د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا نوې پاليسي

سپینه ماڼی

د مطبوعاتی سکرتر دفتر

د فوری نشر د پاره                                                              ٢٧ مارچ ٢٠٠٩

د جمهور رئیس وینا

د افغانستان او پاکستان د یوی نوی ستراتیژی په باب

۴٥٠ نمبر کوټه

د وایت آیزنهاور دولتی ودانی دفتر

د سهار ٩ بجی او ۴٠ دقیقی

 

جمهور رئیس:   سهار مو بختور.  لطفاً کینی.

 

مخکی لدینه چه شروع وکړم، اول اجازه راکړی چه ستاسو جلالتمآبانو ټولو هغو سفیرانوته چه دلته حاضر دی قدردانی وکړم.  همدغه رازغواړم چه زمونږ د ټولوهغو ملکی او نظامی مامورینو قدردانی وکړم چه ډیر زر سیمی ته ورروان دی.  او زه ستاسو ټولو نه ستاسو د فوق العاده کار له امله ممنون یم.

 

زه غواړم چه د جنرال ډیوید پاتریاس مننه وکړم چه  په مرکزی قوماندانی کی ئی ډیر فوق العاده کار کړی او مونږ ئی قدر کوو.  زه غواړم چه د بروس رایدل مننه وکړم - بروس رایدل دلته دی دیخوا -  چه ددی ستراتیژی په څیړنی ئی ډیر کار کریدی.  زه غواړم چه کارل آیکنبیری یاد کړم چه دلته دی او زمونږ نوی منتخب سفیر دی په افغانستان کی.  او د خپل د ملی امنیت ټیم نه هم د هغوی د فوق العاده کار له امله مننه کوم.

 

نن، زه یوه نوی او جامع ستراتیژی د افغانستان او پاکستان لپاره اعلانوم. او دا د بروس په مشری د پالیسی د یوی ډیری دقیقی څیړنی پای ښیی چه ما ئی د تر سره کیدوامر د چارو د واگی د اخیستو سره سم ورکړی وو.  زما حکومت زمونږ د پوځی قوماندانانو او همدارنگه زمونږ د دپلوماتانو خبری اوریدلی دی.  مونږ د افغانی او پاکستانی حکومتونو سره، د ناټو په تړون کی د خپلو شریکانو او خپلو متحدینو سره، او د نورومرستندویه او نړیواله سازمانونو سره مشوری کړیدی. مونږ همداراز دلته په امریکا کی د کانگرس د غړو سره هم د نزدی نه کار کړیدی. او زه اوس غواړم چه د امریکا د خلکو سره سپینی او روښانه خبری وکړم.

 

وضع په زیاتیدونکی ډول خطرناکه ده. د هغه وخت نه چه طالبان د قدرت نه راپرزول شویدی دی څه باندی اوه کاله تیر دی، خو جگړه لا هم توده ده او د افغانستان او پاکستان ځینی برخی د متمردینو په لاس کی دی.  زمونږ په عسکرو، زمونږ د ناټو د متحدینو په عسکرو او د افغانستان د حکومت په عسکرو باندی حملی په ثابت ډول زیاتی شویدی.  او د درد نه ډیره ډکه خبره دا ده چه کال  ٢٠٠٨   د امریکائی پوځونو لپاره  د جنگ تر ټولو مرگانی کال وو.

 

په متحده ایالاتو کی – او په شریکو هیوادونو کی ډیر خلک چه ډیره قربانی ئی ورکړی ده  دا ساده سوال لری چه: په افغانستان کی زمونر هدف څه دی؟  هغوی دا پوښتنه کوی چه ددی دومره ډیرو کلونو نه وروسته زمونږ نارینه او ښځی ولی لا هم هلته جنگیږی او ولی مری؟  او دا خلک  د سپین ځواب د اوریدو مستحق دی.

