مطبوعاتي اعلاميه څنګه وليکو؟
2009-02-28 11:14:52
How to Write a Standard Press Release
- تعريف: مطبوعاتي اعلاميه هغه مطبوعاتي بيان دی چې خبري رسنيو يا مطبوعاتو ته لېږل کېږي، هدف يې خبريالانو او خبري رسنيو ته خبر ورکول دي، دا معلومات بايد ګټور، دقيق او جالب وي.
- يو واضح سرليک دې ولري
- نېټه دې ورته وليکل شي او ورځ دې مشخصه شي (شنبه، يکشنبه...)
- د اعلاميې ليکوال (درېيم شخص) وي.
- په مطبوعاتي اعلاميه يا خبرپاڼه کې هغه موضوعات اخيستل کېږي چې يوڅه پېښ شوي يا يو کار ترسره شوی وي. يا کومې کمپنۍ نوي شيان توليد کړي وي.
- د اعلاميې په پای کې دې برېښناليک پته او موبايل نمبر وليکل شي، که خبريالان پوښتنې لري ځواب ترلاسه کړي. د هغه کس نوم دې هم وليکل شي چې دا معلومات له خبريالانو سره شريکوي.(بهتره دا ده که دا جزئيات تر سرليک لاندې د پاڼې په سر کې راشي)
- ارقام، د کسانو او ځای نومونه دې په غور وليکل شي چې غلطي ونه لري.
- اعلاميه دې لنډه او معلومات دې پوره وليکل شي، چې خبريالانو ته د يوې موضوع ټول تصوير ورکړي.
- د خبريالۍ په څېر په اعلاميه کې هم مهمه ده چې دغو پوښتنو ته ځواب وويل شي: (چا، څه شی، چېرې، کله او ولې)
- د اعلاميې په لومړۍ پراګراف کې دې د موضوع لومړني جزئيات راواخيستل شي، چې لوستونکی پوه شي اعلاميه پر کومه موضوع ده.په دويم پراګراف کې دا جزئيات زياتېږي، لوستونکو ته دا وښياست چې ستاسو دغه اعلاميه ولې ورته مهمه ده. په بل پراګراف کې نور جزئيات ورکوئ او په پای کې که د موضوع اړوند نور اضافه يا مهم معلومات ولرئ ورزيات يې کړئ.
- مهم معلومات دې په پيل کې راشي.
- که مو معلومات تر يوه مخ زيات وي، خامخا اعلاميې ته د مخونو شمېره ورکړئ.
- د هر پراګراف ترمنځ دې فاصله ورکړل شي.
- د اعلاميې ژبه دې روانه، عام فهمه او معياري وي، د پېچلو لغتونو له کارولو څخه دې (په کلکه) ډډه وشي.
- د ادارې لوګو دې ولري.
- که انځورونه ورسره مله شي غوره به وي.
- د کمپنۍ يا ادارې نوم دې وليکل شي.
- اعلاميه د برېښناليک، فکس په مرسته يا په ليکلې بڼه خبري رسنيو ته لېږل کېږي.
- زيات مهال خبريالان نه غواړي برېښناليک پته يې هر ځای خپره شي، کوښښ دې وشي چې ټولې برېښناليک پتې BCC ته کاپي شي، چې په دې توګه ټولې پتې پټې وي.
- که مو اعلاميه په پښتو وي، د Word تر څنګ يېPDF ته هم واړوئ.
نيمګړې مطبوعاتي اعلاميه
An incorrect press Release
(له دې اعلاميې څخه د اړيکو برخه او د ادارې نوم ليرې کړل شوی دی)
د متحده ايالاتو مرستيال رئيس جمهور د ايساف قومندانئ څخه ليدنه وکړه
د متحده ايالاتو سناتور جو بايډن څوک به چي ٢٠په د جنورئ د انتخاب شوي مرستيال رئيس جمهور په توګه د سوکند مراسم تر سره کړي د ايساف د مشر جنرال ډيوډ ميکرنن د ليدلو لپاره د ايساف مرکزي قومندانئ ته په لسم د جنورئ ولاړ.
د نوموړي سره د سهيلي کرولينا سناتور هم ورسره وه. دا هيات د سهر په چائ کي جنرال ډيوډ ميکرنن سره وکتل. او د نوموړي لخوا يي په افغانستان کي د عملياتو په اړه معلومات تر لاسه کړل.
ددئ کتنه نه ورسته سناتور جو بايډن د ايساف په مرکزي قومندانئ کئ ميشت د متحده ايالاتو سرتيرو سره ليدنه وکړه.
سناتور جو بايډن ډيره مننه، دا يو ډير لوئ کار دئ چي تاسو يي دلته کوئ. تاسي ډيره لويه قرباني ورکوئ. د ستاسو د خدمتونونه ډيره مننه.
پر اعلاميې کره کتنه
Comments
- ژبه يې خرابه ده. عام فهمه نه ده.
- معلومه نه ده چې په کومه ورځ (شنبه، يکشنبه...؟)
- ځای هم نه دی په ګوته شوی، د ايساف مرکزي قومانداني چېرې ده؟
- اعلاميه د درېيم شخص له خوا ليکل کېږی، له وروستۍ جملې سړي داسې فکر کوي چې اعلاميه داسې يوه چا ليکلې چې له جوبايډن سره ملګری و.
- په اعلاميه کې نه ښکاري چې دا کتنه ولې مهمه ده؟
غوره او معياري مطبوعاتي اعلاميه
دېرش تنه ښوونکي د زده کړو لپاره هند ته ولېږل شول
- نېټه: ۱۳۸۷- مرغومی- ۲۰
- د پوهنې رياست له خوا
د کندهار پوهنې رياست د هند د دولت په مرسته د دې ولايت دېرش تنه ښوونکي چې د ښار په بېلابېلو لېسو او ښوونځيو کې يې تدريس کاوه د معلمۍ په برخه کې د لا زياتې روزنې لپاره هند ته ولېږل شول.
دغه ښوونکي به د اوو مياشتې په موده کې د هند د نوي ډيلي ښار د دولتي پوهنتون د استادانو او عالي دارالمعلمين د استادانو له خوا د معلمۍ په برخه کې وروزل شي.
دغو ښوونکو ته به په دې موده کې د هند د دولت له خوا ټولې اسانتيا برابرېږي او تر روزنې وروسته به بريليک هم ورکړل شي.
دا لومړی ځل دی چې د کندهار ښوونکي د روزل کېدو لپاره يوه بهرني هېواد ته لېږل کېږي. چې تر روزل کېدو وروسته به د دې ولايت زده کوونکي له نويو او عصري غوښتنو سره سم وروزي.
د هند حکومت ژمنه کړې چې په راتلونکي کې به د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو اتيا تنه ښوونکي په سمه او اساسي توګه وروزي.
د نورو معلوماتو لپاره:
احمد
فون شمېره:
برېښناليک پته: