کندهارۍ غاړې او رخچينې اوس هم تود بازار لري
2008-11-23 01:10:49
خبريال : صالح محمد صالح په کندهار کې د سي آى جى دورکشاپ ګډونوال
٤٥کلنه زرغونه، چې د کندهار چهارسو چوک ته څېرمه سرپوښ بازار ته يې ګنډل شوې غاړې راوړې وې او د يوه دکان مخې ته له دکاندار سره د خپل حساب په تصفيه کولو بوخته وه، وويل : (( په دوو- دريو مياشتو کې يوه غاړه رغوم، چې په پيسو يې د خپل کور ګوزاره کوم)).
زرغونه وايي چې هغه لوست نه لري، چې په کوم دفتر کې کار وکړي، د خپل کور د عايد لپاره بله لار هم نه لري.
دا وايي چې يوه کونډه هم ورته ناسته ده ، زوى يې ٥کاله مخکې په کويټه کې په يوه ترافيکي پېښه کې مړ شو، خاوند يې روماتېزم لري، چې له کاره لوېدلى دى .
دا يواځې زرغونه ، نه ده چې غاړې ګنډي، بلکې د کندهار سلګونه مېرمنې غاړې او لاسي توکي ګنډي، چې دا ټول لاسي توکي او په ځانګړې ډول غاړې مختلف ډولونه لري او دغه ګنډنې د کندهار په کلتوري ډګر کې ځانګړى ارزښت لري .
په کندهار کې د غاړو ګنډل (خامکدوزي) او د رخچينو (کندهاري خوليو) ګنډل هغه کار دى، چې تقريباً د ډېرو کندهاريو ښځو زده دى او زيات ډولونه يې پېژني، چې اوس هم په سلګونو مېرمنې په دې توګه خپل ورځنى ژوند بسيا کوي. په دغو مېرمنو کې ځينې داسې دي چې د خپل کور ټول نفقه په خپله برابروي .
د کندهار چارسو چوک ته نږدې، سرپوښ بازار د رخچينو او غاړو د پلورنې هغه مرکز دى چې تر ٦٠زيات دکانونه په کې دي او دغه بازار له ډېر پخوا دلته ودان شوى چې اوس هم په هغه پخوانۍ بڼه ولاړ دى .
په همدې بازار کې يو دکاندار منير احمد، چې د رخچينو په قالبولو بوخت و، وويل: ((همدا مېرمنې که نه وي، زموږ دوکانداري هم په ټپه درېږي ، ځکه ټولې غاړې همدا ښځې راته ګنډي)).
له دې دکان څخه لږ اخوا ته څو کسان چې د يوې کورنۍ ښکارېدل د غاړو او رخچينو څو ډولونه يې مخې ته پراته وو، يوې مېرمنې چې د نوم له اخيستلو يې ډډه وکړه، وويل چې د لور واده يې دى او دوى غواړي چې خپل زوم ته مناسبه غاړه او رخچينه وپيري .
دې زياته کړه:((په ډکې غاړې پسې ګورم، د زوم لپاره هرڅوک ډکه غاړه وړي، ځکه چې رواج دى .))
٢٨کلن عبدالواسع هڅيال چې زيات وخت يې په کندهار کې تېر کړى او تقريباً دغاړو ټول ډولونه پېژني ، ددغو غاړو دډولونو په اړه وويل : ((يو کالري غاړې دي، چې په منځ کې يې د يخن درز راځي، بله شهبازي غاړه ده چې ښي لاس ته جوړه شوې او د غاړې درز هم همدې لاس ته دى، بله ډکه غاړه ده، چې تڼۍ يې پر اوږو ورکول کېږي او ډکه ګنډل شوې وي، چې تر ټولو ګرانه هم ده .))
دغاړو دنورو ډولونو په اړه ده وويل چې ، بله غاړه ارغاښې ده چې د ارې غاښونو ته ورته ګلونه لري ، ستوري غمي، چې ستورو ته ورته ډيزاين لري، بس چې ګلان يې ٤خانې لري، دغه راز کږې، غمي داره، ليس يا سيده، دکب شا، چپه او راسته، ليس غمي، اوې، چنګک، ښاخلۍ او نور ډولونه دي .
هڅيال دا هم وويل چې د دغو غاړو دا ډيزاينونه تر ګنډنې وړاندې د ځينو مېرمنو له خوا کېږي، هغوى د دغو ډيزاينونو په بدل کې ٦٠افغانۍ غواړي .
رنګينه چې (د افغانانو لپاره د مدني ټولنې) د ښځو د برخې مسووله ده، وايې چې اوس د دوى ادارې د کندهار پر ټولو ناحيو سربېره په ځينو ولسواليو لکه ارغنداو، ډنډ، دامان او شاه وليکوټ کې ٣٥٠مېرمنې ګومارلي چې غاړې ګنډي او دوى يې ورڅخه په ښه بيه پېري .