 

نو زه به روښانه جواب ورکړم:  القاعده او متحدین ئی – هغه دهشتگر چه د سپتامبر د یولسمی د حملو پلان ئی جوړ اوعملی کړ – په پاکستان او افغانستان کی دی.  ډیرو استخباراتی اټکلونو خبرداری ورکړی چه القاعده په فعاله توگه  د امریکا په خاوره  باندی په  پاکستان کی د خپلو خوندی سیمونه د حملو پلانونه جوړوی.  او که  د افغانستان حکومت د طالبانو لاس ته ورشی – او یا القاعده همداسی آرامه  پریښودل شی –  هغه هیواد به بیا د هغو دهشتگرو اډه وگرځی چه غواړی، هر څومره ډیر چه کولی شی، زمونږ خلک ووژنی.

 

د افغانستان آینده په نه بیلیدونکی ډول د گاونډی هیواد، پاکستان د آینده سره تړلی ده.  د سپټامبر د یولسمی نه پدی راورسته قریب اتو کلونو کی، القاعده او متحد افراطیون ملگری ئی دسرحد هغی غاړی کی د پاکستان د سرحد گوښه سیمو ته وراوښتی دی.   دا تقریباً یقینی خبره ده چه په هغوی کی  د القاعده مشران شامل دی: اسامه بن لادن او ایمان الظواهری.  هغوی ددی غرنی سیمی او امن ځای نه د پټیدو د پاره کار اخیستی چه دهشتگر وروزی، د خپلو پیروانو سره رابطه ټینگه کړی او د حملو بندو بست وکړی،  اوجنگیالی د بغاوت د ملاتړ لپاره افغانستان ته ولیږی.  د امریکا خلکو ته، دا سرحدی سیمه په نړی کی د ټولو نه زیاته خطرناکه سیمه گرځیدلی ده.

 

مگر دا یوازی د امریکا ستونزه نده – خبره بیخی بله ده.  دا، په واقعیت کی یوه نړیواله او ډیره غټه امنیتی ستونزه ده.  په لندن او بالی کی تیروریستی حملی القاعده او په پاکستان د هغو ملگرو پوری تړل شوی دی، په همدی ډول هغه حملی چه په شمالی افریقا، مینځنی ختیز، او په اسلام آباد اوکابل کی شوی په القاعده پوری تړل شویدی.  که چیری کومه ستره حمله په کوم آسیائی، اروپائی، یا افریقائی ښار باندی وشی، کیدای شی چه هغه هم په پاکستان کی د القاعده په مشرانو پورې تړلی وی.  په ټولی نړی کی د خلکو مصؤنیت په خطر کی دی.

 

د افغانستان خلکو ته د طالبانو واکمنی ته بیرته ورتگ، د هغوی په ملک باندی د ظالمانه حکومت، د نړیوالی انزوا، د په ځای ولاړ او فلج اقتصاد، او خلکو ته – په تیره بیا ښځو او جینکو  ته --  د اساسی بشری حقوقو د نه ورکول کیدو معنی لری.  د القاعده د دهشتگرو بېرته راستنېدل به  چې د طالبانو سرسخته  مرکزی مشران به هم ورسره وی ؛  په  افغانستان باندی د زور زیاتی او تشدد دوامدار سیوری خپورکړی.

 

 د جمهور رئیس په توگه زما لوی مسؤلیت د امریکا د خلکو حفاظت او ساتنه ده.  مونږ افغانستان ته د دی دپاره نه یو تللی چه هغه ملک ونیسو او یا آینده لاره ورته وټاکو.  مونږ افغانستان ته د یوه گډ دښمن سره د جنگ لپاره تللی یو چه متحده ایالاتو ته، زموږ ملگرو او متحدینو ته، او د افغانستان او پاکستان خلکوته چه د افراطیانو د زور زیاتی له امله  ډیر کړیدلی هم دی،  گواښونه کوی.

 

نو زه د امریکا خلکو ته وایم چه پدی پوه شی چه مونږ یو روښانه او څرگند هدف لرو: چه په پاکستان او افغانستان کی القاعده اخلال کړو، له مینځه ئی ویسو او ماته ورکړو، او په آینده کی دغو دوو هیوادونو ته د هغوی د ور ستنیدو مخه ونیسو.  دا هغه هدف دی چه باید تر لاسه شی.  ددینه بله عادلانه داعیه نشته.  او هغو دهشتگرو ته چه زمونږ مخالفت کوی هم زما پیغام همدا دی:  تاسی به مات کړو.

