د روحاني لومړى تلين او ”مرموز“ قاتلين
2009-06-09 00:50:26
صالح
په هلمند ولايت كې د وژل شوي افغان خبريال عبدالصمد روحاني له وژل كېدو يو كال واوښت، خو د هغه د وژنې پر قضيې هم خاورې اړول شوي، ځينې انتقاد كوونكي وايي- نه افغان دولت، نه بهرنيو ځواكونو او نه د دولت مخالف لوري تر دا مهاله د قاتلينو د موندلو لپاره كوم عملي اقدام وكړ.
عبدالصمد روحاني په هلمند ولايت كې له پژواك خبري اژانس او بي بي سي راډيو سره د خبريال په توګه كار كاوه، د دې تر څنګ هغه شاعري او ليكوالي هم كوله، ورسره يې له هلمنده له خپرېدونكې پګړۍ مجلې سره هم همكاري درلوده.
هغه په هلمند كې د روانو چارو تر څنګ پر بېلابېلو ټولنيزو، اقتصادي، فرهنګي او هنري مسايلو هم راپورونه جوړول.
د هلمند والي محمد ګلاب منګل له ازادۍ راډيو سره په يوه ځانګړې مركه كې ژمنه وكړه چې د ځوانيمرګ عبدالصمد روحاني قاتلين به پيدا كوي، منګل وايي ځينې اسناد او شواهد يې ترلاسه كړي هم دي، خو ده وويل دا يوه مرموزه وژنه ده:
”تر اوسه بدبختانه موږ وروستۍ نتيجې ته نه يو رسېدلي، ځينې پرمختګونه شوي دي په دې برخه كې چې د هغو ىافشا كول اوس لازم نه دي، زه اميدوار يم موږ به نور هم پرمختګ وكړو، تاسې پوهېږئ چې دا ډېر مرموز قتلونه دي او دا د ټروريستانو قوي حلقې دي، چې هم د مخدره موادو د قاچاقبرانو له خوا تمويلېږي، هم ټروريسټي كړۍ دي، خو بيا هم زموږ هڅې روانې دي“
خو د هلمند والي دغه ژمنه كال مخكې هم كړې وه، يا خو د روحاني قاتلين دومره ماهر شوي چې حكومتي چارواكي يې پېژندلاى نه شي، يا خو حكومتي چارواكي ورته نور هم كمزوري شوي دي.
د وسلوالو طالبانو ويندويانو په هغه لومړيو كې اعلان كړه چې ګواكې د روحاني په وژنه كې دوى لاس نه لري. خو دولت هم تر اوسه په څرګنده نه دي ويلي چې د ارواښاد روحاني په وژنه كې څوك لاس لري؟
د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزارت د روحاني مړينه د ژورناليزم پر ملا يو دروند ګوزار بللى دى. دغه راز د بې پولې خبريالانو ټولنې او د خبريالانو د دفاع ادارو هم په دې وروستيو كې اندېښنه ښوولې چې په افغانستان كې د خبريالانو په وژلو او ګواښلو سره د بيان تنكۍ ازادۍ ته زيان رسېدلى دى.
د روان لمريز كال د غبرګولي يا جوزا پر اتلسمه او نولسمه د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو كې د وژل شوي افغان خبريال عبدالصمد روحاني لومړى تلين ولمانځل شو. په بېلابېلو غونډو كې خبريالانو او فرهنګيانو پر دولت انتقادونه هم وكړل چې لا يې د يوه ازاد خبريال قاتلين نه دي موندلي. د هلمند يو ځوان خبريال بسم الله معروفي:
”زموږ مركزي دولت او د هلمند ارګانونه چې د امنيتي ستونزو د حل لپاره كار كوي، تر اوسه نه دي توانېدلي د ارواښاد عبدالصمد روحاني قاتلين ونيسي او جزاوركړي“
د خبريالانو د دفاع ادارې وايي په افغانستان كې يې له خبريالانو سره د بد چلند ۱۴۰ پېښې ثبت كړې دي، دا ادارې وايي دغه ستونزه تر پخوا پراخه شوې ده.
د هلمند چارواكو ژمنه وكړه چې يو ښوونځى به د شهيد عبدالصمد روحاني په نامه ونوموي، خو ځينو خبريالانو غوښتنه درلوده، چې د افغانستان په مركز كابل كې دې هم يو سړك يا ښوونځى د روحاني په نامه ونومول شي.
روحاني د خپل شهادت په وخت كې ۲۶ كلن و، له هغه څخه دوې مېرمنې او څلور ماشومان پاتې شول، چې دوې لوڼې او دوه يې زامن دي.