دې زياته کړه : ((ټوکر، تار، ډيزاين او نور مواد موږ ورکوو، يواځې کار دوى راته کوي، سږکال مو ٣٥٠مېرمنې په دې کار ګومارلي، دوى دا کارونه په خپلو کورونو کې کوي، چې دوې يا درې مياشتې وروسته دا ګنډل شوې غاړې ترې راټولوو . ))
دغه راز رنګينې دا هم وويل چې دوى دا غاړې بهرنيو هېوادونو ته هم وړاندې کوي او ويې ويل :(( موږ دغه لاسي ګنډنې هند، امريکا او هالېنډ ته هم لېږلې دي، چې ډېرو خلکو خوښې کړې دي، په پام کې لرو، چې په ٢٠٠٦م کال کې د ښځو دغه شمېره ٤٠٠ يا ٤٥٠ ته لوړه کړو او دا کار په يوه لوى تجارت بدل کړو، چې خودکفا شو او د نورو مرستندويو ټولنو مرستې ته اړ ونه اوسو . ))
د كندهار د اطلاعاتو، كولتور او ګرځندوى رئيس عبدالمجيد بابى د دغو ګنډنو د کلتوري ارزښت په باب وايي چې د خامک چارې د کندهار د خلکو د ځانګړو دودونو يو ښکاره او څرګنده بېلګه ده، چې د کلونو- کلونو راپه دېخوا په کندهارۍ ټولنه کې دغه دود ته په درنه کتل شوي او پالل شوي دي او تر همدا ننه پورې رارسول شوي دي، د کندهارۍ ټولنې د کلتور همدا برخه لکه چې تر اوسه پالل شوې ده .
بابي دا هم وويل چې په کندهار کې يواځې د غاړو خامک نه دى دود، بلکې ځينې نورې ګنډنې هم کېږي .
ده زياته کړه : (( د کندهار د مېرمنو په هنرمندو ګوتو سره زياتې غاړې، بالښتونه، روجايي ګانې، خولۍ، مېز پوښونه، کوټ بندونه او نور په بېلابېلو ډولونو سره جوړېږي . ))
نانى کاکو چې يوه ډکه غاړه يې اغوستې او له خپلو دوو وړو ماشومانو سره په سردار مدد خان چوک کې روان و، وويل چې اوس خلک د پخوا غوندې ډېرې غاړې نه اغوندي، دى وايي اوس زياتره غاړې ډېرې ګرانې شوې دي .
ده زياته کړه : ((پخوا غاړې ارزانه وې، چې هرچا رانيولى سوې، اوس زياتره کندهاريان چې په خارج کې دي، په ډېره لوړه بيه غاړې رانيسي او له ځان سره يې وړي، چې يوه ډکه غاړه په ٤٠٠٠افغانيو ده، پخوا به همدا غاړه ٢٥٠٠ افغانيو وې . ))
خو د سرپوښ بازار دکاندار نجيب الله بيا په دې باور دى چې که غاړې ګرانې شوې دي، د خلکو اقتصاد هم ښه شوى دى
ده زياته کړه : (( پخوا خلک ډېر خواران وو، اوس خو څه ناڅه ښه شوي، يواځې په کندهار کې تر٣٢٠٠ زياتې مرستندويې موسسې فعالې دي، چې کندهاريان کار په کې کوي، يوه ساده غاړه په ١٠٠٠ يا ٢٥٠٠ افغانيو ده، ډکه غاړه په ٣٥٠٠ يا ٤٠٠٠پيدا کېږي، پخوا به يواځې دوو- درېيو ښځو ما ته غاړې راوړلې، اوس يې شمېر ډېر زيات سوى دى . ))
د غاړو تر څنګ د کندهار رخچينې هم بېل نوم لري، چې په دې حوزه کې ډېره کارېږي، پخوا دا رخچينې په يو ډول خامک ګنډل کېدې، چې دا خامک چکني نومېده، مواد يې يواځې او يواځې زرين تار او ټوکر و، چې اوس هغه خولۍ دومره نه کارېږي .
اوس خلک له ګلابتون (يو ډول زرين تار) څخه اوبدل شوې خولۍ ډېرې خوښوي، دغه راز په کندهار کې د غمي لرونکو خوليو بازار هم ښه تود دى .
د ٢٨کلن صميم هوتک په وينا، دا نوې خولۍ له پاکستان څخه راځي . ده زياته کړه : ((دا نوې ماډل رخچينې (غمي لرونکې رخچينې) له پاکستان څخه راځي، چې نوي مواد په کې کارول سوي دي، اصلاً دا ټولې رخچينې په کندهار کې ګنډل کېدې)).