 

خپلو اهدافوته د رسیدو لپاره، مونږ یوی قوی، هوښیاری او جامع ستراتیژی ته اړتیا لرو. په  هغه ستر خطر باندی دتمرکز لپاره چه زمونږ خلکوته پیښ دی، امریکا باید دعراق د جنگ له امله نور افغانستان باندی مرستی ونه دروی. د افغانستان او پاکستان د پوځی، حکومتی او اقتصادی ظرفیت د پیاوړی کولو لپاره، مونږ باید نړیوال ملاتړ تر لاسه کړو. او د داسی دښمن د ماتولو لپاره چه سرحد او د جنگ قوانین نه پیژنی، مونږ باید د افغانستان او د پاکستان د آینده تر مینځ اساسی ارتباط هم ومنو – په همدی وجه ما سفیر ریچارد هالبروک، چه دلته ناست دی د دی دواړو هیوادنونو د خاص استازی په توگه مقرر کړی چه د جنرال پاتریاس سره به د نزدی نه کار کوی تر څو زمونږ ملکی او پوځی هلی ځلی یو ځای شی.

 

اجازه راکړی چه اول په  پاکستان کی د پرمختگ لاره بیان کړم.

 

متحده ایالات د پاکستان د خلکو ډیر درناوی کوی.  هغوی ډیر غنی تاریخ لری او د خپلی ډیموکراسی د ساتلو لپاره ئی اوږدی مبارزی کړیدی.  د پاکستان خلک هم هماغه شی غواړی چه مونږ ئی غواړو: چه دهشت ختم شی، اساسی خدماتو ته لاس لرنه موجوده وی، د خپل ژوند د ارمانونونو د پوره کولو فرصت ولری، او داسی امنیت راشی چه یوازی د قانون د حاکمیت له لاری راتلای شی.  یوازینی لوی خطر ددغسی آینده په لاره کی د القاعده او دهغو د افراطی ملگرو له خوا پیښ دی، او په همدی وجه مونږ باید مقابلی ته په گډه ودریږو.

 

د پاکستان د سرحدونو تر مینځ اوسیدونکی دهشتگر یوازی د امریکا او افغانستان دښمنان ندی، هغوی د پاکستان خلکو ته هم دیر کلک او فوری خطر پیښوی.  القاعده او نورو تندروه افراطیانو د سپټامبر د یولسمی نه راپدیخوا څو زره پاکستانیان وژلی دی.  هغوی ډیر پاکستانی عسکر او پولیس وژلی دی.  هغوی بینظیر بوتو وژلی ده.  هغوی ودانی الوځولی دی،  دبهرنۍ  پانگې اچونی مخنېوی کوی، او د ملک ثبات ته ئی خطر پیښ کړیدی. په دې کې  اشتباه ونکړئ: القاعده او د هغوی افراطی ملگری د سرطان د دانی په شان دی چه د پاکستان د مینځ نه ئی د هغه هیواد د وژلو او له مینځه وړلو خطر پیښ کړیدی.

 

دا مهمه ده چه دامریکا خلک پدی پوه شی چه پاکستان د القاعده سره جگړی کی زمونږ مرستی ته اړ دی. دا آسانه کار ندی.  قبایلی سیمی ډیری پراخی دی، سختی سیمی دی او اکثراً حکومت پری کنترول ندی لرلی. او همدا وجه ده چه مونږ باید د خپلی پوځی مرستی تمرکز په داسی وسایلو، روزنی او ملاتړ وکړو چه پاکستان ورته د دهشتگرو د ریښو د له مینځه وړلو لپاره اړتیا لری.  د کلونو کلونو بی نتیجی کار نه وروسته اوس مونږ نور بی بازخواسته په پټو سترگو پیسی چا ته نه ورکوو او نه ئی ورکولی شو.  پاکستان باید وښیی چه د خپلی خاوری نه د القاعده اود هغه د افراطی ملگرو د ریښود ایستلو ژمنه لری.   او مونږ به پدی ټینگار وکړو چه کله چه مونږ د لوړو تیروریستی اهدافو په باره کی استخباراتی معلومات ولرو باید – په یو نه یو رنگ – حتماً اقدام وشی.

