم پر تطبيق کيـږی اوکه معلوم نشی هغه وينه کومه چه ددی له رحمه څخه راځی که له دريو شپو او ورځو څخه زياته شوه په حايضی کښـی شميرل کيـږی او که کمه وه هغه په استحاضه کښـی راځی.
استحاضه مختلف ډولونه لری: که وينه ووينی او له دريو ورځو څخه په کمه موده کښـی هغه قطع شی- د حيض له لسو ورځو زيات دوام کول- که د پيغلتوب حيض په کلونو دوام وکړی په هره مياشت کښـی لس ورځی ئی حيض او پاته ئي استحاضه دی- هغه وينه چه حامله داره زنانه ئی د حمل (باردارۍ په وخت کښـی)وينی – هغه وينه چه حامله داره زنانه ئی له ولادت څخه د مخه وينی- هغه زنانه چه له څلويښتو ورځو د هغی نفاس زيات شی- هغه زنانه چه کوچنی ضايـع کړی او د کوچنی کومه عضوه د بدن ئی معلومه نشی. داسی زنانه حکم د پاکی ښځی لری او که وينه ئي هميشه جريان ولری هغه د معذوری په جمله کښـی راځی چه په هر وخت د لمانځه کښـی بايد خپل اودس تازه کړی.
دځای پاکوالی
هغه ځای چه پر هغه لمونځ کيـږی هغه د لمانځه ځای بلل کيـږی چه بايد له هر نوع نجاست څخه پاک وی، پروچه ځمکه چه په ظاهر کی هيڅ نجاست پر هغی معلوم نشی لمونځ روادی که په ناپاکه ځمکه کالی (جای نماز،څادر، ټکری يا لوپټه) يا لندی ځمکی چه د لندوالی اثر ځنی تيرنشی وغوړول شی په هغه لمونځ روادی دا کالی بايد بالکل پاک وی که د هغه کوم ځای چه پرهغه د لمونځ کونکی بدن تماس ونکړی ناپاک وی هم لمونځ نه پرکيـږی.
دستر عورت پټـول :
ستر عورت د نارينه وه لپاره له نو(نام) څخه ښکته تر ټيټه کيو پوری دی او د زناوه لپاره بدون له مخه د ويښتانو دشنه کيدو تر ځايه دواړه لاسونه تر مړوندو دواړه پښي تر بـجلکوپوری نور ی ټولی عضوه د زنانه ستر عورت دی اوپرلمانځه کی د ستر عورت پټول فرض دی.
رالېږونكى: نياز محمد نياز