افغاني غالۍ، د سوداګرۍ په ډګر کې يوه ارزښتمنه لاسته راوړنه

افغاني غالۍ، د سوداګرۍ په ډګر کې يوه ارزښتمنه لاسته راوړنه

 

د افغانستان په مهمو لاسي صنعتونو کې يوه هم غالۍ ده چې څو پېړۍ مخکې په يونان، مصر او نورو لرغونو ښارونو کې اوبدل کېده او د هغه مهال په شاهي دربارونو کې به کارېده  چې دا ماڼۍ به ورباندې ښکلې وې، دغه راز هغه مهال هم پر دغو غاليو د ځينو فاتحينو انځورونه جوړېدل چې بيا به دا انځورونه پر دېوالونو ځوړنېدل.

په افغانستان کې هم له لرغونو مهالونو راهيسې د غاليو  د رانيولو، پلورلو او اوبدلو بازار خورا تود و، غالۍ زياتره د افغانستان په بلخ، فارياب، هرات او نورو مرکزي ولايتونو کې اوبدل کېږي، ځکه چې په دغو سيمو کې مالداري ډېره ده او وړۍ هم پرېمانه په کې پيدا کېږي.

د دې لپاره چې غالۍ ښايسته رنګ ولري او خپل اصلي رنګ تر ډېره وخته پورې له لاسه ورنه کړي، مالداران چې کله د خپلو پسونو وړۍ راټولوي نو هر رنګ يې بېلوي او بيا يې ښه پاکه مينځي چې دا کار وړۍ ته ځلا ورکوي.

افغاني غالۍ په کليو او بانډو کې د نارينه وو، ښځو او ماشومانو له خوا اوبدل کېږي، چې د اوبدلو پرمهال يې ځينې ځانګړې سندرې هم ويل کېږي چې زموږ په فولکلوري ادبياتو کې د دغو سندرو ډېره برخه خوندي شوې ده.

 د افغاني غاليو څو ډولونه دا دي:

 

موري يا مروي:

دا غالۍ په مرو کې جوړېده، اوس مهال د (لرغوني فارياب) په دولت اباد کې په هماغه پخوانۍ بڼه پيدا کېږي او خلک يې اوبي.

 

دولت ابادي:

لکه له نوم څخه يې چې ښکاري، د اندخوى او شيرين تګاو ترمنځ د مزار شريف په دولت اباد نومې سيمه کې اوبدل کېږي، دغه غالۍ هم ځانګړى شهرت لري.

 

قزاياقي:

د مزار شريف خواجه دوکوه ته نژدې هغه سيمه کې اوبدل کېږي، چې د قزل اياق قومونو يوه قبيله کې په کې مېشته ده.

 

اقچه يي:

لويې فيل پايې (هغه ډيزاينونه چې د فيل پښو ته ورته دي) دغې غالۍ ته زيات ښايست وربخښي، چې ماهر کسان يې اوبي.

 

په ٢٠٠٢م کال، په په پېښور کې د افغاني غاليو يوه اتحاديه موجوده وه چې ٢٧٣٦دکانونه، ٣٢مارکېټونه يې لرل او درې لکه کارکوونکو په کې کار کاوه، چې په ټول پاکستان کې د غاليو د کارځايونو شمېر ٢٥٠ ته رسېده، په دې کې ٦٥د وړۍ مينځلو کارخانې او د رنګ امېزۍ ١٢-١٣کارځايونه فعال وو، چې د همدوى د هڅو له برکته د ٢٠٠١م کال په پاى کې افغاني غاليو، د امريکا په اتلانتا ښار کې د يوې نړيوالې نندارې پر مهال د لومړيتوب نړيواله جايزه ترلاسه کړه، چې د افغانانو لپاره يوه ستره لاسته راوړنه ګڼل کېږي. اوس مهال د نړۍ په زياتو هېوادونو کې افغاني غالۍ ځانګړى شهرت لري.

سره له دې چې اوس مهال د ماشينونو په مرسته ډېرې ښکلې غالۍ اوبدل کېږي، خو د لاسي غاليو ارزښت او ځانګړتيا بيا بېله ده چې افغاني غالۍ بيا په کې خپل ارزښت لري.

يوه ستونزه دا ده چې اوس مهال هم اکثره غالۍ له افغانستان څخه په سمه توګه نه صادرېږي، سوداګر يې اړ دي چې  دا غالۍ د پاکستاني غاليو په نامه بهر ته صادر کړي، چې دا ستونزه تر اوسه پورې نه ده اواره شوې. خو که هرڅه وي غالۍ د افغانستان د صادراتو يوه مهمه برخه جوړوي، که چېرې يې د صادراتو په وړاندې پرتې ستونزې ليرې شي، ښايي دا صنعت نوره وده هم وکړي. ځکه دې اومه مواد او د کار خلک يې دلته ډېر پيدا کېږي او دا برخه د خصوصي سکټور يوه عمده برخه هم جوړوي.