د دغو  خوندی ځایونو په له مینځه وړلو کی د حکومت توان د هغه په خپل قوت او امنیت په څرنگوالی پوری تړلی دی. د پاکستان د اقتصادی بحران سره د مرستی لپاره، مونږ باید د نړیوال وجهی صندق،  د نړیوال بانک او د نورو نړیواله شریکانو سره کار ته دوام ورکړو.  د دوه گاونډیو هیوادونو، هند او پاکستان تر مینځ چه اتومی قوت باندی سنبال دی او اکثراً جنگ او مقابلی ته سره نزدی کیږی، د تاو تریخوالی د کمولو لپاره مونږ باید د رغوونکی دپلوماسی په لاره روان شو.  د پخوانیو وختونو د غلطیو د مخنیوی لپاره، مونږ باید دا روښانه کړو چه د پاکستان سره زمونږ اړیکی د پاکستان د دیموکراتیکو مؤسساتو او د پاکستان د خلکو د ملاتړ په بنا ولاړی دی . او د خپلو اعمالو او همدارنگه د خپلو خبرو له لاری خپله دوامداره ژمنه وښیو، او د دوامداره فرصت ملاتړ وکړو.

 

د افراطیت په ضد مبارزه یوازی د گولیو یا بمونو له لاری نه شی کامیابیدای. القاعده د پاکستان خلکو ته د تباهی نه پرته بل څه نه ورکوی.  زمونږ دریځ بل دی.  نو، نن زه د امریکا د کانگرس نه غواړم چه د دواړو گوندونو په ملاتړ داسی یوه لایحه چه جان کیری او ریچارد لوگر په گډه جوړه کړی وی منظور کړی چه د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د پاکستان د خلکو سره په کال کی یو نیم میلیارده ډالره مستقیمه مرسته وکړی – داسی مرستی چه ښونځی، سړکونه، او روغتونونه ودان  او د پاکستان ډیموکراسی غښتلی کړی. زه همدارنگه په کانگرس غږ کوم چه یوه لایحه چه په گډه ماریا کانټویل، کریس وان هولن، او پیټرهیوکسټرا جوړه کړی وه تصویب کړی چه په سرحدی سیمو کی داسی فرصتونه مینځ ته راوړی چه اقتصاد پری تقویه شی او هغو سیمو ته چه په  زور زیاتی  کړیدلی دی امید پیدا کړی.  او مونږ به د خپلو ملگرو او متحدینو نه وغواړو چه خپله برخه پدی هلو ځلو کی واخلی – همدا بله میاشت به په توکیو کی د مرستندویه هیوادونو په کنفرانس کی دا غوښتنه وکړو.

 

زه په آسانه ددې مرستی غوښتنه نه کوم.  دا ډیر سخت وختونه دی.  منابع لږ دی.  خو د امریکا خلک باید پدی پوه شی چه دا زمونږ د خپلی آیندی لپاره پانگه اچونه ده – ځکه د امریکا او پاکستان امنیت شریک دی.  د پاکستان حکومت باید د دهشتگرو د پناه ځایونو په له مینځه وړلو کی قوی شریک وگرځی او مونږ باید القاعده د پاکستان دخلکو نه بیله کړو. او دا گامونه چه په پاکستان کی ئی اخلو په افغانستان کی زمونږ د هلو ځلو لپاره هم ډیر مهم دی، ځکه که هلته مخالفین په آزاده توگه د سرحد ترمینځ تگ راتگ وکړی، مونږ به د نارامی پای ونه وینو.

 

امنیت د گډ مسؤلیت د نوی بڼی تقاضا کوی. او همدا وجه ده چه مونږ به د متحده ایالاتو، افغانستان او پاکستان تر مینځ دوامداره دری اړخیزه خبری اتری پیل کړو.  زمونږ ملکونه به په منظم ډول غونډی کوی او زمونږ د هڅو مشری به د بهرنیو چارو وزیره کلینټن او د دفاع  وزیر گیټس کوی.  په گډه به مونږ د استخباراتو شریکول او  پوځی همکاری د سرحد په غاړه تقویه کوو، او ورسره به د گډو اندیښنو لکه د تجارت، انرژی، او اقتصادی پرمختیا د مسلو د حل لاری چاری لټوو.