خو دا چې په کندهار کې د دې خوليو ګنډنه دومره ډېره دود وه، له بل هېواد څخه ولې واردېږي؟ عبدالغفور، د رخچينو او غاړو دکاندار وايي: ((دا نوې رخچينې په نوي ډيزاين سره جوړېږي، چې موږ هغه ماشينونه دلته نه لرو، دا زياتره خولۍ چې له پاکستان څخه راځي، د کمپيوټر تخنيک په مرسته ډيزاينېږي او جوړېږي، چې دا کارځايونه د سند ايالت په (لاړکانه) کې ډېر سته)).
داسې ويل کېږي چې له چين او د پاکستان له کراچۍ څخه هم خولۍ راځي، چې ارزانه بيه او ساده بڼه لري ، د يوه بل دکاندار فريد په وينا:((دا چينايي خولۍ ٨مياشتې کېږي چې پيدا سوي، مخکې نه وې)).
پخوا په کندهار کې ځوانانو غمي لرونکې خولۍ ډېرې کارولې، چې بيه يې له ٧٠٠ افغانيو څخه رانيولې تر ٤٥٠٠افغانيو پورې وه. خو په دې بازار کې يو بل سپين ږيرى دکاندار چې د نوم له اخيستلو يې ډډه کوله وويل چې اوس ځوانان بې غمي رخچينې ډېرې خوښوي: ((ځوانان اوس له ګلابتون څخه ساده اوبدل سوې رخچينې ډېرې خوښوي، خو په اطرافو کې بيا غمى داره رخچينه ډېره کارول کېږي)).
د کندهار د اقتصاد رئيس محمد رحيم رحيمي وايي چې که څه هم د دولتي سکټور کارونه ډېر پڅ دي، خصوصي سکټور ته پاملرنه په کار ده:((خصوصي سکټور بايد تقويه سي، پر وړاندې يې بايد پراته خنډونه ليرې سي)).
خو د هبيتات د دفتر يو مسوول انجنير باقي پوپل وايي چې دوى د کندهار په لومړۍ او شپږمه ناحيو کې د ښځو لپاره کورسونه لري چې ١٥شاګردانې لري:
((دا ښځې غاړې جوړوي، چې موږ يې ځنې رانيسو او بيا يې پلورو، دوى په دغو پيسو خپل ځانونه او خپله کورنۍ بسيا کوي)).
دغه راز نوموړى د څه مهال مخکې يادونه کوي چې د خوړو د نړيوال پروګرام يا (WFP) په مرسته يې د ښځو لپاره يو بل کاري پروګرام مخته بېوه چې ښځو مکروني، کلچې او نور خوراکي شيان جوړول، خو د هغه په وينا د ايران بازار دغه کاري بهير شنډ کړ.
په کندهار کې د ښځو چارو رياست چارواکي وايي چې دوى مخکې د غاړو، رخچينو او نورو لاسي ګنډنو يوه څانګه درلوده چې تر ١٥٠زياتې شاګردانې په کې روزل کېدې، خو د ځينو نورو مديريتونو له کبله دا څانګه غيرفعاله، استادان او شاګردان پر خپلو کورونو کښېناستل، د همدې رياست مرستيال محمد صادق وايي:((تر ١٣٨٣ل کال پورې مو دا څانګه درلوده، چې د اقتصاد، پوهنې، حقوقو او داسې نورو مديريتونه جوړ شول، چې د لاسي کارونو دا څانګه شنډه سوه)).
خو نوموړى وايي چې کېدى شي په نږدې راتلونکي کې د جايکا مرستندويې ټولنې په مرسته د (زهسوا) تر پروګرام لاندې يوه څانګه جوړه شي، چې لاسي صنعت ته به وده ورکوي، چې اوس ورته يو ښوونکى ټاکل شوى دى، ښاغلي محمد صادق وړاندې زياتوي:
((دا لاسي کارونه به همدلته نندارې ته وړاندې کېږي، چې بهرنيان به ورته راځي او په ښه بيه به يې رانيسي ))
کارپوهان په دې باور دي، چې بې هنره سړى د بې مېوې ونې په څېر دى، نو که چېرې په کندهار کې دغه اړخ ته نوره پاملرنه هم وشي، نه يواځې به په سلګونو نورې مېرمنې په کار ولوېږي، بلکې دغه صنعت به نوره پراختيا هم ومومي او آن چې د نړۍ په زياتو هېوادونو کې به د کندهار ګنډل شوې غاړې او رخچينې ځانګړى بازار ومومي .