 

دا دهغی پراخی ستراتیژی فقط یوه برخه ده چه ددی مخه نیسی چه افغانستان بیا د القاعده لپاره داسی پناه ځای ونگرځی لکه د سپټامبر د ١١ نه مخکی چه و.  ددی ستراتیژی د بری لپاره، مونږ او زمونږ ملگری او متحدین باید د طالبانو د بری مخه واړوی، او د افغانستان د حکومت توان او مسؤلیت یا حساب ورکول زیات کړی.

 

زمونږ پوځونه د ظالم دښمن په وړاندی په زړورتیا جنگیدلی دی.  زمونږ ملکی خلکو ډیری قربانی ورکړی دی.  زمونږ متحدینو لوی او دروند پیټی چلولی دی. افغانان ډیر کړیدلی او د خپلی آیندی دپاره ئی ډیری قربانی ورکړیدی.  خو دا شپږ کاله افغانستان ته لازمی منابع د عراق د جنگ له امله ندی ورکړل شوی.  اوس، مونږ باید داسی ژمنه وکړو چه خپل اهداف پری تر سره کړای شو.

 

ما د مخه د ١٧ زره پوځونو د لیږلو امر ورکړی دی چه جنرال مک کرنن د ډیرو میاشتو نه راپدیخوا غوښتی وو.  دا عسکر او پلی پوځونه به په جنوب او ختیځ کی د طالبانو سره جنگ په غاړه واخلی، او مونږ ته به دا غټ توان راکړی چه د افغانستان د امنیتی قواوو سره شریک شو او د سرحد په غاړه  په  مخالفینو پسی لاړ شو.  دا به مونږ سره پدی کی هم مرسته وکړی چه افغانستان کی د اگست د میاشی د جمهوری ریاست  د مهمو انتخاباتو نه مخکی امنیت راولو.

 

 په عین حال کی به مونږ د خپل ماموریت تأکید او مخه  روزنی او د افغانستان د امنیتی قواو د شمیر زیاتولو ته واړوو، تر څو په نهایت کی هغوی دا توان پیدا کړی چه د خپل هیواد د ساتنی مشری په خپله وکړی. دا هغه طریقه ده چه مونږ به افغانان دیته تیار کړو چه د خپل امنیت د ساتنی مسؤلیت په خپله غاړه واخلی او دا هغه طریقه ده چه په نهایت کی به مونږ ته دا توان راکړی چه خپل پوځونه بیرته خپل هیواد ته راولو.

 

دا دری کاله زمونږ قوماندانان د هغو منابعو په باب چه د روزنی د پاره ورته اړتیا وه په ډاگه غږیدل. او دا منابع د عراق د جگړی له امله دوی ته نه ورکول کیدی. اوس، حالت بدل دی.  هغو اضافی پوځونو ، چه مونږ استولی دی، لا د وخته زمونږ د روزنی ظرفیت زیات کړیدی.  او ددی پسرلی په پای کی به مونږ قریب ۴٠٠٠  نور امریکائی پوځونه ولیږو چه د افغانستان امنیتی قوتونه وروزی.  دا به په اول وار زمونږ  ددی هڅی سره ریښتیانی مرسته وی چه د افغانستان د اردو او پولیسو د روزنی اوملاتړ دپاره ئی کوو.  هر امریکائی پوځی یونیټ به د یوه افغان یونیټ سره شریک وی، او مونږ به د ناټو په ټړون کی د خپلو متحدینو نه د اضافی روزونکو د لیږلو غوښتنه وکړو ترڅو دا ډاډ حاصل شی چه هر افغان یونیټ، یو ائتلافی شریک ولری.  مونږ به د افغانستان د پوځ په جوړولو کی خپلی هلی ځلی گړندی کړو چه د یو لک او ٣۴ زره پوځ او د ٨٢ زره پولیسو د روزلو هدفونه د کال ٢٠١١ پوری بشپړکړای شو – او د افغانستان دقواوو د شمیر زیاتوالی به زمونږ ددی پلان د پاره لازمی وی چه د افغانستان د امنیت د ساتنی مسؤلیت په خپله افغانانوته وسپارو.

 

 ددی هلو ځلو سره باید په ملکی چارو کی هم زمونږ په هڅو کی د پام وړ زیاتوالی راشی.  افغانستان یو انتخابی حکومت لری، خو اداری فساد او بډو رشوتونو لاندی کړی او خپلو خلکوته د اساسی خدماتو په رسولو کی ستونزی لری.  اقتصاد ئی د مخدراتو د غټ تجارت د اثر لاندی دی چه جنایت زیاتوی او د مخالفینو عملیات تمویلوی. د افغانستان خلک د ښی آیندی د وعدو په لټه کی دی. خو یو ځل بیا مونږ وینو چه د یوی نوی ورځی د لیدو په باب د هغوی دا امیدونه د تشدد او غېرېقېنی حالاتو له امله تیاره شویدی.

 

نو د امینت، د فرصتونو او د عدالت د ښه کولو لپاره – نه یوازی په کابل کی بلکه په ټولو ولایتونو کی – مونږ د کرهنی متخصیصنو او روزونکوته، انجینرانو او حقوق پوهانوته اړتیا لرو.  دا هغه څه دی چه مونږ پکی د افغانستان د حکومت سره مرسته کولی شو، چه د خپلو خلکو خدمت وکړی او داسی یو اقتصاد ته وده ورکړی چه د غیر قانونی مخدراتو د اثر نه خلاص وی. او همدا وجه ده چه زه امر ورکوم چه زمونږ د ملکی خلکو شمیر دی هلته ډیر زیات شی.  او په همدی دلیل مونږ باید د خپلو شریکانو او متحدینو نه، د ملگرو ملتونو او مرستو د نړیوالو سازمانونو نه وغواړوچه د ملکی خلکو ملاتړ زیات کړی – او دا هغه هڅه ده چه د بهرنیو چارو وزیره کلینټن به ئی بله هفته په هیگ کی پر مخ  بوځی.

 

د اقتصادی بحران په دوران کی، دا خبره راځی چه مونږ کولی شو دغه ملکی هڅه پریږدو.   خو، مه تیر وځی:  که چیری مونږ د هغوی د آینده غم و نه خورو او پانگه پکی وا نه چوو، زمونږ دا هلی ځلی به په افغانستان او پاکستان کی ناکامې  شی. او همدا وجه ده چه زما د بودجی په پلان کی د بهرنیو چارو د وزارت او د بهرنیو مرستو په پروگرام کی حتمی او واجبه پانگه شامله ده.  دا پانگی به زمونږ د پوځونو د اوږو پیټی کم کړی.  دا د امنیت سره مستقیمه مرسته کوی. دا د امریکا خلک محفوظ او مصؤن ساتی. او په اودږی مودی کی موږ ته ډیر زیاتی پیسی سپموی، ځکه دا ډیره ارزانه پریوزی چه یو پولیس وروزو تر څو د خپل کلی امنیت وساتی او د یوه بزگر سره مرسته وکړی چه غله دانه وکری نسبت دیته چه خپل پوځونه په پر له پسی ډول دجنگ د پاره ولیږو او افغانانو ته هیڅ مسؤلیت ورنکړو.

او پداسی حال کی چه دا مرستی کوو، هغه ورځی نوری باید ختمی وی چه د مصارفو حساب ورکول نه وو، قراردادونه بی د داوطلبی نه ورکول کیدل، او منابع په بی ځایه ساختمانی چارو لگول کیدی. نو زما په بودجه کی هم د بهرنیو چارو په وزارت او هم د امریکا د بین المللی مرستو په اداری کی د یوه قوی عمومی مفتش دپاره او همدارنگه د افغانستان د بیا ودانولو لپاره د خاصو عمومی مفتشینو د پاره پیسی شاملی دی.

 

اوزه په ډاگه وایم چه: مونږ هغه اداری فساد باندی سترگی نه شو پټولی چه ددی سبب شوی چه افغانان په خپلو مشرانو باندی خپل باور د لاسه ورکړی.  مونږ به د افغانستان د حکومت سره د داسی یوه نوی تړون غوښتنه وکړو چه د اداری فساد سره مبارزه وکړی، د نړیوالی مرستی لپاره څرگند او روښانه اهداف وټاکی چه د هغو نه د افغانستان دخلکو د اړتیاو د پوره کولو لپاره کار واخیستل شی.

 

په یوه ملک کی چه بیشانه ډیر غربت پکی دی او په لس گونو کلونه په جنگ کی وو، د پخوانیو دښمنانو تر مینځ بی د مصالحی او روغی جوړی نه  سوله نه شی راتلای.  زه دا باطل خیال نلرم چه گنی دا آسانه خبره ده.   په عراق کی مونږ پدی بریالی شوو چه پخوانیو دښمنانو ته لاس ور اوږد کړو، القاعده تری لری او گوښه کړو.  په افغانستان کی هم باید همداسی یو جریان پیل کړو، پداسی حال کې  چه په دې  پوهیږو چه افغانستان بیخی بل رنگه ملک دی.

 

د طالبانو یوه ډله ده چه روغه ورسره نه شی کیدلی.  د هغوی په وړاندی باید د زور نه کار واخستل شی، او باید ماته ورکړل شی.  خو داسی خلک هم شته چه د ویری او جبر نه ئی وسله پورته کړی ده او یا ئی د پیسو په بدل کی دا کار کړی دی.  دغسی افغانانو ته باید د بلی لاری د انتخاب حق ورکړل شی.  په همدی دلیل به مونږ د محلی مشرانو، د افغانستان د حکومت، او د نړیواله شریکانو سره په گډه کار کوو چه په هر ولایت کی د روغی جوړی او پخلاېنی  جریان پیل شی. د هغوی شمیر به په کمیدو شی، هغه دښمن چه د افغانستان خلکو ته غیر د دهشت او اختناق نه بل څه نه  ورکوی باید گوښه او منزوی شی. او موږ به د ښځواو جینکو په گډون د ټولو افغانانو، د اساسی بشری حقوقو ملاتړ ته دوام ورکړو.

 

پرمختگ کی به مونږ په پټو سترگو روان نه یو.  بلکه مونږ به د پرمختگ د اندازه کولو او معلومولو یو ښکاره معیار وټاکو او خپل ځانونه به مسؤلیت او جواب ته تیاروو.  مونږ به د افغانستان دامنیتی قوتونو په روزنه کی خپلی هلی  ځلی او د مخالفینو سره جنگ کی خپل پرمختگ په منظم ډول ارزیابی کوو.  مونږ به د افغانستان د اقتصاد د ودی او د غیر قانونی مخدره موادو د تولید اندازه معلوموو.  او دا به څیړو چه آیا مونږ د خپلو اهدافو د تر سره کولو په لاره کی د پرمختگ لپاره د سمو وسایلو او تاکتیکونو نه کار اخلواو که نه.

 

ددی گامونو نه چه ما بیان کړل یو به ئی هم آسانه نه وی؛ یو هم باید امریکا په یوازی سر په غاړه وانه خلی.  نړی نه شی کولی چه گډ وډی او داسی حالت ته د افغانستان بیرته ورتلل وزغمی چه القاعده پکی بیغمه فعالیت وکړی.  مونږ په اقدام کولو کی گډ مسؤلیت لرو --  ددی دپاره نه چه گنی قدرت او قوت غواړو بلکه ددی دپاره چه زمونږ خپله سوله او امنیت ورپوری تړلی دی. او پدی اوسنی وخت کی خبره یوازی دا نده چه یوازی زمونږ امنیت په خطر کی دی، بلکه خبره دا ده چه آزاد هیوادونه  د خپل گډ امنیت د ساتلو لپاره یو ځای کیدای شی.  شپږ لسیزی پخوا د ناټود تړون  دجوړیدو بنیاد همدا وو او نن ورځ هم باید همدا زمونږ گډ هدف وی.

 

زما اداره د نړیواله سازمانونو د غښتلی کولو او د گډ اقدام ژمنه لری، او بله هفته به په اروپا کی زما پیغام هم همدا وی.  پداسی حال کی چې  امریکا ډیر څه کوی، مونږ به د نورو نه هم وغواړو چه خپله برخه واخلی. په ناټو کی به د خپلو ملگرو نه وغواړو چه فقط عسکر ونه لیږی بلکه په ډاگه به  د تعریف شوو ظرفیتونو د تقویه کولو غوښتنه  ترینه وکړو:  د افغانستان دانتخاباتو ملاتړ وکړی، د افغانستان د امنیتی قواوو په روزنه کی برخه واخلی، او دافغانستان د خلکو سره  په ملکی چارو کی د مرستی غټه ژمنه وکړی.  دملگرو ملتونو نه غواړو چه د خپل منشور له مخی د نړیوال اقدام او نړیوالو مرستو د انسجام چاری په غاړه واخلی او د افغانستان مؤسسات تقویه کړی.

 

او په نهایت کی به، مونږ د ملگرو ملتونو سره په گډه، دافغانستان او پاکستان د پاره د اړېکو یوه ډله جوړه کړو چه ټولی هغه خواوی چه د سیمی د امنیت اندیښنی ورسره دی راټولی کړی – په ناټو کی زمونږ متحدین او نور شریکان، او همدارنگه د مرکزی آسیا هیوادونه، د خلیج د سیمی هیوادونه اوایران؛ روسیه، هند او چین.  ددی ملکونوپه جمله کی، یو هم د القاعده د تیروریستانو د اډو او د داسی سیمی نه چه گډ وډی پکی وی گټه نه شی اوچتولی. د دوی ټولو گټی په دوامداره سوله، امنیت او پرمختیا کی خوندی دی.

 

دا ریښتیا ده چه د ټولو نه زیات، ائتلافی قوتونه، په افغانستان کی په گډه او د افغانانو سره خوا په خوا ډیر جنگیدلی دی.  ډیری زیاتی قربانی ورکړل شوی دی.  قریب ٧٠٠ امریکائیانو خپل سرونه بایللی.  د ٢٠ هیوادونو پوځونو هم نهائی قیمت ورکړی دی.  ټول امریکائیان د هغو خلکو د خدمت او ملگرتیا قدر کوی چه زمونږ سره څنگ په څنگ جنگیدلی، کار ئی کړی او خپله وینه ئی توی کړی ده.  او دامریکا  ټول خلک زمونږ د خپلو نارینه او ښځینه پوځونو د خدمتونو نه هم ډیر زیات ممنون دی چه د هر بل نسل په شان ئی دروند پیټی په اوږو وړی دی. هغوی او د هغوی کورنی د قربانی او خود گذری ډیر ښه مثالونو دی.

 

زه ټولو ته دا خبره وریادوم چه د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کی د جنگ لاره نده انتخاب کړی. زمونږ قریب ٣٠٠٠  خلک د کال ٢٠٠١ د سپټامبر په١١مه  ووژل شول او غیر ددینه چه خپل ورځنی کار ته روان وی بله گناه ئی نه لرله.  القاعده او متحدینو ئی دهغه وخت نه راپدیخوا په زرگونو خلک په ډیرو ملکونو کی وژلی دی. هغوی د هر چا نه ډیر مسلمانان وژلی او د القاعده لاسونه د ټولو نه زیات د هغو مسلمانانو په وینو لړلی دی چه القاعده وژلی او یا عیبی کړی دی. دا هغه آینده ده چه القاعده ئی د پاکستان او افغانستان خلکو ته هم ورکوی – داسی آینده چه فرصت او امید پکی نشته؛ داسی آینده چه عدالت او سوله پکی نشته.

 

نو پدی پوه شی چه مخی ته پرته لاره او مزل اوږد دی، او سختی ورځی به هم پکی وی. خوموږ به د افغانستان او پاکستان سره د داسی دوامداره ملگرتیا او شراکت په لټه کی یو چه خلکوته ئی د نوی ورځی او نوی ژوند زیری ورکړی.  او مونږ به د خپل ملی قوت ټول عناصر په کار واچوو چه القاعده ته ماته ورکړو، او د امریکا، د خپلو متحدینو، او د ټولو هغو خلکو دفاع وکړو چه د بهترې آیندی په لټه کی دی.  ځکه چه د امریکا متحده ایالات د سولی او امنیت، عدالت او فرصت په خوا ولاړه ده.  مونږ همداسی خلک یو او زمونږ تاریخ زمونږ نه غواړی چه یو ځل بیا دا کار وکړو.

 

ډیره مننه.  خدای دی تاسو ته برکت درکړی، او خدای دی د امریکا متحده ایالاتوته برکت ورکړی.

پای

د سهار ١٠ بجی او ٢ دقیقی.